نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کال ته به سنيان هم ځانونه وهي
پښتون.
19.12.2010
http://www.spenghar.com
اتل : کابل
خالي 27 لیندۍ 1389 وخت 13:09
(سنيان دې هم کال ته حسينيان شي او ځانونه دې وډبوي)
دا په افغانستان کې د شيعه ګانو د ملا محسني غږ دی چې د عاشورا په ورځ يې پر ټولو افغانانو وکړ. ده وويل زه حيران يم چې ځينې خلک وايي چې تر درې ورځو ورهاخوا بايد په مړي پسې وير ونه شي. ده وويل :( ما عزاداري ميکنيم نه فاتحه خواني. )
محسني همداراز وويل چې د عاشورا په ورځ يادونه واجب ده او ژړل او ماتم کول يا عزاداري حسينيت دی او مستحب ده . که څوک په خپله ژاړي هم ثواب لري او که بل وژړوي هم ثواب لري (اګر کسی ګريان کند يا ديګران رابګريانند جايش بهشته)
همدا راز د ده له انګيرنو داسې معلوميده چې د دوی غږ ګنې په کربلا کې امام حسين اوري. ځکه ده په خپلو اوريدونکو د انتقاد په توګه وويل: (تربه خدا اين صلوات مرده بروز عزاداری لازمه) يعنې تاسو او خدای چې د عزادارۍ پر ورځ دا مړژاندی يا مړ درود وړ دی؟
ورپسې يې وويل: (صلوات انغلابی بګويد که به کربلا برسد) يعنې انقلابي درود ووايئ چې کربلا ته مو غږ ورسي.
دا يوازې د محسني وينا نه ده بلکې نور شيعه ګان هم په دې باور دي چې د دوی غږ حتی په کربلا کې شهيدان اوري نو په کار ده چې ښه په زوره رمباړه ووهل شي. چې ورته ناستو اوريدونکو همداسې وکړل او دومره په زوره يې (ياعلي او يا حسين ) وويل چې که کربلا کې نه وي اوريدل شوي نو د دوی د شاوخوا سنيانو غوږونه خو يې نږدې ورکاڼه کړل.
نور ديني علماء وايي چې یزيد ظالم ؤ خو محسيني وويل : (يزيد کافره به دوزخ رفته )
محسني چې په اصل کې ايرانی قزلباش دی او د تمدن په نامه ټلويزيون هيڅوک هم نه شي پېژندی چې ايرانی دی او که د افغانستان، حتی اکثره پروګرامونه يې له ايران څخه ورته راوړل کېږي او دلته چې جوړېږي هغه هم بايد په ايرانۍ ژبه وي. خو کرزی ورته (اکا) وايي او تر حده ډېرې پرې ګران دی.
له دې ټولې سپين سترګۍ سره سره محسني وايي : ( تهاجم فرهنګي شما را از اسلام به یزيديت نبره) د ده هدف فرهنګي تهاجم همدا دی چې ايرانی فرهنګ بايد په افغانستان کې رايج شي.
ده وويل: (غواړم چې کال ته سنيان هم حسينيان شي او عزاداري ولمانځي ځکه چې عزاداري د نهی عن المنکر په معنی ده). په داسې حال کې چې د کربلا جګړه د حضرت محمد صلی الله عليه والسلم تر مړينې وروسته شوې ده او رسول الله صلی الله عليه والسلم وايي: اني اتتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام دينا)
د عاشورا په ورځ د محسيني خبرې تر مذهبي ډېرې سياسي وې او ويل يې: د زور او ظلم پر وړاندې چې څوک مبارزه ونه کړي هغه به تل له سياسته بهر او تر استعمار لاندې به وي. ده په ډاګه هزاره ګانو ته ويل چې سياسي مبارزه وکړئ او سياسي واک ترلاسه کړئ.
ريښتيامحسني دا هم وويل چې پيغمبر هم مسموم شده شهيد شد و حسسين عليه السلام هم مسموم شده و شهيد شد
پورتنۍ وينا د شيعه ګانو د سياسي او مذهبي مشر محسيني وينا وه چې د عاشورا په ورځ يې د کابل په کارته سه کې په هغه جومات کې وکړه چې د خوشال خان ليسې د ليليې پر ځمکه د ولسمشر کرزي په امر اباد شوی او په افغانستان کې د شيعه ګانو تر ټولو ستر پوهنتون او جومات ګڼل کېږي. که همدا دېګ او همدا شلغم وو نو که کال ته نه وي، بل کال ته به خامخا په پارلمان کې پرېکړه کېږي چې ټول سنيان بايد په محرم کې خپلو خېټو ته سوکان ونيسي. ځکه چې همدا سږ کال هم د افغانستان ټولو ټلويزيونونو او راډيوګانو دا و ورځ ښه په درز کې ولمانځله. حتی د يو پښتو ټلويزيون ښځينه
چلوونکې تورې جامې هم تر ځان تاو کړې وې. چې دا ټولې د يوې تورې راتلونکې نښې نښانې دي.
(د محسني وينا د ده له تمدن ټلويزيون څخه اخيستل شوې ده )
http://www.spenghar.com
pattang
19.12.2010
پښتونه داوايه چې طالبان دې خدای پاک دې په قدرت راولي٠
ښه چاری
پښتون.
19.12.2010
السلام علیکم !
پتنګ صیب آمین ثم امین،الله تعالی دی زمونږه غښتلی زړه ور په وطن مین په دین او انسانیت مین طالبان وروڼه د تل لپاره بریالی او سر لوړی لری او څښتن تعالی ته می داسوال او زاری ده چی واک د ریښتنی مسلمان په لاس کی ورکړی او نور دا په مونږه را تپل شوی او لا نور هم راتپل کیدونکی توری تیاری چی د ایرانیزم د وایرس مرداری ده زمونږه له هیواده ورک او له منځه یوسی.
انشاالله وتعالی چی بری د طالبانو دی.
رښتینی
19.12.2010
.
دی سپینږیری ایجنټ ته زما ډیره غوسه راځی دا هغه بد ذاته او کم اصله
خلک دی چی دافغانانو له بدی ورځی ګټه اخلی او په دی لرغونی اومیړنی
ولس دنورو کلچر تپی .
خو دی په دی پوهه شی چی عبدالعلی مزاری له ده ستر ایجنټ و او له ده نه
ډیر مخکی و او دهغه برخلیک دده په مخکی روښانه پروت دی هغه هم
د ایرانیانو په چوپړ کی له ده نه ډیر مخلص و خو افغان ځوانانو هغه ته
لار ور وښووله .
د پردیو دایجنټانو د نابودی په هیله
هیښ
19.12.2010
سلامونه
دحضرت امام حسین (رض)اودهغه دیارانودشهادت الم ناکه ،دردناکه او غمناکه پیښه دمسلمانانو او دبشر په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې حماسه او درس دئ چې دیوه لوري نه دظالم او بې رحمه حاکم وحشتناکه څیره بربنډوي او دا ښیي چې مستبدین او دقدرت لیونیان دخپل شیطاني قدرت دساتلو دپاره هر جنایت اوبربریت ته حاضردي اودهیڅ ناروا او غیرانساني عمل نه خود داري نه کوی اودبل لوري نه دا ښئې چې دحق دلارې پیروان دحق ددفاع او دظلم دله منځه وړلو له پاره دجهاد اومبارزې اخرینئ معراج چې شهادت دئ قبلوي ، خپل ځانونه شهیدانوي ،خو دظلم او جبر حاکمیت نه مني.
ډیر دافسوس ځائ دادئ ،چې په افغانستان کې دحضرت امام حسین (رض) کارنامو او حماسو ته هغه عناصر او اشخاص دوفادارئ سینې ډبوي ،چې دیزیدیانو په شان ئې لاسونه دمعصومو او بې ګناه خلکو په وینو ککړدي.
داسې اشخاص لکه خلیلي،محقق ،محسني،اکبري اونور چې په جنسي تجاوزونو ،عامه قتلونو ،دبې ګناه خلکو په وحشیانه شکنجو( لکه دژوندیو انسانانو په سرونو کې دمیخونو ټک وهل ،دتښتول شویو ښځو سیني پرې کول ،په جوش غوړیو کې دژوندیو انسانانو غوپه کول ،رقص مرده او د شکنجو نور میتودونه چې بشري تاریخ ئې تراوسه مثالونه نه لري)کې شریک مجرمین دي او دیزید په شان ئې کړنې سرته رسولې دي نن ورځ ځانونه دحضرت امام حسین (رض)دپاکې لارې پیروان ګڼل دحضرت امام حسین (رض) شخصیت ته په سپکه سترګه کتل او توهینول دي.
لکه څرنګه چې تنظیمي ـ ستمي جنایتکارانو اسلام وشرماوه ،کمونستانو ترقي اوزحمت کشان وشرمول اواوسني وطنفروشانو دیموکراسي اودیموکراتان وشرمول او په افغان وولس ئې چپه میچنې وچلولې ،دتشیع جنایتکارانو دحضرت امام حسین (رض)حماسه اوکارنامه وشرموله .
ددې خائنانو له لاسه نن ورځ هر افغان دحضرت امام حسین(رض) په شان په ظالمانه او وحشیانه توګه شهیدان کیږي او دافغانستان هره کوڅه او بانډه کربلا ګرزیدلې ده .
دازادۍ او خپلواکۍ انقلاب به چې دحضرت امام حسین (رض)په شهادت سره شروع شوئ دئ هغه وخت ثمر ته ورسیږی چې دا مکار ،دروغجن او دانسان په جامه کې شیطانان دخپلو جرمونو او جنایتونو له کبله چې دافغان وولس په حق کې ئې کړي دي په شدید ترینه سزا محکوم شي او دکرغیړنو او میکروبې وجود نه ئې افغاني ټولنه پاکه شي .
مننه
Lotfollah
19.12.2010
سلامونه
د دغو اغواګرو ږیرو د کړنو په رابطه د محترم پویان صاحب یو شعر تاسو ته وړاندې کوم:
دصبر مقام
لویه خدایه !
که دا ستا واګې زما وای
اوآسمان – او آسمانونه
د بنده خبرې منلای
ما ویل به
هسکو سیمو - آسمانونو ته
آسمانونو – راګوزار شئ
د ظالم د کور دپاسه
چې د ظلم له سرو وینو
ډک لاسونه د چا مات شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
لویه خدایه !
که د لمر واګې زما وای
او لمرونو د بنده خبره منلای
ما به لمر ته
په تکرار، تکرار ویلې
چې اې لمره !
دښکلا د آیتونو پیغمبره
ورته ګوره – هغه چاته
چې دعوا – دپارسایي کا
چې شیطان دﺉ
د یزدان پاکو جامو کې
چې لېوه دی
خو آغوستې یې جامې د کوم شپانه دي
په هغه باندې
د اور د سرو سکروټو ګوزار وکړه
چې شیطان پټو پردو نه را بهر شي
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
لویه خدایه !
که د ځمکې واګې زما وای
ما به هغه خولې څیرلې - چې ریښتیا یې نه ویلې
ما به ژبې غوڅولې - چې په حق نه کړیدلې
ما به هغه سترګې کسو نه کاږلې
چې د خلکو د ناموس په لور کږې وې
ما به زامې ماتولې
د هغه پلید انسان – چې دعوا د خدایی یې
د فرعون په څېر کوله
ما به ږیرې د انګار په اور سیځلې
چې سپیڅلې ږیرې نه وې
او د خلکو د فریب اغوا لپاره
په ټټر را زنګیدلې
خو ته نکړې
هغه څه چې زه یې غواړم
ستا د صبر دنیا لویه ده
صبور یې
غفران غواړمه له تانه
خوله دې ماته شی - زما- چې ما ویلې
که د خدای واګې زما وای
ما به زامې ماتولې
( پویان)