نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
2011/01/01
محمدزمان هوتک
01.01.2011
ټولو وروڼو ملګرو یارانو دوستانو ته سلامونه ، نن ورځ01_01_ 2011 تاریخ دی ټولو څخه هیله کیږی چه یوه دوعا وکړی چه خدای ج زموږ دګران افغانستان څخه داکفری ځواکونه وباسی اویوسوچه اسلامی نظام راولی
::خدایه پاکه ته مو ګران وطن ازادی کړی آمین، یاالله ته زموږ شرعی غوښتنی پوره کړی آمین، یاالله ته مو ددی ظلم او ظلمو څخه خلاص کړی آمین ، خدایه پاکه ته وموږ افغانانو ته اتحاد اتفاق وروری راپه نصیب کړی آمین ، خدای پاکه ته مو ددی اشغال څخه خلاص کړی آمین ،
قريش
01.01.2011
هوتکه وروره دجنوری اول تاریخ دافغانستان داشغال سره څه ارتباط لری؟ :D
خو ځه چی ته پری خوشالیږی مونږ به هم پری امین ووایو:
آمیییییییییییییییییین
محمدزمان هوتک
01.01.2011
قریشه سلام ، دجنوری اول تاریخ دافغانستان داشغال سره هیڅ ارتباط نلری زه خو په وطن کی یم سهار چه کله دخوبه راپاڅیدم اوټول افغان پاڼی ته راغلم دټول افغان پاڼه په نوی رنګ راښکاره سوه ماویل چه دوعا وکړو چه خدای زموږ ګران وطن کی هم یو نوی سوچه اسلامی نظام راولی د دوستانو د دوعاوو په برکت ډیر خوند به وکړی
عادل عادل
02.01.2011
سلامونه
ښاغلي قریش لیکلي:
[quote:5ab46286ba]هوتکه وروره دجنوری اول تاریخ دافغانستان داشغال سره څه ارتباط لری؟ [/quote:5ab46286ba]
یو ارتباط لري هغه دا چې:-
د ښاغلي هوتک ورور په شان مې چې نن د ټول افغان د بحث فورم ته سر را لیرې کړ، نو هر څه مې په نوې بڼه او نوي نوښت سره ولیدل، نو خیال مې وکړ چې نور به وحشي یرغلګر وتلي وي، افغانستان خپلواک شوی وي، د بهرنیانو خیرن لاسونه به لنډ او جنګي جنایتکاران به د محکمې لپاره د تورو تمبو شا ته لویدلي وي، او نور ددې پر ځای چې د وطن غم وژاړو، علمي، فلسفي، ساینسي، اسلامی او داسې نور پوهنیز بحثونه به کوو، خو چې لږ سوچ مې وکړ، نو مالومه شوه چې هسې مې د ټول افغان په بحثفورمونو کې د نوي نوښت او بدلولونو په سبب هیلې په غورځیدو شوې وې، کنه نه خو لا یرغلګر وتلي، نه یې هم لاسپوڅی مات او له واکه لویدلي، او نه هم د ولس له نیمژواندي ستوني څخه د جنګي جنایتکارانو قاتلانه وحشي پنجې لنډې شوې دي، نو ځکه مې د ښاغلي هوتک د ډول دوعاګانو په ژبه مرور وکړ .....چې خدایه ته دا یرغلګر شرمنده او ذلیل زمونږ له خاورې وباسې .... آمین آمین
ټول افغان که د هر جبر له مخې په نوي نوښت، تغیراتو او زړه راښکونکې بڼې سره ډیر ګټور مسایل لوستونکو او د بحث ګډونوالو ته پورته پورته وځلوي، نو په مات زړه به څنګه وکولای شي هغه وپالي، د مثال په توګه د طبیعي علومو او ریاضي علم پالنه مونږ ته د کومې درجې الویت لري، هغو چې پنځه کَلکُولَسه یې ټول لوستي نو په څه بلا به یې ووهي چې نه خپل واک لري او نه یې وطن خپلواک دی، نه یې په ټولنه کې د فرد فرد سر، مال او ابرو خوندي دي .................او داسې نور ې بیلابیلې بدمرغی چې د مظلوم افغان ولس ژوند، هویت او معنوی ارزښتونو ته تهدید وي.