ادبي ټوکې ټکالې
څه شی دی
chaparharay
03.01.2011
ملګرو سلامونه یوه نوی موضوع پیل کوو چی پدي نویو موضوګانو کی نه ښکاری هغه دا چی( دا څه شی دی)
تاسی به اوریدلی وی چی هغه څه شی دی چی نوم یی شته خو شی نشتت چی جوای یی بو د(ب) په زوار او د (و)په سکون یا بلا چی نوم یی شته خو دا شی بیخي نشته خو اوس دا ووایاست چی
هغه څه شی دی چي نوم یی نشته خو هغه شی شته ؟
که لږنقل درکړم نو دا شی ژوندی هم دی سا لری اعنی ژوندی دی نو
به ډیر درنښت
پښتون.
03.01.2011
چپلیاری صیب سلامونه ،ښه موضوع مو پیل کړی ده زه خو پدی هیڅ پوه نشوم چی دا څه شی دی خو قدم په قدم به د ځواب خواته ځان نږدی کوو.که ستا تر راتګ پوری چا ځواب ورکړ نو بیا خو تاسو لپاره اسانه شو.
نو وروره!
دا شی سپین دی که تور دی؟
غټ دی که وړوکی دی؟
کلک دی که پوست دی؟
خووی دی که زیګ دی؟
لوند دی که وچ دی؟
څه شی دی
chaparharay
03.01.2011
پښتون صاحب السلام علیکم و رحمت الله
ورورجانه د یو چانه بل سوال وکړچی ځما په لمن کی څه شی دی که دی وښوده نوپه همدی لمن کي دا ټولی هګۍ درکوم (دومره نقل یی ورکړ) بیا هم هغه سړی پوه نه شو ویل لږیی راته اسان کړه ویل ښه نو ګردچاپیره سپین دی او منځ یی زیړدی که دی وښوده نو دی لمن کی شته ټولی هګی در کوم نو بیا ورته ځواب کی وویلښه پوه شوم ملۍ کي دی ګازره منډلی
چی دومره یی درته اسان کړم بیابه یی ووایی که نه
خیر زه به یی درته حل کړم
دا چرګ دی او د چرګ نوم(ناف)نه وی
ښه دا بل ووایه
یو شی می دی لیدلی عجیبه یی سخاوت دی
پکي ښه برکت دی
هم ورکه هم تری اخله نه خلاصیږی نه یی قلت دی
همداسی یی صفت دی
چی هرڅومره تری اخلی هومره غټ شی څه اثر دی
که چا وښودو نر دی
محترمه دی شیانو کی همدا کمال وی چی ستاسی ذهن بلي خواته واړی او غلط مو کړی کنه نو دا خو عام شیونه وی چی هر چا لیدلی وی ګنی ډیر داسی شیونه شته چی چا نه وي لیدلي خو هغه نه صحیح کیږی
په درنښت
رښتینی
03.01.2011
کنده یا حفره
چی څومره خاوری تری اخیستل کیږی هغه غټیږی
رښتینی
03.01.2011
اوهغه څه شی دی چی په زیاتیدلو سره کمیږی ؟
یعنی چی زیادت پکی وشی دی کم شی
قريش
03.01.2011
حامد صیب داسی خوشاله شوچی دټوکوټکالوپه خونه کی ایله په بیله چی دانسانیت بحث شروع شو :D :D
وايی اوښ چی ګډیږی خپل خاوند شرموي،زما په ګومان دلته دټوکوټکالو په بحثفورم کی چی څومره غلیظی ټوکی کیږی هومره حامدصیب ورسره نارامه وی ځکه چی دی یی چلوونکی دی :lol: :lol: :lol: :lol:
نوزما خواهش دادی چی ښاغلی مشر استاذ حامدصیب په خاطرباید په ټوکوکی دالفاظو په انتخاب کی ډیردقت وشي.
څه شی دی
chaparharay
03.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
حامد صاحب ډیر خوښ شوم چی دی موضوع کی مو ملګری پیدا شول ما فکر کاوه چی یوازی به پاتی شم خو خیر شو
نو اوس خو می فکر ته ډیر پام ندی خو یو څه به ووایم چی صحیح به وی که نه اوس می فکر ورته ډیر اوزګار ندی
شاید عمر وی چی هر څومره زیاتیږی نو کم پاتی کیږی
الله اعلم
څه شی دی
chaparharay
03.01.2011
بیاهم سلامونه
یو ګاړی می لیدلی ښه مضبوط وپایدار دی
هرکار لره په کار دی
ښیښه یی د عقب په سلنسر کی لګیدلی
ښکاریږی ورته ښکلی