د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خپلو امريکايي شريکانو سره د ابن لادن ددښمنۍ اساس شخصي وو او که ايديالوژيکي؟

و.افغان
31.12.2010

بسم الله الرحمن الرحیم
درنو وروڼو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
تاسو ښاغلو ته د هغه مرکې يوه برخه وړاندې، چې د العربيه ټلويژن له ډاکټر حسن
الترابي سره کړېده، پاتې دې نه وي، چې ډاکټر حسن الترابي په سوډان کې يوه
پېژندل شوې سياسي څېره ده، د اسلامي قومي جبهې په نامه د هغه تنظيم مشر پاته
شوی دی، کوم چې د ده په مشرۍ په کال 1989 کې په برحال سوډاني منتخب حکومت باندې عسکري کودتاه وکړه، چې په ترځ کې يې د المهدي حکومت رانسکور، او پر
ځای يې عمر البشير يې د سوډان رئيس جمهور وټاکه:

راځم د مرکې ژباړې ته:
ډاکټر حسن الترابي په خپلې مرکه کې په دې ټينګار کاوه، چې د القاعدې د تنظيم رئيس اسامه بن لادن چې کله په
نوييمو کلونو کې سوډان ته راغی، هغه هيڅډول عقيدوي یا جهادي نيتونه له ځان
سره نه لرل، د هغه ټول کوښښونه او نيتونه د ساختماني کارونو، او د زير بناوو جوړولو
په لور متوجه وو، کوم مجال کې چې د هغه کورنۍ ځانګړې پوهه او تجربه لري.

د ټولې هغې مودې په ترڅ کې چې اسامه په سوډان کې پاتې شوی دی؛ هغه
د ميډيايي کمرو له رڼاوو، سياست، او عامو کارونو لرې پاتې شوی دی، هغه د سړکونو
په جوړولو، اقتصادي او تجاري پروژو کې بوخت وو، که چېرې بن لادن ته په سوډان
کې د پاتې کېدو مجال پيدا شوی وی؛ نو هغه به هيڅکله د هغو تنظيمونو په لومه کې نه وی لوېدلی، کوم چې افراطي تګلارې لري، او خلک وژني.

ډاکټر ترابي وويل: اسامه ابن لادن د امريکا په ضد د مسلح عمل لپاره ځان مجبور
وليد، طبيعي خبره ده چې اسامه امريکا ته په غوسه وو، امريکا په سوډاني حکومت
فشار واچوه، هغه يې له سوډانه وويست، وروسته ترې سعودي عرب خپل تابعيت
هم واخيست، هغه ځان بې سر او سيوري وليد، د پناه ځای په لټون کې شو، او له
افغانستان څخه يې ښه او مناسب پناه ځای پيدا نه کړ.
مګر په افغانستان کې د هغه په وړاندې د تجاري کارونو، اقتصادي پروژو او پانګې
اچونې کوم چانس نه وو، ځکه چې افغانستان زېربنا نه لرله، د ګټې اخيستلو د
پروژو مجال هم نه وو، په افغانستان کې يواځې غرونه وو، يو جنګي ولس وو، چې
د خپل قبيلوي سيستم په وجه په دائمي جګړې کې سره اخته او ژوند کوي، کله يې
چې روسان وويستل، نو په خپل منځ کې سره اخته شول، دلته د اسامه لپاره بله
لار نه وه، پرته له دې چې په همدغه رنګ دائرې کې کار پيل کړي، د افغانانو په داخلي
جګړو کې ځان ښکېل کړي، او خپل انتقام له هغې امريکا واخلي، کومې چې هغه
پسې راخيستې وه، او له خپل امن ناک ځای سوډان يې وشاړه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو د لوستونکو نظر په دې اړه:
آيا رښتيا هم افغانستان د ابن لادن د يوې شخصي دښمنۍ څخه چې د خپلو اقتصادي
او تجاري شريکوالو ملګرو سره يې لرله، قربان شو؟

په درنښت


حسن ترابی او د بن لادن خبره

chaparharay
01.01.2011

السلام علیکم ورحمه الله
ښه موضوع ده خو یو خو ترابی هم یو سیاسی سړی دی چی په خبرو یی څه باور ندی پکار دویم دا چی که بن لادن دنیا پرست وای او د امریکا نه یی ددنیا لپاره غچ اخست نو دنیا خویی ټول ګورو چی هڅ نه شوه بله دا چی دنیاخوښی ددومره په ځان تنګسه کله تیروی دومره نراه نه وی خو هرومرو دا دینی جذبه دده دا ځما نظر دی مونږیی همداسی ګنو نور نو الله ښه ګنونکی دی ا او په الله باندی هڅوک ښه نه ګنو


قريش
01.01.2011

زماخوپه دی سیاست ولاکه سرخلاصیږی خوڅرنګه چی زموږمشرورور تندرصیب له موږغوښتی چی یواځی دټوکوټکالو خونه، نه،بلکه نوری خونی هم په خپلولیکنورنګینی کړو،نودوهاج ساپی صیب دپوښتنی په جواب کی ویلی شم چی دترابی نظر دحقیقت نه لیری معلومیږی که دامریکاسره دبن لادن لانجه دسیاسی اواقتصادی پولی اوپټی پرسر وه نو نه به امریکاپه سوډان دهغه دویستلوفشارراوړی و، اونه به سعودیانو ورڅخه تابعیت اخیستی و، دسعودی دپاره دبن لادن په شان ثروتمند سړی چی په سیاست کی هم کارنلری،دسروزور کان وه،اوامریکا خوداسی مسلمان (او عرب) مشردخدایه غواړی چی یواځی دخپلوشخصی اواقتصادی ګټودپراخولو په غم کی وی اومسلمانانو په اړه (خاصتا دمنځنی ختیځ په اړه) دامریکا دسیاسی دریځ دخطر څخه دغفلت په خوب ویده وی.
دچپلیاری نظر زه هم تاییدوم.


ډاکټر څپاند
01.01.2011

الترابي صيب د متعادل اسلام يوه نمونه برېښي٠
مګر دی يو ملي سړی رامعلوميږي٠همداوجه وه چه امريکا پرې په غسه شوه٠
کله چه په پاکستان کې د مجاهدوحکومت تشکيل شو،سودان دويم هيواد وو چه
دامريکې دخوشحالولو لپاره ئي هغه په رسميت وپيژند٠

بن لادن په ځوانۍ کې دروس خلاف،داسلامي عقايدو اودامريکې دتبليغاتوپر بنياد،مبارزه شروع کړه٠مګر دی روسته پدې پوه شو چه روس يواځې نه بلکه امريکه هم داسلام دښمنه ده٠

دخپلو تجاربو نه په استفادې سره ئي په سعودي،کينيا اوځينې نورو سيمو کې دامريکې خلاف عمليات وکړه٠

دځينو سياسي مبصرينو په نظر،پايله داشوه چه افغانستان د ISI او CIA دپلان له مخې ،داسلامي سخت دريزو په سنګر يا بهتره وويل شي،په يوه قفس
واوښت٠بالاخره،امريکا په قفس کې پيشو ور خوشې کړه ،يوګڼ شمير مبارزين
ئي ووژل او خپل بل پلان ئي چه دافغانستان اشغال وو،تطبيق او دنورو اهدافو ترڅنګ ئي د اسلامي مبارزينو مرګ ژوبلې ته هم دوام ورکړ٠

نن سبا ،امريکه دې ته ضرورت نلري چه په اسطلاح "تروريستان" په ټوله نړۍ کې تعقيب کړي،داځکه چه د ISI ،طالب او بن لادن په "ابتکار" ،اسلامي
مجاهدين پخپلو پښو دمرګ لپاره افغانستان ته،هلته چه ٤٥هيوادونو ورته
دامونه ايښي ورځي٠پدي منځ کې يو کم شمير غربيان،او په لسګونو زره افغانان هم وژل کيږي٠Who cars


عادل عادل
02.01.2011

سلامونه

د ترابي خبرو ته چې څوک اعتبار ورکوي، نو بیا خو دې دده د خوښې جهادي ګمراه رهبرانو خبرې د زړه په غوږو واوري او باور دې پرې وکړي.

ترابي سوډان ته د افغان جهاد د رهبرانو د ډول اختلاف انتقال کړ او نږدې وو چې سوډان هم په نفاق اخته کړي

زه ترابي ته د سیاف او رباني په سترګه ګورم او ورکه یې د سوډان د ولس په خیر بولم.

د ګران ورور وهاج صیب ټاپیک په ټوله کې د ایراني شیعییزم په ګټه تمامیژي، عرب ملکونه او شیخان به کیدای شي چې د القاعدې په اړه په خپل د امریکانه په تقلید شوي دریځ له سره غور وکړي کنه د سیمې اسلامي ولسونه به لاس تړلي د ایران په واک او ځواک کې ولویژي.

په عراق کې د القاعدې ځپل د چا په ګټه پریوتل؟
په افغانستان کې څوک د امریکایي یرغل نه په لوړې استفادې سره خپل نفوذ خوروي؟
عربي ملکونو کې د فلسطین د ازادی د داعیانو .... حزب الله، حماس، فتح، ..... لاسنیوی نن یوازې چاته وردې غاړې دی؟

ایران........ ایران ........ ایران


و.افغان
02.01.2011

د بحث له ټولو ګډونوالو څخه يوه نړۍ مننه، چې خپل محترم نظرونه يې لوستونکو ته
وړاندې کړل.
درنو وروڼو!
حسن ترابي زما لپاره هم داسې يو شخصيت دی چې په لسګونه سواليې علامې د هغه
د شخصيت په اړه لرم.
خو د هر چا خبره چې رد کوو، بايد په دليل يې رد کړو، شيطان هم کله کله حق وايي :)
د حسن ترابي دا خبره ځواب غواړي:

[quote:5ee82a525e]
د القاعدې د تنظيم رئيس اسامه بن لادن چې کله په
نوييمو کلونو کې سوډان ته راغی، هغه هيڅډول عقيدوي یا جهادي نيتونه له ځان
سره نه لرل، د هغه ټول کوښښونه او نيتونه د ساختماني کارونو، او د زير بناوو جوړولو
په لور متوجه وو، کوم مجال کې چې د هغه کورنۍ ځانګړې پوهه او تجربه لري.
د ټولې هغې مودې په ترڅ کې چې اسامه په سوډان کې پاتې شوی دی؛ هغه
د ميډيايي کمرو له رڼاوو، سياست، او عامو کارونو لرې پاتې شوی دی، هغه د سړکونو
په جوړولو، اقتصادي او تجاري پروژو کې بوخت وو، که چېرې بن لادن ته په سوډان
کې د پاتې کېدو مجال پيدا شوی وی؛ نو هغه به هيڅکله د هغو تنظيمونو په لومه کې نه وی لوېدلی، کوم چې افراطي تګلارې لري، او خلک وژني.
[/quote:5ee82a525e]

په 1992 کې د نجيب حکومت سقوط وکړ، تر 1996 پورې ابن لادن په سوډان کې
پاتې شو، چې په همدغه کال طالبانو کابل ونيو، نو آيا په دغه
موده کې چې هغه په سوډان کې وو، کوم داسې مسلح عمليات يې کړيدي، يا يې
پرې اعتراف کړی دی؛ لکه څنګه يې چې له دغه کال وروسته يې پيل کړل، او اعترافات
يې هم پرې کول؟

مونږ افغانان ډېر ساده خلک يو، داسې نه وي؛ چې مونږ خپل وطن د چا د اقتصادي
اوشخصي دښمنيو په سر قربان کړی وي.
پاتې د ايران خبره؛ نو پرته له شکه چې ايران زمونږ غټ دښمن هېواد دی، او له مونږه
زيات د عربو دی، بس دی چې دې نورو دښمنانو ته افغانانو سينې سپر کړې، هغوی
يې هم تباه کړل، او افغانانو پرې هم ځانونه دړې وړې کړل، ايران دې په مونږ نه وهي،
ايران دې عرب پخپله ووهي.
دا چې دښمنان په مونږ وهي، او تحفې او جائزي يې پاکستان ګټي؛ دا نو کوم انصاف دی؟
هماغه متل دی: دسکوره دې لالا وهي، او ډوډۍ دې عبد الله وهي.

په درنښت


حسن ترابی په مقابله د بن لادی

chaparharay
03.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ډیر د قدر وړښاغلی وهاج ساپی صاحب چی موضو څومره څیړی در سره څیرو یی خو که خبره د ګټلو نه وی او وموضوع روښانول وی نو له حقایقو به سترګي نه پټوو او په سړه سینه به خبری کوو یو به په بل غوسی نه کوو
خبره داده ښاغلیه چی کوم افغان جهاد چی د روسانو مقابل کي وو که هغه هر څو د پاکستان عربو یا امریکا په ګټه وو خو افغانانو هڅکله داجهاد بل چا لپاره ندی کړی جهاد افغانانو د یو غاصب او ظالم په مقابل کی کړی او دا به انشاءالله هر کله کوو مونږپه هڅچا ظلم او زیادتی نه کوو خو هڅکله دبل ظلم او باداری هم نشو منلای مونږپه مخکیني جهاد ویاړو پښیمان پری نه یو او دا اوسنی جهاد هم د یو ظالم په مقابل کی دی نه دکوم بل چا لپاره او وروره خفه نشی دا تاسی چی کومی خبری کوی دا ستاسی خپلی ندی بل چا درته خوله کی ایخودی دی اصل حقیقت دادی چی هڅکله هم مونږنه چا غولولی یو نه غولیږو امریکا پر مونږباداری غواړی مونږیی نه منو ځکه مونږپخپله هر وخت لپاره باداران پاتی شوی یو نود بل چا غلامو څنګه وکړو پاتی شوه د بن لادن خبره نومشر ملا صاحب خو امریکا ته څوڅو ځله وویل چی تاسی جرم ثابت کړی زه سزا ورکوم خو هغوی ویل چی نه لاس نیولی یی مونږته راحواله کړه نو دا به کوم یو ازاد مسلمان ومنی او که ته د پاکستان مثال ورکوی چی خپله لور یی لاس نیولی (عافیه صدیقی )ځمونږټولو خورده خو مسءولیت یی د پاکستان دی لاس کی امریکی ته ورکړنو چی هغوی به ورسره څنګه چلند کړی وی ټول پری پوهیږی نوکه دی ته هوښیاری وای نو همداسی ناهوښیاره ښه یو ستاسی
د نصیحت نه ډیره مننه
چي رښتیا نشي ویلی اوسه غلی
دروغ خو مه وایه که ځان ګني ښاغلی
آس یی مه بوله ټټو ورته مه وایه
بي لکۍ خرته که خر نشي ویلی
ګل پاچا الفت صاحب له اشعارو څخه
په مینه


زيارمل
03.01.2011

[quote:990941a9c3] القاعدې د تنظيم رئيس اسامه بن لادن چې کله په
نوييمو کلونو کې سوډان ته راغی، هغه هيڅډول عقيدوي یا جهادي نيتونه له ځان
سره نه لرل، د هغه ټول کوښښونه او نيتونه د ساختماني کارونو، او د زير بناوو جوړولو
په لور متوجه وو، کوم مجال کې چې د هغه کورنۍ ځانګړې پوهه او تجربه لري. [/quote:990941a9c3]
نه پوهېږم الترابي صیب د څه شي په استناد دا خبره کوي چې بن لادن هیڅ ډول عقیدوي او جهادي نیتونه نلرل؟
بن لادن په افغانستان کې د جهادي سابقې عریق تاریخ لري، او زما په فکر دا به ډیره مشکله وي چې د بن لادن په څېر په افغانستان کې د جنګیدلي مجاهد له زړه نه عقیدوي او جهادي نیتونه داسې په اسانه ووځي.
دا صحیح ده چې د بن لادن کورنۍ د ساختماني کارونو تجربه لري خو د افغان جهاد سره یې په مادي مرسته، او پخپله د بن لادن په بدني جهاد باندې هم سترګې پټول ندي پکار.
د امریکا لخوا په سوډان فشار راوړل، او د سعوديانو لخوا ترې تابعیت اخیستل پخپله دا په ډاګه کوي چې بن لادن عقیدوي او جهادي نیتونه لرل، او امریکا ددې ډاره چې دا نیتونه به عملي بڼه غوره کړي په سوډان او سعودیانو یې فشارونه زیات کړل.

[quote:990941a9c3]په 1992 کې د نجيب حکومت سقوط وکړ، تر 1996 پورې ابن لادن په سوډان کې
پاتې شو، چې په همدغه کال طالبانو کابل ونيو، نو آيا په دغه
موده کې چې هغه په سوډان کې وو، کوم داسې مسلح عمليات يې کړيدي، يا يې
پرې اعتراف کړی دی؛ لکه څنګه يې چې له دغه کال وروسته يې پيل کړل، او اعترافات
يې هم پرې کول؟[/quote:990941a9c3]
نه، نه یې دي کړي، ځکه چې دغه وخت د بن لادن د مسلح عملیاتو لپاره یواځې د نیتونو او هوډونو جوړولو مرحله وه.

[quote:990941a9c3]مونږ افغانان ډېر ساده خلک يو، داسې نه وي؛ چې مونږ خپل وطن د چا د اقتصادي
اوشخصي دښمنيو په سر قربان کړی وي.[/quote:990941a9c3]
دا یې د اسامه اقتصادي ګټې او شخصي دښمنيانې. ستا په نظر طالبانو باید څه کړی وای چې وطن یې د اسامه د شخصي دښمنیو او اقتصادي ګټو په سر نه وای قربان کړی؟
امریکا ته سپارلای وای؟
وژلای یې وای؟
بندي کړای یې وای؟
څه یې کړي وای؟ ته څه وایې چې څه باید شوي وای؟


وصيل پېروز
04.02.2011

السلام عليکم
دبحث ټولوګډونوالوته خپلې نېکی هيلې اواحترامات وړاندي کوم .
القاعده ديوويشتمې پېړۍ هغه ځانګړې اسلامي ډله ده چي دنړۍ په ګوټ ګوټ کي دمرتدينواوکفاروپرخلاف په جهادي هڅوبوخت دي ، عقيده ديووېشتمې پېړۍ هغه اسلامي غورځنګ دی چي له عقيدوي پلوه هم پراسلام پوخ دی اوورسره په څنګ کي يې دولاء اوبراء اصل په ډېره غوره توګه په خپله کړنلاره کي پلی کړی دی .
هيڅوک هم له دې انکارنه کوي چي امريکااوګوډاګيان يې نن يوازي اويوازي ستر خطردالقاعدې له اسلامي اوجهادي غورځنګ څخه احساسوې په تېره عرب شيخان خودومره ترې وېرېږي چي ددوئ له وجې يې الهي قهرهېردی .
راځواسامه ته
چي ددې سترجهادي اواسلامي غورځنګ رهبري کوي هغه چي له خپلې ډېري شتمنۍ سره سره هم دپالنګ دژوندپرځای په سنګرکي شپې په خوښۍ تېروي البته موږيې داوس په اړه خبرې کوودراتلونکي په اړه يې الله جل جلاله ډېرښه پوهېږي .
داچي اسامه څرنګه دې جهادي ډګرته راودانګل دنوروله خولې ددې حقيقت معلومول به ډېره ګرانه خبره وي اونه دوهاج ساپي صاحب په خبره دخلکوخبرې له دليل پرته منل کېدلای شي ، هو! موږهم بايديوه خبره په دليل اومنطق ردکړوخوکوم چاچي داخبرې کړې هغه هم بايددليل راوړي دلائل ددواړولوروله خواضروري دي .
[quote:3713b59e01="وهاج ساپی"]

د ټولې هغې مودې په ترڅ کې چې اسامه په سوډان کې پاتې شوی دی؛ هغه
د ميډيايي کمرو له رڼاوو، سياست، او عامو کارونو لرې پاتې شوی دی، هغه د سړکونو
په جوړولو، اقتصادي او تجاري پروژو کې بوخت وو، که چېرې بن لادن ته په سوډان
کې د پاتې کېدو مجال پيدا شوی وی؛ نو هغه به هيڅکله د هغو تنظيمونو په لومه کې نه وی لوېدلی، کوم چې افراطي تګلارې لري، او خلک وژني.

ډاکټر ترابي وويل: اسامه ابن لادن د امريکا په ضد د مسلح عمل لپاره ځان مجبور
وليد، طبيعي خبره ده چې اسامه امريکا ته په غوسه وو، امريکا په سوډاني حکومت
فشار واچوه، هغه يې له سوډانه وويست، وروسته ترې سعودي عرب خپل تابعيت
هم واخيست، هغه ځان بې سر او سيوري وليد، د پناه ځای په لټون کې شو، او له
افغانستان څخه يې ښه او مناسب پناه ځای پيدا نه کړ.
[/quote:3713b59e01]
ښاغلي ترابي صاحب دانه وايي چي اسامه بن لادن حفظه الله ولي مجبورووچي دامريکاپرضدوسلوالې مبارزې ته لاس کړي اونه هم داوايي چي امريکاولي له سوډان څخه وغوښتل چي اسامه له وطنه شړي؟.
ددې ټولوپېښوترشاخوبه هرومروکوم ترخه اوخواږه پراته وي چي دپټولوهڅه يې کېږي که داسي نه ده امريکااواسامه هسي خوشي چټي سره لاس اوګرېوان شول؟؟؟.
داخبره هم دډېري حيرانۍ وړده هغه سعودي چي ځان داسلام نمايندګان بولي اود حرمينوساتنه کوي ديومسلمان له پناه څخه لاس اخلي اودهغوپه څنګ کي درېږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې له حجازڅخه دويستلوامرکړی دی !!!! :(

په مینه اودرناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more