د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو په وسیله د رجم ویډیو

طالب ISI
25.12.2010

http://www.liveleak.com/view?i=8ee_1292782301


عنوان

tandar
25.12.2010

وروره که داسلامی احکامو سر ه دا کار شوی وی او دا جزا ورته لازم وه ډیر ښه ې کړیدی، او که دطالبانو دبدنامولو پاره دلته داسی شیان خپریدل په کاروی،نو بیا داشغالګرو جنایتونه هم باید پټ پاتی او سانسور نه شی چه جهانیان پری قضاوت وکړی٠ دطالب هر عمل سانسور شوی، نه دی که وی ،نو دغه ودیو دلته چا نه شوه لیدلی،مګر هغو بی ناموسانو چه خلک ژوندی په جرو کی حتی فامیلی بست ،ښښ کړه ،هغه عکسونه څه شول؟
دا هره شپه چه اشغالګر دخلکو په کورو باندی لکه غله چاپی غورځوی ځنی وژنی ،ځنی له ځانه سره زندانو ته دشکنجی لپاره وړی ،ولی دلته نه وړاندی کیږی؟
طالب خو ې په ښکاره او په نره سره یو کار کوی،ژوندی دی وی ازادیخواهان طالبان٠ دیرغلګرو په سر تندر٠


طالب ISI
25.12.2010

تندر صاحب په اسلامی اړخ یی زه هم څه نه وایم، که ښځه او نارینه واده واله وه، نو بیا باید رجم شی، خو خبره داده چی آیا مونږ نور ټول اسلامی احکام پر ځای کړی، او یواځی دا رجم پاتی دی؟
زما په اند د افغانستان علما همیش هغه اسلامی کارونه کوی چی دوی ته آسانه وی، لکه ګیره پریښول، لونګی وهل، رجم کول، چی له ادا کولو یی یو ډول خوند اخلی، او یو ډول غرور ورته پیدا کیږی، د خلکو څخه عشر ټولول، سترګی تورول، د خلکو وهل.....
هغه کارونه چی مشکل دی لکه د خلکو په نس مړول، د سړکونو جوړول، د تعلیم او تربیی برابرول، خلکو ته د اسلام ورښودل،دغه کارو ته بیا بلا وهلی آیا ستا په کلی کی د ټولو خلک مونځ سم زده دی؟؟، ستا په کلی ښځی څومره له اسلامه خبری دی، څومره تلاوت کولای شی؟
خو ملا ځان ته دومره تکلیف نه ورکوی، او خلک چی ډیر پوه شی بیا خو د ملا ځای هم ورک شو!

بس هسی په خلکو بدمعاشی خوند ورکوی.
هیله ده حلیمی صاحب پدی هکله یو څه ولیکی آیا په اوس زمانه کی د رجم جاری کول یو حتمی کار دی؟

زما په اند خو ډیر نور ضرور اسلامی کارونه شته چی باید وشی.
البته له کوم ځای څخه چی ما دغه ویډی راخیستی هلته زیاتر غیر مسلمانانو نظریات ورکړی، که ریښتیا ووایم پدی شکل خلک له اسلام څخه زړه توری کیږی، دوی ته دغه کار وحشت ښکاری، خو زه هم پدی هکله دوی کوم خاص ځواب نه لرم.

که ددی دوه انسانانو په ځآی طالبانو هغه خلک په تیږو ویشتلی وی، چی ښونځی سوځوی شاید ډیرو خلکو به شاباسئ پری ویلئ وو، الله پاک د رحم وکړی.


پښتون.
25.12.2010

یو وخت پتوال صیب یوه ویډیو په نښه کړی وه چی بیا په میاشتو می نه خوب لره اونه می خوراک کولای شو نو زه یی هیڅ نګورم.ولی ستاسی تبصری حتماً لولم و لو که د هرچا وی.هر لیکنه خپل مثبت او منفی اړخونه لری چی هر پوه کس یی په واقعی بڼه او ګټورو اړخونو ښه پوهیږی.لکه په پورتنیو لیکونو کی.


عنوان

tandar
25.12.2010

وروره بد عمل تل بد وی ،که هری خوا څخه وی٠
نن فقط اشغالګر او طالب دخلکو په خولو کی غورځیدلی او ټول جهان ې سیل کوی٠ زه هر بد عمل چه له هری خوا څخه وی غندم٠
مګر په دی حساس وخت کی چه وطن اشغال شوی ،نن ې څوک ازادوی؟
د وزی لکی چه ټوله ورځ پورته وی او شا ه ې تری ښکاره کیږی ،چا ونه خندل ،مګر پسه چه له ویالی خیز واچو او دلم دپورته کیدو سره ې شاه ښکاره شوه ،ټولو ورپسی وخندل٠
د کلی ښځی طالبانو نه دی بی سواده کړی ،دا دبابا ې وطن چه ورته واې، چه ځانته ې د یو ولی مقام ورکولو ،دهغه زمان نه بدبختانه اثرات راپاتی دی٠
نن وطن ازادی غواړی ،کله چه استقلال مینځ ته راغلو، بیا که واقعا څوک وطنپرست اوملت پرست وی او په علم او دانش مین وی جهاد او مبارزه وکړی،٠
په بعضو اعمالو قضاوتونه تر جنګسالارانو پوری خپل وخت لری٠
نن یو ازاد افغانستان غواړو او بس٠
تا کاشکه داشغالګرو او جنګسالارانو یو ویډیو ې جنایت هم ددی وډیو تر څنګ وړاندی کړی وی٠ بیا به یو جانبه قضاوت نه وی ٠
که چیری اشغالګر پاک خلک وی ،پس هره ورځ بی ګناه انسانان ولی وژل کیږی
دا جنایت نه دی؟ دا به په کوم مذهب روا شوی وی؟ او ولی؟
ماخپله لیدلی دtv له لاری چه اشغالګرو دمړو جسدو نه په پطرولو وسوزول٠
دیرغلګرو په سر تندر٠


عادل عادل
26.12.2010

سلامونه

زه د مشر ورور ښاغلي تندر صیب نظر تاییدوم.

دغه ډول ویډیو ګانې د نصب کړل شوې فاشلې دیموکراسئ محصول دي او ټولو هغو ته پند او عبرت دی چې په بې دینی او دیموکراسی باندې ایمان لري او د قایمولو لپاره یې له هیڅ ډول وحشت څخه دریغ نه کوي.

لعنت په هغو چې ناولې ډم-او-کرسئ ته یې لبیک ویلی او خپل نفسي خواهشات پرې خړوبوي.

ښاغلي شهیر صیب ته دې هم خدای ج د خپل نیت له مخې مزید اجرونه ورکړي، آمین



27.12.2010

په ملي اسلامي امت واکۍ کې به شريعت عام او تام نافذ وي .
تر کومه چې د رجم حکم دی، نو د رجم انفاذ
[color=yellow:deb285c016] د څلورو کره شاهدانو داسې شاهدي غواړي چې له څلورواړو اړخونو څخه يې په يو او عين وخت کې د زاني تناسلي الات د زانيې
په تناسلي الې کې داخل شوي ليدلي وي چې دا يو سخت ، پېچلی او ډېر نادر حالت دی . او يا هر زاني يا زانيه
چې ٤ ځله له زور او خشونت پرته په داوطلبانه توګه پر ځان د رجم د شرعي حکم د انفاذ له پاره د خپلې زنا په عمل اقرار کړی وي .
چې دا هم ډير لږ او تقريبا ناممکن حالت دی ، ځکه چې د زور اقرار يا له څلورو څخه د کمو(٣، ٢،يا ١ تن) رښتينګويه شاهدانو
شاهدي د رجم د انفاذ له پاره بسنه نه کوي . په همدې برخي کې ١٠٠٪ دقت د رجم شرعي تلسټ بلل کيږي ! [/color:deb285c016]
پوښتنه دا ده چې ايا طالبانو ددغه شرط په پوره کولو کې سل فيصده دقت کړی دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که دغه شرط (او نور شروط) تامين وي نو په دې صورت کې د رجم په انفاذ کې په ځانګړي او په دين کې په ټولګړي ډول هېڅ حرج او اکراه نشته !


pattang
28.12.2010

چې ور، دړه / دروازه بنده وي نه يې د رې شاهدان ليدی شي نه څلور اونه يو !
د جوارو په پټويو کې چې جوار جګ وي هکذا !
[color=brown:2079965366]:==>[/color:2079965366] همداسې يو: (bijective mapping)
(لکه خطي تابع ) ليدل يې، امکان نلري خوشې غلطول دي ٠
[color=red:2079965366][size=24:2079965366]---------------------------------------------------[/size:2079965366][/color:2079965366]

انډيوالانو که دا ويديو رښتيا د طالبانو وي زه يې مخالفت کوم ، ځکه چې اوس
پخوا شرائط اوختونه ندي ! او :
* خدای پاک انسان ته دمځکې پر مخ ژوند ور بخښلی دی ، هيڅوک حق نلري
چې دغه تحفه ترې واخلي خو په جزايې عمل (ترټولنې پورې تړلی) بايد خپله
جزاوويني ٠
** انسان اشرف المخلوقات ،نه پر دې مانا چې له ژويو جګ دی ، بلکې هره
[color=darkred:2079965366]حقوقي جزايې بايد او حتما شرافتمندانه وي[/color:2079965366]
( که دمرګ او که د بند وي ).
** په ويديو کې دانسان شرافت ډېر سخت تر پښو لاندې شوی اوپر خپله يو
جزايې عمل دی٠
پر دې هکله په تېرو وختو کې دټولنې شرائط ، اود واقعاتو حس کول او
مقاومت يې دانسانانو له خو ا ،خصوصاپه غرنيو او په ډېرو ړندو فيودالي
ټولنو کې بل ډول وو٠ يانې څه دروحانينو او څه دپاتې کلتور ګنا وه او ده٠
دداسې کارودمخنيوې لپاره د ټولني داقتصادپرمختګ ته ضرورت دی ٠
دجزا معيار بايد دازادي اخيستل وي چې اندازه يې په مياشتو او کلنوټاکل
کيږي٠


نوروز خان
28.12.2010

السلام علیکم
دکمزوري نیټ له وجې مې ویډیو سمه او پوره ونه کتلای شوه ،درجم په اړه باید ووایم چې داسلامي شریعت له نظر دقصاص ، حدقذف او نورو حدودو غوندې یو شرعي حددی چې که په واده کړي سړی یاښځه باندې زنا شرعا ثابته شي باید سنګسار شي ،نبي کریم صلي الله علیه وسلم ماعز رضی الله عنه هم سنګسار کړی او په ډبرو وژلی وه ،څرنګه چې درجم حکم منسوخ شوی ندی نوځکه دپخوا غوندې اوس هم اوبیا هم دتعمیل وړ دی ،حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي که داسلام احکام په عقل اړ وای نوبیا مونږ باید دموزې په تلي مسحه کولای ځکه هغه له نجاساتو سره لګیږي ، داچې ملوثه لاندې خواوي او مونږ یې په پاسنۍ خوا په مسح مامور یو معلومه ده چې اسلامی فقهي احکام په عقل تړلي نه دي ، پتنګ صیب دحدودو په انفاذ کې په شریعت کې دبلې هرمسئلې په نسبت ډیر احتیاط ضروري بلل شوی کوم قیود چې پتوال صیب ذکرکړي همدا قیود بالکل ورته ضروري دي ،په فقهه کې یوعام اصل دی چې حدود په لږ شبهه باندې فسخ کیدلای شي ، خو که یوځل ثابت شول ،بیا دزنا ،قذف او ځیني نورحدود هیڅوک هم نشي منع کولای او باید نافذ شي ، زه خووایم چې که څوک دزنا دفعل بدوالی ،سپکوالۍاو تاوانونه یې په نظر کې ولري دزاني په ډبرو ویشتل به کله هم لویه سزا ورته ونه بریښي ،


اکرم
28.12.2010

نوروز خان ورورته سلامونه اودرناوي:

نوروز خانه ، ماته خو مو ډیر سخت شک راواچوو !
تاسو وایئ :
[quote:b0658db36c]حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي که داسلام احکام په عقل اړ وای نوبیا مونږ باید دموزې په تلي مسحه کولای ځکه هغه له نجاساتو سره لګیږي ، داچې ملوثه لاندې خواوي او مونږ یې په پاسنۍ خوا په مسح مامور یو [color=red:b0658db36c]معلومه ده چې اسلامی فقهي احکام په عقل تړلي نه دي[/color:b0658db36c] ،[/quote:b0658db36c]
زه خو به یې په دواړو سترګو ،اوورین تندي درسره ومنم چې اسلامي دینی او نور مذهبی احکام په هیڅ وجه دعقل سره ربط نلري ، او یواځې احساسات اومشاعر یې مخا طب دي . لکه: وعد او وعید ! دا ځکه چې زه یو کم عقله مسلمان کس یم ، خو هغه عاقل مسلمان به تاسو څنګه پوه کړي ، چې په حدودو کې دشک اوشبهې وقوع او عدم ، هم پرته له عقله په احساساتو، (هغه ستاسو په وینا) [color=darkblue:b0658db36c]تلل [/color:b0658db36c]کیدای شي !!! زما ډیرې وږدې لیکنې ندي زده ، خوستا سو خبرو دلوی تناقص سره مخامخ کړم ، چې له یوې خوا په دین کې عقل له سره مردود ګڼئ ،اوله بل پلوه دجرم اثبات بیا باید په عقل وکړئ !
هیله ده په سمه مې پوه کړئ .
په ډیر درناوي

[quote:b0658db36c]نوروزخان لیکلي:
دکمزوري نیټ له وجې مې ویډیو سمه او پوره ونه کتلای شوه ،درجم په اړه باید ووایم چې داسلامي شریعت له نظر دقصاص ، حدقذف او نورو حدودو غوندې یو شرعي حددی چې که په واده کړي سړی یاښځه باندې زنا شرعا ثابته شي باید سنګسار شي ،نبي کریم صلي الله علیه وسلم ماعز رضی الله عنه هم سنګسار کړی او په ډبرو وژلی وه ،څرنګه چې درجم حکم منسوخ شوی ندی نوځکه دپخوا غوندې اوس هم اوبیا هم دتعمیل وړ دی ،حضرت علي کرم الله وجهه فرمایي که داسلام احکام په عقل اړ وای نوبیا مونږ باید دموزې په تلي مسحه کولای ځکه هغه له نجاساتو سره لګیږي ، داچې ملوثه لاندې خواوي او مونږ یې په پاسنۍ خوا په مسح مامور یو معلومه ده چې اسلامی فقهي احکام په عقل تړلي نه دي ، پتنګ صیب دحدودو په انفاذ کې په شریعت کې دبلې هرمسئلې په نسبت ډیر احتیاط ضروري بلل شوی کوم قیود چې پتوال صیب ذکرکړي همدا قیود بالکل ورته ضروري دي ،په فقهه کې یوعام اصل دی چې حدود په لږ شبهه باندې فسخ کیدلای شي ، خو که یوځل ثابت شول ،بیا دزنا ،قذف او ځیني نورحدود هیڅوک هم نشي منع کولای او باید نافذ شي ، زه خووایم چې که څوک دزنا دفعل بدوالی ،سپکوالۍاو تاوانونه یې په نظر کې ولري دزاني په ډبرو ویشتل به کله هم لویه سزا ورته ونه بریښي ،[/quote:b0658db36c]


و.افغان
28.12.2010

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو وروڼو!
ويديو مې نه ده ليدلې، او نه يې ليدل غواړم.
خو يو څه ته ضرور اشاره کول غواړم، هغه دا چې ډېر اسلامي احکام د ټولنې د حفاظت
لپاره راغلي دي، او د ټولنې په حفاظت کې د هر فرد حفاظت پروت دی.
ځينې داسې جرمونه وي، چې حدود او آثار يې تر فردي وجوده منحصر نه وي، له دغه
جرمونویو د زنا جرم دی، بلکه له فردي ضرر په پرتله ټولنې ته ضرر څو څو چنده زيات وي، نو ځکه زنا کار د ټولنې مجرم دی.

د زنا حدود، او د حدود د لازمېدو لپاره په اسلامي شرعه کې وضعه شوي شرطونه او
قيود د ټولنې د حفاظت په موخه راغلي دي، او همدارنګه که د مجرم د تطهير لپاره
راغلي دي.

د محصن او غير محصن د زنا د ثبوت لپاره دوه لارې دي:
يا دا چې خپله د قاضي په مخکې اقرار وکړي، داسې اقرار چې وروسته ترې انکار
ونه کړي.
او يا د څلورو شاهدانو له خوا په داسې حالت کې وليدل شي، لکه چې د اوبو ډولچه
په کوهي کې پرته وي.
که له څلورو څخه يو کم شي، درې کسان دغه زاني په داسې حالت کې وويني، نو ځان
دې ترې راټول کړي، او خوله دې بنده کړي، او که نه نو قاضي به ورته په شاګانو 80
دوري ورکوي.
له دې قيودو څخه موخه د ټولنې حفاظت دی، په يوې زنا کارې ښځې او زنا کار سړي
باندې د زنا په وخت کې کله څلور کسه ورپېښدلی شي؟ معنا دا چې دوی خپله حيا
دومره غورځولې چې سرعام يې دغې بدکارۍ ته ملا ورته کړي، يعنې لکه د مضرې
حشرې په څېر يې د ټولنې په تباه کولو لاس پورې کړی دی، نو د داسې مخرب او مضرې
حشرې علاج ضرور وي.

پوهېږم چې دغسې شروط او قيود رامنځته کېدل شبه مستحيل دي، البته مستحيل
نه دي، خو دغه قيود ټولنه په عمومي ډول له فساده ساتي، د محرمو او ناراوو اړيکو
مخه په شبه کامله توګه د ترهيب په وسيله نيولی شي، په دې شرط چې نور اسلامي
احکام هم په موازي توګه د حدودو له تطبيق سره يو ځای تطبيق شي، يعني د ترغيب
او ترهيب په دواړو تګلارو پوره پوره عمل وکړی شي.
د غله د لاس پرېکولو حکم هم کټ مټ دغه حکم سره شباهت لري.
همدارنګه د قصاص حکم در واخلئ، الله جل جلاله فرمايي: ولکم في القصا ص حيوة
يعنې قصاص ستاسې ژوند دی.
قصاص د قاتل څخه د انتقام لپاره نه دی راغلی، ځکه مقتول خو هسې هم له نړۍ تللی
دی، د قاتل په مرګ هغه نشي راګرځېدی، البته په قصاص کې د نورو ژونديو ژوند
پروت دی، حتا چې قاتل ته عفوه هم وشي؛ نو بيا د نورو لپاره ژوند دی، ځکه د قاتل
لپاره له عفوې وروسته دويم ژوند وليکل شو.

تاسو ګورئ چې غرب کې چې دغه قيود نشته، نو څلور څه چې په يوه وخت کې 100
کسه هم کولی شي، چې د يوې کنجرې او زناکار زنا په زېروزبر سره په خپلو سترګو
وويني.
که چېرې په پټه له انسان څخه د زنا ګناه وشي، او تقوا يې دومره نه وي، چې په حد
باندې ځان پاک کړي، نو بيا هم الله جل جلاله په هغه باندې د توبې لاره نه بندوي.

په اوسني وخت کې، او زمونږ په ټولنو کې د شاهدانو خبره مستحيله ده، البته د اقرار
خبره د شبه مستحيليت سره ممکنه ده، انسان له خطا معصوم نه دی، په انسانيت کې
به د قيامت تر ورځې خير دوام لري، تقوا د الله جل جلاله د ډېرو بندګانو په زړونو کې
ده، او زړونه د الله جل جلاله په لاس کې دي، په يوه لحظه کې له يوه مجرم ګناهګار
څخه يو لوی متقي او پرهېزګار جوړ کړي.
په اسلامي تاريخ کې چې څه د رجم احکام
جاري شوي دي، چې د دوه لاسونو د ګوتو له شمېر څخه به نه اوړي، هغه ټول د اقرار
له مخې جاري شوي دي، داسې اقرار چې آن که د رجم په وخت کې ترې انکار وکړي،
انکار يې منل کيږي.
څه وخت وړاندې په صوماليا کې يوه ښځه سنګسار شوه، هغه محصنه د زنا کبيره ترې
ارتکاب شوې وه، او په خپله د يوې اسلامي ډلې مشر ته ورغلې وه، او په حد جاري
کولو سره يې د ځان تطهير غوښتی وو.

که چېرې په دغسې صورت کې د رجم حکم د اسلامي مقاصدو سره سم پر ځای شي،
نو يوه اسلامي لوي حکم پر ځای شو.
که چېرې څوک د دغه اسلامي لوی حکم د پلي کولو په څرنګوالي د اسلامي شرعې
سره سم تنقيد کوي: نو کولی يې شي، البته د رجم په حکم باندې تنقيد کول سور کفر
دی.

په درنښت


طالب ISI
28.12.2010

د پتنګ صاحب د نظر په تایید، زه د اسلامی حدودو په تطبیق کی هیڅ نه وایم، خو زه دا وایم چی اسلام ته باید ګټه ورسوو، نه تاوان.
دغه دوه زناکاران خو مړه شول، خو ته وایی، چی په هغه کلی کی به خلک نور څوک زنا ونه کړی، کابل او نورو ښارو ته چی لاړ شی زنا به ونه کړی؟

لاهور، دوبئ، اورپا ته چی لاړ شی زنا به ونه کړی؟

په کابل کب به هم هلته د غله لاس غوڅ شو، هلته به باسکیل غلا شوی وو.

مجاهدینو یو وقت خلک په بریتو هم وژل، خو چی پيښور به موقع په ګوته ورغله، شمعه سینما ته به تلل، هر څه یی کول.

اوس هم یا خو به یی دواړه زنا کاران ښه کیبل کاری کړی، وو یا به یی په ټوپک وژلی وو، نه په تیږو،
ځکه چی وهاج صاحب یی نه شی کتلای، نو نور غیر مسلمانان به څه قضاوت وکړی.

ډیر کارونه دی چی علما ددی واک لری، چی یو څه تفیرات ورکړی. تر څو د نن وقت سره کارونه سم کړی، لکه ډیرو ملانو ته تلویزیون کفر ښکاری، خو ډیر علما اوس خپل تلویزیونه لری.


نوروز خان
28.12.2010

السلام علیکم
عمرو وروره !
خدای دې ما اوتا دواړه له شکونو وساتي لکه زما په لیکنه چې تاته شک درلویدلی ستالیکنې زه هم شکمن کړم ،ماخوصفا خبره لیکلې وه ، چې شرعي احکام (هغه چې په قران اوسنت ) ثابت دي دې ته اړتیا نلري چې دعقل په ترازو یې هم یوځل بیا پیمانه کړو ، او لاسوهنې په کې وکړو ، احکام هغه دي چې په قران کې راغلي یا له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه مروي دي ،په غیرمنصوصه مسائلو کې مجتهد اجتهاد کولای شي ، چې خپل اساسات او اصول لري ،په اجتهاد کې نسبت نورو مذاهبو ته امام ابوحنیفه رحمه الله عقلي توجیهات او رأیه ډیره کارولې ده ،په هدایه کې مونږ وینو چې زیاتره جزیات چې نص په کې وارد نه دی دعقلي غوښتنې او مصلحت په بنسټ نهایي شوی دي .
عقل په اسلام کې بې اهمیته ندی ، بلکه دبل هرمذهب په نسبت په درنښت ورته کتل شویدي ، متاسفانه زه اوس په داسې موقعیت کې یم چې له قرانکریم پرته یو دیني کتاب هم په څنګ کې راسره نشته نوځکه په موضوع کې نورله خپلې بې اعتباره حافظې نه غږیږم دعقل اهمیت خصوصا دالهي معرفت په موضوع کې علامه تفتازاني په شرح العقاید کې په ډیر تفصیل بیان کړی دی که له مانه وي پوره شوې هیله کوم نور دین پوهان مو شته شک زائل کړي
ورور دې نوروز



29.12.2010

درنو ورونو !
تاسې بايد د وهاج صيب توضيحاتو ته په دقت سره پامځيرنه وکړئ !
د رجم د زنا سزا نه ، بلکې د بې حيايۍ ، ټولنيز فساد يا علني بېناموسۍ د مخنيوي له پاره ده ! د فساد د علنيت حد ٤ تنه شاهدان دي،
خو که له دې څلورو څخه يو تن هم په ذکر شوې توګه د تورنو کسانو شهواني الات يو په بل کې داخل نه وي ليدلي، بلکې له راوتلو وروسته يې
حتی په مني هم ککړ ليدلي وي شاهدي نشي ورکولی يا شاهدي يې نه منل کيږي ! نه يواځې دا،دا نور درې نفر بايد په پيښه داسې خوله
چوپه وساتي چې دا پيښه يې هډو ليدلې نه ده ![color=red:6b4ffd0803] که يې پټه ونه ساتي د زاني او زانيې پر ځای به دئ ٨٠ دورې وهل به خوري ! [/color:6b4ffd0803]
نتيجه داچې که څلور کره شاهدان او شرعا ً کره شاهدي ورنکړای شي، مسله پټه ده او علنيت نه لري ، څوک يې چې رسوا کوي او پرده پرې نه اچوي
په زوره فساد علني ګرځوي نو ځکه ٨٠ دورې خوري !
داچې د کوټې دننه، د جوارو پټی او يا بل پټ ځای کې د عمل مرتکبين څوک نه ويني، نو بيا په هغوی ددغه عمل تور لګول شرعا
پخپله د سزا وړ دی، چې له پټ عمل څخه علني فساد جوړول غواړي!
په دې ترتيب نۀ يواځې په کوټۀ، د جوارو پټي او نورو کې، بلکې که په سپين ميدان هم که زاني د زانيې د پښو په منڅ کې پروت وليدل شي او هغه
د په پراته حالت کې په شا لاړ او د وهاج صيب په وينا (( بوقه) ) له کوهي راوباسي
بې له دې چې راوتل يې څوک ( آن ټول ٤ تنه) وويني ، نو نه رجم کيږي
ځکه د پښو په منځ کې تش سره پريوتل او خوځيدل ښکاره زنا ( =علني فساد) نه ده، نو رجم يې هم نه لازميږي !
اوس ورشئ او له طالبانو نه پوښتنه وکړئ چې آيا دغه د ويديو کسانو پخپله داو طلبانه د رجمېدلو له پاره اقرار کړی و( دزور اقرار نه منل کيږي ،)
که نه ٤ تنو څنګه همزمان داسې
د زنا عمل وليدۀ لکه سلايي چې د رنجو په کڅوړه کې يا بوقه په کوهي کې پرته وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
همغه کسانو يا طالبانو چې په دوی يې شاهدي ورکړې وه د شرعي تحليل په
نتيجه کې بايد همدوی اتيا اتيا دورې خوړلی وای
نه دغو په ناکره شاهدۍ
مجرم ګڼل شويو کسانو ! آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
____________________________
د نوروز خان سره د عقل او شرعي احکامو د اړيکو په اړه همدومره زياتوم چې عقل يا منطقي فکر د مفاهيمو د اړيکو او تړاوونو بهير دی،
چې بني آدم پلار آدم (ع) ته يې مفاهيم د [color=blue:6b4ffd0803]وَعَلّم َ آدَمَ اسمآا َ کُلَّها[/color:6b4ffd0803] سره سم ورکړي وو، کوم چې ملايکو او پيريانو ، منجمله
شيطان هم نه درلودل او نه يې لري ! نو شيطان عقل نشي لرلی ، صرف د وسوسې احساس پاروي نو دا خبره چې عقل د شيطان کار دی کورټ غلطه ده !
هو د شرعي احکامو فلسفه او حکمت دومره لوړ دی چې د هرچا عقل او منطق ورته نه رسيږي، نۀ داچې هغه حکمت، ژور عقل، لوړ منطق او فلسفه نه لري !

مثلا همدلته د رجم په برخه کې دعيسی (ع) پريکړه او د اسلامي شريعت د رجم حکم دواړه يو ډول حکمت او فلسفه لري ،په شرعه کې قتل سزا دوه شاهدان ، خو
د زنا ٤ شاهدان غواړي، دا ولې ؟
د ٤ شاهدانو شرط صرف د فساد د علني کيدو او تعميم له خطر پرته د رجم مخه نيسي ! ولې د نوموړې ويديو طالبان څه کوي(؟)
دوی رجم ته پلمې لټوي او د خپلو مذهبي جذباتو سکالو يې ګرځوي ، نه د ديني تعقل او حکمت د تطبيق موضوع !


طالب ISI
29.12.2010

پتوال صاحب ډیره ښه تشریح ورکړی، که د ټول افغان له لوستونکو څخه څوک له طالبانو سره پیژنی هیله، ده ده موضوع ور ورسوی، تر څو پدی هکله یوه څه ممانعت وشی.
که د ویډیو اول سرته ښه غوږ شی، ملا وایی، چی دوی یوه نه څو شپی تیری کړی دی، آیا د شپی تیرول د شریعت له نظره پوره دلیل دی، د رجم لپاره؟؟؟


هیښ
30.12.2010

سلامونه
په نني عصرکې دزنادمعلومولو اوثابتولو دپاره هیڅ مشکل نشته او نوې تکنالوژي د(DNA(Desoxyribonucleic acid يعنی ( دموروثي معلوماتو کمیاوي تشکل )انالیز او تحلیل په اساس دنامشروع جنسي روابطو لرل ډیر په اسانۍ سره ښودلئ شي ،چې دڅلورو په ځائ په زرهاوو خلک ئې لیدلئ اوتصدیقولئ شي ،چې بوقه دکوهي نه راوتلې ده او که نه اویا سلایي درنجو په کڅوړه کې وخت تیر کړئ دئ او که نه .
کله چې دزنا عمل دکره اسنادو او شواهدو په اساس ثابت شو ،بیانو درجم یا سنګسارتوب سزا د معلومې ،حاکمې او عادلې شرعي محکمې له لوري سرته رسیږي.

خو دلته پوښتنه دارا پیداکیږي چې ددې جزا عملي کوونکي دکومو اصولو او موازینو په اساس ځان ته دا حق قائيل دي چې دوئ دشرعي احکامو داجرا کولو او عملي کولو صلاحیت او واک لري ؟
او د چا دخوا نه دا وظیفه او ماموریت ورته سپارل شوئ دئ ،ترڅو په دا ډول مواردو کې شرعي حدود جاري کړي؟
دا درسته ده چې داسلام دین یو جامع او مکمل دین دئ او دهرې ستونزې او مشکل دپاره خپل اوامر او احکام لري ،خو ددې اوامرو او احکامو اجرا کول او عملي کول دهر شخص او ډلې کار نه دئ ،چې هر وخت او هرځائ چې څرنګه ئې زړه غواړی هغسې ئې تفسیر او سرته ورسوي ،بلکه دا د اسلامي دولت او حکومت دنده ده چې تر اوسه له بده مرغه زموږ په هیواد کې ئې څرک هم نه لیدل کیږي.

بله دا چې د اسلام دین دالهي احکامو ،نواهیو او دحضرت رسول اکرم (ص) له سنتو څخه تشکیل شوئ دئ او یو مؤمن او مسلمان ئې باید په زړه تصدیق او په ژبه ئې په منلو او عملی کولو بې له څنګه او ولې سره اقرار وکړی ،دلته عقل او عقلي دلایلو ته ضرورت نشته .الهي احکام او اوامر باید فقط او فقط ومنل شي او عملی شي.

لاکن ددې اموارو،احکامو ،نواهیو ،هدایاتو او ارشاداتو عملي کول او اجرا کول او هغه چاته چې د اسلامي قوانینو داجرا کولو لیاقت او وړتیا ولري اجرائې مسؤلیت سپارل بیا د مسلمانانودعقل ،تفکر او تدبیر دنده ده چې باید سرته ئې ورسوي . دعقل ،تفکر اوتدبیر په اساس هغه معقولې ،مناسبې ،لنډې اوسیده لارې چارې پیدا کیږي کومې چې داسلامی احکامو دعملی کولو او اجراکولودپاره لازمې او ضروری دي او دعقل اوتدبیر په وسیله داشخاصو او ډلو صداقت ،اهلیت،لیاقت ،وفاداري او تعهد اسلامي احکاموته تشخیص او ارزیابي کیږي .
داسلامي وولسونو لوئ مشکل همدلته دئ چې داسلامي احکامو دعملي کولو او دیوې اسلامي ادارې دتشکیلیدو دپاره ئې دالله تعالی (ج) ددې لوئ نعمت یعنی عقل نه چې انسانانو ته ئې ورکړئ دئ ګټه نه ده پورته کړې او احساسات او جذبات ئې دژوند په هر اړخ باندې مسلط دي ،چې نتیجه ئې بیله بدمرغیو او ناخوالیو بل څه نه دي.

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more