د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ایا دافغانانو دغږ اوریدلوچیرته کومه مرجع او هغلته هم څوک شته؟

tandar
23.12.2010

ایا دافغانانو دغږ اوریدلوچیرته کومه مرجع او هغلته هم څوک شته؟
په افغانستان کی چه هره ورځ بی ګناه انسانان په خپل ټاټوبی کی وژل کیږی او یا دشکنجی لپاره زندانو کی اچول کیږی ،
څوک؟
اوچیرته؟
او څه وخت ؟
او له چانه به پوښتنه وشی؟
نن دیهودی او امریکاې دوژلو پوښتنه دisi څخه کوی ،او شاید محاکمه ې هم کړی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دلر او بر څخه یوه کرښه٠
د ممبى د حملې په لسګونو قربانيانو کي څو تنه امريکايي يهودان هم شامل ول، چي د هغوى د کورنيو له خوا د نيويارک د بروکلين محکمې ته عرض سوئ او د لښکر طيبه د مشر حافظ محمدسعيد تر څنګ يې د آى، ايس، آى اوسنى مشر جنرال احمدشجاع پاشاه، د آى ايس آى پخوانى مشر جنرال نديم تاج او د پاکستاني پوځ دوه افسران ميجر علي او ميجر اقبال هم تورن کړي دي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د آى ايس آى مشر د ممبى په حملو کي په لاس لرلو تورن سو

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ١ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2010-12-22

د متحده ايالاتو د نيويارک ښار يوې محکمې د پاکستان د استخباراتي سازمان آى، ايس، آى اوسنى مشر جنرال احمدشجاع پاشاه د ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملو کي په لاس لرلو تورن کړى دئ.
محکمې ويلي چي ښايي د راتلونکي جنوري په مياشت کي پر دغه دوسيه باندي کار وکړي او د آى ايس آى مشر سپيناوي ته ور وغواړي.
د ممبى د حملې په لسګونو قربانيانو کي څو تنه امريکايي يهودان هم شامل ول، چي د هغوى د کورنيو له خوا د نيويارک د بروکلين محکمې ته عرض سوئ او د لښکر طيبه د مشر حافظ محمدسعيد تر څنګ يې د آى، ايس، آى اوسنى مشر جنرال احمدشجاع پاشاه، د آى ايس آى پخوانى مشر جنرال نديم تاج او د پاکستاني پوځ دوه افسران ميجر علي او ميجر اقبال هم تورن کړي دي.
پر دوى ټولو باندي تور لګېدلى، چي د ممبى حمله کوونکي يې روزلي وو او هغوى ته يې تخنيکي او مالي اسانتياوي برابري کړي وې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط رسنيو ته ويلي، چي دغسي احکام معمولاً د سفارتي اړيکو له لاري تبادله کېږي، خو تر اوسه په امريکا کي د دوى سفارت ته په دې هکله څه نه دي ويل سوي.
عبدالباسط ويلي د جنرال شجاع په هکله له محکمې څخه تر اوسه کوم حکم نه دئ ور رسېدلى او د موضوع د روښانتيا تر مهاله په دې هکله نور څه نه وايي.
آ خوا د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس هم عبدالباسط ته ورته نظر څرګند کړى او وايي دى نه دئ خبر چي د آى، ايس، آى ادارې ته د محکمې حکم رسېدلى دئ که يا، خو خپله يې د موضوع په هکله له څه ويلو ډډه کړې ده.

د ممبى حملې چي د ٢٠٠٨ کال د نومبر پر ٢٦ - مه ترسره سوې، شاوخوا ١٧٥ بهرني او هندي اتباع پکښي مړه او ٣٠٨ تنه زخميان سول.
د دې حملو مسئوليت هغه مهال هندوستان هم پر پاکستاني استخباراتو واچاوه، چي د دواړو هيوادونو اړيکى يې د جنګ ترحده سره خراب کړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more