اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د صرف او نحوه غوښتنه
وزیري
04.01.2011
ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محتر حامد صاحب دامام ترمذی دشمایل پښتوشرحه (نبوی سیرت) یوه ډیره ښه، په زړه پوری او معلوماتی لړۍ روانه کړیده الله جل جلاله دی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په شفاعت او محبت ونازوی او ان شاءالله همداسی به کیږی.
په دی لیکنی سره ما غوښتل چی دا وپوښتم آیا زمونږ په منځ کی داسی هم څوک شته چی د صرف او نحوه لړۍ له سره شروع کړی او تر اخیره دا خدمت وکړی؟
که یی لرو نو په خورا درنښت سره ترینه هیله کوم/وکړی چی دا لړۍ شروع کړی.
والسلام.
صرف و نحو ضرورت
chaparharay
04.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترم د المدرسه الوزیریه د انترنیتی نشیریاتو مسول (الوزیریه)صاحب ستا سی د دینی جذباتو ته احترام لرو خو د صرف ونحو په هکله دا ویلای شو چی دا خو د عربی ژبی بلاک ندی او صرف و نحو زه فکر کوم علم ندی فن دی دلته باید چی یا پښتو فن اعنی پښتو ګرامر وښودل شی او یادا چی دا یو اسلامی فورم دی نو اسلامی لارښونی وشی مسلی وڅیړل شی لکه د لمانځه مسلی د روژی مسلی او خاصکر د عقیدی مسلی چی مونږپکی ډیر کم معلومات لرو هسی په نوم مسلمانان یو نور نو په ډیرو عقیدوی مسلو نه پوهیږو په اسلام کی ولا او براء اعنی اسلام کی دوستی او دشمنی یا نواقض الاسلام هغه خبری یا کارونه چی اسلام پری د سړی خرابیږی او سړی ورباندی کفر ته وزی داسی مسلی بیان شی او دداسی مسلو یو لړۍ شروع شي څومره به ښه او فایده منده وی
داسی مسلو ته مو مخښه غواړو ستاسی د مرستی په هیله
ستاسی ورور چپلیاری
حذيفه
04.01.2011
سلامونه
زه هم دچپلیاري صاحب نظرتائيدوم دابحث که په پښتوژبه وړاندي سي هيڅ تاوان نه لري اوګټه به یی هم ډېره زياته وي خودپاملرنی خبره داده چي په دې اسلامي فورم کي ورته ځای نه شته داصرف پراسلام اوداسلامي پرتاریخ راڅرخي . دلته نحوي ، صرفي ، منطقي اونوربحثونه مطرح کول دجوړي سوی تګلاری مخالفت دی خوکه دداسي علومولپاره جلاڅانګه پرانيستل سي اوياپه یوه بله متعلقه څانګه کي وڅیړل سي هيڅ به بده نه وي اوزماپه نظرټول به یی هرکلی وکړي .
مګرزه بيادلته ددی غوښتنه کوم چي يوڅوک راولاړشي دقرآن اوحديث په اړه معلومات ورکړي ، دهغوی تشریح وکړي اوښه خوندورې اسلامي مسئلې دقرآن او حديث په رڼاکي وڅېړي اوپه خپله مورنۍ ژبه يې خپلوپښتنووروڼوته وړاندي کړي .
صرف و نحو
chaparharay
04.01.2011
السلام علیکم
الشیخ حذیفه صاحب په ګوتو او قلم دواړو دی برکت شه داسی خبره دی لیکلی لکه همدا ما چی لیکلی وی او پخپله یی لولم
زه هم همداسی غواړم ځی چی شروع پری وکړو تاسی مخکی او مونږدر پسی
الله اکبر
ستاسی انترنیتی شاګرد چپلیاری
پښتون.
04.01.2011
حذیفه صیب السلام علیکم.د سفر نه پخیر راغلی، هیله ده چی روغ او خوشحاله اوسی.او مونږه دی هیر کړی نه اوسو.