د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسماء الله الحسنى پښتو ژباړه


ع کريم حليمي
21.12.2010

بسم الله الرحمن الرحيم
(قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيّاً مَا تَدْعُوا فَلَهُ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى) (الإسراء:110)

د الله صــفات
لمړی ـ د جـــــــــــــــــــــمالـــــــــــــــــي صـــــفــات ژباړه

جمالي صفات
ــــــــــــــــــــــ : یعني هغه اسماء او صفات چه د هغو څخه د خدای رحم او کرم او شفقت او محبت څرګندېږي
الرحمٰنُ : رحـــــــــــــــم کوونکی
الرحیم : «رحم کوونکی» د رحم لفظ د رحیم د هغه لفظ څخه راوتلی دی چه له هغه څخه کوچنی را پیدا کیږي له دېٖ کبله د اصل د لغت په لحاظ په دېٖ لفظ کښي هم د مربــیــانه محبت جذبه څرګندیږي

الرب : پالونکی

اللطیف : د لطف خاوند مهربان

العفو : معافوونکی او تېرېدونکی

الودود : محبوب محبت کوونکی مینه کوونکی

السلام : امن او سلامتی ، صلح او آشتي او د هر عیب څخه پاک او صاف

المحب : د محبت خاوند ، دمیني خاوند ، مینه کوونکی

المؤمن : امان ورکوونکی ، امن بخښونکی او د هرمصیبت څخه نجات
ورکوونکی او خلاصوونکی

الشکور : د خپلو نیکو بندګانو د نیک اوښه عمل قبلوونکی او خوښونکی

الغفور وَالْغَفار : معافوونکی ، د ګناه بخښونکی ، ژغورونکی او ساتونکی

الحفیظ والْـحافِظُ : حفاظت کوونکی ، ساتونکی ، ژغورونکی او ساتونکی

الوهاب : ورکړونکی ، عطا کوونکی ،‌وربخښونکی

الرازِق وَالرَّزَّاق : روزي ورکوونکی ، او د ودي او نشؤنماد لوازمو او سامان برابرو ونکی

الولي : دوست ، حمایتي یعني مرستیال او طرفدار

الرؤف : مهربان ، نرمي او شفقت کوونکی

نور بیا



ع کريم حليمي
22.12.2010

المقسطُ : د انصاف او عدل نیاد خاوند (نیاد: یعني بلا سختۍ )

الهادیُ : لیار ښوونکی ، رهنما

الکافیُ : د خپلو بندګانو د هر ضرورت د پاره بس او کافي

المجیبُ : قـــــــــــــبلوونکی د دعاگانو اورېدونکی

الحلیمُ : بردبار ، د بندگانو له بدیو څخه سترگی پټوونکی

التوابُ وَقَابِلُ التَّوْبِ : توبه قبلوونکی او د ګنهګارانو له ګناهونو څخه تېرېدونکی او بیا دباره د هغو خواته رجوع کوونکی

الحنانُ : د مور غوندي په بچو باندي شفقت کوونکی

المنانُ : احسان کوونکی

النصیرُ : مرسته کوونکی

ذوالطولُ : کرم کوونکی

ذوالفضلُ : د فضل خاوند

الکفیلُ : د بندګانو کفالت کوونکی

الوکیلُ : دبنده د ضرورتونو په غاړه اخیستونکی ، د بندګانو د ضرورتونو د پاره سامان برابروونکی

المقیتُ : روزي رسوونکی

المغیثُ : فریاد ته رسېدونکی ، فریاد اورېدونکی

المجیرُ : پناه ورکوونکی

المغنیُ ُ : ..........

جلالي صفـــــــــــــــــات
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ: یعني‌ هغه اسماء او صفات چه د هغو څخه د خدای لوئی او کبریائي او شهنشاهي څرګندیږي‌.

بیا که ژوند باقي وو



ع کريم حليمي
23.12.2010

الملک و الملیکُ : بادشاه فرمانروا

العزیزُ : غالب چه د هیچا لاس پرېٖ نه رسیږي

القاهر والقهارُ : چه د هغه د حکم څخه هیڅوک نه شي وتلای ټول په خپل قوت سره په خپل قابو کښي ساتونکی

المنتقم : سزا ور کوونکی ، د بدو عملو جزا ور کوونکی

الجبارُ : د جبروت خاوند ، چه د هغه په مخ کښي بل څوک سانه شي کښلای یعني دهغهد حکم څخه څوک غاړه نه شي غړولای

المهيمنُ : په ټولو شاهد او ګواه او دلیل

المتکبرُ : د خپلي لویۍ ښووونکی ، د لویۍ خاوند ، سخت سزاورکوونکی

شدیدُ العقابِ : د سختي سزا خاوند

شدیدُ البطشِ : ډېر سخت نیوونکی ، یعني داسي ټینګ نیونکيی چه هیڅوک ورڅخه نه شي خلاصېدلای
تربیا



ع کريم حليمي
24.12.2010

د وحدانیت صفات

الواحدُ : یو

الاحدُ : یو

الوترُ : طاق یعني هغه ذات چه هیڅ جوړه نه لري

وجودي صفتونه
ــــــــــــــــــــــــــــ یعني هغه صفتونه چه د هغو صفتونو څخه د هغه د وجود بقاء دوام ، ازلیت او بیز والی څرګندېږي

الموجودُ : د وجود خاوند یعني هست

الحیُّ : تل ژوندی یعني غیر فاني

القدیمُ : هغه ذات چه له هغه څخه لومړی بل موجود نه وي یعني چه د همیشه څخه دی

القیومُ : چه په خپل قدرت ئې ټول کائنات په قبضه کښي راوستلی دی

الباقیُ : چه همیشه او تل د پاره د بقاء خاوند دی

الدائمُ : تل هو همیشه اوسېدونکی

الاولُ : هغه لمړی چه له هغه څخه لمړی بل ّهیڅوک نشته

الاخِرُ : هغه ورستی چه دټولو دفنانه وروسته به هم دی باقي وی

الکقدمُ : هغه ذات چه له ټولو څخه وړاندي دی

المؤخِرُ : چه له ټولو به ورسته پاته شي

الظاهرُ‌:‌چه دهغه وجود ښکاره او څرګند دی یعني د خپلو کارونو او قدرتونو په لحاظ ښکاره او څرګند دی

الباطنُ : چه پټ او مخفی دی( یعني هغه ذات چه د خپل ذات په لحاظ پټ دی )

بیا ، که ژوند وو



ع کريم حليمي
25.12.2010

عـــــــــــــــــــــلم : یعني هغه صفتونه چه هغه صفتونه دا حقیقت څرګندوي چه هغه له هر شی څخه خبر او په هر څه پوه دی

الخبیرُ : خبر لرونکی

العلیمُ : د علم او پوهي خاوند پوهېدونکی

عَلَّمُ الغُیُوبُ : کومي خبری چه هغه له ټولو څخه پټي دي په هغو ټولو پوهېدونکی

عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ : د زړونو په پټو رازو پوهېدونکی

السمیعُ : اورېدونکی

البصیرُ : لیدونکی

نوربیا ، که خدای کول



ع کريم حليمي
27.12.2010

المتكَلِِّمُ :خبري کوونکی یعني د خپل علم او ارادېٖ څرګندونکی

الواجدُ : موندونکی چه د هغه د علم څخه کوم شی ورك نه دی

الشهیدُ : حاضر چه د هغه د مخي څخه کوم سی غائب نه دی

الحسیبُ : حساب کونکی یعني د کومو شیانو علم چه د حساب په ذریعه حاصلولای شی ، یعني په وزن او مقدار هم پوهېږي او علم ورباندي لري

المحصیُ : شمېررونکی - یعني د کومو شیانو علم چه په شمېرلو حاصلېږي یعني اعدادو هم پوه دی

المدبرُ : تدبیر کوونکی ، انتظام کوونکی

الحکیمُ : د حکمت خاوند - د عقل خاوند . د ټولو كارونو په مصلحت سره کوونکی

المریدُ : اراده کوونکی ، د مشیت خاوند

القریبُ : نژ دېٖ چه د خپل علم په لحاظ ګویا ټولو څخه دی



ع کريم حليمي
06.01.2011

قـــــــدرت :
ـــــــــــــــــــــ یعني هغه صفتونه چه د هغو صفتونو څخه د هغه د قدرت وسعت څرګندیږي

الفاتحُ و الفتاحُ : د هر مشکل پرانستونکی او خلاصوونکی

القدیرُ والقادِرُ : د قدرت خاوند

المقتدِرُ : د اقتدار خاوند ـ چه دهغه په مخکښي هیڅوك ګړ نه شي کولای

القوِیُّ : زبر دست چه د هغه په مخکښي د هیچه وس نه چلیږي

المتینُ : مضبوط چه هیڅ کمزوری او ضعف او سستي او ناتواني نه لري

الجامِعُ : جمع کوونکی ، د متفرقو او خپرو شیانو را یو ځای کوونکی

الباعثُ : را پاڅوونکی د مړیو د قبرو څخه ، یا په نړۍ کښي د هر واقعې او پېښي او حادثې لمړنی محرک

مالكُ الملكِ : د سلطنت خاوند چه د هغه په مخکښي د هیچا هیڅ ملکیت نشته

البدعُ : د نویو نویو شیانو ایجاد کوونکی

الواسعُ : ځای ورکوونکی او ځایه وونکی چه هر شي ئې په خپل قدرت کښي ځای کړي دي او هر شي ته ئې ځای ورکړی دی

المحیطُ : احاطه کوونکی چه په هر شي ئې احاطه کړېده یعني هیڅ شئ د هغه د احاطې څخه نه دی وتلی

المحی والممیتُ : ژوندی کوونکی ـ وژونکی

القابض والباسطُ : راغونډوونکی او خپروونکی

المعزُّ والمذلُ : عزت ورکوونکی او ذلت ورکوونکی

الخافض والرافعُ : کښته کوونکی او پورته کوونکی

والمعطی والمانِعُ : ورکوونکی او منع کوونکی یعني ورکوونکی او نه ورکوونکی

النافع والضَّارُّ : ګټه رسوونکی او زیان رسوونکی يعني ګټه او ضرر دواړه د هغه په لاس او قدرت کښي دي
نوټ : لم يثبت بدليل صحيح أن "الضار" من أسماء الله تعالى

المبدي والمعیدُ : کوم شی چه پخوا موجود نه وي د هغه پیدا کوونکی ، او کوم شی چه د پیدا کېدلو نه ورسته فنا شوی وي د هغه شي بیا دوباره پیدا کوونکی


تر بیا



ع کريم حليمي
11.01.2011

تنزیهه :
ـــــــــــــــ یعني هغه صفات چه هغه صفات د هغه لوئی او کبریائی او پاکي او نېکي او دهر راز عیب او نقصان څخه د هغه پاکي او براء ت څرګندېږي

العَلِیُّ : د مرتبې خاوند

العظمُ :‌ د عظمت خاوند

الكبیرُ : لوی

الرَّفیعُ : جگ

الجلیلُ‌ : بزرګ

الکریمُ : شریف

الغنیُّ : بې نیاز
تر بیا پوري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more