د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دوتر لمونځ

chaparharay
02.01.2011

السلام علیکم ورحما الله وبرکاته
دټول افغان ښاغلیو کارکونکو دوه پوښتنی می همدی فورم ته در لیږلی خو لکه چی دپاکستان استخباراتو تښتولی وی داسی ترۍ تمی شوی دا دریمه پوښتنه هم کوم که ددی بیجاری هم هماغه سر نویشت شو نوبیا به پوه شم چی !!!
پوښتنه می داده
د وتر لمونځ هم په ترتیب کی لکه د ماښام دلمانځه په دوه قاعدو سره دری واړه رکعته دی او که دری واړه رکعته به په یوه قاعده سره کوو
پوښتنه ټولو مولوی صاحبانوته په عامه توګه او حذیفه صاحب ته په خاصه توګه راجع ده هیله من یم چی مدلل ځوابونه راکړی
په ډیردرنښت


زيارمل
03.01.2011

السلام علیکم
لومړی غواړم د ټول افغان د بحثفورم چلوونکو، لیکوالو، او لوستونکو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندې کړم.
د اسلام او اسلامي شرعه فورم موضوع ګانې مې ډېرې خوښې شوې، خدای دې زما په ګډون ټولو ته توفیق ورکړي چې په آینده کې ښې ښې موضوع ګانې د لوستونکو د استفادې په غرض وړاندې کړو او د خدای نه به پرې د عمل کولو توفیق هم غواړو.
محترم چپلیاری صیب تاسې د وترو د ادا کولو د څرنګوالی په اړه پوښتئ، که څه هم تاسې خپله پوښتنه مولوي صاحبانو ته راجع کړې ده خو داسې معلومیږي مولوي صاحبانو ځواب نکړه، نو زه به په دې اړه خپل معلومات درسره شریک کړم:
دواړه صورتونه جایز دی: د احنافو په مذهب وتر باید د ماښام د فرضو په څېر ادا شي، او د نورو امامانو په نزد درېواړه رکعته په یو تشهد ادا کیږي.
اوس خوښه ستا چې په کوم مذهب یې کوې.


صلات وتر

chaparharay
03.01.2011

وعلیکم السلام ورحمت الله وربرکاته
زیارمل صاحب ډیره مننه له تاسی نه چی ځما دی ساده پوښتنی ته مو په ساده ټکوکی چی هر څوک به پری ښه پوه شی ځوابووایه کنه نو مولوی صاحبانو خو هڅ ورکتل هم نه لکه چی ورته نه ښکاریده دی نه مخکی می هم دوه داسی فقهی پوښتنی کړي وي خو هغه هم نه پوهیږم چی ولی خو ورکي شوي داتاسی له هرچا ښه یاست او له ځوابه مو معلومیږی چی مولوی صاحب یی خو هسی دعاجزی نه داوای چی نه یم خو که دا راته ووایاست چی په پیغامبری لمونځ کی ددی ترتیب څنګه دای ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی چی (صلوا کما ر‌ءیتمونی اصلی)نو مونږخو لکه څنګه چی مامور شوي یو لمونځ وکړنو ټولو علماءو ته احترام لرو خو لمونځ پیغامبری کول غواړم ځکه چی کله قبر ته ورشم او ټول به یوه ورځ ورځو نو هلته خو به رانه بیا دا پوښتنه نه کوی چی په کوم مذهب یی خو دا به راته وای چی رب دی څوک دی او نبی دی څوک دی او دین دی څه دی نو بیا بل چا لیار څه کوم دهر چا نه د پیغامبر لیاره ښه نده؟ ځما هدف ځان پوهل دی چی پوه شم که له هر چا وی هیله لرم چی په خبرو می خفه شوی نه یی ستا خبری نه ردوم خو مسله باندی پوهیدل غواړم الله دی مونږاو تاسی ټول د پیغامبر په لیار برابر لری آمین


زيارمل
03.01.2011

د تاسې نه هم ډیره مننه کوم چې په ما باندې مو د مولوي تنده ماتیږي. وروره که په هره طریقه دې وکړل د پیغمبري لمونځ سره موافق کار دې کړی. امامانو د خپل ځان نه دا طریقې ندی جوړې کړي پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې هره طریقه باندې یا امر کړی یا یې پرې عمل کړی. نوره تا پورې مربوط ده چې د کوم امام خبره دې زړه ته لویږي؟، ټولې طریقې پیغمبري دي.
تراوسه خو دوه په دوه یو که هره پوښتنه لرې کوه یې چې ځوابوم یې درته، اوس خو تا هم زه په مولوي توب منلای یم خو که یو ځل نور ملا صاحبان راخبر شول بیا مې د هغوی په مخکې سکه ناچله بریښي.


وتر لمونځ

chaparharay
03.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله
زیار مل صاحب ډیره مننه چی د سوال ځواب دی راکړ له ډیرو ملا یانو راته غوره یی زه به نو هغه نااوزګار ملایان څه کړم چی په جانماز ولاړددوی د ځواب او فتوا په انتظار یم او او دوی هڅ التفات نه کوی او دی نه روسته خو حق هم نلري چی را وغږیږی او را وغوریږی زه یی ورسره نور دی نه پس خو نه منم اوس راسره وخت ډیر کم دی چیری روان یم خو هیروی به یی نه بیا به سره غوری کوو
په ډیر احترام


وزیري
04.01.2011

چپلیاری صاحب! وتر لمونځ په ډیرو طریقو سره کیږی او هر مذهب یی ځانته ځانته طریقه لری او ټولو له حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نه روایت کړیدی. ته که مذهبی یی او تقلید دی اختیار کړی وی نو زما درته دا مشوره ده چی د خپل مذهب مطابق وتر اداء کوه. زه حنفی یمه دری رکعته وتر په دوه تشهدو او یو سلام سره کوم. په رابطه ستا د خبری چی ویلی دی دی چی د قیامت په ورځ مانه د دی پوښتنه نه کیږی چی ته د چا په مذهب وی. ځما په یقین (دا زما نظر ده کوم ۱۰۰ فیصده دلیل نلرم) د قیامت په ورځ په اساس د دی آیت کریمه هر شخص د خپل امام یعنی مذهب په نامه راغوښتل کیږی: الله جل جلاله په سورة الاسراء، آیت نمبر ۷۱ کی وایی:
يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ۖ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَـٰئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا.

رابه شو خپلی اصلی خبری ته: کم سی کم وتر یو رکعت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی:
(الْوِتْرُ رَكْعَةٌ مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ ) رواه مسلم 752. وقوله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( صَلاةُ اللَّيْلِ مَثْنَى مَثْنَى فَإِذَا خَشِيَ أَحَدُكُمْ الصُّبْحَ صَلَّى رَكْعَةً وَاحِدَةً تُوتِرُ لَهُ مَا قَدْ صَلَّى ) رواه البخاري (911) ومسلم

همدارنګه وتر دری رکعته، پنځه رکعته، اووه رکعته او نهه رکعته هم راغلی دی او ټول یی مشروع دی.
که څوک یو رکعت وتر وکړی نو د په سنتو عمل وکړو. او که څوک دری رکعته وتر کوی نو ستا د سوال په جواب کی په دواړو طریقو سره یی جواز راغلی دی.
فإن أوتر بثلاث فله صفتان كلتاهما مشروعة :

الأولى:
أن يسرد الثلاث بتشهد واحد . لحديث عائشة رضي الله عنها قالت : " كان النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لا يسلّم في ركعتي الوتر " ، وفي لفظ " كان يوتر بثلاث لا يقعد إلا في آخرهن " رواه النسائي (3/234) والبيهقي (3/31) قال النووي في المجموع (4/7) رواه النسائي بإسناد حسن ، والبيهقي بإسناد صحيح . اهـ.

الثانية :
أن يسلّم من ركعتين ثم يوتر بواحدة . لما ورد عن ابن عمر رضي الله عنهما : أنه كان يفصل بين شفعه ووتره بتسليمة ، وأخبر أن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كان يفعل ذلك . رواه ابن حبان (2435) وقال ابن حجر في الفتح (2/482) إسناده قوي . اهـ.

او نور قسمونه یی هم لاندی ذکر شویدی که وخت دی لاره نو ویی لوله:

أما إذا أوتر بخمس أو بسبع فإنها تكون متصلة ، ولا يتشهد إلا تشهداً واحداً في آخرها ويسلم ، لما روت عائشة رضي الله عنها قالت : كان رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يصلي من الليل ثلاث عشرة ركعة يوتر من ذلك بخمس لا يجلس في شيء إلا في آخرها . رواه مسلم (737)
وعن أم سلمة رضي الله عنها قالت : كان النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يوتر بخمس وبسبع ولا يفصل بينهن بسلام ولا كلام . رواه أحمد (6/290) النسائي (1714) وقال النووي : سنده جيد . الفتح الرباني (2/297) ، وصححه الألباني في صحيح النسائي
وإذا أوتر بتسع فإنها تكون متصلة ويجلس للتشهد في الثامنة ثم يقوم ولا يسلم ويتشهد في التاسعة ويسلم . لما روته عائشة رضي الله عنها كما في مسلم (746) أن النبي صلى الله كان َيُصَلِّي تِسْعَ رَكَعَاتٍ لا يَجْلِسُ فِيهَا إِلا فِي الثَّامِنَةِ فَيَذْكُرُ اللَّهَ وَيَحْمَدُهُ وَيَدْعُوهُ ثُمَّ يَنْهَضُ وَلا يُسَلِّمُ ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّ التَّاسِعَةَ ثُمَّ يَقْعُدُ فَيَذْكُرُ اللَّهَ وَيَحْمَدُهُ وَيَدْعُوهُ ثُمَّ يُسَلِّمُ تَسْلِيمًا يُسْمِعُنَا )
وإن أوتر بإحدى عشرة ، فإنه يسلم من كل ركعتين ، ويوتر منها بواحدة .
أدنى الكمال فيه وما يقرأ منه :
أدنى الكمال في الوتر أن يصلي ركعتين ويسلّم ، ثم يأتي بواحدة ويسلم ، ويجوز أن يجعلها بسلام واحد ، لكن بتشهد واحد لا بتشهدين ، كما سبق .
ويقرأ في الركعة الأولى من الثلاث سورة ( سبح اسم ربك الأعلى ) كاملة . وفي الثانية : الكافرون . وفي الثالثة : الإخلاص .
روى النسائي (1729) عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ قَالَ : ( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقْرَأُ فِي الْوِتْرِ بِسَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الأَعْلَى وَقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ وَقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ) . وصححه الألباني في صحيح النسائي .
فكل هذه الصفات في صلاة الوتر قد جاءت بها السنة ، والأكمل أن لا يلتزم المسلم صفة واحدة ، بل يأتي بهذه الصفة مرة وبغيرها أخرى .. وهكذا . حتى يكون فعل السنن جميعها .

والله تعالى أعلم .


وتر لمونځ

chaparharay
04.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الوزیری خوری ستاسی نه ډیره مننه چی ښه په تفصیل سره مو راته لارښونه وکړه له ډیرو نرانو ښه شوی ځواب خو دی راکړاګر چی ډیر ناوخته هم وو
ځواب دی قناعت بخش دی کنه نو دځواب ځواب می نه درکاوه ځکه ډیر وځنډیده خو یو خو خورکۍ یی او بله دا چی ځواب دی ډیر مدلل وو الله تعالی دی اجر عظیم درکړي ښاده اباده اوسی
زه تقلیدی نه یم خو د بعضو ورونو غوندی هسی سر زوری غیر مقلد هم نه یم ستا دا توضیحات ټول صحیح دی زه پری هڅ اعتراض نه لرم او ستاسی شکریه ادا کوم چی زما لار ښونه مو په ډیروښو ټکو کي وکړه
خو دا د امام خبره مي دي خوښه نه شوه او داسی به نه وی او ګوره که چیری مونږپه فقهی مسلو کی خطا شو دومره باک نه کوی خو که په عقیدوی مسلوکي خطا شو او دځانه یی وکړشاید بعضو مسلو کی اسلام نه هم ووځو نو دی کی لږ احتیاط پکار دی د قران تفسر د ځانه کول به ښه نه وی نوره ستاسی خوښه
ستاسی ورور چپرهاری



ع کريم حليمي
04.01.2011

محترم او مکرم چپلیاری صاحب ، درنو لوستونکو ،
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
بسم تعالی يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ .............

د اِمام معنٰی عمل نامه یا پېشوا ، دواړه کېدلای شي ، د پورته آیات شریف سره ئې دواړي معناګاني سمي دي په لمړي صورت کښي به ئې معنی داشي چه موږ هر سړئ د خپلي عملنامې سره راغواړو او په دوهم صورت کښی به ئې معنی داشي چه موږ ټول مخلوق د خپلو پېشوایانو سره راغواړو او بیا به ورسره حساب او کتاب شروع کړو
په درنښت


وتر لمونځ

chaparharay
04.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ع کریم حلیمی صاحب ستاسی د ځواب نه ډیره مننه چی زحمت مو وویست او ځمونږ خوا ته مو پام شو دا هم ځمونږ لپاره د خو شحالی خبره ده
خو که دا هم راته ووایاست چی دامام نه همدا امام چی کوم دا فقهی امامان دی مراد دی او که نه هر هغه څوک چی څوک یی پیروی کوی که هغه ښه وی که بد که دچا امام رسول الله وی نو هغه به هغه سره پاڅی او که د چا امام کوم بل ګمراه وی یا شیطان وی نو یا بیش یا کوم بل کافر وی دهغه سره به وی پدی کی لږ څیړنه وکړۍ ښه به وی ستاسی د ځواب په هیله
ستاسی ورور چپلیاری


وزیري
04.01.2011

چپلیاری وروره! سلامونه

که مو یو دفعی سره مخه وای نو بیا می ځای تیراوه خو کیدای شی چی زه او ته ډیر سره مخامخ شو نو دا به واضحه کړمه چی زه خور نه یمه ورور یمه. دا چی ولی می نوم زنانه ای ښکاری نو دا به داسی توضیح کړمه چی زه خپل نامه لیکنه نه کوم زه د خپلی مدرسی به نامه لیکنه کوم چی زمونږ د مدرسی نو ده (مدرسه و دارالحفاظ الوزیریه). هیله ده چی دا به صحی وی.

والسلام


لقمان
04.01.2011

[quote:747090dfd9]يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ [/quote:747090dfd9]
ددې ایت په تفسیر کې علي بن ابي طالب رضي الله عنه وايي:
المراد بالإمام إمام عصرهم ، فيدعى أهل كل عصر بإمامهم الذي كانوا يأتمرون بأمره وينتهون بنهيه .

ترجمه: د امام څخه مراد دهرچادخپل عصر امام دی، دهرعصر اوسیدونکي به دخپل هغه امام په نامه رابلل کیږي چې دهغه (کوه او مکوه) یې په ځان عملي کول.

ددی قول پراساس ویلی شو چې دقیامت په ورځ به هغه څوک چې نن ورځ یې کرزی په امامت منلی او دهغه اوامر او نواهي په ځان داسې لازمي بولي لکه دیوشرعي امام، اودهغه څخه لکه دیوشرعي امیرپه څیر دفاع کوي، دقیامت په ورځ به یې الله تعالی دکرزي په نامه رابلي چې: ای دکرزي تابعداره!!!!
دا ځکه ترڅو یې دقیامت په ورځ علی رؤس الاشهاد وشرموي چې داهغه څوک دی چې کرزی یې په امامت منلی وه. اودکرزي څیره به دقیامت په ورځ لاپسې شرمیدلې وي.


وتر لمونځ

chaparharay
04.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله
ډیر د قدر وړ او عزتمنده وروره مندوب المدرسه الوزیریه چی داسی ده نو بیا خو صحیح ده خو که ورسره د مندوب یا عن او یا هم څه بله کلمه ورزیاده کړی ښه به وی بیا به ابهام نه ووزی د ځواب نه مو یوه نړۍمننه
او ښاغلی لقمان صاحب تاسی نه هم ډیره مننه ښه ترجمه مو کړی زه اوس نور هم ډاډه شوم چی زما دعوا صحیح ده الوزیری صاحب معنی بلی خوا ته څرخولی وه چی صحیح نه بریښیده اوس دا تفسیر در سره منم ژوندی اوسی
په درنښت ستاسی ورور چپلیاری


حذيفه
04.01.2011

ټولوګډونوالوته سلامونه اونیکې هيلې خوچپلياري صاحب په ځانګړي ډول يادوم .
زه له يوې اوږدې مسافرۍ راستون سوم چي سرمي راښکاره کړفورم نورهم ښکلی سوی ؤاوزمازړه ته يی یقيناًيوتسکين وباخښه خونه پوهېدم چي ملګری مي لاهم انتظارباسي خوبياهم ستاسوله مينی يوجهان مننه ؟
چپلياري صاحب که زه وای هيڅ دې اوږده انتظاراودومره ناهيلی ته مي نه پریښودی مابحث له سره ترپايه لوستی دی خولومړی غواړم ستاله غوښتنی سره سم زه هم په مدلل ډول ځواب درکړم .
وتريورکعت ، درې رکعته ، پنځه رکعته ، اووه رکعته ، نهه رکعته اويوولس رکعته کېدای سي په دې اړه دابوداؤدشریف په يوه حديث کي راځي :
(۱) حَدَّثَنَاعَبْدُالرَّحْمٰنُ بْنُ الْمُبَارَک،نَاقُرَيْشُ بْنُ حَيَّانَ الْعِجْلِیُّ ،نَابَکْرُبْنُ وَائِلٍ ، عَنِ الزُّهْرِيّ ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَزِيدَاللَّيْثِيُّ ، عَنْ اَبِی اَيُّوْبَ الْأَنْصَارَيُّ ، قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم : اَلْوِتْرُحَقٌّ عَلیٰ کُلِّ مُسْلِمٍ ، فَمَنْ اَحَبَّ اَنْ يُوْتِرَبِخَمْسٍ فَلْيَفْعَلْ ، وَمَنْ اَحَبَّ اَنْ يُّوْتِرَ بِثَلاَثٍ فَلْيَفْعَلْ ، وَمَنْ اَحَبَّ اَنْ يُوتِرَبِوَاحِدَةٍفَلْيَفْعَلْ. (رواه ابوداؤد۱ / ۲۰۸ رقم ۱۴۲۲ وابن ماجه،مشکوة ص ۱۱۲،حديث صحيح ، رواته ثقات ، صححه الألباني)
ترجمه : ابوايوب انصاري رضی الله عنه وايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : وترحق دي که دچاخوښه وي پنځه رکعته دي وکړي اوکه د چاخوښه وي درې رکعته دي وکړي اوکه دچاخوښه وي يو رکعت دي وکړي .
(۲)کان النبی صلی الله علیه وسلم يُصَلِّی مِنَ اللَّيْلِ مَثْنَی مَثْنَی وَيُوتَرُبِرَکَعْةٍ.
(رواه البخاري ۱ / ۱۳۵ رقم ۹۹۵)
ترجمه : نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دشپې دوه دوه رکعته لمونځ کاوی اويورکعت وتربه يې کول .
په دې اړه همدومره بحث به زماپه نزدبس وي ان شاء الله له اړتياسره سم به بياهم دقرآن اوحديث په رڼاکي پری وږغېږو.
اوس راځم دالوزيري صاحب دې خبرې ته :
(( يوم ندعوکل أناس بامامهم ))
دامامٌ معناده پېشوا ، مشراوقائد.
په دې ايت کي له دې لفظ څخه مرادڅه دي ؟ نوپه دې اړه اختلاف دی ځيني وايي چي له دې مرادپيغمبر دی ، ځيني وايي چي له دې څخه اسماني کتاب مراددی چي له نبيانوسره نازل سوي دي يعني اې اهل تورات! اې اهل انجيل ! اواې اهل قرآن ! اونورخوپه دې اړه بياځيني دانظرهم لري چي له دې څخه مراداعمال نامه ده يعني که څوک رابلل کېږي نوله هغه سره به يې اعمال نامه هم وي اوله هغې سره سمه به پرېکړه کېږي ياده دي وي چي دانظردامام ابن کثيررحمه الله اوامام شوکاني رحمه الله له طرف څخه راجح ګڼل سوی دی .
چپلياري صاحب !
ستاسومي پوښتنې ته مي له خپل استعدادسره سم ځواب درکړان شاء الله په راتلونکي کي به دومره خپګان ته يوبل نه سره پرېږدوخوته هم بايددومره زرحوصله له لاسه ورنه کړې ، دالاره عزم غواړي .


وترو لمونځ

chaparharay
04.01.2011

السلام علیکم
قدر من الشیخ حذیفه صاحب سفر نه پخیر راغلي روغ جوړ واوسی
ستاسی د ځواب نه مننه او چی تاسی په سفر کی وای نو ستاسی عذر مقبول دی محترم الشیخ صاحب زه پخپله عالم نه یم خو د عالمانو صحبت مو ډیر کړی او ډیر تری مستفید شوی یم نو دومره ناخبره هم نه یم چی په لمانځه به نه پوهیږم خو زه غواړم چی هسی د بی فایدی او عبثو بحثونو نه چی هڅ فایده پری نه وی مرتبه تر دی به دا ښه وی چی څه دینی او علمی مسلی وڅیړو ځما پشان ډیر ملګری چی دی مسلو ته یاخو یی ور پام نه وی او یا بیا پدی شرمیږی چی ولی پدی عمر کی داسی بسیطی پښتنی وکړم هسی نه خلک راپوری وخاندی پری پوه شی د ټولو نه مخکی زیارمل صاحب ځوا راکړ ښه ځواب و مننه ورنه کوم بیا الوزیری صاحب ښه مدلل ځواب راکړ خو ستا سی پر ځواب نور هم دا موضوع رنګینه شوه او هیله لرم نوری داسی پوښتنی چی ځما اشکال پکښی وی راځوابۍ دا پوښتنه کی به ووایم چی سبقک عکاشه زیارمل صاحب تر ټولو ړومبی شو مننه یی بیا هم کوم
ستاسی ورور چپلیاری


زيارمل
04.01.2011

شیخ حذیفه صیب ته به زه هم دسفر نه د راستنیدو هرکلی ووایم اګر که زه پخپله نوی ګډونوال یم او شیخ صیب پخوانی، نو لازمه خو دا وه چې ما ته یې هرکلی ویلی وای.
په هرحال، چپلیاری صیب تاسې نه ډیره مننه چې زما د ځواب مو په خاصې پاملرنې مننه ادا کړې، زما په پرې څه وشي خو تاسې به پخپله ښه ښکارئ.
ما هم په دې خاطر خپل نوم ثبت کړی ترڅو څه د بل نه زده کړو او څه بل ته ورزده کړو. د ټوکو ټکالو په برخه کې مې یو څه لیکلي وه چې یو کس د tandar په نامه یوه تبصره پرې لیکلې وه چې یو دا یې نه وه ویلي چې دلته بیا مه راځه نور یې ښه صحیح پوه کړم چې انډیواله که دې لیکنو ته زړه کیږي بل چیرته یې خوندي کوه دلته بیا رانشې. نو خبره دا ده چې ماته پخپله علمي بحث ډیر خوند راکوي اعني داسې بحثونه د معلوماتو د زیاتولو ډیره ګټوره طریقه وي.


وزیري
05.01.2011

حذیفه وروره په خیر راغلی، خدای جل جلاله ته ښکاره ده چی درپسی خفه شوی ومه، ښه شو چی بیرته په خیر راستون شوی.

ستاسی د ټولو اخذ زه له دی آیت نه (يوم ندعوکل أناس بامامهم) صحیح بلم، ما په خپله اولنی لیکنه کی لیکلی وه چی دا زما نظر ده. په دی خو تاسی هم پوهیږی چی قرآن کریم د معناوو احاطه څوک نشی کولای. کیدای شی دا معنی هم ولری او کیدای شی وی هم نلری.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more