نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مهاجر افغانان په پاکستان کې...
وحيد زهير
27.12.2010
اسلام اعلېکم !
ګرانو ورونو او خويندو لکه څنکه چې مونږه او تاسو ټولو ته څرګنده ده چې له تېرو دوه کلونو راهيسی او اوس مهال هم په پاکستان کې د پاکستانی پوليسو لخوا مهاجر افغانان ډېر زوريږي، مونږ به دا څرګنده کړو چې که پاکستاني پوليس مهاجر افغانان بی له کوم اسنادو څخه ونيسي او هغوی ته د قانون په مطابق چې هر برخورد تعين شوی دی ورسره وشي مونږ څه نه شو وئلی مونږ به ملامت يو خو ګرانو ورونو او خويندو هغه مهاجر افغانانو سره چې کوم د پاکستان د نادره لخوا کوم کارتونه ورکړل شوي دي او د دغو کارتونو د ښودلو سره بيا هم د پاکستاني پوليسو لخوا زوريږي او يا هغه مهاجر افغانان کوم چې د پاکستان د تلو لپاره ئی ويزه لګولي وي او د ويزې سره ئی هم د special branch کاغذونه هم تکميل او ورسره وي او بيا هم د پاکستاني پوليسو لخوا په زوريږي نو ايا ورونو او خويندو دا انصاف دی مونږ به نور څه نه وايو بس يواځې همدغه پوښتنه به له تاسو څخه وکړم چې د پاکستاني پوليسو له دغه ناوړه برخورد له امله بايد د افغانستان حکومت، د پاکستان حکومت او يا د UNHCR د مهاجرو کوم اداره چې ده کوم عکس العمل وښائی او مونږ او تاسو ته هم څه په کار ده چې له دغه قسمو زوريدلو څخه ځان خلاص کړو؟
ستاسو د معقولو جوابونو په هيله چې مونږ ته ئی د تبصری په شکل په facebook کې پيشنهاد کړئ...