ادبي ټوکې ټکالې
هغو یارانو ته چې دواده په تمه ناست
پښتون.
02.01.2011
واده په باندینیو متلونو کې:
[color=red:86d968eedd]هغو یارانو ته چې دواده په تمه ناست دی او پخپله کالي مینځې،چی واده یی کړی بیا یی لوستل او عمل ورباندی کول اوس ناوخته دی،خو که د بل واده کول غواړی بیا نو د سر نه بسم الله دی وکړی :wink: [/color:86d968eedd].
۱- د واده کولو پر مهال تر ټولو ډېره مشوره دې د غوږونو سره وکړه نه د سترګو سره (آلماني متل)
٢ – هغه څوک چې د پيسو لپاره واده کوي، په اصل کې نوکري ته ځي. (فرانسوي متل)
۳- د زوم تکړه والی دهغه د مټ د وړتيا پورې ده. (چينايي متل)
۴- هغه ښځه نېکبخته ده، چې د خپل مېړه مننونکې وي. (يونانی متل)
٥- عقلمنده يا پوهه ښځه د بې پيسو زوم سره ښه جوړيږي. (انګرېزي متل)
٦- مطيع ښځه د خاوند د زړه مننونکې ده. (انګرېزي متل)
٧- ښځه او مېړه که يو بل خوښوي نو په يوې ويجاړې ګنډوالې کې هم ژوند کولی شي. (آلماني متل)
٨ – بدرنګه او پوه يا عاقل زوم د تنبل ښکلي زوم څخه ښه ده. (لهستانی متل)
٩- پوه انجلۍ غريب ځوان ته د شتمن زوړ په پرتله لوړاوی ورکوي. (اېټاليايي متل)
١٠ –چې زوم نه شولې نو د يوې شپې د خوښۍ او د عمر د بد اخلاقۍ څخه محروم شوی يې. (فرانسوي متل)
١١- دوه ډوله ښځې شته دي، چې د يوې سره شتمن کيږي او له بلې سره دې غريبي لمن نيسي. (اېټاليايي متل)
١٢- د يو شي د اخيستلو په مهال د هغه نورو برخو ته هم ښه وګوره او د ښځې کولو په مهال د هغې (ناوې) د مور په اړه ښه پلټنه وکړه. (ازربايجاني متل)
١٣- د ښځې د پيداکولو لپاره د يوه پايزار زړول ارزي. (چينايي متل)
١٤- تاک د ښې ځمکې څخه او ښه انجلۍ د ښې مور څخه وټاکه . (چينايي متل)
١٥- که غواړې چې دخپل مېړه واک په لاس کې ونيسې د هغه د خېټې اختيار ونيسه.
(هسپانيايي متل)
١٦- که چېرې ښځې وغوښتل چې د پيسو لپاره د هغې خاوند شې ، له هغې سره واده وکړه، خو خپلې پيسې ورڅخه لرې وساته. (ترکي متل)
١٧- واده د ژوندانه د مهمو او ارزښتناکو قرادادونو څخه شمېرل کيږي. (ماری آمپر)
١٨- واده د هنډوانې په څېر ده، چې کله ډېره ښه وي او کله بيخي خرابه. (هسپانيايي متل)
١٩- زر واده کول غټه تېروتنه ده او ډېر په ځنډ واده کول تر ټولو ستره تېروتنه ده. (فرانسوي متل)
٢٠- واده کول او واده نه کول دواړه د پښېمانۍ سبب ګرځي.. (سقراط)
٢١- واده د يوې جنګي نقشې په ډول ده، که په کې ډېره کوچنۍ تېروتنه هم وشي، د هغې جبران کول به نا ممکن وي. (بورنز)
٢٢- کوم واده چې د پيسو لپاره کيږي هغه د پيسو لپاره له منځه هم ځي.(رولاند)
٢٣- واده کول تل مينې ته د پای ټکی کېښودل دي. (ناپليون)
٢٤- که څوک د خپل ژوند د ملګرې په ټاکلو کې دقت ونه کړي په حقيقت کې يې د دوو خلکو ژوند بد مرغه کړی. (محمد حجازي)
٢٥- د مور او پلار ټاکنه زموږ په لاس کې نه ده،خو کولی شو، د خپل مېړه او يا هم خپلې ښځې مور او پلار په خپله وټاکو.. (مېرمن پرل باك)
٢٦- له هغې ښځې سره واده وکړﺉ که نارينه وای نو ستاسو به تر ټولو ښه ملګری وای. (برډون)
٢٧- د خپلې ښځې سره د يو کتاب په څېر کړنې وکړی او خسته کن فصلونه يې هېڅکله هم مه لولی.ا . (سونی اسمارت)
٢٨- د يو نېکمرغه ژوندانه لپاره سړی بايد کوڼ وي او ښځه بايد ګونګه.. (سروانتس)
٢٩- واده کول د جنګ ته تللو څخه هم ډېر زړورتيا غواړي.(كريستين)
٣٠- د واده کولو څخه تر يو کال پورې ښځه او مېړه د يوه او بل نېمګړتيا نه ويني. (اسمايلز)
٣١د واده وړاندې خپلې سترګې خلاصې کړی او وروسته تر واده خپلې سترګې وتړی. (فرانكلين)
٣٢- کور پرته له ښځې ګور ده. (بالزاك)
٣٣- د مينې يوازينۍ درملنه واده کول دي. (آرټ بوخوالډ)
٣٤- واده کول هغه پيوند ته ورته دي، چې د يوې ونې څخه يې بلې ونې ته ورکوي که هغه پيوند ښه ولګيږي نو دواړه ونې ژوند کولای شي او که بد نو دواړه مړه کيږي. (سعيد نفيسی)
٣۵- واده کول د دريو اونيو ملګرتيا، دريو مياشتو مينه، د دريو کالو جګړه او د دېرشو کالو زغمل دي (ټن)
٣٦- خاوند د کور (مغز) او ښځه د کور (زړه) ده.(سيريوس)
٣٧- مينه د واده کولو سباوون دی او واده کول د مينې ماښام ده. (بالزاك)
٣٨- مخکې تر واده مې د اولادونو په اړه شپږ نظريې درلودې، خو اوس شپږ اولاده لرم او هېڅ نظريه نه لرم. (لرډ لوچسټر)
٣٩- هغه کسان چې زيار باسي تر څو ښځې وپيژني، يوازې به د ښځو سره په واده کولو بريالي شي. (بن بيكر)
٤٠- د واده کولو سره نارينه په خپل تېر شوي وخت کرښه باسي او ښځه په خپل راتلونکي کرښه باسي. (سينكالويس)
٤١- رښتيني خوښۍ د واده کولو څخه وروسته تر لاسه کيږي. (پاستور)
٤٢- په هره توګه چې وي واده وکړﺉ، ځکه چې که مو ښه ښځه په برخه شي نو ډېر به نېکمرغه ياست او که مو بده ښځه په برخه شوه نو يو لوی فيلسوف به درنه جوړ شي. (سقراط)
٤٣- جنګ ته د تللو څخه مخکې ځانته دوه ځلې دعا وکړه او د جينۍ د غوښتلو څخه مخکې درې ځلې ځانته دعا وکړه. (د لهستانی د پوهانو څخه)
٤٤- د خاوند منونکې اوسه، تر څو د هغه خوښه شې. (كارول بيكر)
٤٥- زه يوازې د هغه چا سره واده کوم، چې لرغون پېژندونکی وي، ځکه چې که هر څومره زړېږم نو هغه ته به هغومره د منلو وړ کيږم او د هغه به خوښېږم. (آگاتا كريسټی)
٤٦- هر څومره چې متاهلان (واده شوي) ډېر شي هغومره به جنايتونه کميږي.. (ولټر)
٤٧- هېڅ شی هم د نارينه غرور نه لوړوي،پرته د واده کولو، ځکه چې سړی تل ښځه خپل ځان پورې اړونده ګڼي. (جانسون)
٤٨- ښځه د يوه غريب سړي سره واده کول غواړي او نه غواړي له هغه چاسره واده وکړي، چې ښه اورېدونکی نه وي. (كينهابارډ)
٤٩- د يوه انسان اصل او نسب هغه وخت پېژندل کيږي، چې د يوې کوچنۍ مسلې پر سر ستونزه راولاړوي. (شاو)
٥٠- کله چې د خپل واده لپاره ډېر مصرف وکړﺉ نو يوه شپه به مېلمانه خوشحاله کړﺉ خو ځان به د ټول عمر لپاره نا ارامه کړې. (ايرلنډي ورځپاڼه چلوونکی)
٥١ – هېڅ ښځه د خدای (ج) د رضا لپاره د نارينه سره واده نه کوي. (اسکاټلنډي متل)
٥٢ – که په قرض زوم شوې نو په خندا خدای په اماني وکړه. (الماني متل)
٥٣ – تر هغه پورې دې چې واده نه وي کړی نه شې کولای تر څو د واده په اړه خپل نظر څرګند کړې. (شارل بوډلر)
٥٤ – د واده دوام موندل يوه برخه مينه او نهه برخې بښنه ده. (اسکاټلنډي متل)
٥٥ – واده کول د نارينه د تکامل لپاره يوه پديده ده. (سانسګريتي متل)
٥٦ –له واده مخکی مو سترګی پرانيزیء او له واده ورسته پری کتل وکړﺉ .(حجازي)
٥٧ – واده د دوو کسانو ترمنځ هغه قرارداد ده، چې په تولې نړۍ کې د منلو وړ ده.
(مارك ټواين)
٥٨ – واده کول د و خوندونو هغه ټولګه ده، چې د تريخوالی، تريووالی، خوږوالی او پيکه توب سرليکونه يې په خپله لمن کې رانغښتي دي. (ولټر)
٥٩ – واده کول او نه کول دواړه د پښيمانۍ لامل دي.
عنوان
tandar
02.01.2011
پوښتونه خدای دی ژوندی لره ،چه یو بل دی چه ورزیات کړی وی ،بیا دی شل کوله :roll: :roll: :roll:
یاره دغسی معلومات وړاندی کړه چه دا نور پوه شی چه زمونږ په کله هم څه شته ،یواځی ټوکیان نه یو :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
داچه دی لیکلی وی چه پس له واده نه نر ښځه کیږی او ښځه نر کیږی ،،پوښتون ،،نور به ې هم خوند کړی و،هم به ٦٠ شوی وه٠
په تامو زړه راجیګ دی،چه یو څوک خو لرو٠
دادستورو مبارکی زر زر راکوه ،چه زړه مو بیرته د ژوند امیدونه پیدا کړی٠
تربیا٠
پښتون.
02.01.2011
سلامونه تندر صیب !الله تعالی دی تاسی سره د ټولو یارانو زما په شمول خوشحاله او عزتمنده لری.او ستاسی لخوا پورتنۍ لیکنۍ ته دا ماده به په همدی ځای کی ور اضافه کړو چی:[color=darkred:d36a496e7c]چه پس له واده نه نر ښځه کیږی او ښځه نر کیږی .[/color:d36a496e7c]هاهاهاهاها
تندر صیب کاشکی چی می په هره برخه کی استعداد او پوهه لرلی .ټوکی خو د یارانو او د ځان د خوشحالولو پخاطر کوم .او نورو برخو ته به هم یو څه راټول کړود یو بل په مرسته.
د هوتک ورور خو نن واده دی او د واده په خوشحالی کی به ډوب یی.نو ورته یو ځل بیا د ښه ژوند هیله کوم او واده دی مبارک شه محمد زمانخان هوتک صیب.
واده
پښتون.
02.01.2011
چې مې بوي کله د وريجو تر سپيږمو شی
بيا مې زړه سينه کې سم په ډمامو شی
د واده کارډ ښکولوم په دواړه مخه
چې راياده کړم د تورې ميخې غوښه
دا کوشش اول کوومه چې نازر شم
په دې تمه د ديګونو خواله ورشم
اول کور ته مجمه وليګم دوخته
غوښه ټوله پټووم د وريجو بيخ ته
خوشاليږم چې کوژدن و ی سونت وی
چې پولاو پښيږی څه ښکلی ساعت وی
چې زرده مې په تالو کې نه ښکاريږی
نو په کور کې خپل واړه راته قاريږی
په سپيړمو مې شنه خوله کړمه راماته
تل هډوکی وازګه ولم د بل خوا ته
د ماچس تيلی د ځان سره ګرځومه
پس د شخونده پرې غاخونه راپاکومه
په پردی واده کې لس کیلو درنيږم
دا خو خپل واده راخسیتی يم وچيږم
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
03.01.2011
پښتونه ډیرګټوراو دپند نه ډګ متلونه دی راغونډکړی.خواوس به هوتک ته وخت ورکړوچی یوځغلندنظرپری ورکړی. :oops:
پښتون.
15.01.2011
يو سړى بار([color=brown:a23b46ddc5]دشرابو څښلواو نورو الکولی او بی الکولو څښاک ځای[/color:a23b46ddc5]) ته ولاړى . ښه ئي ځان نشه كړ نو ګوري په بار كي يوه ښځه يوازي ناسته ده ورغى او په غاړه كي ئي لاس ور واچاوه ښځه په قار سره ولاړه شوه او ټينګه څپیړه ئي سړى پر مخ وواهه سړي بخښنه ځني و غوښت او ورته ئي وويل چي ما فكر كاوه چي ته زما ښځه ئي ددې په دې خبره نور هم اعصاب خراب شوه اوورته ئي وويل پدرلعنته ، بي حيا ، بي شرمه ، حرامزاده او حرامي…
ده چي دا ښكنځل واوريدل په خندا سره ئي وويل چي عجیبه خبره ده ستاټولي خبري او ښكنځلي لكه زما د ښځي داسي دي. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
hotak
25.01.2011
يارانو سلامونه او مينه!
خبره مو له واده کړيده، دغه يوه ساده ګل خو شپږشلي متله راپه ليکه کړيدي،ته او خدای ښځه نو په دومره پروتوکول ارزي؟ خدا وراستي که يې په خوله پياز هم وخورم.....
یاره هغه ورځ تبليغيان راغلي وو،زه يې هم ورسره کش کړم،نن سبا په امريکا کې داسلام دسافټ اميج خبره ډيره کيږي،کليسايانو تبليغيانو ته سمه لاره ورکړيده،دوي ګومان کوي چې دا يې نرم خلک دي،خو خبر ندي چې اصلي غومبسي همدغه لوده ګان دي،چې درپسې شي نو يابه دي تبليغي کوي اويابه ترې تښتې......
هغه ورځ يې ورسره مکسيکو ته واړولم.هلته په يوه جومات کې یو لګيا وو چې په جنت کې به دمومنانو لپاره هاغه نعمتونه وي او دغه به وي... خو یوه يې داسې خبره وکړه چې زما دجنت د یو مليارد روپو نشه يې راصفر کړه......
ماچې دغه دحورو دښکلا ستاينې واوريدې نو پدې فکر کې وم چې هوتکه ته به څه چل کوې...هماغه وو چې اميرصېب وويل چې په جنت کې به له مومنانو سره خپلي دنياوي ميرمنې هم وي..........
داخبره نه وه سم دټوپک ډز وو...... خدايه پاکه موږ دلته په ډت ترې ګرځو او تا هلته هم راسره په غاړه کې اچولي دي......... يارانو داسې کوم چل سړی وکړي چې له جنته هم نشي بې برخي او له دغي شيشکي هم پکې خلاص شي؟ ورکړﺉ ځواب يوسﺉ ثواب
قريش
25.01.2011
hotak صاحب زموږ سلامونه او مینه هم ومنه.
ستاسی نوم می په انګریزۍ ځکه ولیکو چی دلته ستاسی یو بل وطندار هم شته دمحمد زمان هوتک په نامه، څو ددواړو ترمنځ توپیر راشی.
anyway، رابه شم ستاسی پوښتنی ته، داستاسی غوندی تشویش ماته هم یووخت رالویدلی و، ډیر می چورت خراب و، بیامی پسی پوښتنی وکړی دملاصاحبانو نه، نو بیاهغوی قناعت راکړ چی ددنیا ښځی په جنت کی دحورو په پرتله ډیری حسینی اوښایسته وی، اوکوم زړه بداوی چی په دنیا کی دښځی او میړه په منځ کی دی هغه به په مینی اومحبت بدل شی ځکه چی په جنت کی خفګان او ټنشن نه وی نوبیامی زړه لږ آرام شو، که نه ستاسی په شان زه هم دی موضوع ته ډیر چورتی وم :wink:
:) :)
اوس خو به می ثواب درباندی ګټلی وی؟
پښتون.
25.01.2011
[quote:89ad37d330="hotak"] دغه يوه ساده ګل خو شپږشلي متله راپه ليکه کړيدي،[/quote:89ad37d330]انډیواله لکه چی خارخ (خارښ)در باندی لږیدلی دی.تا غوندی زه په ونه (درخته)نیغ جګوم.
[quote:89ad37d330]ته او خدای ښځه نو په دومره پروتوکول ارزي؟ خدا وراستي که يې په خوله پياز هم وخورم.....
[/quote:89ad37d330]دا اوس کوم منطق دی.لمړی پخپل ګریوان کی سر کښته کړه او وګوره چی ښځه په ټولنه کی کوم مقام اوځایونه لری.
هغه ښځه چی ته یی شیشکه بولی کیدای شی همدا ستا پشان د بوسو سخو له لاسه هغه حال ته رسیدلی وی.
[quote:89ad37d330] [color=red:89ad37d330]اميرصېب وويل چې په جنت کې به له مومنانو سره خپلي دنياوي ميرمنې هم وي..........
داخبره نه وه سم دټوپک ډز وو[/color:89ad37d330]...... خدايه پاکه موږ دلته په[color=red:89ad37d330] ډت [/color:89ad37d330]ترې ګرځو او تا هلته هم راسره په غاړه کې اچولي دي[/quote:89ad37d330]
دلته خو راته ښکاری چی دینی معلومات دی هم بلکل کمزوری دی.
عنوان
tandar
25.01.2011
ښځه ،،مور،، په یوه لاس ځانګو ځنګوی په بل لاس جهان ځنګوی٠
ښځه دمیړه شمله هم غورځولې شې هم ې پورته کولاې شې٠
دمیړه پت ساتنه دښځې په لاس کی ده٠
بې له ښځې کور وران ښکاری٠
ښځه دمیړه ښې مټ دی٠
دمور،،ښځه،، په شودو کی دانسان ښه تربیه پرته ده٠
مور،،ښځه،، داولاد ،،انسان،،تل خوشبختې غواړې٠
دمور ،،ښځې،،په سپکاوې ،خدای،ج،نارازه کیږی٠
خدای دی هیڅ ماشوم په کور کی بې موره،، ښځې ،،کوینه٠
ښځه دخپلې کورنې او جامعې روحې طبیبه ده٠
تربیا٠
hotak
26.01.2011
واه چرګه پدې تونده شوروا!
هلکه پښتونه نن سبا دې لکه چې ونې ډيره بده تنه نيولي چې داسې يې پورته پورته کوې.لالا لږ ګوزاره کوه.اګرتم سنګ مرمرهې تو پتهر هم بهي رکهتې هين :lol:
راغله په دابله موضوع کې نو خدای دې خوار مکړه! په قرآن ترتازه ډير ترې ډاريږم،دا اوس چې دغه کمنټ ليکم هم يو واري مې دزرکي دمور خواته وروکتل.شکر دی ويده ده.
ولاهرڅه مې دزړه له درده وليکل،کنه وي زه خو يې تړلی چرګ يم.قوقوقوقوقوقوقو
او ته راته ښکارې چې دکوټ کوټ کوټاک....له ډلې يې..دا غږ دي دقوقوقوقو والا نه راښکاريږي........هسې غوري ولې چې په ونه به دې پورته کړم...
ستاتر ونې پوري رايادشو....
واي يو وردګ (بې ادبي دي معاف وي،قومي توپير مې موخه نده،ټوکه ده) مړ وو.
ميرمني او ورور يې ساندې پرې کولې.ورور يې سر ته ناست دی او ژړل يې.له اوښکو سره يې ګړنګ هم له پزي راروان وو. په ژړا کې واي چې خای لالا مې دې خدی وبېښي،ماته بې وېېيل چې لوی ډ.....ګيه وروره!
کونډي ورنداري يې په ژړا کې ورغبرګه کړه: خای مالومه بې شي :wink:
لالا ستابه هم مالومه شي.....
ته واس زما ديني مالومات صفر دي.... نوستاڅه خيال دی چې بايد په ديوبند کې مې درس ورکولای که په الازهر کې...داستاپه څير لوده بې سواده يم..دوه ټکې مکتب مې ويلی اوهغه دي هم ندی راباندي پيرزو........
پليز ډونټ بي سيريس ډيورنګ دا جوک ټايم.بي هافففففي
hotak
26.01.2011
قريش خانه پوه شوم چې هغه به هم لکه حوره داسې شي........
خو يوه بله ستونزه هلته بله هم شته.هغه داچې واي خپلوان به سره راشه درشه هم لري.
نو خو بياخبره خرابه شوه. خواښي دکافر لور به هم هره ورځ در روانه وي.له هغې نه خومې په خدای پرسر درد دي......هغه به څنګه کنټرول شي.
ميرمن به حوره شي،ددنيا زړه بداوی به ورسره ختم شي،خو دخواښي خو ولاکه رنګ دحوري وي،چې هاغه هم حوره شي نو ورکه ډنګ.........
ياره داستونزه جدي ده.څوک ملايان شته چې حل يې راوباسي؟
قريش
26.01.2011
[quote:6fc53bc2e5]خو دخواښي خو ولاکه رنګ دحوري وي،چې هاغه هم حوره شي[/quote:6fc53bc2e5]
هاهااهاهاهاهاهها
هوتک صیب ما خوهمدومره معلومات درلودل چی درمی کړل. خیر ستاسی دپاره به مولوی حذیفه او الوزیری صاحبان راوبلو چی سم کتابی جواب درکړی.
او پښتونه یاره دهوتک مطلب ټوکه وه، مادهوتک ځینی پخوانۍ لیکنی لوستلی دی که لږ یی په طبیعیت بلد شی بیابه پوه شی چی دا دهوتک خوش طبعی ده دچاتوهین نکوی، نور نو هغه دمولوی صاحبانو خبره: والله اعلم. خودټوکو په فورم کی باید دومره ژر سره خفه نشو. :wink:
عبد السلام
26.01.2011
Hotak ورورته سلامونه او هرکلی!
قریش صاحب ستاسو دخبرو په تاید، دهوتک نکته سنجی او ظرافت بلکل همداسې دی ،
زمونږ دروند تندر هم ترې خوابدی شوی وو ، خو هوتک هوتک دی مطلب یې دیارانو خوا بدی نه بلکې صریحه ټوکي دي .
Hotak یاره، ګوره ! اول خو دیرې ته په ناکامه راځي ،او بیا دې کوتک له ځانه څوقدم مخکې کړی وي ! نو په تا خو ولا که څوک ملامت وي ! نورې خبرې دې ټولې سمې دي ! !! زه خو دې په یوې کلمې هم د , رد غاړه نشم بندولای . پوښتنې دې هم ډیرې په ځای دي ! خو هغه دقریش خبره که خدای کوله او زمونږ ډیر مصروف ورور حذیفه خدای درباندی راپیښ کړ ،او سریې درخلاص کړ په کې څه نشم ویلای ! اوکنه بیا نو نر شه دچپلیاري ځوابونو ته ځان ټینګ کړه !!!
tandar
26.01.2011
[quote:26ed3b774e="hotak"]واه چرګه پدې تونده شوروا!
هلکه پښتونه نن سبا دې لکه چې ونې ډيره بده تنه نيولي چې داسې يې پورته پورته کوې.لالا لږ ګوزاره کوه.اګرتم سنګ مرمرهې تو پتهر هم بهي رکهتې هين :lol:
راغله په دابله موضوع کې نو خدای دې خوار مکړه! په قرآن ترتازه ډير ترې ډاريږم،دا اوس چې دغه کمنټ ليکم هم يو واري مې دزرکي دمور خواته وروکتل.شکر دی ويده ده.
ولاهرڅه مې دزړه له درده وليکل،کنه وي زه خو يې تړلی چرګ يم.قوقوقوقوقوقوقو
او ته راته ښکارې چې دکوټ کوټ کوټاک....له ډلې يې..دا غږ دي دقوقوقوقو والا نه راښکاريږي........هسې غوري ولې چې په ونه به دې پورته کړم...
ستاتر ونې پوري رايادشو....
واي يو وردګ (بې ادبي دي معاف وي،قومي توپير مې موخه نده،ټوکه ده) مړ وو.
ميرمني او ورور يې ساندې پرې کولې.ورور يې سر ته ناست دی او ژړل يې.له اوښکو سره يې ګړنګ هم له پزي راروان وو. په ژړا کې واي چې خای لالا مې دې خدی وبېښي،ماته بې وېېيل چې لوی ډ.....ګيه وروره!
کونډي ورنداري يې په ژړا کې ورغبرګه کړه: خای مالومه بې شي :wink:
لالا ستابه هم مالومه شي.....
ته واس زما ديني مالومات صفر دي.... نوستاڅه خيال دی چې بايد په ديوبند کې مې درس ورکولای که په الازهر کې...داستاپه څير ؟؟ ؟؟؟يم..دوه ټکې مکتب مې ويلی اوهغه دي هم ندی راباندي پيرزو........
پليز ډونټ بي سيريس ډيورنګ دا جوک ټايم.بي هافففففي[/quote:26ed3b774e]
عنوان
tandar
26.01.2011
وروڼو زړه مو چه سلام می منې او که ې نه منې،په ټوکو کی د یو پربل په شخصیت به تعرض نه کوی،زه وینم چه وطنمل صاحب او حامدصاحب دډیری حوصیلې خاوندان دی،او زه دغسو کلمو لیکونکی ته بیا ژر عکس العمل ښکاره کوم٠
ټوکې به لیکو مګر ورورې به هم کوو،نه تعرض٠
انسان د مور،،ښځې ،،په غیږ کې لو ی شوی،او جنت دهغې ترپښو لاندی دی٠
مور،،یعنې ښځې ته ،،باید تل احترام وشې ،نه سپکاوی٠
نور مو خوښه خپله ده٠
اسمانې او دځمکې تندر دیرغلګرو په سر٠
پښتون.
26.01.2011
السلام علیکم!تندر ،قریش ،عبدالسلام او هوتک وروڼو ورځ مو نیکمرغه.
یاره [size=9:e06b9faff9]HOTAK[/size:e06b9faff9] تا خو خپله پوره بیوګرافی راته لیکلی ده زه له تا خبر نه وم چی دومره بی سره یی او له همدی لیکنی نه دی ځان له سره معرفی کړ.
دا چی دا ډیره موده یی چیرته تړلی وی ،او اوس دی څنګه پړی شکولی او په ډټ ډټ ډت او ډرټ ډرټ ډرټ راغلی یی.
او شاید څه ګیس میس به دی بند شوی وو او څو چی دی ځان ډیران ته رساوه نو دلته دی لړل کړی.
تا خو ځان د چرګانو په نوم راوپیژنده نو اوس به ټولو ته سوال پیدا شوی وی چی ته فارمی چرګه یی ،خسکی چرګه یی ،کړُکه چرګه یی،شنډه چرګه یی ،ټغی وهلی چرګه یی ،ډیرانی چرګه یی او که کوڅه دربه چرګه یی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
[quote:e06b9faff9="hotak"]واه چرګه پدې تونده شوروا!
هلکه پښتونه نن سبا دې لکه چې ونې ډيره بده تنه نيولي چې داسې يې پورته پورته کوې.لالا لږ ګوزاره کوه.اګرتم سنګ مرمرهې تو پتهر هم بهي رکهتې هين :lol:
راغله په دابله موضوع کې نو خدای دې خوار مکړه! [color=red:e06b9faff9]په قرآن ترتازه ډير ترې ډاريږم[/color:e06b9faff9]([color=blue:e06b9faff9]پدی قسم خوړولو دی څوک باور نشی کولی،قسمونه هرکله درواغجن خلک کوی[/color:e06b9faff9])،
دا اوس چې دغه کمنټ ليکم هم يو واري مې دزرکي دمور خواته وروکتل.شکر دی ويده ده.
ولاهرڅه مې دزړه له درده وليکل،کنه وي زه خو يې تړلی چرګ يم.قوقوقوقوقوقوقو
او ته راته ښکارې چې دکوټ کوټ کوټاک....له ډلې يې..دا غږ دي دقوقوقوقو والا نه راښکاريږي........هسې غوري ولې چې په ونه به دې پورته کړم...
ستاتر ونې پوري رايادشو....
واي يو وردګ (بې ادبي دي معاف وي،قومي توپير مې موخه نده،ټوکه ده) مړ وو.
ميرمني او ورور يې ساندې پرې کولې.ورور يې سر ته ناست دی او ژړل يې.له اوښکو سره يې ګړنګ هم له پزي راروان وو. په ژړا کې واي چې خای لالا مې دې خدی وبېښي،ماته بې وېېيل چې لوی ډ.....ګيه وروره!
کونډي ورنداري يې په ژړا کې ورغبرګه کړه: خای مالومه بې شي :wink:
لالا ستابه هم مالومه شي.....
ته واس زما ديني مالومات صفر دي.... نوستاڅه خيال دی چې بايد په ديوبند کې مې درس ورکولای که په الازهر کې...داستاپه څير لوده بې سواده يم..دوه ټکې مکتب مې ويلی اوهغه دي هم ندی راباندي پيرزو........
[color=red:e06b9faff9]پليز ډونټ بي سيريس ډيورنګ دا جوک ټايم[/color:e06b9faff9].بي هافففففي[/quote:e06b9faff9]
ډونټ بی سیریس!!!!!!!!!!!
لمړنی لیکنی نه چی دی ښکنځلی راته ولیکلی او بیا ډونټ بی سیریس.
[color=red:e06b9faff9]په قرآن ترتازه ډير ترې ډاريږم[/color:e06b9faff9]([color=blue:e06b9faff9]پدی قسم خوړولو دی څوک باور نشی کولی،قسمونه هرکله درواغجن خلک کوی[/color:e06b9faff9])
hotak
26.01.2011
پښتون خان او يارانو ته بيا مينه!
ياره پښتونه،تراوسه يې په مکسيکو کې تړلی وم. دا ډيره موده مې هلته په ښيرازه ورشو ګانو کې تېره کړه،خوبياچې خبرشوم چې وطنمل ځوانيمرګ هم يوه ورشو پرانستي ده او ستاسې په څير درانه خرکټي(خوابه نه بدوې،اوس دي نوپيل پرې کړی،ماتوم دي) هم دلته پر ډرت غومبار سر دي،نومې وويل نصيره بچو دغه ده ميله توده ده ځان ور رسوه.
دلته چې راغلم هم خدای شته استقبال مې ښه دروند وشو او لومړی استقبال مې هم تاوکړ....خير اوس خو نو ګوره زه ددغې ورشو چلونکی يم.سم به څرې،ګلان به خورې بويوې به يې نه،ځکه په بويولو کې يې تاوان دی....
بله داچې داځيني فيلسوفان دلته چا راوستلي دي؟ دا دټوکو فورم دی،دلته يوبنسټيز پرنسيپ دادی چې که موږ دچانوم هم اخلو سپکاوی يې نه کوو او نه مو دچاسپکول موخه ده.موږغواړو خپل ستړي هيوادوال يو څه وخندوو او دژوند دغمونو پيټی يې ورباندي سپک کړو....خويندي،ميندي،نواميس،پتونه اوعزتونه شکر دی موږ هم لرو،خو داکله ناکله چې دچا دخواښي وغيره په اړه کومه ګډه وډه راشي ياران دې ځان ته نه نيسي.......اوکه ويې نيسي هم فرق نکوي..موږنو ته واڅه پرې بندوخلاص يو......
بله داچې دلته زماله ورکې نه په استفاده يوبل هوتک هم پيداشوی دی،خو اوس غلی دی.ورته وا يا غږ وکړه يا وټوخيږه......
پښتون.
26.01.2011
نصیر هوتک خان او نورو یارانو ته بیا هم سلامونه!
وروره زما په خوله کی خو ورور ویل کلیمه د ټولو لپاره نختی ده او د کمپیوټر د شانه له چا سره د بدی هیله هم نکوم .زه ښه دی چی پخیر سره دی خپله غوسه وغورځوله.ولی به یی نغورځوی چی د مکسیکو په شنو چمنونو کی پروت یی.نوشی جان .نو اوس به سره یو ځای دلته څریږو هسی هم د بویولو اجازه دی رانکړه نو یو څه ګلان خو به تا لپاره خورم.
مکسیکویی هوتک وروره همدا اوس می د لیکلو لپاره هیڅ هم سر کی نګرځی ،یو سر او سل سودایی می په سر دی.هغه د تندر صیب خبره ټوکی د یارانو لپاره کوو چی څه غم غلط کړو.
انشاالله تر بیا پوری د ټولو یارانو سره به یو ځای ښه په ډرت ډرت غمبار کاوه.
محمدزمان هوتک
26.01.2011
ملګرو سلامونه
پښتون قریش ،تندر HOTAK،
ته
داڅه حال دی یاره hotak
دا زموږ یار پښتون سره دی لومړی خوابده کړه دلته موږ اوتاسی ټوله وروڼه یو باید چه یو بل ته سپکی سپوری ونه وایو!
ستا ټوکی مطلب دی مګرزما په فکر پښتون ستا دټوکو سره نابلده دی!
دلته زه دڅه دپاره راځم اوته قریش ، پښتون ، اوتندر دڅه دپاره راځو
دغه مو مطلب دی چه یو ګړی خپله هم وخاندو او لوستونکی هم وخندوو
باید چه د وروری ګپ شپ سره وکړو
!
وخومی ټوخل کنه
قریشه یوځلی ته هم وټوخه
قريش
26.01.2011
پښتون،تندر، هوتک، او hotak ته سلامونه
هوتکه دادی ماهم وټوخل.
[img:83ee109399]http://www.knowabouthealth.com/wp-content/uploads/2010/06/whooping-cough1.jpg[/img:83ee109399]
hotak
26.01.2011
قريش او زمان خانه سلامونه!
پښتون به دومره دتنګې سينې څښتن هم نه وي چې دومره ژر خوابدی سي.
په هرحال که خوابدی وي زه ننواتي ورځم،خا.....و ته يې سړې اوبه وراچوم..........
هيله ده چې زماپخوانۍ ليکنې وګورﺉ يو څه به بلدسﺉ.
قريش
26.01.2011
هاهااهاهاهاهااها
[quote:580b6be435]خا.....و ته يې سړې اوبه وراچوم.......... [/quote:580b6be435]
که پښتون خوابدی هم نه وی اوس به خامخا ځان خوابدی نیسی.
اوس دی طمع ورکړه.
:lol: :lol: :lol: :lol:
نن می یاران اعنی هوتک، [color=green:580b6be435]hotak[/color:580b6be435]، پښتون ټول په یوه کرښه انلاین ولیدل نو ډیر خوشاله شوم سمدستی می خپل انلاین دریځ ښکاره کړ اوځان می دیارانو په کتار کی ودراوه.
او د hotak په خوابدۍ کی که دا مزی وی نو زه هم ځان مروروم. :D :D :D
پښتون.
26.01.2011
قریشه تا خو سم ټوخلی دی نو داسی وکړه چی اوس یی لاس په لاس کړه HOTAKته چی په دیوال یی څریش کړی.هاهاهاهاهاها
hotak
26.01.2011
يارانو ښې چاري!
مننه له تاسې ټولو په تېره بیا له زمان خانه چې دغسې په وازکومي يې ټوخلي دي.
ښه شوه اوس به نو سره څريږو...........خوګورﺉ دمينې لغتې به منو...مننه