د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ايټم بم

و.افغان
21.12.2010

آیا په ګوانتنامو کې د مجاهدينو په مبارکو لاسونو د ايټم بم د کارولو په اړه څه معلومات
لرئ، او که نه؟

په درنښت


قريش
21.12.2010

ساپی صیب که دټوکوپه خونه کی موداپوشتنه نوه کړی نوبیابه مونږ هم دصحیح جواب په لټه کی وو خواوس زماذهن ته ددی پوشتنی په جواب کی هماغه دعبدالرحیم مسلمدوست صیب خبره راځي چي په خپل کتاب ماتی زولنی کی یی لیکلي. وايي په تحقیق کی یومستنطق ډیر په تنګ کړم چی تاسره سلاح وه ووایه چی څه دی کړه؟
اخر وایی ماورته وویل چی هو ماسره شته او اوس دلته می هم دځان سره راوړی ده؟
مستنطق حیران شو ویی ویل کومه ده؟
ماورته وویل: یو راکټ او دوه بمان دی راسره چی دلته می هم دځان سره راوړي دي.
مستنطق زماپه مطلب پوه نشو خوکله چی ترجمان ورته زما خبره ترجمه کړه وايی داسی سخت سخت یی وخندل چی نږدی وه دچوکۍ نه غورځیدلی وای.
وايی بیایی یوی بلی امریکایۍ ښځی ته غږکړل چی راشه دا سړی داسی وايي. هغی ښځی ته یی هم ډیر خوند ورکړ مسلم دوست صیب وایی ماته دی ښځي وویل: نو په دی راکټ به دی زما پوسته ونه ولی؟؟
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:

نواوس وهاج ساپي صیب ستاسی مطلب ددی ایټم بم نه کوم ایټم بم دی چی مجاهدین یی دځانه سره ګوانتانامو ته هم وړی شي؟؟ :lol: :lol:


و.افغان
23.12.2010

[quote:f185d4d811="قريش"]
نواوس وهاج ساپي صیب ستاسی مطلب ددی ایټم بم نه کوم ایټم بم دی چی مجاهدین یی دځانه سره ګوانتانامو ته هم وړی شي؟؟ :lol: :lol:[/quote:f185d4d811]

قريش صاحب:
د راکټ او ايټم تر منځ خو توپير کوه کنه.
زه درته ايټم بم یادوم، او دا هغه نوم دی چې مجاهدينو دغې وسلې ته ايښی وو، او دا
هم درته ويلی شم، چې دغه خطرناکه وسله يې له بهره له ځان سره ګوانتنامو ته داخله
کړېوه.
خو په پيل کې ورته د چا سوچ نه وو.
:lol: :lol: :lol: :lol:
په درنښت


پښتون.
25.12.2010

وهاج صیب سلامونه،نه پوهیږم قریش به د مجاهدینو له دی ایټم بم د کیسی نه خبر وی او که نه وی خو زه خوبلکل خبر نه یم او که دا کوم شفر و .
د قریش معلومات هم د راکټ غړم وو. :wink:
ټوکه یی ډیره خنداوره و :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:37a161f1ef]زه درته ايټم بم یادوم، او دا هغه نوم دی چې مجاهدينو دغې وسلې ته ايښی وو، او دا
هم درته ويلی شم، چې دغه خطرناکه وسله يې له بهره له ځان سره ګوانتنامو ته داخله
کړېوه.
[/quote:37a161f1ef]


و.افغان
07.01.2011

ګران پښتون او قريش صاحب
سلامونه او نېکې هيلې
د ايټم بم دا نااشنا کيسه مې د الجزېرې ټلويژن د بلا حدود پروګرام کې واورېده، په دغه
پروګرام کې د ګوانتنامو څخه خلاص زنداني مېلمه وو.
هغه کيسه کوله چې: په زندان کې جنرالانو او فوځيانو به زمونږ د ځورولو لپاره د قرآن
پاک سپکاوۍ کاوه، کله به يې ښکته وغورځاوه، کله به يې له يوې څنډې ونيوه، او
ځنګوه به یې، کله کله به يې له دې زيات نور څه هم کول.
مونږ حيران وو، چې د قرآن پاک څخه څنګه دفاع وکړو، آخر د ايټم بم د وسلې کارول
مو په ذهن راوورېدل.
دا چې هر زنداني خپل (ايټم بم) قضاء حاجت په خپل قفص کې خښاوه، نو له سوچ مو
شو چې اوس له دغه ايټم بم څخه د اعظمي استفادې وخت دی.
کله چې به يو جنرال يا فوځي د قرآن سپکاوۍ د کوم بندي په مخ کې وکړ، نو بندي خو
به دې وخت کې تيار نه وو، ژر ژر به يې د خپل ګاونډي له لارې خبر بل بلاک ته ورساوه،
او غوښتنه به وشوه، چې يو ملګری ځان قرباني تيار کړي، د جنرال يا فوځي نوم سره
د نښو نښانو به هم ټرانسفر شو، زنداني مجاهد به خپل ايټم بم تيار کړی وو، کله چې
به جنرال د هغه مخې ته ودرېده، او په خبرو کولو به ي خوله پرانيسته، بندي به هم په
فوري ډول خپل ايټم بم د هغه په خوله کې ورخوشې کړې.
دغه مجاهد مېلمه وويل، چې په دې سره د قرآن پاک دغه سپکاوۍ ختم شو، د جنرالانو
راتګ ختم شو، له وېرې به نه راتلل، بلکه د کانګرس او سنا مجلس غړي به کله کله
د هيئت په شکل کې راتلل، او په مونږ پورې به يې ټوقې مسخرې کولې؛ د هغو
هيئتونو راتګ هم ختم شو.
دغه مجاهد ويل: چې د دغه ايټم کارول قربانۍ ته اړتيا لرله، ځکه چې له استعمال
وروسته به فاعل تر سخت مجازات لاندې نيول کېده.

نو اوس تاسو محترمين وفرمايئ، چې دا ايټم بم د پنجابي ايټم به ډېر طاقتور نه وو؟

په درنښت


عنوان

tandar
07.01.2011

ساپی صاحب سلامونه٠
دادقران سپکاوی یواځی امریکایانو نه دی کړی،افغانی کمونیستانو هم کړیدی٠
دکمونیستانو دراتګ سره ې زه جزاې دبست ٥ نه بست ٩ کی چخچران ته ولیږلم٠
دهغی ځای نظامی قوماندان جګړن علاوالدین فراهی و،چه جهان سوز ې ورته ویل ٠ دهغه یو ظابط چه دشمالی څخه و ، هغه به قران دټولو خلکو په مخ کی راوخیستو ،هغه عمل دده دلته نشم لیکلی ٠
دهر چاخپل مذهب دی ،او دمذهبونو اومذهبی کتابونو سپکاوی دسپکو ،جاهلو او وحشی انسانانو کار وی چه دسمی جزا وړ دی٠
مګر حالات ډیر تازه او خطرناک وه او دبل دچا فکر ترماپوری دومره رشد نه و کړی چه په مقابل کی ې ددی خطرناکه بم څخه اقلا استفاده شوی وی :roll: :roll:
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more