نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کرکټ لوبغاړي ځناور نه دي!
larghonay laraway
18.12.2010
سلامونه!
لاندې خبر مې چې واوريدو خوشاله شوم خو خدای شته چې د (پړانګ او زمري) نومونو خواشينی کړم. ځکه چې ترقيامته بايد د ځناورو په نومونو ونه نومول شو. بايد د انسانانو نومونه غوره کړو. دا به ومنو چې په شجاعت کې به له پړانګ او زمري سره تشبيه ورکړل شوې وي. خو تشبيهات، کنايې او استعارې په شعر کې مزه کوي. نه په داسې جدي نومونو کې.
ستاسو تبصره!
[quote:7ed05fcfe8]د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته د الف(ای) لوبډلې د غوراوۍ لپاره دوه پیاوړې لوبډلې واستولې.
افغان کرکټ بورډ نوموړې دوه لوبډلې د زمري او پړانګ لوبډلو په نوم نومولي دي، د زمري لوبډله به په پښتونخوا کې د خپلو سیالو لوبډلو سره او د پړانګ لوبډله به په سند کې د خپلو سیالو لوبډلو سره لوبه کوي.
د دې لوبډلو لپاره افغان کرکټ بورډ په تېرو ۵۰ اوریزو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې د کتاب له مخې ۳۰ لوبغاړي غوره کړي دي.
همدارنګه د افغانستان کرکټ بورد په پلان کې لري چې د همدې میاشتې په پای کې د ننګرهار په ولایت کې د کرکټ د پنځو زونونو تر منځ سیالۍ په لاره واچوي.
افغان کرکټ بورډ پتیلې چې د زمري او پړانګ لوبډلې د پاکستان هیواد څخه راستنې او د زونونو تر منځ سیالۍ په ننګرهار کې ترسره شي نو له هغې وروسته د کرکټ د اصولو سره سم د ځلیدلو لوبغاړو څخه د ای(الف) لوبډله تشکیلوي.
د پړانګ او زمري لوبډلې به شپږ شپږ ۵۰ اوریزه لوبې کوي او بیا به خپل هیواد ته د اتو ورځو وروسته راستنیږي[/quote:7ed05fcfe8]
عنوان
tandar
24.12.2010
لاروی صیب سلام٠
زما یو همصنفی و،نوم ې افغانستان و حتی دیوه ګلستان و٠
مګر مونږه دلته هم په نوم د شیرباز خان یو لیکوال لرو٠
زما په نظر دا ټول نسبتی او صفتی نومونه دی،چه دمور او پلار له خوا شاید ورته نه وی کیښودل شوی٠
زه دطالبانو ددوری یو غټ سړی پیژنم چه خپل باډیګارد ته به ې د پړانګ نوم غږ کولو٠
زه فکر کوم چه دا پړانګ او زمری دا ددوی اصلی نومونه نه وی٠
مګر د ګیدړ نوم هیچا په ځان کښینښود، چه ولی؟ هغه هم یو حیوان دی ٠
مننه٠
پړانګ ،زمری ،لیوه ،خامار او داسی نور نومونه دوحشی او درنده حیواناتو نومونه دی،که یو انسان ځانته هم دخپلو خواصو او اعمالو په ارتباط،دغسی نسبت ورکوی ،پس دی هم دنورمالی انسانی جامعی له صف نه وتلی دی،البته دا زما نظر دی٠
طالب ISI
24.12.2010
د حضرت علی رضی الله تعالی عنه لقب هم اسدالله وو.
لقمان
24.12.2010
خدای دی دا دکرکټ ټیم هیڅکله نه کامیابوی.
افغانستان ته به سرلوړي او افتخار راوړي :?: :!: :!: :!:
دا دافغانستان دپاره شرم دی که فکر وشي.نن ورځ دځوانانودزورازمايي حقیقی ځای سنګر دی.
خو حمزه، اسامه هم په عربي ژبه کی د زمري معنی لري. دواړه د صحابه وو نومان دي.
او (هره) په عربي کی پیشو ته وایی. ابوهریره رضي الله عنه می مطلب دی.
کومه د تشویش خبره نده.