د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

تندرصاحب ته مبارک

محمدزمان هوتک
04.01.2011

تندرصاحب مبارک دی شه یوه دمشری چوکی خو دی دغاړی سوه اوس نو هغه ستا خبره په پنځو کی حساب شوی ډیره خوشحاله شوم چه ستا نوم می ولیدی :


قريش
04.01.2011

مبارک مبارک مبارک
اوهوتکه لکه چی زما اوستا احتجاج ګټه وکړه.
خو چی اوس به دتندرصیب زماستوری ته فکرهم شی او که نه؟
او دی نه وروسته به چی تندرصیب انلاین وی نوم به یی په شین رنګ لیکل شوی وی اوما اوهوتک صیب به من من غوښی اخلو.
هوتکه هلته می پتوال ته ډیراعصاب خراب شول چی زموږ په بحثفورم :roll: (پښتو اوپښتنی کلتور) کی یی بی اجازی اوله لیکنه کړی وه. تندرصیب ړنګه یی که!


محمدزمان هوتک
04.01.2011

قریشه 100ځلی دی مبارک شه دانوی او لومړی ستوری څو وخت به دپښتون ورور دپاره احتجاج کوو دهغه نه وروسته به بیا ستا دپاره په احتجاج لاس پوری کوم خو ته ژر ژر خپل ستوری ډیره وه
مننه‎ ‎


عنوان

tandar
04.01.2011

قریشه وروره مننه کوم لږ صبر وکړی تر اوسه ې راته نوم په پنسل لیکلی چه پنسلپاک پسی راونخلی ،چه دهغی شرم به بیا زیات وی :roll: :roll: :roll: :roll:
اوس نوستاسو مرستی ته اړ یو٠
تربیا٠


عنوان

tandar
04.01.2011

قریشه وروره مبارک، مبارک یو دی خو ښکلی دی،تل دی وځلیږی٠
تربیا٠


پښتون.
04.01.2011

سلامونه تندر صیب!مبارک هو.
ستاسی ټاکل کیدل دپښتو، پښتونولي او د پښتنو کلتور د چلوونکو په توګه د ټول افغان چارواکو لخوا یو په ځای ټاکل ګڼم ،او تاسی ته د دندی په سرته رسولو کی ډیر بریالیتبونه او حوصله غواړم.
او اوس چی دی نوم مونږه ته(قریش ،هوتک،پښتون)شین ښکاری ،زړه مو خوشحاله او من من غوښی اخلو.چی بلاخره یی د کار سړی ټه کار ورکړ.
تر بیا پوری.


پښتون.
04.01.2011

قریش وروره ستا دی هم دا لمړی ستوری مبارک وی :D :D :D :D :D
او خدای تعالی دی وکړی چی دلته له مونږه سره تر تله اوسی او ستوری دی ځلیدونکی اوسی. :wink: :D :D


محمدزمان هوتک
04.01.2011

پښتون صاحب، قریشه صاحب، اوتندرصاحب، سلامونه قریشه یاره ماخو چه دتندر صاحب نوم ولیدی یو من چاغ شوم خوند یې وکړ چه موږ هم په پورم کی مشر پیداکړ، قریشه اوس به نو چه کومه لیکنه دی په پښتو او پښتنی کلتور کی ناخوښه وی بس تندرصیب ته خالی امر کوه او تندر صاحب بی ړنګه وی که څنګه
مننه[color=green:a13606d971][/color:a13606d971][size=18:a13606d971][/size:a13606d971]


عنوان

tandar
04.01.2011

مننه مننه بیاهم له ټولو مننه اوس تکړه شی ښکلی ښکلی شعرونه ،قیصی ولیکی او زماله خوا نه په چوکاټ دادب کی یوه یوه ټوکه که هم وی ټولو ته اجازه ده اګر چه زمونږ ټوکی خودادب نه لری نه دی :roll: :roll: خو هغلته به لږ ډیر خیال ساتو ٠
خو دانورو ته می کم رانوړی :roll: :roll: :roll: :roll: چه دوی هم پوه شی چه دا ټوکیانو کی خو عالمان او پوهان هم شته :roll: :roll: :roll: :roll:
دټولو دمرستو په هیله٠
ستاسو ورور تندر٠


قريش
04.01.2011

ستاسی دمبارکۍ نه ډیره مننه.خدای دی ستاسی ستوری لاهم ډیرکړی اوهوتک ته دی خدای خپل وروښيی.
هوتک صیب په پښتو او پښتنی کلتور کی پتوال ځان ډیر ویت ویت کوی یوځل خومی زړه غوښتل چی دواړه لیکنی یی ړنګی کړم اوپه شخصی پیغام کی یی بیرته ورولیږم چی ورمعلومه شی چی دلته اصول اومقررات دی خوبیا می دحوصلی نه کارواخیست، وخته یی بیا دوه لیکنی خوندی کړی دی فورم دچا دی اونیغیږی پکی څوک؟ داخوموږ اوس هم ښه ورسره کوو چی دده اوله لیکنه چی دچلونکی بی اجازی یی خوندی کړی وه ړنګه مو نکړه. په اینده کی به یی پړه پخپله غاړه وی.
اوپښتون صیب بیغمه شه زه به درسره تراخیره یم اګرکه نور ملګری به ډیر ځی راځی خو قریش به دی میدان نه پریږدی :? :D :D :D :D


قريش
04.01.2011

او مخکی به درسره یا وم یانه خواوس چی موپه فورم کی مشرپیداکړ اوس خو خامخا درسره پاتی کیږم. اوس موږ (پښتون، هوتک،قریش) داصلاحیت لروچی دیوچاپه لیکنه کی تعدیلات راولو لکه حلیمی صیب یی چی کله کله کوی. مابه ددی شی ډیر ارمان کاوه :shock: :shock: :shock: :shock:


قريش
04.01.2011

دادی مامی خپل لاسلیک هم بدل کړ.
چی دپښتواوپښتنی کلتورسره دخپلی مینی ثبوت وړاندی کړم.


محمدزمان هوتک
04.01.2011

قریشه پښتون اوتندر سلام
قریشه دتندر صاحب فورم ته می یو پردی شعر ورخوشی کړ ستا دلاسلیک دا اخری بیت پکښی استعال سوی دی
ډیر خوندور شعر دی
‏، قریش اوپښتون وروڼو موږ او تاسی خو په تندر صاحب ډیر نازیږو هسی نه لکه دپارلمان وکیل هیر مو نکړی


قريش
05.01.2011

هوتک صیب چی ریشتیا ووایم همداویره ماسره هم شته.که فکروکړۍ دتندرصیب په برخوردکی هم لږبدلون راغلی یابه ماته داسی ښکاری چی اسلوب یی لږآمرانه شوی دی.زه چی ریشتیادرته ووایم دتندرصیب په دی دندی ډیرزیات خوشاله یم زمابه هغه وختونه هیڅکله هیرنشی چی تندرصیب به نن لیکنه خوندی کړی وه سبابه دچلونکی لخواړنګه شوی وه یابه اخطاروکړل شوی وه چی که بل ځل داسی لیکنه وکړی ړنګه به شی اوموږ به یی په مقابل کی هیڅ نشو کولی ځکه دچلونکی سره به څه وکړی،خودوی دامتل نه وه اوریدلی چی هزاره هم خدا دارد.موږته خدای دهماغو سختو اجرراکړاودادی تندرصیب مودیومستقل فورم چلونکی وټاکل شو،زه پوهیږم چی تاسی (پښتون، هوتک)به هم پری ډیرخوشاله یۍ.خدای مودی نه خفه کوی.


محمدزمان هوتک
05.01.2011

پښتون صیب قریش صیب، او تندرصیب،او ټولو وروڼو ته سلامونه یوه ټوکه به ولیکم ټوکه نده بلکی حقیقت دی ، خدای ج دی وکړی چه برق او نیټ می کار پری نږدی :،،: دلته دچمن په سیمه کی غله ډیر دی سرمایه داران خواران په پټه ژوند کوی یو سړی چه څه سرمایه داره وو او څه مدمعاش هم وو نو همیشه به یې تو مانچه دځان سره ګرځول بله ورځ غلو ونیوی شیان یې ټوله ځنی یو وړه مګر تومانچه یې ورسره پیدانکړه ؟ سړی چه کورته راغلی ډیر خوشحاله وو ویل توره مطلب (تومانچه) خو بچاو سوه ؟؟
قریشه چه نظر به دی کار اوکړی او کنه
مننه


قريش
05.01.2011

هاهاهاهاهاهاها
توره خو بچاو شوه :lol: :lol: :lol:
هوداسی قصه ماهم اوریدلی وه خو نه پوهیږم چی ته به هماغه یادوی که بله،هغه داسی چی هلته په چمن کی ددوه قومونو ترمنځ دوښمنی ده همیشه یی دکمزوری قوم خلک شکولی وی او لاریی ورته نیولی وی،مابیاپسی پوښتنه وکړه ځکه چی په چمن کی زماځینی خپلوان شته چی څوڅو وار غلو خالی سلاح کړی دی، خلکوراته ویل چی اصلادوی غله نه وه،ددوی دوښمنی اصل کی په ځمکه اوپټی وه،همدی دوښمنی ددوی نه غله جوړکړل ځکه چی دا وس یی نه وه چی ځمکه تری وګټی،نودخپل حق غوښتلویواځینۍ لارهمداورپاتی شوه چی حریف قوم ته په لارکی کینی اوپیسی تری وشکوی. ددوی قصه ماته ډیره دلچسپه وه نومی ډیری پوښتنی هم پسی کړی که خدای کول بل واربه یی ډیرعجائب اوغرائب معلومات دځانه سره راوړم :wink:
:D :D :D :D


محمدزمان هوتک
07.01.2011

سلامونه مشرانو وروڼو هریو تندرصیب ، پښتون صیب، او قریش صیب ، ولا یارانو دی نیټ می سخته دوښمنی راسره شروع کړی کله چه فورم ته راسم نیټ ورک سی
اوس می دادی لیکنه شروع کړه ولا هی که د نیټ درک هم سته اوس به همداسی ورته ناست یم چه کله به بیا نیټ پیداکیږی
مننه‎ ‎


tandar
07.01.2011

هوتک یاره انشاالله ټول شیان به خدای جوړ کړی چرت مه خرابوه مګر دا راته ووایه چه پس له واده نه شپه درباندی ښه تیریږی او که ورځ؟ :roll: :roll: :roll: :roll:
او زما زړه خو دا یو خړ ستوری راوخوړو،داسی راته ګوری له دړانده سترګه :roll: :roll: :roll: :roll:
ستاخوښی زمونږ ټولو هیله ده٠


محمدزمان هوتک
07.01.2011

سلامونه ټولوته
تندرصیب، ستاسی دوعا ده هرڅه سم سوه یاره ددی لیکنی سرخوړلی چل می نه زده چه ستا لیکنه راکافی کړم او دلته جواب ورته ولیکم خیر، دواده نه پس که روشتیا درته ووایم الله دی نه سی ناراضه هم ورځ ښه ده او هم شپه شکر دی انډیواله که زموږ په دوعا کیږی خدای ج دی یو 100 ستوری خو درکړی قریش ، او پښتون دی وای امین
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more