نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دملاقات له ځايه دزندان تردروازي پوري
pattang
30.12.2010
پينځه نۍ د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومې ٩tolafghan.com
.دملاقات له ځايه دزندان تردروازي پوري
محتاط مطمین
30.12.2010 11:04
نوي هيله
له كله راهيسي چي استاد ياسر دپاكستان ددولت له خوا افغاني دولت ته وسپارل شو هڅي مي وكړي ترڅو ورسره وګورم او پوښتنه يي وكړم .خو دتقدير پريكړه بل څه وه داكتنه دومره وځنډيدله چي دآساني كتني چانس مي هم له لاسه وركړ كوم چي داستخباراتو په دريم رياست كي مي ترلاسه كولاي شواي داځاي دكابل په نوي ښاركي وو .
خودامهال استاد ياسر دڅرخي پله په زندان كي وو.
دښآرله زندان څخه څرخي پله ته دده دليږدوني موخه هم همداوه چي په ښآركي ده ته هره ورځ په لسګونو تنه د ملاقات ته لپاره ورتلل اوده به په زغرده دجهاداو مبارزي تبليغ كاوه او په ځانګړي ډول به يي نوي ځوانان خپلو راتلونكو رسالتونوته متوجه كول. دي لړي دومره زورواخيست چي داستاد ياسرپه دي حلقاتوكي آن دزندان ساتونكي هم ورګډ شول نو ځكه دمستبدوچارواكولپاره داښه زيري نه وو دوي خو ددي لپاره استاد ياسرنيولي وو چي دتبليغ مخه ونيسي اوس به يي پخپل كوركي دموسی پيداكيدل څنګه زغملاي شواي .
زه له خپل يوه بل تن استاد داستاد ياسر دخورزوي عبدالبصير سره چي دهجرت په وخت كي مي تري نبوي احاديث زده كول يوځاي دڅرخي پله دزندان په لوري وخوځيدم . دكابل ښاردزړه څخه ترڅرخي زندان پوري لاره ډيره اوږده وه خو مااوزما داحاديثواستاد دلاري په اوږدوكي داستاد ياسر په جهادي كارنامو ، دجهادپرمهال دمسلمان امت دويښتابه لپاره دده دجذابوويناوو ، دمجاهدينو دبچيانو دروزلو لپاره دزده كړي دشرايطوپه برابرولو اودده دوروستۍ شهكاري يعني هغي وينا په اړه چي موضوع يي هم زندان وو او په اسلامي امت كي ديوي نوي روح دپوكوني كاركوي په اړه غږيدلو او تبصره موكوله.
باوروكړي كله چي دڅرخي پله زندان ته نيږدي كيدلو زما او استاد ترمنځ خبري بي انډوله كيدلي نورنودزندان له هري مورچلي څخه داستاد ياسردوينا الفاظ اوريدل كيدل چي راته وايي ....... له زندان نه مه بيريږي زندانونه ډك كړي ، .............. كه نورنه وي غيرمكلف خو به شي ، ..........يوڅو تنه عسكر خو به درباندي په پيره باندي مصروف شي ، ............استاد سيافه ته ولي له زندان نه بيريږي تاخو په پُل چرخي كي اوه كاله په زندان كي تيري كړي دي.
په دي سوچونوكي وم چي دلمړي ځل لپاره دڅرخي پله زندان ته راورسيدو .داسي زندان ته چي په زرګونو مسلمانان پكي دشكنجو ، وهلو او دوخت دجلادانو لخوا ورته درنګارنګ تعذيبونوپه وركولو سره په شهادت رسيدلي او يابه هم دهمدي زندان شمال لويديځ پلو دپوليګون په سيمه كي ژوندي ترخاورولاندي كيدل .داهرڅه ماته نوي وو .داسي وو راته چي له نظري زده كړي وروسته دعمل ډګرته راوتلي وم .او څوك راته ووايي چي عملي جهاد نو له دي ځايه پيل كيږي .
عبدالبصير دزندان له يوه سرتيري سره استاد ته دورتګ خبره وكړه هغه ښه وكړه خو داچي په دي ورځ دسياسي بنديانو دملاقات ورځ نه وه نوځكه نيم ساعت وځنډيدلو او عمومي قوماندان ته موله ټليفون كولو وروسته ددي چانس پيداكړترڅو استادياسرته ورشو.دزندان ترلمړی قراول ورتيرشوو په دوهم قراول كي موهم يوڅه ځنډوكړ او دفاسدو او فاحشوسرتيروپه خپل منځ كي سپك الفاظ مو په درنو غوږونو اوريدل خيردسياسي زندانيانو ځاي ته ورداخل شوو .هغه ځاي ته دورتللو لارښوونه راته وشوه كوم چي پكي دزندانيانو خپلوان او ملاقات كوونكي انتظارباسي .مونږ هم همداسي وكړل .ديوه داسي مجاهدليدلوته چي قدم قول او قلم يي ټول دالله لپاره وو سترګي سترګي وو .
هغه وو چي داسي يوڅوك چي ملحدين به يي په ليدلو لړزيدل او دمجاهدينو به پري سترګي يخيدلي ، په الفاظوكي يي شوراو انقلاب پروت وو داسي انقلاب چي داسلام دمكتب شاګردان به يي داسلامي امت دعظمت په كنګرو راګرځول او دپلرونو او نيكونو پرونۍ برم يي ورياداوه راڅرګند شو .بس په يوازي ليدلو يي زما په زړه كي انقلاب پيلامه وكړه او هرڅه يي زما لپاره درس وو .ترلنډ روغبړوروسته يي زما دتير ژوند پوښتنه راڅخه وكړه او دحوادثو دڅپوكراسونه يي راڅخه وپوښتل ماهم لنډ لنډ ځوابونه وركړل نورنو دويلو پرځا ي اوريدلو ته راغلي وو نو ځكه مي دخپلو ځوابونو لمن راونغٰښته او ده ته غوږ شوو .بلكل همداسي وه لكه چي اټكل مي يي درلود.دي سره له دي چي په زندان كي يي شپي اوورځي تيرولي خو اسلامي جذبات او باطني سكون يي تردي كچي وو چي زه يي بس داندلس هغو زندانونو ته ودرولم چي امير عبدالله جوړكړي وو او په هغه ځاي كي يي داسلامي امت وروستي غيشي يعني فكري مجاهدين پكي په توروخونو كي ساتل ترڅو دفرديناند دچالشونو لپاره مزاحمت واقع نه شي اودده لپاره دالحمراپه ماڼي كي سرخوږي نه وي .
داستادياسر سره موكه څه هم دپنځو دقيقو ملاقات وخت درلودخو پوره نيم ساعت دده له فيوضاتوڅخه برخمن شوو غواړم دلته دده سره دمجلس مهم ټكي درته وړاند ي كړم هيله ده دده دفرهنګي او جهادي الفاظوحق مي اداءكړي وي .
ده راته وويل (( استاد سياف او استاد رباني دومره ننګ هم راباندي ونه كړ لكه پاپ چي په عبدالرحمن باندي وكړ .پاپ له هغي ځاي څخه كرزي ته سپارښتنه وكړه چي بايدعبدالرحمن ته زيان ورونه رسول شي خو استاد سياف دومره هم ونه كړل ځكه چي دپارلماني ګټو څخه بي برخي نه شي او سبايي په دي تورڅوك ونه نيسي چي دياسرسره لارلـــري .))
دسياف په اړه يي زياته كړه (( استاد سياف به دروسانو سره دجهادپرمهال ټوكي راباندي كولي چي ياسره دښځوسره دي جوړه ده .دايي په دي خاطر راته ويل چي مادنجونو دارالحفاظ جوړكړي وو او دښځينه استادانو له خوا قرآن ورته تدريسيدلو دهمدي مدرسي جوړيدل مي داتحاد دتنظيم دمركزي شوري له لاري ورباندي ومنل كه نه ده خو نه منل او س يي تاسي په پارلمان كي وګوري ددريو تنو ښځو ترمنځ يي كښينولي .فكروكړي دي سره له دي چي اوس آزاد دي خو زه پوهيږم چي په باطني زجرباندي اخته دي اوزه سره له دي چي په زندان كي يي دباطني سكون احساس كوم روحا آرام يم اوخپل وجدان ته نه يم خجالت كه څوك ورتلل غواړم احوال ورواستوم چي استاده څه حال دي په پارلمان كي خو آرام ياست ))
دمطبوعاتو دازادي دشعارونو په اړه يي وويل (( تاسي فكروكړي دافغانستان يوه ډمه ( نغمه ) چي كله كابل ته راځي په ګلونو باندي بدرګه كيږي او ياسر چي كله كابل ته راځي سترګي تړلي اولاس تړلي له الوتكي څخه راكښته كيږي تاسي پوهيږي چي داولي ؟ داځكه چي نغمي دشيطان اوفساد لپاره خلك رابلل نو ځكه يي دبيان ازاد ي درلوده او ياسرخو درحمن لاري ته خلك رابلل او داسلام درس يي خلكوته وركاوه نو ځكه په زندان كي دي ؟ دكرزي دولت سره دڅو ټلويزيوني چينلونو اوپه لسګونو راډيوګانو يوازي دياسرقلم او ژبه نه شي زغملاي آيادادمطبوعاتو ازادي ده ؟ نن مفتي حكيمي هم په همدي تورپه زندان كي پروت دي چي دمجاهدينو راپوريي مطبوعاتو ته وركاوه دده دنيولو په هكله كوم اژانس او كومي مطبوعاتي ډلي تاثروښود او دبشردحقوقو كوم دفتر دبيان دازادي دشعارويونكو داكاربي ځايه وباله ؟ ))
داچي اوس په ټولو پښتنو سيموكي ددولت پرضد باندي خو څښتونه او بريدونه روان دي او افغان ملتيان من حيث پښتانه ورته ګوري په اړه يي استاد وويل (( نن دافغانستان او پاكستان په دواړو خواوو كي پښتانه په سرسر وهل كيږي هغه افغان ملتيان چيري دي چي دپښتواو پښتنو شعارونه يي وركول ولي بيده دي ديوه حاكم ګوند په حيث ولي دپښتنو ددفاع او مظلوميت خبره نه كوي چي يايي په ودونو بمونه اوري يايي په كليواو جوماتونو باندي دوي اوس هم په خپلو ليكنو اوشعرونو كـــــي دخط، خال نرۍ ملااو توروزلفو خبري كوي په پښتنو څه حال دي ؟ ! نن تاسي په زندانونو كي وګوري ټول پښتانه دي په سنګرونو كي وګوري ټول پښتانه دي پښتو دسنګراو دزندان ژبه ده او دري ددفتراو پارلمان ژبه ))
داچي اوس هم ځني كسان داحتياط ترنامه لاندي خپل وجدان پلوري او ځان غولوي په اړه يي استادياسر وويل (( تيره ورځ دكرزي ددولت لوي څارنوال پوښتني ته راته راغلي وو ماورته وويل آشنانه به راته راتلي داځكه چي په دولتي پوست كي دي ټيټ والي رانه شي څوك دي په دي تورونه نيسي چي دياسرملاقات ته ورغلي وي .ده پټ په غوږ كي راته وويل چي ياسرصاحب لږ احتياط كوه په خبروكي ماورته وويل چي عجيبه ده او دتاسف وړده چي ديوه پخواني مجاهد له خولي دااورم ؟!الله خپل پيغمبرته وايي ((ياايهاالنبي حرض المؤمنين الي القتال )) اي پيغمبره مومنين دجهادلپاره وهڅوه ! اوته راته وايي چي ياسره په خبروكي احتياط كوه زه اوس ستاومنم كه دالله ؟ ))
استاد ياسربياهم دشيطان په دام كي راښكيلو جهادي رهبرانو ته دهدايت هيله درلوده او په اړه يي وويل (( ماپه زندان كي يودرس له كفاروڅخه زده كړ. بوش اوشيطان زمونږ دځينو جهادي رهبرانو څخه په سپين ږيرتوب كي دګمراهي كارواخيست زه يي ولي دهدايت هيله مند نه شم ؟ هيله لرم چي زمونږ دغه جهادي رهبران چي دوي لسيزي يي دجهاد قافله رهبري كړي يوځل بيا دجهاد اعلان وكړي او اسلامي امت به يوځل بياپرځان راټول كړي .))
اوپه پاي كي په داسي حال كي چي زړونه مونه سره جلاكيدل خو دوخت جلادانو دملاقات داوږدوالي اجازه نه راكوله اوتحميلي پاي ته مجبورشوو ورڅخه راولاړشوو او دملاقات له ځايه څخه يي دزندان تردروازي پوري په لنډو ټكوكي دمجاهدينو دنويو برياوو په اړه راڅخه وپوښتل ماهم په دي وروستيو كي دصليبي لښكرو په وړاندي دمجاهدينو دغاښ ماتونكو ګذارونو په اړه معلومات وركړل .نورنو چي دزندان دروازي ته وروستي قدمونه ووده په هيله منه لهجه راته وويل (( الله ( ج ) ته اميد لرم ترڅو چي له زندان څخه خلاصيږم الله به دمجاهدينو په لاس دومره ځاي فتحه كړي چي زه ورشم اوبياله دوي سره يوځاي شم اوپاته ژوند هلته ترسره كړم ))
پای
رښتینی
03.01.2011
په دی موضوع باندی لقمان صیب دتبصری له پاره تربیل عنوان لاندی
لیکنه کړی وه هغه ما ړنګه اودلته می رانقل کړه
حامد
----------------------------------------------
پتنګ صیب هغه موضوع یې تړلې ده څوک نشي کولی ځوابي لیکنه وکړي.
په هر حال داستاذ یاسرلاندې خبره باید په په سروزور وتلل شي اوپه زرینو کرښو ولیکل شي:
((نن دافغانستان او پاكستان په دواړو خواوو كي پښتانه په سرسر وهل كيږي هغه افغان ملتيان چيري دي چي دپښتواو پښتنو شعارونه يي وركول ولي بيده دي ديوه حاكم ګوند په حيث ولي دپښتنو ددفاع او مظلوميت خبره نه كوي چي يايي په ودونو بمونه اوري يايي په كليواو جوماتونو باندي دوي اوس هم په خپلو ليكنو اوشعرونو كـــــي دخط، خال نرۍ ملااو توروزلفو خبري كوي په پښتنو څه حال دي ؟ !))
افسوس دهغو کسانو پرحال چې دپښتو او پښتنو دحقوقو چیغې غوږونه کڼوي، خو هغه څوک چې د پښتنو دحقوقو دترلاسه کولو لپاره قرباني ورکوي او دپښتنو د خاورې اوناموس څځه دفاع کوي دپښتنو دښمنان بولي. دپښتنو په کورونو بمونه وریږي خو څوک دې دځان دفاع نه کوي ځکه چې پښتانه وژل کیږي.
خدای دې داسې کسانو ته هدایت وکړي او که هدایت یې په قسمت کې نه وي خدای دې ذلیل رسوا او شرمنده راوویني!!