نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوخبر چې مهم راز افشا کوي
نوروز خان
29.12.2010
دا لاندې دافغان اسلامي اژانس تازه خبر دی
[quote:c58d72cae4]يو ښوونځى په بمونو سره والوزول شو.
دپکتيا ولايت د (زرمت) په ولسوالۍ کې د يو ښوونځي نوى جوړه شوى ودانۍ په بمونو سره له منځه يوړل شوه. د زرمت ولسوال ګلاب شاه په دي اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې تيره شپه 2010-12-28/29 وسله والو طالبانو د دي ولسوالۍ د (سهاک) په سيمه کې د يو اپتدايه ښوونځي نوى ودانۍ چې دولس (12) اطاقونه يې درلودل په بمونو سره له منځه يوړه. هغه په پيښه کې د چا د مرګ ژوبلي په اړه کوم ډول معلومات ورنکړل . که څه هم ګلاب شاه د نوموړي ښوونځي د منځه وړلو مسئوليت پر طالبانو ور واچولو خو د طالبانو وياند ذبيح الله "مجاهد" د ولسوال ادعا په بشپړه توګه رد او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل چې دغه کار طالبانو ندي ترسره کړي او زياته يې کړه چې په دي اړه يې پلټني پيل کړي دي.
[/quote:c58d72cae4]
دپکتیا زرمت هغه ولسوالي ده ، چې له ځینو سیمو یې پرته ډيرې سیمې اکثره وخت په تیره دوبی دطالبانو ترواک لاندي وي ، سږ کال دیخ دموسم له پیلیدوسره دهیواد دځینو نورو جنوبي سیمو غوندې په دې ولسوالۍ کې هم امریکایانو سخت عملیات پیل کړل ، شپه او ورځ دڅارګرو الوتکو ګرځیدا او وروسته چاپې او بمبارونه ددې باعث شول ، چې طالبان موقتا دا سیمه تخلیه کړي ، سږ کال اوړی چې طالبان په سیمه کې وه ، دزرمت دسهاکو ، باتور ،مموزو ، کلالګو ، سورکۍ او کوتي خیلو په سیمو کې ټولې لیسې فعالې وې ، دغه راز په دې سیمو کې لسګونه ابتدائیه ښوونځي هم فعال وه ، داټولې هغه اطرافي سیمې دي چې واک یې دطالبانو په لاس کې وه ، طالبانو نه یوازې ددې مکاتبو دکار په مخ کې خنډ جوړنکړ بلکه دیوځانګړي مسئول په واسطه یې حسنه روابط ورسره پالل ، داستادانو حاضرۍ یې تعقیبولې ، او دنظم او پرمختګ په لاره کې یې هرډول همکاري کوله ، دغه راز طالبانو دکال په اوږدو کې په استثنایي ډول حکومتي ادارو ته لاره ورکړه ، چې دمموزو دفتح خیلو او دسهاکو په شولګډ کې یوه لیسه او یوښوونځي په اساسي ډول جوړ کړي ، سږ کال دتیرو کلونو غوندې هیچا ثابت نه کړل ، چې په دې ولسوالۍ کې دې یاچا ښوونځی سوزولی وي یایې معلم او متعلم ته چپ کتلي وي ، مګر کله چې سیمه له طالبانو تخلیه شوه ، او دسهاکو په شمول دزرمت پراخو اطرافي سیمو ته دحکومتي سرتیرو او امریکایانو ګزمې ورازادې شوې همدانن راپور لرو چې په سهاکو کې یو ښوونځی داور خوراک شوی او سوځول شوی دی ، څومره چې زه معلومات لرم دزرمت په بیلابیلو سیمو کې څو اونۍ وړاندې له پله پسې چاپو وروسته چې ۸ تنه طالبان په کې شهیدان دغه راز ملکي خلک هم شهیدان او بندیان شول ، اوس په درست زرمت کې یوطالب هم پاته نه دی ، او امریکایان اودولتي عسکر په اکثرو سیمو کې ازاد تګ راتګ کوي ، دې په پام سره تاسو لوړه پیښه څنګه ارزوئ او دچا کار یې بللی شئ ؟
زما په ګومان داچې طالبان په لوړه کچه همیشه دمکاتبو سوزول ردوي او یو غیرانسانی او غیراسلامی عمل یې بولي ،داپیښه په دې نه ارزي چې دښوونځیو دسوزونکو په میندلو پسې بلې خواته څراغ یوړل شي او اصلی عوامل یې په ګوته شي ؟؟
هیله ده دوستان خپله نظرونه پرې ورکړي
طالب ISI
29.12.2010
سلامونه،
زما په اند طالبانو د ښونځیو د فعالیت، د متعلمینو، استادانو سره مرکی، ....
په هکله یو ویډیو جوړه کړی، حتی که امکان وی،هغه ځایو کی چی دوی نجونو ته هم اجازه د ښونځی ورکړی، ټول فلم برداری کړی، په خپل ویب سایټ او نوری نړیوالو ټلویزیونو ، د الجزیری د انګلیسی چینل په شمول، وسپاری، تر څو نړیوالو ته وښایی، چی دوی د ښونځیو د ورانولو، سوځولو تر شا لاس نه لری، که په څنګ کی هغه کسان هم ونیسی چی ښونځی ورانوی، او یو څه سزا هم ورکړی، نو دا به نور هم ښه کار وی.
د ټول افغان د بحث فارم خو زه او ته لولو، نړیوال به څه پری خبر شی.
که طالبانو ریښیا ځان ته یو سیاسی نمره غواړی، پکار دی چی ددوی له مشرانو داسی کومه اعلامیه خپره شی، چی هلکانو او نجونی تر پوهنتون، دکتورا...پوری د ساینسی او دینی زدکړو حق لری، او هر څوک چی وروسته د ښونځیو په ورانولو،سوځولو ګیر شول سزا یی اعدام ده.
زه باور لرم چی ډیر هغه خلک چی د طالبانو بدنامول غواړی، نو هیلی به یی له خاورو سره خاوری شی.
د طالبانو په نیکو کارونو باید هیڅکله سترګی پټی نه شی، او وستایل شی، او کوم اشتباهات یا ګناوی، یا غلطئ چی تری وشی، هغه هم باید ښکاره شی، تر څو په ایند کی تکرار نه شی، که کوم څوک په اشتباهاتو سترګی پټی کړو، او یا بی منطقه دلایلو دفاع تری وکړو، بیا مو په ګناه کی ځان ورسره شریک کړ، او ګناه هم بیا همداسی پاتی شوه، بیا هم تکراریږی.
له ټولو وروڼو څخه هیله کیږی، چی هیڅکله د د خپلی شخصی خوښی په خاطر د چا ښو ته بد او بدو ته ښه مه وایی، ټول د الله لپاره کوی.
محمدزمان هوتک
30.12.2010
سلام ټولوته
شهیرجانه افغانستان زموږ اوستاسی خپل هیواد څه ضرورت دی چه مجاهدین دی نړیوالو ته دمکتب دنه ورانولو ویډیو ګانی ورښیې نوروز خان وروره اصلآ اشغالګر ګنړ میشتو ځایونو کی مینونه ښخه وی او غواړی چه مجاهدین بدنام کړی څو وخت وړاندی یې دبولدک دپسو په ګنج کی دشپی لخوا مینونه پټ کړی وه چه ددوکانو پیره دار یا(چوکیدار) لیدلی وه چه وروسته یې سرحدی پولیسو ته خبر ورکړ دسرحدی پولیسو مشر نوم دی ورک سی نوم یې نه اخلم هغه دامریکایانو و نږدی کرارګاه ته خبر ورکړ انډیواله چه کافران راغله سمدلاسه یې دهغه سړی پوښتنه وکړه چه دمینو په اړه پولیسو ته خبر وركړی وو اوددی ټولو داخلی مرتدو په وړاندی یې دهغه غریب په سر کڅوړه ور واغوسته قسم ده که یې ترننه چاته دژوند یامرګ درک وی همداسی دپاکستان او افغانستان په ګډه سرحدی دروازه کی مینونه پټ کړی وه اوس ډیر راباندی ناوخت دی ګنی هغه قیصه می هم درته لیکله
عادل عادل
30.12.2010
سلامونه
د ګران هیواد د یرغل په لومړي کال، وحشي امریکایانو د افغانستان د لوړو فوځي زده کړو یوازینی تعلیمي اداره چې د "کابل حربي پوهنتون" دی، منحل او د تل لپاره وتاړه.
سره لدې چې د خاینو کمونستانو د واک په اوږدو کې د وطن او دین په درد دردمن منصبدران ډیر کم روزل شوي، خو د ورته تعلیمي ادارې وجود د یوه خپلواک هیواد لپاره بنسټیز ضرورت او د ملا د تیر حیثیت لري.
د پورتني بنسټیز خیانت په وړاندې ولې تر اوسه هیڅ چا هم غږ پورته نکړ ؟؟؟
عنوان
tandar
30.12.2010
عادل صیب نن اجیر بازار دی ،حربی ښونځی ،حربی پوهنتون نشته ،هره ورځ په tv کی اعلانونه کوی حتی دخځینه او ځوانانو لپاره ،چه راشی، او هر میاشت ٥٠٠٠ افغانی معاش هم ورته حواله کیږی٠
بعضی داقتصادی وجهی نه هم ورځی٠
درحالیکه دیوه معلم معاش ٥٠٠٠ افغانی نه دی٠
داپیسی له کومه کیږی؟ دغرزی ددفتر مصارف هم ایران ورکوی٠
مګر اصلا ملی اردو او ملی پولیس نشته ،ځکه چه ملی دولت نشته،ټول ګوډاګیان او جنګسالاران په قدرت کی دی،چه دیرغلګرو تر اداری او احکامو لاندی کار کوی٠ دیته ګډوډیشن واې٠
دملی هویت ساتنی ته فقط او فقط ازادیخوا طالبان په کار دی ، انشاالله ٠
بریالی دی وی په وطن مین طالبان او دشهیدانو دی روح ښاد وی٠
دیرغلګرو په سر تندر٠
خالد سنګر
30.12.2010
دبحث فورم ټولو ملګرو ته
سلامونه او نیکې هیلې وړاندي کوم
خوښ یم چې په لومړي ځل دبحث فورم کور ته راغلم ،امید لرم چې دهیواد دترقی او بهبود په لاره کې له دې لاری دنیک او اصلاحی نظر په څرګندولو سره خدمت وکړم
تر بیا ...............
عنوان
tandar
30.12.2010
سنګر صیب ستړی مشی، داسپینه ماڼی دی یاده کړی ،ډیر خوند ې وکړو ،نوماته یو خپل ناچیزه شعر چه شاید تکراری هم وی رایاد شو او دلته ې لیکم٠
چه دی بمونه غورځول پر توره بوره
..................................................شی یوه ورځ سپینه ماڼی به دی نسکوره
wبوشه ځای دی ورک دی په جهان کی
.........................................................ګوداګیان دی راوتی نه شی له کوره
ستا لاسونه زمادقوم په وینو سره دی
.........................................................ددوی اهونه درپسی به وی تر ګوره
باوری لعنت په هغو شودو واې
.........................................................چه وړکتوب کی دی رودلی دی له موره
ستاسو دهمکاریو په هیله ،دیرغلګرو په سر تندر٠
خالد سنګر
31.12.2010
ډیر درانه او قدرمن ورور باوری صاحب !
په سلامونو او نیکوهیلو مو لمانځم ،څښتن مو دټولو روا ارمانونو غوټۍ ګل کړه .
ډیر په زړه پوری او له مقتضی الحال سره برابر شعر دی باور وکړه ښه راباندی ولګید
خدای مو اباد او ښاد لره