اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سلامونه
      haqparast
      02.01.2011
    
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
 دټول افغان درنولیکوالانو اوګډونوالوسلامونه اونیکی هیلی  می 
ومنئ له لوی څښتن نه مو روغ اوخوشاله غواړم  دادی زه هم ستاسو
د درنی پاڼی غړۍ شوم  هیله لرم په ملګرتیابه می منئ !
ستاسو ورورر حقپرست
      وزیري
      02.01.2011
    
وعلیکم السلام حقپرست صاحب په خیر راغلی. الله جل جلاله دی وکړی چی ستا راتګ زمونږ لپاره یوه نیکبختی شی. هغه د کرزی صاحب خبره الله مو راوله الله مو راوله.
والسلام
      chaparharay
      02.01.2011
    
وعلیکم السلام ورحمت الله 
حقپرست صاحب پخیر راغلی او هر کله راشی 
ډیر ښه نوم مو دځان لپاره غوره کړی الله جل جلاله دی وکړی چی خبل نوم رښتیا کړی او حق حق خبری وکړۍ امین
      
      02.01.2011
    
حقپرست صاحب  الله مو هرکله راوله!
لومړی  خو حق ويل  ډير مشکل کار دی ، که په شرعه کې وي نوهم   دقاضي غوندې  شرعي علم غواړي او هم  مطلقه بېطرفي .  په غير شرعي مسايلو کې  که معلومات 
مات اوګوډ هم وي خو بيطرفي  بايد هماغسې مطلقه وساتل شي  او دا  ډير مشکل  کار دی . 
دوهم   (الله  مو راوله ) د اينده دعا ده، نو  ( تل يا هرکله) ورسره  حکه اړين دی چې  اوس خو دادی راغلی يې ، که  په دې راتګ درته د کرزي غوندې  وايم چې الله دې راوله ، نو ته راته  درې ځوابه  راکولی شې چې  :
١-  زه خو دادی راغلی يم  کنه!
٢-که  دا راتګ مې نه منې(؟) 
٣- او که د الله له خوايې نه بولې  چې راغلی يم(؟) چې  خدای مکړه کفر ته پرې سړی  وځي .
نو ښه داده چې سړی  ورسره يا  (هرکله ) ووايي  او يا  يواځې  د خدای پامانۍ په وخت کې  ووايي چې الله مو راوله (يعنې  الله مو بيا بيا راوله !)
      haqparast
      02.01.2011
    
دټول افغان ګرانو لیکوالانو اوګډونوالو
 السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
 له ټولووروڼوڅخه یوه نړۍ مننه کوم ، بل داچې ما ځان ته د حق پرست نوم غوره
کړی نو یقینادرته وایم چې ماد نیک پالي په موخه دانوم غوره کړی  دی  اوله الله
 جل جلاله څخه هیله کوم  چې د حق ویلو توفیق راکړي .
په اخر کې یو ځل بیا  له ټولو وروڼو څخه مننه کوم  الله مو  خوشاله اوسوکاله لره.