د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتون ته

pashton
28.05.2004

پښتون ته
وۍ وۍ څه به درته وايمه له کومه ئې شروع کړمه
بس پښتونه بس پردۍ ژبې په توبو کړمه
سوال کوم زاري کوم د خدای په خاطر خپله ژبه ووايه
ته د پښتو کوله ئې ژبه دې پښتو بله ژبه مه وايه
هسکه دې شمله وه له آمو نه تر اټکه لا
ولې پښتو نه راوځي ستا له مات شونډکه بيا
خولې پورې مې خاندې خندا دې په سلګو کړمه
بس پښتونه بس پردۍ ژبې په توبو کړمه
مور دې پښتنه پلار دې پښتون ته شوې دوه مخی
خپله ژبه هيره ای پښتونه د پردو ژبو مخکښی
ای پښتونه ويښ شه د دښمن په مکر مه غوله
دې لستوڼي مار ته وايه ورک شه له ما وځغله
يار وي د مطلب هميشه چې ئې خپل کار وي
خيټه ئې چې مړه شوه په تا به ئې ګذار وي
راشه د زړه سره پام وکړه هوښيا رشه لږ
ماښام درباندې نه شي پښتونه ته بيدار شه لږ
واچوه ګامونه نور راپاڅه زما بيده وروره
بس دی نور خوب بس دی زما بې څه وروره
ويښ کړه دا احساس چې ګنې زه هم يو پښتون يمه
نوم مې ننګيالی،ميړانه غږ ، نوی خوځون يمه
اوس زه پوهيدلی يم نور هيڅ نه غوليږمه
سرلوړی مې تاريخ دی به څه به زه ټيټيږمه
څه به کړم د بل رسم چې تل زما په بده وي
غواړم د پښتون غاړه چې هسکه تر ابده وي
درنو ورونو او خويندو! هيله ده چې زما د زړه دا غږ د شعر سره پرتله نکړۍ ځکه چې زه شاعر نه يم.


salamona

spoghmai
20.07.2004

Khaghelya pashtona
salamona ow neeke heele wamana
stase sherona deer pa zra pore dai, allah de nor ham tawan darki che pakhtano ta de khedmat masder wagarzi
baryalai wose

pa dranawei

spoghmai
holland


pashtonyar
23.07.2004

Salaam qadarmana pashton jana wrora

Qadarmana aw manalia wrora sher de dumra khwog aw pa zra pori wo che zma pa khial der shayeran ba dasi sher wa nashi lekalai . Khudai de wakri che sta de zra ghag Khudai pak wawri aw qabol ye kri ... da na yawazi sta de zra ghag dai balke de tolo Pakhtana aw pa watan mayano ghag dai ... khudai de pakhtano ta tawfeeq warkri aw khudai de doy de ghaflat la khooba ra pasawi che watan ta khedmat wa kri.
bakhana ghwara wos zma sara pakhto keyboard na wo no zaka me pa english wa leekalo

Pa dranawy


ګرانې او قدرمنې خور سپوږمۍ جانې او محترم ورور پښتونيار ،

pashton
27.08.2004

ګرانې او قدرمنې خور سپوږمۍ جانې او محترم ورور پښتونيار ،
زما سلامونه او ښې هيلې هم ومنۍ . دا چې زما شعرونه تاسې ته په زړه پورې ښکاري او په تيره بيا مو
د پښتو او پښتنو د خدمت لپاره زما د برياليتوبونو دعا کړې ده ، له تاسې نه د زړه له کومې مننه کوم
. که رښتيا ووايم دا مې لويه آرزو ده چې پښتانه لکه څنګه چې په توره کې ئې ميړانه ټولې دنيا ته
معلومه ده په قلم او سياست کې هم د د نيا د اوچتو سيالانو په قطار کې ودريږي. او په دې خبره نور
پوه شې چې هر څه په وچه توره نه کيږي، نن کې توره هم چليږي برياليتوبونه او فتح ئې هغه وخت په
برخه وي چې قوي قلم او پوهه ئې په خوا کې ملګري وي .
پوهه د دې لپاره ضرور ده چې په پوهه يو سړې ، يو قوم، او بالاخره يو ملت کولای شي خپل ځان
وپيژنې ، خو په ډيرې خواشينۍ چې ډير پښتنانه د تورې په خواکې د قلم ضرورت دومره حتمي نه بولي
او همدا علت دی چې د تاريخ په اوږدو کې د دوئ توره دومره د دشمن د تورې سره نه ده کړنګيدلې لکه
چې د خپل ورور سره يې کړنګولې او ډېر مهال يې دا هڅه کړې چې خپل باتورتوب يو بل ته په خپلو
منځونو کې وښائي. نو ځکه خو ئې د بې اتفاقۍ اور تل په نغرو کې بليږي او د دغه اور لرګي هيڅکله
ايرې نشول.
زه هغه وخت په ځان کې د ځان لپاره، د قوم او ملت لپاره د خدمت کولو جذبه راويښولی شم چې اول
خپل ځان وپيژنم نو بيا به هله خپل قوم او خپل خلک وپيژنم. بيا به د دوئ په حالت وپوهيږم او د دوئ
ضرورتونه به وپيژنم او بالاخره به خپل دوست او دشمن وپيژنم او داسې نور ډېر شيان به زده کړم خو
لومړی بايد چې ځان وپيژنم او خپل باتورتوب د خپل ورور په پرځولو ښکاره نه کړم بلکې هغه ته لاس
ورکړم، هغه خپل کړم او بيا خپل کور راټول کړم، کلې جوړ کړم، د قوم يووالی مقصد او هدف وګڼم
او قوم يو کړم، ځکه چې ريښتونی زور او قوت د قوم په يووالي کې پروت دی.او د قوم زور بيا ستا
زور دی نو بيا هلته ته کولی شې چې د رقيب او سيال سره په ډاډه زړه او بې له ويرې ((سر د سنګ سره
ووهې)).
که چيرې دپښتنو سره د پښتون قوم د يووالي فکر په سر کې کې راپيدا شي نو دا قوم هرومرو يو
کيږي. او دا تاريخ ښودلې ده چې کله پښتون يو شوی نو تاريخ ئې جوړ کړی دی.او کله چې پښتون
په خپل منځ کې بې اتفاقه وو نو ټاټوبې ئې ورله پردو وران کړی او دوئ يې خوار، ذليل او بې پته
کړي دي.
په پښتو مينه
يو او سرلوړي دې وي پښتانه


salamona pesarlee wror ta

saboor
23.12.2004

gran wrora : de wacht de kamecht na zema mazerat omaney che pe english teko ye likem.
grana wrorkay,
ze de pe ehsas wyarem . pe reshtya che sta meena de pachto aw de pashtano sara de stayene aw de qader war da,
pe de hela che yawa wraz zemong woda shewee pechtane che pe chpele jebe zan ta kam chkarie aw deer jer pe pradio jebo gabere kawi ham pe de poh shee aw pe khpele jeba wonesharmegee.
ze deer de jiek taleem kassan pejanem che pe chepele jaba sharmege che pe de ke zemonga badbachte dactoran ham shta.
aw ya da chee de chepel wejdaan sara pe jang dee.

da ma ta le deera wachta yawa dera ghata pochtena da
che pe pachto ke se kamai de che pre chabere ne kawee.
sta wror
saboor


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more