اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د کتابتون لپاره اسلامی کتابونه
طالب ISI
29.12.2010
ګرانو وروڼو ، اسلامو علیکم
زه هوډ لرم، چی د افغانستان په یوه ولایت کی یو کتابتون جوړ کړم.
پدغه کتابتون کی به اسلامی، ساینسی، اجتماعی...کتابونه موجود وی.
له دغه کتابتون څخه به د مدرسو طالبانو ، عالمان، عام خلک، معلمین ګټه اخلی.
زما پوښتنه ستاسی څخه داده چی کوم کتابونه باید په اسلامی برخه کی موجود وی، تر څو د ضرورت په وقت کی طالبانو او علما تر ګټه واخلی، ځکه دیر علما ددی مالی توان نه لری، چی تر پيښور لاړ شی، او اکثره کتابونه هم قیمته دی.
اکثره علما هغه کتابونه خوښوی چی ټول په عربی ژبه تشریح وی ،خو عام خلک بیا ګټه نه شی تری پورته کولای، د هغوی لپاره پښتو ته ترجمه شوی کتابونه بیا ښه دی.
هیله ده دداسی کتابونو د نومونو لست راکړئ ، چی معتبر کتابونه وی، داسی نه چی ډیر ضعیف احادیث پکی راټول وی لکه د تبلغیانو کتاب، یا داسی کتابونه چی وړو فقهی موضوعاتو باندی را څرخی لکه ګیره باید څومره لنډه شی...
هغه کتابونه چی د الاظهر پوهنتون له خوا تدریس کیږی ، د نن ورځی سره ډیر برابر دی، او د مسلمانانو د شاته والی څخه هم مخنیوئ کوی،
او د دیوبند مسلک چندان موِثر نه دی. مطلب دوی ډیر په پګړئ، ګیره، توری سترګی، شپه ورځ د دوزخ بیانونه... پسی ګرځی.
ما خپل ټول دلایل وړاندی کړل،
اوس هیله کوم تاسی ماته د اسلامی کتابونو نومونه ولیکلئ، تاسی ته به هم الله اجر درکړی.
pattang
29.12.2010
شهير خانه !
ستا نيک اقدام ما اونورو وروڼوته ډېر دوياړ وړده ، خدای پاک دې
توفيق درکړي٠ د ولايت په غوره والي کې بايد ژور فکر وکړې ، ځکه ځينې ولا
يتونه ډېر وروسته پاته دي٠ د ديني کتابونوپه برخه کې به زمونږ ديني عالمان
وروڼه په ډېره مينه مرسته در سره وکړي٠
کار داسې عملي خوند کوي په ناندريو او په ياسين پخولو هيواد ته
خدمت نه کېږي او خوشې وخت ضايع کول دي ٠
کور دې ودان ، الله د نور هم قدرت درکړي٠
مومن مهاجر
30.12.2010
شهیرخانه! نیکې هیلې اواحترامات مي ومنه! لومړی ددې نېک کاردپیل کولو تبریکي درته وایم الله جل جلاله دي خیردرکړي چي داسي دثواب کارته موملاتړلي ده هیله ده په خپل دې هوډکي بریالی شې .
پاتي شوه دکتابونودانتخاب اوغوراوې خبره نودپتنګ صیب خبره ده چي لومړی باید دولایت په غوراوي کي له پوره دقته کارواخلې،ځکه چي دهیوادډېری سیمې داسي دي چي په سلوکي نهه نوي سلنه یې په ملطق ډول نالوستي اویوه سلنه یې نیمه نالوستي دي .
کتابونه بایددموضوع په اعتبارغوره کړې هغه داسي چي لومړی بایددکلام الله بېلابیل مستند،کره اوصحیح تفسیرونه پیداکړي لکه تفسیرمنیر،صفوة التفاسیر، تفسیرفتح القدیراوداسي نورکه دحکمتیارصاحب تفسیرورسره وي هم باک نه شته خوپه هغه کي ځيني علمي تېروتنې شته . ورپسې دعقیدې کتابونه وي لکه : عقیدة الطحاویه،دشیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله کتابونه،فقه الاکبر،شرح عقیدة الطحاویه دابن ابی العزالحنفي رحمه الله،ورپسې داحادیثوټول معتبرکتابونه راوړې،بیاپرنبوي سېرت لیکل شوي مستندپخواني اواوسني کتابونه پیداکړي، داسلامي اوملي تاریخ کتابونه هم ضروري دي .اصول التفسیر،اصول الحدیث اوعلم الرجال دفن کتابونه هم اړین دي، دفقهې کتابونه هم بایدهرومرو موجودوي خوداسي کتابونه چي دخلکوداقوالوپرځای یې دقرآني اوحدیثي نصوصوپرتفقه بحث کړی وي لکه فقه السنه اوداسي نور. اجتماعي کتابونه خوته په خپله هم پیدا کولای شې اوکوشش وکړه چي ترډېره حده کتابون په پښتواودري وي،ځکه زموږ خلک له نوروژبولکه عربي اواواردوسره چندان بلدنه دي .
و.افغان
30.12.2010
شهير صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
لومړۍ خو تاسې ته د دې نېک ګام د پورته کولو مبارکي وايم.
بيا عرض کوم، که چېرې تاسې غواړئ چې په ديني کتابونو هغه کتابونه راټول کړئ چې
عام خلک ترې استفاده وکړي، نو بايد يا په پښتو وي؛ يا په دري.
او که چېرې غواړۍ چې داسې علمي کتابونه وي، چې طلاب العلم او علماء ترې
استفاده وکړي، نو زه خپله يو شخصي وړوکی کتابتون لرم، د تجربې او ضرورت په بناء
مې په کې کتابونه راټول کړيدي، زه به د خپلو کتابونو لست دلته وړاندې کړم (په یوه شرط چې څوک به يې اعاره نه غواړي ټوکه :) ).
زه به د خپل شخصي کتابتون د کتابونو ذکر په داسې ترتيب وړاندې کړم:
لومړی د تفسير کتابونه، بيا د حديثو، د عقيدې، فقهې، اصول فقهې، نحو، صرف،
سيرت، او نور تربيوي دعوي کتابونه.
نور بيا.
په درنښت
طالب ISI
30.12.2010
یو ځل بیا سلامونه،
د ټولو نه یوه نړئ مننه، هیله ده وهاج صاحب هم خپل لست را ته ولیکی.
ستاسی همکارئ ته ستړګی په لاره یم.
haqparast
01.01.2011
شهير صيب سلامونه مي ومنه !
ستاسواقدام دستايني وړدي الله موبريالي لره