د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داسې بريښي چې دړندو راکټو ځای قلم نيسي


Shponkay
24.05.2004

محمد أصف خواتي
داسې بريښي چې دړندو راکټو ځای قلم نيسي

دومشی موازی دربی بی سی دهغه مطلب عنوان دی چې پدې وروستيو کې دأريايې په سايت کې خپورشوی چې په هغه کې ليکوال ظاهرأ دبی بی سی دافغانستان لپاره راديويی خپرونې نه سر ټکولی خونيوکې يې ددې راديو په افغانی او په تيره په پښتون توکمه کارکوونکو دي چې ګواکې دپښتنو په ګټه اوپه غيرپښتنی قومونو باندې ((رواني سياسي فشار))اچوي ٠
پدې مقاله کې داسې ګلونو ته اوبه ورکړل شويدی چې دژبپاله تنګ نظرو ډلو دخوښۍ اودپريکړونکي اکثريت افغانانو دخفګان سبب کيږي اوپه مقاله کې داسې مطالب ليکل شويدي چې ددې اولس دښمنان يې غواړي ٠دمطلب محتوی څرګندوي چې ليکونکی يا دهيواد دتاريخ څخه بې خبره دۍ اوياپه ژبپالنه کې دومره ډوب دۍ چې هرې مسألې او دهيوادتاريخی پيښو ته دژبې اوقوم له دريځه ګوري نه داچې ملی-وطني فکروکړي٠چې پدې ليکنه کې دمقالې څو ټکو ته اشاره کيژي ٠
په مقاله کې راغلي ((ترايبليسم بيش ازدونيم صدسال است که ريشه تمدن پنجهزار ساله مانرا برچيد))٠ددې لپاره چې دليکوال په هدف پوه شوبايد دريو مسألوته توجه وشي يو داچې څه دپاسه دوه نيم سوه کاله پخواپه دې خاوره کې څه تيريدل ،وروسته کومې پيښې شوي اودتمدن ريښې دچا په واکمنۍ کې ايستل شويدي ٠
کابو ٢٥٧کاله پخوا پدې خاوره کې ايراني صفويان واکمن وواوخلک پدې کې وو چې څرنګه دپرديو داسارت څخه ځان و ژغوري نوهماغه ووچې ديوې تاريخې جرګې لهﻻرې يې ځوان احمد خان دمشرپه توګه وټاکه ترڅودهغوی دملي أزادی بخښونکي غورځنګ ﻻرښوونه وکړي چې هغه داکار په ښه توګه رهبری کړ هيواديې أزاداودداسې دولت بنسټ يې کيښود چې واک يې دهغې طبيعی پولو ته وغزاوه اودلمړی ځل لپاره په هيوادکې منظم اداری اوپوځی تشکيلات چې ديوه دولت بنسټ جوړوي منځته راځي کوم چې دهيوادميشته قومونه پکې پو ره ونډه لرله چې پدې هکله مرحوم غبار ليکي((احمدشاه دراداره افغانستان تحکيم وحدت سياسی رااساس قراردادوبرای تحقق بخشيدن اين نصب العين ،مساوات حقوقی رابين اهالی افغانستان درنظر داشت وازلحاظ مذهب وزبان ونژادومنطقه وقبيله تبعيض وتفاوت کمترشناخت )).
(١) داخبره ددې څرګندوی ده چې دې مشر هغه ځانګړتياوې لرلې چې يو ملي زعيم يې بايد ولري نوله همدې امله يې دبابا لقب ګټلی دۍ چې وروسته له مرګه يې زوی تيمورشاه هم دخپل پلار تګلاره تعقيبوي ٠خوله بده مرغه کله چې انګريزی استعمار دهند په لويه وچه اوتزاری روسيې په منځنۍ أسيا کې دافغانستان ترپولو رسيدلي وواوغوښتل يې چې زمونژ هيواد تر ولکې ﻻندې راولي اومشهوره (ستره لوبه ) پيل کيژي افغانستان دتيريو اوﻻسوهنو هدف ګرزي کورنيو جګړو اوشخړو ته لمن وهل کيژي چې پايله يې داکيژي چې هيواد زياتره سيمې له ﻻسه ورکړي پدې هکله يوځل بيا غبار ته مراجعه کووهغه پدې باب ليکلي دي٠
((تاقرن هجدهم استعمار مغرب زمين درکشورهای مشرق زمين رخنه نکرده بود وبرای ايجادنفاق واختراع اقليت وتجزيه وتقسيم ملل وممالک شرقی کاری نشده بود، اين پسانترها بودکه کشورهای مشرق زمين ازين زهرخطرناک چشيدندودرنفس هريک انشعاباتی ازنظر نژاديادين يامذهب ويازبان خلق شد تماميت ارضی هويت ملی واستقلال سياسی واقتصادی أنان درمعرض تجزيه وانهدام قرارګرفت وهنوزهم اين زهر قاتل درسرزمين اجتماعی قسمتې ازين ممالک جريان دارد))
(٢)پورتني نقل قول اوزمونږ دهيواد تاريخي پيښې ددې څرګندوی دي چې د ١٨٣٩کال وروسته کله چې انګريزانو زمونږ په خاوره تيری وکړ داافغانانو غميزه پيل شوه خو دامانی نهضت ترنسکوريدو پورې داسې مثال نشته دۍ چی په لوی ﻻس سره د تمدن دريښو دايستلو هڅه شوې وي٠دمقالې ليکونکی که په ريښتيا هم دتمدن
تباهی يې ځوروي ولې داخبره نکوي کله چې شاه امان ا ﻵ دمتمدنې ټولنې دجوړلوبريالی هڅې پيل کړې په پرديو پورې تړليو ډلو دهغې خلاف بغاوتونه پيل کړل دانهضت يې نسکور اوداسې چا واک ترﻻسه کړ چې په کابينه کې يې دمعارف اوعدليې وزارت پته نه وه نو په هغه حکومت کې چې نه پکې عدل اونه دعلم ډيوه روښانه وي اټکل کيدای شي چې هغه به څومره دجهل،وحشت اوفسادسرچينه وي٠اوياکله چې په ١٩٩٢کال کې اوسني جنګسالاران واکمن وودملي موزيم لرغوني أثار،ملي ګالري ،ملي أرشيف ،کتابتونونه اوتعليمي موسسې تاﻻ شوې اودمدنيت ټولې نښې نښانې له مينځه يووړل شوې اوهغه څه لکه دبودالويې مجسمې چې دانتقال اوخرڅولو نه وې ددې جنګسالارانو دميرې زامنوطالب چارواکو ونړولې ٠نو ويلای شو هغو چارواکو چې ځانونه يې دخادم دين رسول اﻻ ،داهل حل اوعقددشورا مبتکرين اوامير المومنين بلل دتمدن ضد ودريدل اودتمدن ريښې يې وايستلې نه دليکوال په خبره د((ترايبليسم))پورې تړلو ( چې دليکوال هدف ځانګړی قوم دۍ)٠
دمقالې محتوی دپښتون ستيزی يوه مجموعه ده چې ليکونکی چمتوکړی هغه دبريتانيا په حکومت داانتقادلري چې ولې بی بی سی راديو په پښتو ژبه خپرونې کوي اواړتيا نه ليدل کيږي چې په پښتو دې خپرونې وشي ځکه لږ خلک پرې ګړيږي اويا داچې دانشي زغملی چې کوم پښتون دې په کومه نړيواله راديو کې چې په
په دری ،تاجکی اوفارسی خپرونې لري دژورنالست اووياند په توګه کار وکړي اوپدې هکله ليکي((افزون بر راديوهای نامبرده راديوی دوچيويله ألمان بزبان دری،
راديوی٠٠٠ازشر قبېله ګرايان ونصب عناصریازين دسته درامان نمانده است )) ٠په مقاله کې افغانان په پښتون اوغير پښتون ويشل خاص ځای لري چې داساسي
قانون دلويې جرګې هغه له شرمه ډکې نندارې رايادوي چې څرنګه جنګسالارانو هغه دقومي اوژبني اختلاف په مرکز واړوله اوپه هيوادکې يې دملي بې اتفاقيو کرل
شوي تخم ته دخلکو داستازوپه نامه اوبه و رکړې چې پدې کارسره يې جرګه هم سپکه کړه ٠ددې خبرو سره سره دمطلب ليکونکي ته داښه نه بريښي چې دجنګسالارانو
دمنفي کړوپه باب ځه وويل شي او دهغوی دناوړه کړو يادونه دغير پښتنوپرضد تبليغات ګڼي اوليکي ((دونيم سال ګذشته درسرلوحه تبليغات راديويی بی بی سی
دومسأله قرارداشت:يکی تخريب شخصيت های غيرپشتون درتحت نام ((جنګسالاران )) وديګری عنوان کردن (نارضايتی قوم پشتون ) )٠داچې ليکوال دانه مني چې
جنګسالاران دافغاني غميزې عاملين،دتمدن دښمنان اودقانونيت دټينګښت خنډدي دخبرې يواړخ دی اودهغوی خلاف تبليغات دغير پښتنو شخصيتونوتخريب ګڼي
پخپله يوه پوښتنه راپيدا کوي چې بايد هغې ته يې ځواب ورکړی وای٠اود((نارضايتی قوم پشتون ))په هکله بايدوويل شي چې دانارضايتي په ټولوقومونوکې ليدل
کيږي اوليکوال ته ﻻزمه ده چې قندهار ته ﻻړ شي اوهلته له شمال او غرب څخه تښتيدلو پشتنوکډوالو څخه هلته دجنګسالارانو اودهغوی دوسلوالو ډلو دفاشيستی اوانسانیضدکړوڅخه ځان خبر کړي ٠ليکوا ل په مقاله کې دفرهنګ اواخلاق خبره کوي خوپخپله هغه هېروي او دتوکميز تعصب له سنګر څخه پخپلووطنوالو داسې
ګوزارونه کوي اوپه أدرس يې داسې سپک الفاظ (بيدانش،چهره های منفور ومشکوک،فاشيست،شوونيست،استادکهنه کار القاعده٠٠٠)استعمالوی چې په کوڅه
اوبازارکې لږ استعماليږي٠ ليکوال ته بی بی سی يوه بيطرفه راديو نه بريښي، هغه دافغانانو دمغزونو دشکار اودقومي بې اتفاقيو وسيله ګڼی داچې داراديو بې پرې اوبيطرفه راديوده يا نه ؟ داټولو ته څرګنده ده اوپدې هکله د تبصرې اړتيا نه ليدل کيږي خودمقالې شاغلی ليکوال چې ظاهرأ هغه انتقادوی خو هغه ور ته يوه ايدأله اومعتبره راديو ده اوليکي ((٠٠٠اين عناصر بی بی سی را بدنام وبې أبرو ساخته اند أنهابی بی سی رابه انتقام خانه قبيلوي مبدل نموده اند))په پورتنی جمله کې دې ((عناصر )) څخه مقصد پښتانه کارکوونکی دی چې ګواکې داراديويې بدنامه کړيده که نه نو نه دمغزونو شکار خبره شته اونه د بې اتفاقيو اچولو هڅې ٠عجيبه داده چې داژورنالستان څرنګه کولای شي دخپلې خوښې خبرې دداسې يوه دولت په راديو کې وکړي چې دنړيوال سياست داصلي ټاکونکو څخه دۍ٠په مقاله کې هغه شی چې عجيب ښکاري دادي چې ليکونکی دډيرو نړيوالو ښکاره اوپټومسألو څخه لکه دبريتانيا په پارلمان کې چې دبی بی سی دپښتو په خپرونوبحث شوی اويا دا چې
ددې راديو دمنځنی ختيځ دکارکوونکو اتنيکی مربوطيت په هکله معلومات لری خودخپل هيواد په باب بې خبره دی او ليکی((فارسی که اکنون دری يادميشود))ددې
جملې څخه داتصور پيدا کيږي چې ليکوال دايران يا کوم بل هيواد نه راغلی وي اودری ورته نا پيژندل شوې کلمه بريښي پداسې حال کې چې د١٣٤٣ کال په اساسی قانون کې راغلي ((دافغانستان دژبو څخه پشتو اودری رسمی ژبې دي )) اوپدې وروستۍ نيمه پيړۍ کې دهيواد په رسمي ادارو اوادبياتو کې ددری استعمالول يو منلی اومعمولي مفهوم وو٠په لنډه توګه ويلای شو چی دامقاله پدې څرخيږي چې په افغان اولس کې تورې اوسرې کرښې وکاږي٠ دااولس ګډ پنځه زره کلن تاريخ لري
ښه اوبد،نيکمرغی اوبدمرغی يې سره شريکې دي،هغویسره بيلول،يوقوم يې غوره ګڼل اوبل ته په سپکه سترګه کتل ورته دمنلو وړندي٠ دې ګڼ شميره قومونوپخپل
غيږ کې په سلهاووتنه وتلي اوتلپاتې اتلان اودعلم اوپوهې علمبردارا ن لکه ابومسلم خراسانی،البيرونی،ابن سينای بلخی،شيرشاه سوری،پيرروشان،خواجه عبداﻻانصاری ،رابعه بلخی،ميرويس هوتکی،احمد شاه درانی ،ايوب خان،سيدجمال الدين افغان،وزيراکبرخان،محمدجان خان وردک،ملالۍ ميوندی،امين اﻻ لوګریميرمسجدی کوهدامنی،فيض محمد کاتب هزاره،شاه امان اﻻ،محمودطرزی،غلام نبی چرخی،ميرغلام محمد غبار،عبدالروف بينوا،عبدالحی حبيبی اوداسې نوررښتينی زامن روزلي چې ددې هيواد دشنه أسمان ځلانده اوتلپاتې ستوری ګڼل کيږي اوپر هغوی وياړي اوهغوی چې ددښمنانو اوپرديو ﻻس پوڅي وو دخاينانو په توګه پيژني اودهغوی دملي ضدکړووړو له امله ځانله حق نه ورکوي چې کوم قوم سپک کړي٠ريښتينی افغانان داغوره ګڼي چې پخپل ګډکور افغانستان کې يې دټولو
قومونو ترمينځ سوله اوصفا واکمنه وي اوپه تيره بيا په اوسنی حالت کې چې نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې د زورزياتی دټولو نښونښانو پرته ددموکراسۍ په لور حرکت
وشي٠خو يولړ معلوم الحاله ډلې غواړي دابهيرناکام کړي ډول ډول ستونزې منځته راوړي چې يوله هغوڅخه په ټولنه کې د بې اعتمادی ايجادول دی چې دلږکيواوډيرکيو ،پشتنو اوغيرپشتنو افغانی ضد نسخې راوړاندې کوي ددې خاورې دښمنانو چې پرون خپل افغانی ګوډاګيان په ورانوونکو وسلو سمبالول نن يې دې ته
هځوي چې دزهرجنو تبليغاتوپواسطه پدې اولس ګوزارونه وکړي اوهغه ﻻنور هم دبې اتفاقۍ په اچولو سره کمزوری کړي اودځينوليکنو نه داتصور پيدا کيږي چې
دپرونيو ړندو راکټو اوورانوونکوماينوځای قلم نيسي هغه څه چې ډيرې خطرناکې پايلې لري ٠داحالت دقلم اونظر دخاوندانونه غواړي چې دملی-وطنی مسوليت په احساس سره مټې راونغاړي اودهغو ډلو هڅې شنډی او افشا کړي چې غواړي ژبني اوقومي دښمنيو ته لمن ووهي٠ د ((دومشی موازی دربی بی سی)) په مقاله باندې ددې تبصرې څخه موخه داوه ترڅو دمسألې اهميت په ګوته شي نه داچې دکوم تبليغاتي کمپاين د پيل هڅه شوې وي هغه څه چې هيڅ ګټه نلري او بل داچې هغوی ته چې کله ناکله راپاروونکې، کرکجنې، غير واقعبينانه مسألې طرح کوي وويل شي چې ددوی دې بې مسوليته اوراپاروونکو ليکنو ته ﻻزم ځوابونه شته دي اودا چې هغې ته دځواب ورکولو هڅه نه کيږي علت دادی چې نه غواړي پداسې کارکې ځان ښکيل کړي چې په اوسنيو حساسو شيبو چې نه يوازې ګټور نه بريښې بلکې ناوړه پايلې هم لري اودنورو څخه په درناوی سره غواړي چې دداسو مسألو دطرح کولو څخه ډډه وکړي چې ژبني، قومي اوسمتي اختلاف اوبې اتفاقيوته لمن و وهي اوهغه څه ترسره کړي چې دافغان اولس دښمنان يې غواړي ٠افغان ربړيدلي اولس چې دپرله پسې جګړو ،دپرديو دﻻسوهنو،تيريواو په ځانګړې توګه دزهرجنو تبليغاتو له امله خورا زيات اغيزمن اوستړی شوی دۍ دې ته اړتيا لري چې ددوستۍ، ورورۍ،پخلاينې،زغم،تيريدنې اوسولې خبرې واوري هغوی ګډجوړوونکي کار ته وهڅول شي
نه داچې هغوی ته ددښمنۍ،بيلتون اوجګړې خبرې وشي هغه څه چې يوازې بدمرغی ورته راوړي اودااولس دډيرې اوږدې مودې لپاره په اوسني فقرکې ساتي تر څو نورته اړ پاتې شي ٠
اخځونه:
ا_ميرغلام محمد غبار،افغانستان درمسير تاريخ ،انتشارات جمهوری ،پاڼه ٣٥٨
٢_هماغه اثر پاڼه ٣٥٩

داپريل مياشت ٢٠٠٤کال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more