نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لر او بر د لوی افغان د ازادۍ پا څون?
Sangar Watan
01.01.2011
لر او بر د لوی افغان د ازادۍ پا څون
چلونکي : ډاکتر وطنمل, وهاج ساپی, larghonay laraway
ددرنو چلوونکو نه په ډيره درناوۍ هيله کيږي چه خپل موقف د
[color=red:6092632b1e]لر او بر د لوی افغان د ازادۍ دپا څون[/color:6092632b1e] په هکله روښانه کړي٠
دډاکترصيب نظر او عقيده روښانه برېښي مګر دمحترم وهاج او محترم laraway پخوانۍ ليکنې دپاکستان خلاف نه دي٠دپاکستان دنابودۍ يا تجزئي
نه بغېر [color=yellow:6092632b1e]لر او بر د لوی افغان د ازادۍ دپا څون[/color:6092632b1e]
په هکله بحث بې محتوی برېښي٠
larghonay laraway
08.01.2011
السلام عليکم!
سنګر وطنه کاشکې زما د داسې ليکنې يو مثال راوړې ځکه ستا دغه خبره خو ماته يو بې ځایه تور ښکاري.
پتوال
05.02.2011
لر او بر د لوی افغان د آزادۍ پاڅون د محکوميت د استحکام په شکل روان دی، بر طالب د لر طالب د پنجابي بادار سره ملاتړ لري او د لر افغان د لا غلامولو له پاره يې د ځان غوندې لر طالبان د آزادۍ د پلويانو پر ضد راپاڅولي او هلته او دلته يې د ISI په امر وژني .
همدارنګه بر طالب د پنجابي استعمار بړستن د ځان له پاره هم د اسلام په تودوخه توده بولي او په مينه مينه په کې ځان نور هم راپېچي !
داچې له دې سرچپه شيروار څخه به کوچ راباسي که د پاکستاني خردجال لډوان، دا مخکې له مخکې معلومه ده چې
پاکستان به د طالبانو له لنګي غوا څخه کوچ او طالبان د پاکستان څخه دپنجابي دَجَّال لډوان تر لاسه کوي !
داچې د اشغالګرو پر ضد طالب پاڅون په خپل ذات کې مقدس دی ، په دې کې هېڅ شک نشته خو هېڅ تضمين نشته چې نتيجه او حاصل به يې سېسره د پنجآبي خامار په خوله کې نه لويږي ! د تنظيمي جهاد حاصل او نتيجه چې دغه خامار
څنګه کش کړې ، دافغانستان دولت او ملي اردو يې ړنګه کړه، کورنۍ جګړې يې رامنځته کړې او افغانان يې په کې لولپه کړل او بيايې د خپلو شیطاني پنجو د خښولو له پاره په افغانستان کې طالبان هم په شپږکلنه دوره کې دې ته پرېنښودل چې يو ملي پراخ بنسټه حکومت او يوه افغاني ملي اوردو جوړه کړي ، دا ټول ثابتوي چې همدغسې به دا ځل هم طالبان پرې نږدي چې پراخ بنسټه حکومت رامنځته او په لومړي دړيدنګ کې دملي اردو اساس کيږدي !
د لومړي ضرورت دنفې په صورت کې دکورنۍ جګړې - او ددويم ضرورت د نفې په صورت کې د غلام پاکُستان غلامې غځول حتمي دي ! نو په ټوله کې به د
[color=blue:15d4c49437]کل يوم بتر مقوله [/color:15d4c49437] نوره هم خوله ولګوي ! نو تر څو پورې چې طالبان له افغان ملت څخه ګوښې او خپل سرې جګړې ته دوام ورکوي يابه د ناکامۍ په صورت کې دپاکستان په مشوره او غوښتنه د افغانستان تجزيه مني او يا به د کاميابۍ په صورت د پاکستان باداري او د افغانستان امحا يا ادغام مني . ړنده سر زوري يوه بله دريمه نتيجه له ملت څخه په ګوښې لار کې نه لري !
نوروز خان
06.02.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پتوال صیب له لیکنې مې دې ، دومره زده کړل ، چې دبرو په اړه دې معلومات غلط اود لرو په اړه خوبیخي خالي الذهنه یې ، او تراوسه په دې نه پوهیږې چې کوز طالبان یعني څوک ؟؟؟
پتوال صیب خانه به خوست کشت به لوګر خورا مشکله ده ، که خپلې سترګې خلاصوې راشه له لرو او برو سره یوڅو شپې تیرې کړه ، چې پنجابی نفوذ یې درمعلوم شي
larghonay laraway
06.02.2011
السلام عليکم!
زما په نظر خو په طالبانو کې لر او بر نشته ځکه چې د ټولو ساختماني دستګاه لره ده او له همغه ځايه تنظيمېږي. تاسو به ليدلي وي چې په افغانستان او پښتونخوا کې طالبان سره په ګډه عمليات کوي او يوه قومانده يې ده.
د ټولو مشترک هدف هم د پښتنو ځپل دي ځکه په پنجاب هيرامنډيي کې هيچا هم چاودنه ونه کړه . چاودنه خو څه چې د ملافضل الله کوم اخطار هم چا ونه ليد ځکه چې هغه د پاکستان د اقتصاد يوه مهمه برخه ده او هسې نه چې زيانمن شي!
پاتې شوه د لر او بر پښتنو خبره:
د پښتنو سره د خيانت تريخ واقعيت بايد ومنو
له لر او بر پښتنو سره تل خيانت شوی او دواړه خواوې غلط پوه شوي دي. نه د لر لپاره کوم شعوري ګام اخيستل شوی دی او نه د بر لپاره!
برو پښتنو ته تل په خوله کې ورکړل شوي چې تاسو ازاد، خپلواک او لر غلامان او محکوم دي.
د دواړو په اړه له حقيقته سترګې پټې شوې دي. ځکه چې نه لر پښتون ازاد او خپلواک ؤ او نه بر.
ازادي که پاچاهۍ او ولسمشرۍ ته وايي نو په پاکستان کې هم څو رئيس جمهوران پښتانه تېر شوې دي او په پښتني سيمو کې يې اکثره چارواکي هم پښتانه دي.
لر پښتانه هم هواډزوي او ځانونه خپلواک بولي خو د تاريخ په اوږدو کې يې نه دفتر په خپله ژبه ليدلی، نه ديوان. نه يې په بازار کې خپله ژبه وه او نه په اقتصادي چارو کې. بس يو سمبوليک رول يې لرلی چې مزې او خپلواکي د پاړسيوانانو وه او ده.
تاسو خپله فکر وکړئ چې له دې به مجبور او غلام انسان چېرته وي چې په خپل وطن، خپل حکومت او خپل پښتني قدرت کې خپله ژبه نه لري. حتی له يو مجرم سره د هغه د دفاع وکيل او قاضي په بله ژبه خبرې کوي؟
په همدې ترتيب لر پښتانه هم په دې نه دي پوهول شوي څو شعوري مشاعره وکړي. لر پښتانه دا فکر کوي چې له مونږ ګنې ښه ژوند اخيستل کېږي او له وران او ويجاړ افغانستان سره مو يو ځای کوي.
باور وکړه د پاکستان سره تړلي پښتانه عوام د لر او بر په اړه په ډېره ټيټه سطحه کې دي او له همدې کبله هغوی د (پاکستان پاينده باد) چيغې وهي.
دا د لرو پښتنو جرم نه دی بلکې د افغانستان د چارواکو ګناه ده چې د تاريخ په اوږدو کې يې يو سم او منظم پلان نه دی درلودلی.
د خپلواک، شعوري، ازاد او اباد لر او بر په هيله
لاروی
پتوال
06.02.2011
دلر پښتون طالب پرېکنده ډيرکی قبايلي دي ، هلته د طالب غورځنګ اړتيا څه وه ؟ هغوی له پاکستان څخه څه غوښتل؟ د چا له پاره او د څه له پاره دغه غورځنګ رامنځته شوی دی ؟ ددې يوې پوښتنې هم سم ځواب نشته ، خو که په برعکس همدغه پوښتنې مطرح شي چې پاکستان په پښتنو قبايلو کې لر طالب ته څه اړتيا لرله، د څه له پاره يې دغه غورځنګ رامنځته کړی ، څه ترې غواړي ، څۀ يې پرې کړي او څه پرې کوي، نو بيا دا ټولې پوښتنې روښانه او څرګند ځواب لري او په همدي هدفونو کې لر او بر طالب بيا يو له بله څخه بېليږي هم نه او دواړه د يوې سيکې دوه مخونه دي !
که دواړه د ISI قومانده مني ، دواړه د هند او افغانستان پر ضد ګومارل شوي، دواړه د مذهب په پلمه ديکتاتوري او له دې لارې د مسلم ليک حاکميت په پاکستان او افغانستان کې قايمول غواړي او تر هغه مخکې دواړه لر او بر امنيت کډوډول ، ترهګري او ويره اچول ، ځانمرګي چاودنې او د بې ګناه پښتنو او نورو وګړو مرګ ژوبلې پرمخ وړي او دواړه د خپل حرکت د سرعت له پاره د القاعدې له مرچ و نمک او نوشادرو څخه کار اخلي او دواړه پښتون ولس مجبوروي چې د پنجاب دتسلط او خپل مرګ تر منځ يو وټاکي ، نو بيا رښتيا هم سره يو دي چې دي او فرق يې نشته او د امريکا پر ضد يې د جګړې ويش هم
له يو واحد بادار (ISI) له خوا تر سره کيږي اوکه لا داجکړه يې د امريکا پر ضد هم صرف ټاکټيکي ثابته شي او رښتيا ISI او CIA پلان کړې وي لکه لرغوني لاروي صاحب ته چې ثابته ده نو بيا
خو دا بيزو د اسلام په هغه زرين ځنځير هم نه ارزي چې په غاړه کې يې اچولی دی !
خو که بر عکس چيرې طالب غورځنګ يو ريښتنې خودجوشه سوچه افغاني غورځنګ وي ،نه ISI او نه CIA په کې لاس ولري، نو بيا ولې لر د پښتنو سياسي مشران وژني ، د څه له پاره بريدونه اوچاودنې کوي، بر ولې د ولسي مشروعيت پروا نه لري، د قدرت له پاره د يو پراخبنسټه حکومت، ملي او اسلامي ولسواکۍ طرحه چې د ملي وحدت اساسات دي نه لري، د ملي اوردو د جوړولو، د ملي شورا او جمهوري رياست د ټولټاکنو ژمنه او تضمين نه کوي (؟) ځکه چې دا حقوق ، ملي او اسلامي ولسواکي موجود ه وي نو بهرنۍ لاسوهني قطع کيږي او له داخلي ديکتاتورۍ پرته څوک افغان ولس دISI په خوښه نشي کنترولای !
نوروز خان
06.02.2011
پتوال صیب چې داسې ده ، نوبیا خو مناسبه نه ده ، چې خپل دې نوي شرینبحث ته د [color=red:f6a3299c40]لراوبردلوی افغان دازادۍ پاڅون [/color:f6a3299c40]په فورم کې او ترعیني عنوان لاندې ادامه ورکړې .
تاسو ښاغلي کولای شوای لږترلږه یوه نوې موضوع خلاصه کړئ ، چې عنوان یې وای [color=green:f6a3299c40]لراوبر دلوی افغان دمحکومیت داستحکام پاڅون [/color:f6a3299c40]، بیابه معلومه شوې وه ، چې لوستونکې یې ترکومه درسره مني ، خوتاسو هم دیپلومات یاستئ ، چې خپله خبره په داسې انداز کوئ ، چې دچاپلار موهم نقطه نظر نه شي معلومولای ، چې بالاخره دچاپه اړه څه عقیده لرئ ؟؟ کاشکې مو دلاروي غوندې ډانګ پېیلي ویلي وای چې ( ملاعمر مرده باد)
larghonay laraway
06.02.2011
سلامونه!
نوروز صيب په راتلونکې کې دې که زما په حواله يا نقل قول ملاعمر ته مرده باد ليکل نو کرزی له ياده مه باسه او که د چا نومونه دې نه ليکل نو بيا (ټګ او برګ) ليکه.
مننه
پتوال
06.02.2011
نه نوروزخانه وروره داسې نه ده، د لر او بر افغان په ملي پاڅون کې د پښتون په لاس د پښتون وينه نشي تويېدلای که توييږي صرف
د ټول افغان دشريک دوښمن وينه به د هر افغان په تيره د پښتنو په لاس توئيږي .
زمونږ شريک دوښمن زاړه او نوي اشغالګر ( پاکستان او امريکا)
او ددوی دواړو ترمنځ د لوی افغانستان پر ضد وحدت دی، دوی يو له بل څخه نه بيل شوي وو ، نه بيليږي او او نه به کله هم سره بيل شي،
نو ځکه په يوۀ هم تکيه کول او له جګړې څخه مستثنا کول نه دي په کار ! تره کی او کارمل غُل وخوړل چې افغانستان يې د شوروي او پاکستان
د دوه مېچنپَلونو په منځ کې ښکېل او دل دل کړ او کرزي بيا غُل وخوړل چې افغانستان يې د امريکا او پاکستان د دوه ژرندپَلونو ترمنځ دل دل کړ،
که پښتانه مشران د يو يا بل ګوډاګيتوب کړی او کوي يې نو آزادي يې
هم نه لاسته راغلې وه او نه به راشي !
خو ګوره زما ګرانه او د زړه سره روکيه نوروزخانه دا ټولې جګړې د چا په لاس تر سره کيږي ، څوک يې پلې کوي او څوک په کې مري ،
ګوډاګي مشران خو په يوه خواکې هم نه مري نه يې ژوند خرابيږي ، بلکې برعکس پټ او ښکاره يې بانکونه له پيسو ډکيږي ، خو چې مري
نو زه ته او زما او ستا ورور ، خور، مور او پلار او ماشومان په کې مري ،نو بيا ولې خپل مشران د ولس له لوري نه ټاکو او د ولس په اراده
جګړې ته نه وردانګو، کوم يو مو قدرت ته له رسيدو مخکې د ميرويس او احمد شاه په څير لويه جرګه راغوښتې او ملي مشر شوی دی ؟؟؟؟
مونږ ولې د افرادو پسې درومو او هغوی مو لکه تره کی، کارمل، امين، کرزی ، ګلبدين ، رباني ، سياف ، ملاعمر او نور په پرديو
لکه روسيه، امريکا، پاکستان ، القاعده ايران او نورو پلوري او د سپيو پشان مو په خپلو منځو کې سره جنګوي، ولې ؟؟، دا ولې ؟؟؟؟؟ او آخر ولې ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
مونږ ټول افغانان، خو په تيره بيا مونږ پښتانه ملي فکر ، ملي شعور، ملي مسوليت ، ملي وحدت، ملي تړه ، ملي پلان او ملي طرحه نه لرو
اونه يې لرلو او منلو ته اماده يو، صرف هره ډله په خپل سر دپردي ډول ته د تره کي په مشرۍ ، دکارمل په مشرۍ، د تنظيمي مشرانو په مشرۍ ،
د کرزي او ملاعمر په مشرۍ ګډېږو، سياسي او ايد لوژيک ډول ساز او آواز ټول د پرديو دی خو د تورو اتڼ ورته مونږ پښتانه کوو !
آن د ويښ ځلميانو غورځنګ دې له کندهاره د شوروي په لمسونه او هڅونه رامنځته شوي و، کمونستي غورځنګ دې ښکاره د شوروي له خوا له کندهاره د ترکي او له کابله د کارمل پواسطه قوت وموند، بر حق جهاد دې د تنظيمونو پواسطه پنجابۍ بڼه ، پنجاپۍ موخه او د ISI تر کنترول لاندې بشبړ بنجابي بهير غوره کړ،
طالب غورځنګ دې تر بد بدتر له کندهاره د ملاعمر په مشرۍ د ISI پنجابي مهر او ټاپه خپله کړه ، دا ولې ، داځکه چې مونږ خپله بېکماله يو بيکماله ، په مونږ کې خپل سياسي کمال نشته، نوځکه تل د پرديو هر ډول ته ګډېږو!
او تر څو چې خپله طرحه ، خپل پلان ، خپله ملي تړه او ملي توافق او ملي مشر نه لرو د بل ډول ته به ګډېږو او د بل له پاره به خپل قام ،ملت، هيواد او ملي ناموس تر پښو لاندې پايمالوو!
[color=red:511646c531]
احمد شاه نه په راکښته ککريو
......................................................... تو لعنت شه په دا ټولو رهبريو![/color:511646c531]
[color=blue:511646c531]
يو ميرويس، بل احمد شاه بل خوشحالخان و
.......................................... پير روښان او بل شير شاه يو ستر افغان و
غوڅه کړې د پښتون پوزه ده نورو
............................................... که ژوندي شي زه يې ولم په مرميو![/color:511646c531]