ادبي ټوکې ټکالې
سوالگر
پښتون.
26.12.2010
يو سوالگر په لاره كي ناست وو او د خلگو يي سوال غوخته
يو نفر چي په لاره روان وو دي سوالگر ته په غوسه شوو چي ماما ته په لاره كي ناست يي او سوال غوختنه كوي
سوالگر ورته وويل نو چيرته كينم دفتر خلاص كرم او كه NGO
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
قريش
28.12.2010
:D
سلامونه
پښتون.
28.12.2010
[size=24:b6421a6461]قریش وروره تاسی دلته خپل لاسلیک پریښودی دی،ډیر می خوښ شو.
نو خدای پاک دی تاسی همداسی خوشحاله لری سره د تندرصیب او نور خواږه یاران. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: [/size:b6421a6461]
هر يو بهرنى وګړى چې په نا رسمي سفر افغانستان ته راشي او له هوايي ډګر څخه په رواتلو سره تر هر چا لومړى د سوالګرو له خوا يې هرکلى کيږي. بيا په ښار او بازار کې چې ګرځي ، د سوالګرو ور پسې ليکه جوړه شوي وي.
په دې ډول که چيرې څوک مناسب کالي ولري او د سوالګرو په نظر سم سړى ورته ښکاره شي نو بيا سوالګر ، سړى او ښځينه او واړه او زاړه پرې راټول شي او تر هغه خيرات غوښتنه ترې کوي او مجبوری وی یی چی څو یی ترینه څه نوی اخیستی
د ښار په عمومي واټونو کې له ګدايانو څخه په لاره تيريدل ډير ستونزمن دي.نو باید له ځانه سره یو دوه کسه د ګدایانو د لری کولو لپاره ولری.
په کورنو او هټۍ ګانو کې له ګدايانو څخه د خلکو ژوند د ستونزو سره مخامخ شوى دى.چی حتی په اوسنی شرایطو کی په اوچه ډوډی خو قناعت هم نکوی.
کيداى شي چې سوالګر په څو کټيګوريو سره وويشل شي. يو هغه شمير سوالګر چې دوى ته له پخوا وختونو څخه دژوندانه د ناوړو شرايطو له امله ګدايي په ميراث ور پاتې شوې ده لکه يوشمير جټان . دوى هم د کار او د شرافتمند ژوند حق لري چې چارواکو تر اوسه ورته پاملرنه کړې نه ده.
او يا يو شمير کسان چې په خپله ښه ژوند لري خو د سوال کول يې او د خلکو لوټول او د هغوی په ملکیتونو باندی قبضه کول یی عادت ګرځيدلي وي یو یی دلته لاندی وګوری.
[img:b6421a6461]http://loyafghanistan.af/images/stories/0126-karzai-afghanistan-conferecne-london.jpg_full_600.jpg[/img:b6421a6461]
چاته مه وایه چی زه سوالګر یم؟پوه سوی.
سوالگره اومالداره ځوان
پښتون.
06.01.2011
يو سوالگري يوه مالداره ځوان ته وويل: څه خبره ده دوه کاله مخکې به دې لس روپۍ راکولې کال مخکې دى پنځه روپۍ کړې او سږ کال دې يوه روپۍ راکړه.
مالداره ځوان ځواب ورکړ: ماما مخکې يواځې وم پروسږکال مې واده وکړ او سږکال مې زوى وشو.
اوس زه ديوه بچي پلار يم.
سوالگري ورته وويل: ښه ته اوس زما په پيسو باندې خپل کور ساتې. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
سوالګر او سوداګر
پښتون.
06.01.2011
يو سوالګر له سوداګر نه سوال وكړ چې يو څو روپۍ راكړه. سوداګر ورته وويل: زه به خپلې ږيرې ته لاس كړم هر څومره وېښتان چې راووتل هغومره روپۍ دركوم. سوداګر چې ږيرې ته لاس كړ نو صرف دوه وېښتان راووتل. سوالګر ورته وويل: افسوس چې لاس زما واى او ږيره ستا. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
06.01.2011
پوښتونه یاره ډیر عالی ٠
هغه دپوښتو ژبی ته سر ورښکاره کړه وګورو چه پتوال صاحب هم څه کوی٠
ټوکه٠
یوه ښځه په یوه واده کی ګډیدی نه شوه ،ویل ې بام کوږ دی :roll: :roll: :roll: :roll:
تربیا٠
Re: عنوان
پښتون.
07.01.2011
[quote:2ff016147c="tandar"]پوښتونه یاره ډیر عالی ٠
هغه دپوښتو ژبی ته سر ورښکاره کړه وګورو چه پتوال صاحب هم څه کوی٠
٠[/quote:2ff016147c]
تندرصیب نپوهیږم چی پتوال صیب به څه کوی؟خو هلته یی شتون اړین دی.
اوس یوه ټوکه: :wink:
یو سړی چي په کوهي کښې لوېدلی وو نارې یې وهلې چې کومک وکړئ٬ یوه ښځه په لاره تېرېدله پنځه روپۍ یې ورواچولې ویل پر تا دي بل ځای ودریږي چې اوس په څاه کښې سوال کوې:lol: :lol:
،زه خوبه غرق شمه
پښتون.
07.01.2011
یوه ورځ یو سوالگر په لاره کی ناست وه اوسوال یی کاوه چی یوڅوروپی راکړی. پدی وخت کی یوسړی راغی اوسوالگرته یی دسلونوټ ورکړ، سوالگر ورته دعا وکړه اوویی ویل چی الله دی ستاسومسافرپه خیرراولی سړی راغی اوبیرته یی تری پیسی واخستی اوورته یی وویل غرق شی پدی دوعا ،دعا داسی وی چی ته یی کوی.ماپرون ځمکه خرڅه کړه اوورورمی لندن ته ولیږه اوته وای چی الله دی بیرته راولی ،
زه خوبه غرق شمه که دا کاروشو :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
پښتون.
08.01.2011
ملنګ: ای ایمانوالو یو لسګون راکړي چی دغې پراټې سره چای وڅکم .یو لاروی چی ډیر وږۍ په نظر لږیده راغی او پراټی یی تری واخیستله او ویخوړه.
ملنګ: دا دې څه وکړه؟ :evil:
لاروی: وږۍ وچه ډوډی هم خوري :lol: :lol:
روپی خو په جیب کی وی نه په زړه کی
پښتون.
08.01.2011
یوه ورځ یو سوالګر ته چا ویل،که هر چا څه درکول نو ورته وایه د زړه نه یی راکړه، سوالګر جواب ورکړ،که داسی وی نو تر ماښامه به یوه روپي هم څوک رانکړی،ولی چی روپی خو په جیب کی وی نه په زړه کی، :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
پښتون.
23.01.2011
په یوه مجلس کې یو بډای(پیسه دار) سړی غوښتل په یوه بې وزلی (فقیر ) ملنډې ووهی نو ځنې ویی پوښتل : زما او ستا څه شی سره ورته ( یوشان ) دی ؟
فقیر ځواب ورکړ :" زما جیب او ستا د سر کوپړۍ ، چې دواړه تش دی" . " او ستا جیب او زما د سر کوپړۍ چې دواړه ډک دی . :lol: :cry: :cry: :lol: :lol: :lol:
پښتون.
12.02.2011
ملنګ: یوه روپۍ خو راکړه
نجلۍ: شرمیږی نه دومره ښایسته او سمارټ ځوان یی او خیرات غواړی
ملنګ: ښه نو بیا یو مچه(چپه) راکړه. :lol: :lol: :lol: :lol: