نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اړین سپيناوي
نوروز خان
29.12.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تېر بحث ته خو هغه دی ،د زولنو کولپ ولګېد، چې له امله یې یوه ضروري خبره چې غوښتل مې ورسره ضمیمه یې کړم همداسې ناویلې پاته شوه .
حلیمي صیب ددوهم ځل لپاره هم وویل چې [quote:22f4c91d68]ملاصیب خو بشر ته واک وسپارلئ صدام او داود ترپایه مبارزه وکړه خو دملاصیب غوندې یې استعفاء ونکړه [/quote:22f4c91d68]
وروڼو باید آګاه واوسئ ، کندهار هغه ښار وه ، چې طالبانو ترپایه مقاومت په کې وکړ، څرنګه چې دامریکایانو سخت بمبار په ټولو ښارونو باندې روان وه ، طالبانو داښه وبلله چې دښارونو دورانیدو او عامه زیانونو دمخنیوي لپاره ښارونه تخلیه کړي او اطرافي غرنیو سیمو ته شاتګ وکړي ، په هغو شپو کې دملاصیب مخابره چې دنصرت په شفر باندې فعاله وه ، ټول مجاهدین له ښارونو په شاتګ مامور کړي وه ، په کندهار کې دروژې ترپایه طالبانو مقاومت وکړ ، دلته کرزی له امریکایي کوماندوګانو اواستخباراتیانو سره له شماله او ګل اغا + خالد پښتون له جنوبه په ښار ور روان وه ، طالبانو دارغنداب ملانقیب راوغوښت ، ولایت او نورې ادارې یې ورته پرې ښودې ،او طالبان په شپه شپه کې له ښار ووتل ، چې په دې توګه یې امریکایي غلامانو کرزي او شیرزي دواړو ته له مخامخ میدان پرې ښودلو نه ځان وساته ، داچې حلیمي صيب بیا بیا وایي چې ملاصیب استعفاء وکړه او واک یې حاجي بشر ته ورکړ ، دا سمه نه ده ، حلیمی که زما په خبرو دې باور نه کیږي له خپلې یوې نیویارک میشتې امریکایۍ ( ساراچیس ) څخه یې واوره ، هغه چې دکویټی له پشتون اباده له شیرزی سره ظاهرا دامریکادملي راډیو دژورنالیستې په توګه ملګرې وه ، په دې اړه په خپل کتاب کې پوره تفصیل لیکلی دی ، ټول خلک پوهیږي چې حاجي بشر دچادشیطانت او حسد ښکار شو ، په یوټيوب کې هغه مستند راپور شته ، چې یوه خبریال دحاجي بشر په موضوع جوړ کړی دی ،هلته داکرم خاکریزوال له څرګندونو په جوته معلومیږي چې بشر ولې دامریکادتورو تمبو شاته ولوید .
حلیمي صيب هیله درنه کوم چې دا خبره بیا مه تکراروه ،دایوازې ستاسو دټلوالې نظر دی ، متاسفانه زه چې ستا ځینې خبرې اورم داسې راته ښکاري لکه احمدولي کرزي چې دا خبرې په خوله کې درکړي وي ، داچې تاسو دخویش خورۍ له امله ملاصیب نه شئ منلای ستاسو کار دی ، که چیرې تاسو له داډول خبرو نه ګرځئ زه مجبور یم چې داموضوعات بیخنده درسره وڅيړم
larghonay laraway
29.12.2010
نوروز خانه اړين سپيناوی دې له چټلو ښکنځلو سره مل کړی دی.
وروره مخکې هم وويل شول چې سپک ليکل کومه ګټه نه رسوي نو کاشکې دې دا سپيناوی په سمو الفاظو کړی وای.
خلک خو په دې باور دي چې د ملاعمر دنده د امريکا راتګ ته زمينه برابرول وو چې خپله ورسپارل شوې دنده يې په خورا ښه توګه ترسره کړه. دا که تاسو يې نه منئ نو خپل دلايل په ښه سړه سينه وليکئ. په دې سره به ستاسو له الفاظو، ليکنې او دلايلو خلک درمات شي او ډله به دې هم زياته شي. ولې که ستاپه خبره کې نه منطق وي، نه درانه الفاظ او نه سم دليل نو بيا يې درسره هيڅوک نه مني. حتی طالبانو ته هم تاوان رسوې!
دا به ومنو چې امريکايان کافر او لنډغر دي او د افغانستان دښمن دي خو له دې کفارو سره ډېره قوي وسله ده چې په ډېر دقت سره خپل هدف ولي.
مونږ وليدل چې په کابل هوټل کې يې همغه کوټه وويشته چې طالبان په کې وو.
همدا راز يې د کابل په کلوله پشته او باغ بالا کې د طالبانو روانې ډاډسنې د رفتار پر مهال ووېشې او بل هيچاته هم ضرر ونه رسيدو. بله دا چې دوی دومره قوي وسايل لري چې د شپې هم پرې ليدل کولی شي نو ملاعمر خو څه (ستن) نه وه چې ورکه شوه. خو لار يې ورسره لرله کنه!
نو نوروز صيب دا خبره سمه نه ده چې ملاعمر کندهار ورانول نه غوښتل ځکه يې مقاومت پرېښود.
بله دا چې په کندهار کې د ملاعمر کور په داسې ځای کې ؤ چې نږدې ورسره هيڅ کور نشته نو بيا خو د ښار د ورانيدو خبره سم منطق نه لري.
نوروز صيب راځه بحث ته به نوی نوم ورکړو چې ( ملاعمر ولې د مرګ تر وروستۍ سلګۍ د داوودخان غوندې مقاومت ونه کړ)
نور به هرڅوک پرې خپل دلايل ووايي.
خو که دوباره دې حليمي صيب يا بل چاته بد رد الفاظ ليکلي وو نو بيا هيڅ ګيله ونه کړې چې ټوله ليکنه دې ړنګه شي.
مننه
لرغونی لاروی
29.12.2010
مبارک ! مبارک ! ماشا الله بحث مو ښه تود او په درز کې روان دی !
زه خو وايم همدلته دوام ورکړئ ، ځکه که چيرې د بحث هدف د افکارو روښانول وي ، نۀ گټل مټل يا د يوې يابلې خوا له پاره تبليغ، نو تر اوسه
خو لاروی صيب او نوروز صيب دواړه په دې موخه کې بريالي دي او بحث د لوستونکو له پاره ښه ګټور روان دی،زه خو[color=red:c41bbcaa51] دلته [/color:c41bbcaa51]د يوۀ په ليکنه کې
هم کومه ترخه لهجه يا شخصاً چاته کومه بيځايه کلمه کارول نه وينم ، قضاوت بې له هغې هم د لوستونکو سره دی نو سړی به ولې د بېځايه
الفاظو په کارولو سره خپلې نمرې راکموي (؟)!
نور مو وخت نه نيسم تاسو خپلو رغنده او زما په اند خپل دغه ډير مثمر بحث ته دوام ورکړئ ! د هر ګډونوال معلومات دلته ګټور
تماميږي نو بآيد له لوستونکو څخه يې دريغ نکړي ! ومن الله التوفيق !