نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتو زوال د پښتنو له لاسه
pattang
21.12.2010
دپښتو زوال د پښتنو له لاسه
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : س . سباوون
نېټه : ٣٠ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-21
درنو افغانانو ! فارسی(ایراني) هوژمونیزم په افغانستان کې خپل ځواکمن اثر تر دې حده شیندلې چې اوس پښتو ژبو وزیرانو هم لکه احدي ، فاروق وردګ ، ددفاع وزیر او ځنې د پارلمان غړی هم په پښتو ویلو شرمېږي تاسو ټول پوهېږې چې دا د ۲۱ پېړي فاشستان ډېر بد مخې او ماجراجوی قوم دی په هیڅ شکل قناعت نه کوي ته ټوله ورځ دده په ژبه خوله ستړې کړه او بیا دې چی ورته وائي څنګه ئي ؟ درته وائي - چی مېګي . دداسې خلکو سره په کار ده چې وویل شي څه وايې؟ یعنې د فارسی په مقابل کې پښتو .
زه د ټولو پښتنونو څخه هیله کوم چې په ښونځیو ،پوهنتونو او دولتي دفترونو کې د خپلې ژبې د رسمی چلند لپاره کلکه مبارزه وکړی که څوک پرې پوهږي یا نه پوهیږي خپله چاره دې وکړي . که چېرې د پښتو په مقابل کې ممانعت پیدا کېږي په مظاهرو د ې لاس پورې کړي .