د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په یوه ګل نه پسرلی کیږی

tandar
31.12.2010

په یوه ګل نه پسرلی کیږی
په ټولو دولتی ارګانو کی پوښتانه نشته اوکه دی ډیر کم دی او په خوله ې څوک پیاز هم نه خوری،یعنی کوم صلاحیت نه لری٠
ولی پوښتانه چه دافغان اولس ٧٥ فیصده نفوس تشکیلو ی نن په خپله پلارنی خاوره کی بی قدرته دی او څوک قدرت هم نه ورکوی؟
درحالیکه چه پر نفوسه قوم دی ،مګر نن بی قدرته دی،ددی علت څه دی؟
دانش اوکه دقدرت لرلو لیاقت نه لری؟ او که غیرت نه لری چه له خپله حقه نن دفاع وکړی؟
ولی اقلیت نن پری حکمرواې کوی؟
ددی مشکل دحل لاره څه ده؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دلر او بر څخه٠
د بلخ پښتانه په سنا مجلس کي خپل استازي غواړي

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ضمیر سار – بلخ
نېټه : ٩ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2010-12-30

د بلخ ولایت سلګونه پښتنو مشرانو د یوې سترې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل، چې د سنا د غړو په غوراوي کې ددوی استازی وټاکي.
دغه غونډه، چې نن د مرغومي په ۹مه ددغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې له خوا په لاره اچول شوې وه، د ښار په ګډون د ولسوالیو سلګونه مشرانو او روښنفکرانو په کې برخه اخیستې وه.
غلام فاروق خپلواک د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې غړي او ددغه ولایت یو روښنفکره مشر د وینا پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې ۳۵ سلنه پښتانه اوسېږي، چې د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال یې۱۵۰ زره د رایې اچونې کارتونه درلودل؛ خو د ناامنیو له کبله یې ولسي جرګې ته یو کاندید هم بریالی نه شو کړای.
د نوموړي په وینا ښایي د ولسمشر کرزي له خوا دې په مشرانو جرګه کې ددوی استازی خامخا وټاکل شي.
د نوموړي په وینا په تېرو پارلماني ټاکنو کې ددغه ولایت په چاربولک او چمتال ولسوالیو کې چېرته چې پښتانه زیات مېشت دي د ناامنیو له کبله یوه رایه هم ونه کارول شوه.
خپلواک وویل: ((د حکومت دنده وه، چې د پښتنو په سیمه کې دې د ټاکنو پر مهال امنیت راولي؛ خو هغسې ونه شو او مونږ له همدې کبله په پارلمان کې استازي نه لرو.))
نوموړي زیاته کړه، چې اوس په سنا کې د یو پښتون استازي حق لري او ښایې، چې ولسمشر کرزی یې له پامه ونه غورځوي.
د بلخ ولایت بل پښتون مشر غلام رسول ملکزي هم د ورته څرګندونو تر څنګ زیاته کړه، چې ددوی حق تل تلف شوی او دا ځل به د حق د لاسته راوړنې لپاره هر ډول هڅې کوي.
نوموړي وویل، چې پښتانه د طالب، القعده او نورو نومونو نيول کېږي او بندي کېږي؛ خو هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.
د نوموړي په وینا که ددغه ولایت پښتانه په پارلمان او مشرانو جرګه کې ریښتینې استازي ولري؛ نو ددوی د حق دفاع به وکړي.
ملکزي د همدې اړتیا له مخې له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې په انتصابي وکیلانو کې دې ددوی استازی وټاکي.
د یادونې ده، چې چې ولسمشر کرزی به په نږدې راتلونکې کې له ټول هېواد څخه د سنا ۳۴ غړي وټاکي، چې د بلخ ولایت د سناتورانو شمېر به دوه وي


طالب ISI
31.12.2010

سلامونه،
تندر صاحب ملامت څوک دی؟
۱. شمالی ټلواله، چی ډول ،ډول چمونه یی وکارول تر څو پښتانه ناکام کړی، دوی پارلمان کی زیات شی، او فدرالیزم ته لاره برابره کړی، او چی نور به څه کوی، الله خبر دی، هر ورځ به کرزي مجبوروی چی ددوی خبری ومنی، که نه نو وزیران به صلب اعتماد کیږی.
۲. طالبان: ګوره د ټول ټاکنو تاوان خو نن همدغه پښتون قوم ته ورسیدو، چی طالبانو ته یی کورو کی ځآی ورکړئ، که نور څه یی نه شو کولای، یو تشه اعلامیه به یی خپره کړی وی، چی شمال کی پښتانه کولای شی، چی ټولټاکنو کی برخه واخلی.
حزب اسلامی په ورستئ اعلامیه چی د ګازو د پایپ لاین په هکله یی کړی ده، ډیر خلک خوشحاله کړی، څه موده مخکی حکمتیار ویلی وو، پاکستان کی جهاد ضرور نه دی، ډیر خلک خغه وو، ځکه خلکو دا انګیرله چی حکمتیار به ای،اس،ای چارچ کړئ وی.

زما په اند ښه کارونه دوه ډوله دی، دیوه سیاستی تحریک لپاره .
۱. سخت ، مشکل ښه کارونه.
۲. آسانه ښه کارونه.

۱. سخت: عدالت راوستل، د امیر احترام، او تابعداری، حرام نه خوړل، رشوت نه خوړل، د مجرم په سزا رسول....
سخت کارونه اکثره طالبان سرته رسوی.
۲. آسانه ښه کارونه:
د هلکانو او نجونو د تعلیم مشکلات حل کول، چی د هلکانو برخه کی اوس طالبان لږ نه بلکی ډیر څه کړی، یواځی د نجونو لپاره تر اوسه کومه خاصه پالیسی نه لری، که یی پیدا کړی، نو باور لرم، ډیر خلک به حیران کړی.

امر بالعروف او نهی عن المنکر د الله پاک حکم دی، خو هدف دادی چی جامعه اصلاح شی، نه دا چی خلک نور هم له اسلام سره کینه پیدا کړی.
ځکه د یوه دوه سانتی متره اوږده ویښتو، یا لږ لنډی ګیری په خاطر د یو چا وهل، بی عزته کول، تر فایده ، ډیر تاوان رسوی، خو فکر کوم اوس وقت کی طالبان هم دغه کیسو پسی چندان نه ګرځی، البته هغه خلک چی غاړه کی آمیلونه اچوی، بیټلیان...لوچکان باید مجازات شی.
که په عین حالت کی طالبان امر وکړی، چی کله د ښونځی او درس وقت وی که څوک په کوڅه، باغ، پوله ، سړک، دوکانو کی ولیدل شول، نو لس دره به ووهل شی، باور وکړئ چی خبره به تر سی،ان،ان پوری ورسیږی او په غرب کی هم والدین له ماشومانو سره مشکل لری، نو دوی به هم ووایی چی همداسی یو څه کول مونږ ته هم پکار دی.
طالبان که د ای،اس،ای څخه ځان را خلاص کړی، او خپلی پالیسئ یو څه له نن وقت سره برابری کړی، تر ټولو بهترینه سیاسی ډله ده.
خو ضرور نه ده چی ددغه کارو لپاره طالبان صبر وکړی تر څوک حکومت یواځی ددوی شی، دوی همدغه کارونه تر خپل نفوذ لاندی سیمو کی کولای شی.

خلکو ته د کار او روزګار برابرول، تر څو خلک روزی پیدا کړی، لاس یی چاته محتاج نه شی، بیا که عشر هم تر وغواړی کومه بده خبره نه ده.

په هغه ملی پروژو کی د د امریکایانو د وتلو وروسته او همدغه اوس وقت زمونږ اولس ته ګټه رسوی، بیاد دوی یی بندی نه کړی، یا مشکل ورته جوړ نه کړی، لکه د چابهار بندر لپاره چی کوم سړک جوړیدو، له دلارام څخه د ایران ته سرحده، ۲۱۴ کیلومتره سړک وو، دری کاله کی جوړ شی، سل پولیس او پنځه هندی انجینران پکی مړه شول، آیا دا کوم ښه کار وو؟

طالبانو ته پکار ده چی د ملی پروژو په هکله د حزب اسلامی غوندی اعلامیه خپری کړی، او خپل ګران هیواد، د ای،اس،ای د منافقینو د هوس ښکار نه کړی.

په همدی ترتیت د ټولټاکنو ګټه نن یوازی د غیر پښتنو شوه، کاشکی طالبانو دغه کار نه وی کړی، او یا خو یی، غیر پښتانه هم ټولټاکنو ته نه وی پری ایښئ، بیا به ټول یو شئ وو، په یوه غزنی کی پښتون د ټولټاکنو حق نه لری، خو هزاره یی لری، ایا داسی خو به نه وی چی طالبان د پښتنو په ضد پالیسی لری؟

خبره رانه اوږده شوه، څو میاشتی مخکی د کندز والی مړ شو، خو به نور محمد عطا، طالبانو هیڅکله یوه حمله هم ونه کړه!!!
په کندهار کی د یوه عام، عادی، مامور مرګ روا دی، خو د شمالی ټلوالی، د یوه خونکار، ظالم، منافق پوزه باید هم وینی نه شی!!!


عنوان

tandar
31.12.2010

وروره نظر دی په دا دوه کرښو کی ډیر ښه روښانه کړی دی خو سوال دادی چه ولی تر اوسه دی ته چاکوم اقدام نه دی کړی؟
دلیلې په دښته کی چا پوښتانه قتل عام کړه؟
ولی دقاتلونو نن یوه پزه نه وینی کیږی؟
جنایتکار ګلم جم څنګه تر ننه ژوندی ګرځی؟
ولی بی ګناه پوښتانه هره ورځ وژل کیږی؟
یو سړی چا په کیلی کی نه پریښودو،غوښتل ې چه اسپ ې دملک صیب په غوجل کی وتړی٠ پوښتونه ستادنابودی پلانونه عملی کیږی،او ته دقدرت او سناتوری دعواګانی کوی،په یوه سناتور به دپوښتنو کوم درد دوا شی ،لکه مولی په ډله کی به ناست وی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
خبره رانه اوږده شوه، څو میاشتی مخکی د کندز والی مړ شو، خو به نور محمد عطا، طالبانو هیڅکله یوه حمله هم ونه کړه!!!
په کندهار کی د یوه عام، عادی، مامور مرګ روا دی، خو د شمالی ټلوالی، د یوه خونکار، ظالم، منافق پوزه باید هم وینی نه شی!!!
_________________
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more