ادبي ټوکې ټکالې
د٢٠١٠ کال ورستی ټوکه
tandar
23.12.2010
د٢٠١٠ کال ورستی ټوکه
که چیری لوی خدای می دا ارمان په ژوندون پوره کړو،او ټول وروڼه می میلمانه شول، نو مین قریش ورور ته به حتمی دپسه دکالپورو څخه یو سیخ کباب جوړوم
د هیښ او پوښتون ورور خپله خوښه،عبدالسلام خو اول دا پوښتنه حتمی کوی چه پسه نرښځی نه وی :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
تربیا٠
قريش
23.12.2010
دټولونه اول تندر صیب ډیرزیات خوشاله یم چی یوځل بیادی په فورم کی لیکنی لولم خدای روغ صحت اوکامله شفادرکړی خدای شته چی هغه ورځ چی تاوویل چی سبامی اپریشن دی اودامی وروستۍ لیکنه ده اودمرګ اوژوندمعلومات نه شته ډیرزیات خفه شوم.زمونږخوبل څه په وس پوره نوو همدادعاوه چی کړی موده درته.
اوحق خومو پرمونږه وه چی دروغتون نه په خیرراستون شوی سیخ کباب درته مونږجوړکړی و. خوداسی یی وبوله چی ماته راورسید.
تندرصیب تاسی لکه چه خبر نه یۍ؟ هلته دطب بحثفورم ته ورشه.
یوه ډیره مهمه پوښتنه می کړی خوتراوسه هیچانده جوابه کړی خپلی تجربی اوجوابونه به خامخادځان سره راوړی چی زمونږ نوی یار هوتک صیب هم ورته ډیرپه تلوسه کی دی :)
پښتون اوعبدالسلام اوس چیرته زمونږپوښتنوته جواب راکوی؟
پښتون.
23.12.2010
تندر صیب او قریش صیب سلامونه.
د قریش دی دا کلپوره سیخ کباب نوش جان وی او لکه د عبدالسلام صیب زه هم د پسه نر توب شرط ګڼم .
او قریش صیب ستا لپاره می په هغه ستا د نارینه کمزوریوپه اړه یو ځواب ولیکه هیله ده چی پدی اړه تندر صیب لږ نور معلومات هم درکړی. :wink: :wink: :wink:
ع کريم حليمي
25.12.2010
سلامونه ، زما ئې غاړي خلاصي !!!
خدای دي وکي چه : هغه د مولوی محمد نبي دوا دي نه وي ورښولې .
مولوي محمد نبي چه دا د آخِر د عمر واده وکړی ، نو ګل بدین دوا ورښوولې وه
یوه هفته لکه چرګ دروند دروند تللی خو اتمه ورځ هغې دوا په راسته سترګه ړوند کړ
وايي چه وادیورېدل وایه ، چه وېوینې مه وایه
عادل عادل
25.12.2010
سلامونه
وایي چې په روغتون کې یوه بستري بیمار ته د پوښتنې لپاره دده نږدې ملګري چې بې باکه ټوکې یې هم ورسره لرلې، راغلي وو، د دوی په منځ کې یوه ملګري چې فامیلي نوم یا تخلص یې "بهبودي" وو پوښتنه وکړه چې ستا دا حالت اوس څنګه دی؟
بیمار ملګري یې ورغبرګه کړه، چې حالت مې ښه دی اوس د بهبودي په لور دی.
هیله ده چې د تندر صیب حالت به هم د بهبودي په لور وي.
ياددښت:
که مو پام کړی وي په دې مترقی پښتو لیکدود کې عربي ټکي له پامه غورځول کیژي، لکه مالومات، مانا، پام او داسې نور، نو په دې قاعده سره که زما په پورتنی لیکنه کې د"ح" حرکت "الف" ته وغورځول شي، نو دوه الفه به منځ ته راشي، همزې به هم خامخا ترې توګل ګیژي، او یو "مد" به ترې لاندې ځای نیسي نو "حالت" به په "آلت" سره واوړي.
او نتیجه هم دا چې تاسو به اوس په ټوکه رسیدلي وی، چې سمه پوښتنه په ټوکه واوښته :lol:
دا چې بهبودي صیب به څوک وي، نو تندر صیب دې یې رامعرفي کړي :lol:
پښتون ورور به خامخا په ځان کې لګي :lol:
قريش
25.12.2010
خوحلیمی صیب زما بیاډیره سودا اوتلوسه دیته ده چی تاسی به دلاندی موضوع په باره کی څه معلومات اونظرلرۍ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6244
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
خپل کوناټي نه ګروم
پښتون.
26.12.2010
دوه چرسيان چی چرس يي وڅکل نو نیشه شول، يوه بل ته وويل :
انډيواله! زه خپل کوناټي ګروم نه ګرول کيږي ؟
هغه ورته وويل: ښه،ښه زه بيا خپل کوناټي نه ګروم خپله ګريږئ.
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
عنوان
tandar
26.12.2010
سلام یاره٠
زه خپله دومره ارام ته ضرورت لرم چه حد نه لری ،مګر له تاسو لریوالی می هم ارام ته نه پریږدی٠
زه دعذتمند وهاج ساپی صاحب ، مشر عبدالسلام ورور می ،ګران پوښتون یار می ،قریش ورورکی می،هیښ صیب ،نوروز خانه تل دی په تا نوروز وی ،زړه ته نژدی عادل عادل صیب ، الوزیری صیب خدای مو دی سره دیدن وکړی،کریم خان ورور می ،چه زما دترور ځوی هم کریم خان نومیږی یوشهزاده سړی دی،ګران هوتک صیب ،دقوماندان صیب دامر تابع ،او دنورو وروڼو نومونه چه می دا اوس په یاد کی نه دی چه رانه خفه نه شی ،روحا دخپلی همدردی په حساب دومره مدیون داحسان یم،چه دتنهاې احساس حتی دمرګ په صحنو کی می هم نه دی کړی ،خصوصا دقدرمند ورور وهاج ساپی صاحب tel ،دا اوس هم لکه خوب می چه لیدلی وی ،یعنی په حال کی نه وم چه مابه دته څه ویلی وی٠
په ما مو غټ احسان پروت دی ،که زه نه وم نو زما بچی به درته تل احترام لری او ما پوه کړیدی٠
تاسو ټولو ته دی خدای دعذت او صحت سره زیات عمر درکړی،خدای دی ماته توان راکړی چه ستاسو دنوکر غوندی عذت وکړی شم ،بیا به می یو ارمان وتلی وی٠
له ټولو ډیره مننه٠
زه خدای او ستاسو خواخوږی او پوښتنو او دوعاګانو دنوی ژوند خاوند کړی یمه ،داسی روحیه ې راکړی چه زه دپوښتنی ډیر وروڼه لرم او یواځی نه یم٠
تندر ستاسو ورور او دخپل ملت په چوپړ کی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ټوکه٠
یو سړی په چوک یادګار دپیښور کی صرافی کوله٠
یوه ورځ سیکړه داسی راغورځیدلی وه ،چه دده سرمایه په صفر کی لګیدلی وه یعنی دیوالی شوی و٠
ماسپښین د اوداسه لپاره جومیت ته لاړو ،په اوداسه کی مخامخ سړی چه هم اودس کولو پری غږ کړ، صراف ماما څه کوی ؟
صراف ورته وویل چه اودس کوم٠
سړی ورته وویل چه اودس کوی ،خپلی پښی دی ومینځه ،نو زما پښی ولی مینځی؟
صراف دومره ګنګس و چه د خپلو او پردیو پښو فرق ې نه شو کوالای٠
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:
نو چرسیانو هم په ګرولوخپل کوناټی نه پیژندل :oops: :oops: :oops:
محمدزمان هوتک
27.12.2010
ټــــولــــوتــــه ســــلام تندر صیب الله (ج) دی دټولو مرضو څخه نجات درکړی او خدای ج دی زموږ څخه مه جداکوه آمین
اوس به نو زه هم داوړه ټوکه تاسی ولیکم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
یوه چرسی ودابل چرسی ته وویل که چیری ستا کور اور واخلی نوته به څه کوی هغه په جواب کی ورته وویل چه یاره دبارن خواست به کوم!
دټولو دخوشحالیو په ارمان
قريش
27.12.2010
هوتک صیب داورپه اخیستو دی ماته یوه لنډه ټوکه راپه زړه کړه:
وايی دیو وردګ کور اوراخیستی وه.نواوروژنی دفترته یی مسکالونه ورکول ترڅوهغوی زنګ ورووهی اودی دپیښی په اړه مرسته ورڅخه وغواړي. :oops: :oops: :oops: :oops:
قريش
27.12.2010
.............تكراري وه........... ړنګه شوه....................
محمدزمان هوتک
27.12.2010
هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
سلامونه ټولو ته
قریشه ډیر خوند یې وکړ
دابله واوره
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
دری تاریاکیان سره ناست وه یوه وویل که دغه دریاب اور واخیست نو دا ماهیان به چرته ځی دویم ملګری وویل چه درختو ته به خیږی دریم وویل څه ناپوه سړی یې ماهیان خو څه غوایان ندی چه درختو ته به وخیږی
شین ګل
27.12.2010
تندره سلام ومنه
المهم تاته معلومه ده چی زه غواړم خپل ځان یوتکړه ټوکی اولغت پران جوړکړم
اودداسی شه شه لغاتوپسی ګرځم
المهم ستاسی په لیکنه کی می دکالپورلغت خوښ شو
خونپوهیږم څرنګه یی په جمله کی استعمال کړم
ځکه چی په معنی یی نپوهیږم که معنی یی ولیکۍ او
دمثال په توګه یی په جمله کی هم استعمال کړۍ ډیره مسلمانی به دی وی
اوزه به هم یونوی لغت زده کړم
ستاسی ورور
کرزی
عنوان
spinkar
28.12.2010
کرزیه سلام٠
که چیرته دژبی مشکلات لری نو د ،،، پوښتو، ادب، ګرامر،، ومخ ته ولاړ شه ،دلته ډیر ژب پواهان شته چه سوالونه مو در ځواب کړی٠
مننه٠
پښتون.
28.12.2010
[quote:d496f30b8b="كرزى"]تندره سلام ومنه
ستاسی په لیکنه کی می دکالپورلغت خوښ شو
خونپوهیږم څرنګه یی په جمله کی استعمال کړم
ځکه چی په معنی یی نپوهیږم که معنی یی ولیکۍ
کرزی[/quote:d496f30b8b]
کالپوری د پسه خوټو ته وایی.اوس نو ستا خوښه چی په څرنګه یی په جمله کی کاروی.
که ته هم ووایی چی ته کالپوری ته کوم نوم لری او په کوم نوم یی پیژنی نو مونږه به هم یو لغت له تانه زده کړی وی.او په جمله کی یی بیا مونږه پخپله استعماله وو. :wink: :lol: :lol: :lol: