د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

داڅنگه کیدلاشي؟

پښتون.
28.12.2010

ښه راغلاست.۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol:
سلامونه زړه ته را نږدی یارانو.دا څنګه کیدای شی او یا هغه څنګه کیدای شی؟او همداسی نور چی تاسی ته معلوم وی له ټولو انډیوالانو او د فورم لیدونکو سره یی شریکی کړی. :wink:

هم ځان هم دځان نیکه؟
هم ماندینه،هم انا ؟
هم زوی هم ماما ؟
هم زوی هم خسر؟
هم پلارهم زوم ؟

یوه اروپایي ټوکي لیکونکي داخبره داسي حل کړې ده چي وایي: مایوه کونډه ښځه وکړه چي دې کونډې یوه ښکلې لوردرلوده، زما پلاردکونډي پرلورمين شواوهغه یې په نکاح کړه چي په دې ترتیب نو زما پلارزما زوم اوزه دخپل پلارخسرشوم! زما زوی پیداشوچي هم زما زوی واوهم ماماځکه چي خوریې زما دپلارماندینه وه نوزما زوی هم زما ماما شواوځکه چي زما ښځه زما دپلاردښځي موروه نوزماښځه هم زما ماندینه او هم زما انا شوه او څنگه چي دانا میړه نیکه کیږي نوزه هم دځان نیکه شوم !!! . :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol: ۳۰۰ :lol:


عنوان

tandar
28.12.2010

ډیره مغلقه ټوکه ده ،مغز غواړی،چه داله کومه کوی،که دومره مطالعه دی په نورو کتابو کی کړیوی اوس به درنه ډبل داکتر جوړشوی وی و،ځکه چه دعشقی مرضونو دوکتوره خو لری٠ :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
پوښتونه یاره دا انا خو به دهغه دکرزی دضابطانو څخه نه وی ؟ چه هغه عکسونه ې خواره شوی وه ؟ :oops: :oops: :oops:
تربیا٠


محمدزمان هوتک
29.12.2010

ټولو ته سلام پښتون ورورته دی دریم ستوری مبارک
دایوه ټوکه به دلته ولیکم ستاسی دخوشحالی دپاره
‏::
یوه بوډا سړی په ښاری بس کی غوښتل چه دښار څخه خیرخانې ته ولاړشی کله چې خیرخانې ته ورسیدی نو په لکړه یې دموټر کلینر په اوږه وواهه او ورته یې وویل چه داخیر خانه ده دموټر کلینر ورته وویل چه نه بابا دا زما اوږه ده


قريش
29.12.2010

یوماشوم دخپل پلار نه پوښتنه وکړه چی: پلاره دوه او دوه څو کیږی؟
پلاریی په غوسه وویل:
څوځله می ددی عادت نه منع کړی یی چی هرپیچیده سوال پیداکړی کور ته به دی راوړی وی :cry:
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
نوپښتونه تاته چی هم هره پیچیده پوښتنه په مخه درشی نوفورم ته به دی راکاپی کړی وی. :D


عنوان

tandar
29.12.2010

پوښتونه یاره مبارک، یره چه دا اوږه ې درته له ستورو ډکه کړی وی نور به هم خوښ شوی ومه٠ چشم بخیل کور٠
هوتک یاره ډیر بلا سړی ې ،،دخیرخانی ټوکه،،تاسی دا ټوکی له کوم ځایه کوی زما خو دی عملیاتو په حافظی لږ تاثیر کړیدی ډیر ژر می هر څه له یاده وځی او حوصیله ې را کمه کړیده٠
تربیا٠


عنوان

tandar
29.12.2010

پوښتونه سلامونه ،ګوره خلک دی نور په پینځو کی حسابوی ،دځوانیتوب اولیونتوب دوره تیریږی٠ اوس دټولو سترګی درته اوړی٠
د٢٠١٤ کال پوری چه اشغالګر ووتل ،له تا نه بابای وطن جوړ شوی وی :roll: :roll: :roll:


محمدزمان هوتک
29.12.2010

ټولوته سلامونه تندرصیب دومر ټوکی راسره دی چه حساب یې نسته
اوس نو دایوه ټوکه ولولی
‏::
یوه سړی سر خرایه چه دسر په خریلو یې ډیر اخ اخ کاوه بل سړی ورته وویل چه داڅومره بې غیرته یې چه سریې هم درته خیش کړی اوته اخ اخ کوی دادی زما سر دی وچ را وخروی نو بیا دغه سړی وسلمان ته کښیناستی هغه چه لږ څه سر ور وخرایه ډیر په عذاب سو نو وسلمان ته یې وویل یو څه می بی غیرته که یعنی اوبه پر واچوه هغه چه اوبه پر سر ورواچولې چه لږ نور سر یې ور وخراوه نو سړی بیا په عذاب سو بیا یې ورته وویل یو څه می نور بې غیرته که څرنګه چه سر یې ډیر درد ورته کاوه نو ورته یې وویل چه ښه سم می بی غیرته که
مننه


ورځ مو نیکمرغه

پښتون.
29.12.2010

سلامونه تندرصیب،قریش او هوتک ورور ته او ټولو یارانو ته ،هیله ده ورځ مو په خوښی پیل کړی وی.
تندر صیب د زړی ظابطی د لیدو نه وروسته ،لکه چی د انا د نوم په لیدلوسره سمه هغه کنډاسه ظابطه درله په مخکی موسکی موسکی کیږی او زه هم چی چیری د انا نوم ووینم نو ماته هم سمدلاسه هماغه د کنډاسی خولی شین سترګی بریدمنه نیغه کړوپه خوله لکه مورۍ په یاد راشی . :lol: :lol: :lol: :lol:
تندر صیب اوهوتک صیب مننه،مننه د مبارکی راکولو نه. :D
ټوکه دی د نن ورځی د سر ټوکه ده،چی ډیر یی وخندولم. :lol:
قریش وروره ،ټوکه درته پیچیده ښکاره شوه خو ستا په پیچیده ګی باندی می قابو پیچ راولاړ شوی و :lol: :lol: :lol: :lol:
تندر صیب ستاسی دوعا پکار ده انشاالله تر ۲۰۲۴ پوری به همداسی موږی ورته ګرځو او وروسته خدای ج مهربانه دی .خو که زه بابا نشوم نو تاسی خو حتما بابا کیږی.
حوصله مه کموه او ارام ډیر کوه او حافظی د ډیرو ظعیفه شوی دی. ستاسی خو د خدای فضل دی د ډیرو نه ښه ده . :wink:
اوس به له تاسو لپاره يوه ټوکه وړاندی کړم خو قریش وروره چی درته پیچیده نه وی نو د شین ګل کرزی په فلهذا :وایي!
یوه ورځ د منطق استاد په ټولګي کې درس ورکولو : استاد لومړی یوه بیلګه وړاندي کړه که چیري (ا) مساوي د (ب) سره وي او (ب) مساوي د (ج) سره وي نو (ا) مساوي د (ب) سره دی. وروسته استاد یو هلک پاڅولو چې یوه همداسي بیلګه وړاندي کړي. زده کوونکی: استاده !زه ستا سره مینه کوم او ته د خپلي لور سره مینه کوي ،نو زه ستا د لور سره مینه کوم. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


عنوان

tandar
29.12.2010

پوښتونه دزړی خبره دی رښتیا کړی ،ماته هم همهغه زړه سترګو ته ودریږی٠
زه چه ستاسو نومونه دلته وګورم په خدای چه زړه می دخوښی نه طاقت واخلی ،خدای دی پاچا کړه چه یوه ورځی دی سلام ته راشم٠
عبدالسلام پسی مو سترګی ووتلی ،لکه دانځر ګل راښکاره شی ،او پسی لاړ شی٠
تربیا٠


پښتون.
29.12.2010

تندر صیب حق د سلام اوپوښتنی دی په ما دی انشاالله یوه ورځ به دی سلام ته درځمه.او دا نور ټول یاران همدلته لکه د لمر په شا او خوا کی چی یی ستوری تاویږی راتاویږی،نو دوی هم همدلته تاویږی را تاویږی او هر یو د خپل موخی لپاره په یو خوا کی راځلیږی. :wink: :lol: :D
قریشه هلته په عشقی پاڼه کی می ستا نوم تر نظره شو.ما ویل چی عاشق باچا به څه یو عشقی شعر لیکلی وی خو بیا می ولیده چی تاسی الوزیری صیب چی د پونډیو په درد پخوا اخته وو او اوس چی خدای پاک پنډی ورته روغی کړی نو بلکل د فورم نه یی تیښته کړی ده :wink: تاسی د بیرته رابللو بلنه ورکړی چی زه یی هم شتون دلته او هلته اړین وینم. :D خو بیا الوزیری صیب د تندر صیب په دی بیتونو باندی:
یمه ممنون ستا له اخلاص او محبته ...................احسان به دی وړمه په دنیا تر اخیرته
خدایه ژوندی راته دوستان لری ترتله ..........من من غوښی اخلم هره ورځی له صحبته
داسی لیکلی دی : :!:
تندر صاحب!
داسی چی ته هر ورځ من من غوښی اخلی خدای خبر چی اوس به څو زره کیلو ته رسیدلی یی :lol: :lol: :lol: :lol: . مونږه دی دا څو ورځی په دعاګانو مړه کړو چی خدای دی له دی مرضه ښه کړه :( :( :( او په دی نه وو خبر چی ته هر ورځ زمونږ له لاسه من من غوښی اخلی :shock: او د چاغی په مرض اخته کیږی. :oops: خدای دی تر ډیره ژوندی لره خو که دا حال وی ډیر ژر به دی جنازه په کیرنګ قبر ته ته کیباسو. :twisted: :twisted: :twisted: :twisted:
:D :lol: :D :lol: :D :lol: :D
یعنی الوزیری صیب په ټوکو کی مهارت لری. :wink:


عنوان

tandar
29.12.2010

پوښتونه خدای می دی ژر نه مړ کوی چه دوطن ازادی او دټول ملت په تندیو کی داستقلال ځلاوی ولیدلی ،بیابه می روح ارام وی٠
په قران چه دکلی دانځرو دونو پاڼی می یادیږی خلک خوڅه کوی٠
افغان یو سپیڅلی ملت دی ،خدای دی ټول په اتفاق کړی
تربیا٠


Re: عنوان

پښتون.
29.12.2010

تندر صیب پورته ټوکه در سره الوزیری صیب کړی ده. :D
[quote:a24e0459ae="tandar"]پوښتونه خدای می دی ژر نه مړ کوی چه دوطن ازادی او دټول ملت په تندیو کی داستقلال ځلاوی ولیدلی ،بیابه می روح ارام وی٠
په قران چه دکلی دانځرو دونو پاڼی می یادیږی خلک خوڅه کوی٠
افغان یو سپیڅلی ملت دی ،خدای دی ټول په اتفاق کړی
تربیا٠[/quote:a24e0459ae]
تندر صیب آمین،خدای پاک دی دزړه هیلی او ارمانونه زمونږه سره پوره کړه.
او تل دی ژوندی اوسی د ټولو یارانو سره،په پښتو او په هیواد مین وطنوالو سره.آمین


چیری یاست؟

پښتون.
31.12.2010

السلام علیکم و رحمت الله و برکاتهُ!
.ستړی مشی ورورڼو څنګه یاست ؟څه حال څه احوال ، طبعیتونه مو ښه دی ،انډیوالان دوستان یاران،شاعران،لیکوالان طالبان،ملایان ،
عاشقان ،ملنګان ،فقیران ،مشران ،کشران ،صغیران ،صوفیان لغړیان،حاجیان،غازیان،قاریان،غریبان ،مسکینان ،سیټان ،چاغان،ټوپکیان،
پاټکیان دغه غټ غټ حرامیان،بوړاګان،لوچکان،پساتیان،خیرنان،شرابیان،نصواریان،سګرټیان،چرسیان،بنګیان،هیرونیان،زنګیان،
ګو‌ډان،مریدان،لیونیان ،موټکیان ،[color=darkred:eb86dd3685]نرښځیان[/color:eb86dd3685]،ازبکان ،هزاره ګان ټول ښه دی.
هډونه مډونه،رګونه مګونه، د غاښو بیخونه د واسکټ جیبونه،مات کریټونه، پوزه موزه،غوږونه مږونه،څټ مټ،غاښ ماښ،
ګزو بر یی ترو تازه یی مخ زړیږی مټان ټینګ کړی،ټیک او ټاک یی په سترګو شټارټ یی، جنت دی ځای، چیری یاست د الله بنده ګانو چی نه معلومیږۍ.
خدای مو راته روغ او خوشحاله لره.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: مننه


عنوان

tandar
31.12.2010

پوښتونه هیڅکله یو کار نیمکله مه پریږده٠
مریضان،کوښکیان،عاشقان، ګوډاګیان ،جاسوسان ، وطن فروشان ،قاتلان ،جنایتکاران په دوی کی کونیان ،شرابیان ،مزدوران اوداسی نور دی له یاده وتلی دی :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠


پښتون.
31.12.2010

تندر صیب بس دا یو څو یی پاتی وو چی تاسی یی پوښتنه وکړه او احوال مو ورته واخیست:wink: خو د عاشقانو او نرښځیانو،شرابیانو پوښتنه می کړی ده. :lol: :lol: :lol: :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more