نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تندر صیب ته د ښه صحت دوعا
پښتون.
16.12.2010
تندر صیب، الله جل جلا له دی ستاسې هر مشکل اسانه کړې او تاسي ته د ښه صحت دعا کوم .الله تعالی دی تاسي تل تر تله روغ او جوړ،خوشحاله او د ښه ژوند لرونکئ لري.الله تعالی دی وکړي چي د ښه صحت او خوښیوسره بیرته خپلۍ درنی کورنۍ ته اودلته د یارانو مجلسو ته پخیر سره راشي.
مونږه مسلمانان له يو بل سره ايماني اړيكې لرو او د همدغو اړيكو په سبب سره وروڼه یو . خداى پاك په قرا ن شريف كښې فرمايي : إنما المومنون اخوة . ( الحجرات ) ايمان لرونكي په خپلو كښې سره ورڼه دي. رسول اكرم صلى الله عليه و...سلم فرمائي : ټول مسلمانان سره يوځاى د يو جسم حيثيت لري ، كه يوه سترګه په درد شي نو ټول بدن يې ددرد احساس كوي او كه په سر يې درد شي نو ټول جسم دغه درد محسوسوي . د اسلام په مبين دين كښې يو مسلمان د بل مسلمان ورور دى .
كوم حق چې يو مسلمان يې په بل مسلمان لري هغه د ناروغ پوښتنه ده . كه يو مسلمان ناروغ شي نو بل مسلمان ته ښائي چې پوښتنې ته يې لاړ شي.
نوروز خان
16.12.2010
تندر صیب ته دې الله تعالی شفاء عاجله او کامله ورنصیب کړي ، څښتن تعالی دې خپلې لاړې ورته دارو کړي ، او الله دې ددې مرض په مقابل ښه بدله ورنصیب کړي آمین ثم آمین
عادل عادل
16.12.2010
سلامونه
پدې توګه دروند تندر صیب ته د ورپیښې ناروغی او جراحی عمل نه د کامیابه او بشپړې شفا او اوږد صحتمند عمر دوعا کوم، الله پاک دې دده په ګډون ټولو مسلمانو بیمارانو او زخمیانو ته عاجله شفا او بې شمیره اجرونه نصیب کړي، آمین
وزیري
19.12.2010
ټولو وروڼو ته سلامونه:
له ټولو وروڼو نه په درنښت هیله کوم چی د تندر صاحب لپاره د صحت او عافیت دعاء وکړی. الله جل جلاله دی ورته شفاء عاجله او کامله ورکړی، آمین یا رب العلمین.
كريم كامران
19.12.2010
أسأل الله العظيم رب العرش العظيم، أن يشفيه.
الله جل جلاله دې تندر صاحب ته عاجله شفا ورکړي او الله جل جلاله دې د تکلیفونو اجرونه ورکړي او په راتلونکي کې دې الله جل جلاله دغمونو او تکلیفونو نه وساتي.
آمین.
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
پښتون.
19.12.2010
ستاسو په دوعا زه امین یا رب العلمین وایم .او الله تعالی دی ستاسی دوعاوی قبولی کړی ،تندر صیب ته د الله تعالی څخه د ښه صحت او سلامتیاغوښتونکی یم او تاسو وروڼو ته دی الله جل جلا له اجرونه درکړی او زه تاسی ته ټولو د ښه روغتیا دعا او هیله کوم.
ستاسی ورور پـښـــــتــون
محمدزمان هوتک
19.12.2010
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دتندر صیب په ناروغی ډیر زیات خفه سوم الله (ج) دی شفاء ورکړی
آمین ثم آمین
و.افغان
20.12.2010
لوی الله جل جلاله دې په خپل فضل، کرم او رحمت سره زمونږ ګران او هڅاند دوست
محترم تندر ته عاجله او کامله شفا ورکړي.
او ورته رسېدلی مرض دې د هغه د ګناهونو او خطاياوو لپاره مکفر وګرځوي.
آميين.
په درنښت
قومندان
21.12.2010
پاک پروردګار دی تندرصیب ته عاجله او کامله شفا ورکړی.
او خدای دی مونږ ټول د فورمونو لیکوالان دهغی مریضتیا نه وساتی چی تندر صیب پری مبتلا دی.
خدای مهربانه دی تندرصیب به خدای روغ کړی خونن دتندرصیب په بحثفورم کی دغړیتوب یوکال پوره شو.
ستاسی به په یاد وی ماپه فورمونو کی دیونوی ابتکارډبره ایښی وه چی دهرلیکوال دغړیتوب دکلیزی په مناسبت به دهغه لیکنی اونظریات کره کتنی ته وړاندی کیږی او شروع مو په شاغلی پتنګ صیب باندی کړی وه.
خونن چی دتندرصیب هم یوکال په داسی حال کی پوره کیږی چی بیچاره دروغتون په بسترپروت دی لومړی ورته دخدای نه شفا کامله غواړو اوبیادشاغلو ورونونه غواړو چی دتندرصیب دلیکنوپه اړه خپل نظریات اونیوکی مونږ سره شریکی کړی. خیر زه به ورته مستقله موضوع پرانیزم داموضوع خوتندرصیب ته دشفا اودوعا لپاره بیله شوی ده تاسو کولی شۍ په لاندی لینک ټک ورکولو سره هغی موضوع ته ورشۍ.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=44002#44002
ډیردرناوی
عنوان
tandar
21.12.2010
ټولو وروڼو ته ګیډی ګیډی سلامونه او احترامونه،ډیر می یادیدلی٠ لوی خدای شاهد دی٠
زه دهمدی ځایه چه لس دقیقی کیږی کورته داسی راغلی یم چه باید دوه ورځی ورسته راغلی وی ،مګر په خپل مسئولیت یعنی داکترانو خوښه نه وه،دمشرانو لاسونه ،دکشرانو تندی او دهمځولو مخونه ښکلوم ٠
ماته روحی او صحی جرئت خدای پاک ستاسو په سلسله ،خصوصا دوهاج صاپی صیب اولین تلیفون چه زه سم په حال هم نه وم اوس هم لکه ماچه خوب لیدلی وی
راکړو،زه به نور څه ووایم ،له خبرو ډیر عاجز یم چه اول به دچا او دکومو غرونو په اندازه به دتاسو دپیرزوینی اویاد او دښخصیت اوعذت قدروکوالای شم،چه نه یواځی تاسوته بلکه زما خپل وجدان ته دتسلی دتلافی په مقابل کی لږ زره ارام پیدا شی٠
نور دلیکلو نه ستړتیا احساسوم، زه او افغان اولس به په راتلونکی خپل تاریخ کی په تاسو ټولو افتخار کوی٠
دیو ازاد افغانستان په هیله
دیر یرغلګرو په سر تل تندر٠
محمدزمان هوتک
21.12.2010
سلام ټولو ګډونوالو ته
تندر صیب ښه ده چه روغ اوجوړ خپلی کورنی اودیارانو ملاقات ته راغلی ښه صحت ولری ژوندی اوسی
روغ رمټ او تل تر تله خوشحاله اوسئ
پښتون.
21.12.2010
سلامونه تندر صیب،ډیر ډیر خوشحاله شوم چی ستاسی دبیرته راتللو زیری می ولوسته او پخیر د ښه صحت سره خپلۍ درنی کورنۍ ته راستون شوی یاست.الله تعالی دی تاسی تر تله روغ رمټ او د یارانو او ملګرو سره لری.آمین
عادل عادل
23.12.2010
سلامونه
تندر صیب الحمد الله چې عملیات مو پخیر او عافیت سره تیر شو، الله پاک مو د خپل اهل له سره مه کموه، آمین
تر هغې چې تاسو ټوکو ته تیاریژی، زه به یوه درباندې جوړه کړم، تر څو مو د لوستونکو په ګډون طبیعت پرې چاغ او موسکا پر مخ خوره شي:
زما والد صیب (طال الله تعالی عمره) کیسه راته کوله چې یو نږدې دوست مې بیمار او په روغتون کې بستري وو، د توقع له مخې زه باید لومړی کس وای چې دده پوښتنې او عیادت ته ورغلی وای، خو دا چې لومړی نه شوم، د ورځني ژوند مصروفیت داسې پیښ شو چې دوهم او دریم هم نه بلکه تر ټولو وروستی وم، پدې مڼځ کې له یوې خوا ما د ملامتی احساس کولو خو له بلې خوا مې یقین درلود چې بیمار ملګری به مې نه تنها چې ګیله من وي بلکه هغه نورو ملګرو چې پوښتنې ته یې ورغلي، نور هم راته پړسولی وي، لنډه دا چې ویریدم چې څنګه به یې وینم، نو آخر مې داسې وکړل چې د ټولو ملګرو په ګډون ورغلم، بیمار ملګری چې دې نورو ښه ډیر راته چارج کړی وو، اول خبرې راسره نه کولې خو چې کله په خبرو راغی نو ډیرې سختې یې راته وکړې او د ټولو په وړاندې یې پړ کړم.
ما هم د خپلې ملامتیا د قبلولو تر څنګ د دوی د خوښې ناغې ته غاړه کښیښوده، د بیمار ملګری نه مې بښنه وغوښته او زیاته مې کړه چې زما غلطی او قصور اصلا پدې کې وو چې ستا و سختې بیماری ته په توجه سره ما کله هم ګومان نه کاوه چې ته به رغیګې، کنه نو د ټولو د مخه به دې پوښتنې ته راغلی وای، ما خو له ځانه سره پتېیلې وه چې سړی خو هسې هم مري، نو څه فایده چې پوښتنې ته یې ورځم. :lol:
نو تندر صیب اوس هم که ښاغلي وهاج صیب ستاسو د کامیابه عملیات زیری نه وای راوړی نو خدای خبر چې په دې کچه ګرمه پوښتنه، پخې دوعاګانې او د ښه صحت پیغامونه به مو د بحثفورمونو د وروڼو او خویندو له خوا خوندي شوي وای :lol:
د بلې ټوکې انتظار ان شاالله د ټوکو په برخه کې باسه، په تاسو نه بلکه په ښاغلي پښتون صیب یې جوړوم :lol:
الله پاک دې ستاسو په ګډون د ټول اسلام بیمارانو ته په خپل فضل او کرم سره شفا نصیب کړي
پښتون.
23.12.2010
عادل صیب سلامونه!په رښتیا سره چی له هماغه ورځی څخه چی د تندر صیب د جراحی خبر می واوریدو نو تر بیرته راتللو پوری نه د ټوکو خوند وو او نه هم د لنډیو او همداسی نور بحثونه ونیسه.نو شکر دی چی تندر صیب پخیر سره خپل عملیات تیر کړل او بیرته کورنۍ ته انډیوالانو ته راستون شو.
عادل صیب ډیره ښکلی په زړه پوری او خطرناکه ټوکه مو کړی ده.زه خو د هماغه لوستلو وخت نه په انتظار کی یم چی زما د برخی ټوکه په څه وخت رالیږی.
عنوان
tandar
26.12.2010
له ټولو ډیرو ډیرو په زړه پوری وروڼو نه مننه کوم٠
زه په تاسو ویاړم، ډیر زیات٠
زه خپله دومره ارام ته ضرورت لرم چه حد نه لری ،مګر له تاسو لریوالی می هم ارام ته نه پریږدی٠
زه دعذتمند وهاج ساپی صاحب ، مشر عبدالسلام ورور می ،ګران پوښتون یار می ،قریش ورورکی می،هیښ صیب ،نوروز خانه تل دی په تا نوروز وی ،زړه ته نژدی عادل عادل صیب ، الوزیری صیب خدای مو دی سره دیدن وکړی،کریم خان ورور می ،چه زما دترور ځوی هم کریم خان نومیږی یوشهزاده سړی دی،ګران هوتک صیب ،دقوماندان صیب دامر تابع ،او دنورو وروڼو نومونه چه می دا اوس په یاد کی نه دی چه رانه خفه نه شی ،روحا دخپلی همدردی په حساب دومره مدیون داحسان یم،چه دتنهاې احساس حتی دمرګ په صحنو کی می هم نه دی کړی ،خصوصا دقدرمند ورور وهاج ساپی صاحب tel ،دا اوس هم لکه خوب می چه لیدلی وی ،یعنی په حال کی نه وم چه مابه دته څه ویلی وی٠
په ما مو غټ احسان پروت دی ،که زه نه وم نو زما بچی به درته تل احترام لری او ما پوه کړیدی٠
تاسو ټولو ته دی خدای دعذت او صحت سره زیات عمر درکړی،خدای دی ماته توان راکړی چه ستاسو دنوکر غوندی عذت وکړی شم ،بیا به می یو ارمان وتلی وی٠
له ټولو ډیره مننه٠
زه خدای او ستاسو خواخوږی او پوښتنو او دوعاګانو دنوی ژوند خاوند کړی یمه ،داسی روحیه ې راکړی چه زه دپوښتنی ډیر وروڼه لرم او یواځی نه یم٠
تندر ستاسو ورور او دخپل ملت په چوپړ کی٠
27.12.2010
دروند پښتون باوري صاحب خدای دې روغ رمټ لره او له ناروغۍ دې نور خدای وساته !
ګمان مې نه کاوه چې تاسې به له دومره سختې ناروغتيا سره مخامخ شوي ياست، صرف له دې خبر وم چې له سګرټو څخه مو شکايت درلود ،
خو الحمد لله چې روغتيا مو په برخه شوې او اوس جوړ ياست ! څنګه چې ليدل کيږي دوستانو درته د روغتيا دعا کړې او روغ شوې ، زه به درته
دعا کوم چې بيا ناروغه نشې او زمونږ بنډار دې درباندې تازه اوسي ، آمين يا رب العالمين !
باور لرم چې د يو صادق مسلمان په توګه به د آخرت هم ډيره توخه لري، بيا هم چې څومره زياته وي هومره ښه وي :
ښايي ستاسې خپله ارزو هم وي ، که چيرې مو تر اوسه لا حج نه وي کړی نو په راتلونکي کال کې که د بيت الله شريف حج ته هم لاړ شئ د زړه ډير
سکون او سکينة القلب ، روحي غنی او خوښي به مو الله سبحانه وتعالی په برخه کړي! سر بېره په دې که لاړئ زما غوندې ګناهګاران به هم په دعا کې درسره ياد کړئ ، تاسې ته ښه او بشپړ صحت ، په نېکو او ګټورو چارو کې ډيرې برياوي غواړم او په لوی الله مو سپارم !
والسلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
مننه
tandar
30.12.2010
ډیر دقدر او عذت نه ډک پتوال صیب ستاسو اودټولو وروڼوپیغام ته خپله عاجزه مننه ووایم٠
ستاسو هره لیکنه له واقیعتو ډکه زما دزړه په رګو کی ځای نیسی ،البته دهرچا خپل نظر دی ،مګر دازما نظر دی٠
تاسو دی خدای ماته او بیچاره ملت ته تل ژوندی او صحتمند ولری٠
زه شخصا تاسوته دزړه نه احترام لرم او با ارزشه لیکنو نه مو زده کړه کوم ٠
نور نه پوهیږم چه څه ولیکم ،د یو ازاد افغانستان په هیله٠
ستاسو کشر ورور او دیرغلګرو په سر تندر٠