نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ویکیلکس د افغان ژورنالستانو لپاره د لیکیدو ښه بهانه
عادل عادل
15.12.2010
سلامونه
یره په افغانستان کې به ډیرې بې شمیره داسې پیښې شوې وي چې زمونږ افغاني ژونالستانو به د سر په سترګو کتلې وي، خو د یرغلګرو د پالیسئ او ویرې له مخې یې تر ننه پرې خوله پټه نیولې.
دا چې اوس مندته په ویکیلکس ماته ده نو ایا ددې وخت نه دی رارسیدلئ چې افغان ژونالستان او هغه افغانان چې د یرغلګرو سره په هسته کې پاته شوي، تر څو یو څه جرات وکړي او د مختلفو افغانی ویبپاڼو له لارې ټولې هغه پیښې چې د یرغلګرو وحشت او په څنګ کې د دوی شرمیدلې ماته او شکست انځوروي د خلکو په وړاندې کښیږدي؟
كريم كامران
16.12.2010
عادل صاحب ستاسو غوښتنه ډیره پرځای او معقوله ده، خو ما چې ترکومه حده خپل ژورنالستان او لیکوالان پیژندلي، ویریږم چې دوی د یرغلګرو د وحشتونو د توجیه کولو بهانې پلمې ونه لټوي؟؟؟؟
18.12.2010
ويکيلېکس يواځينۍ منبع ده چې زمونږ د خاورې پر ضد د امريکا ، انګليس او پاکستان ناولې موخې او چټل پرکتکتيکونه په انکار نه منونکو اسنادو
رسوا کولی شي ، لرې نه ده چې هغه برخې يې چې لا نشرته نه دي سپارل شوي زمونږ ددغه درې جنګ غوښتونکو دوښمنانوترمنځ د افغانستان پر ضد
ګډ پلانونه هم رسوا کړي او ټولو افغاني خواو ته د ټولو دوښمنانو اصلي څېرې بربنډې کړي !
که دا کار وشي، افغانان به ځانونه ايله وپيژني اودجګړو پر ځای به ملي وحدت
ته مخه کړي او لر قبايلي او بر افغان به د ګډ لر(پاکستاني)
او بر(غربي) دوښمن پر ضد سره لاسونه ورکړي ! القاعده به هم پوهه شي چې ISI د اسلامي کاسې لاندې ډيرې ضد افغاني نيم کاسې پټې دي ،
پنجابيان يې تير باسي او دافغانانو دملي ګټو پر ضد يې کاروي !
د پاکستان په رسوا کېدو سره اشغالګر نور هم رسوا رسوا او په معنوي توګه د نړۍ په کچه ذليل کيږي او افغاني ملي ځواکونه به له
دوښمن شيندلي اودوښمن پاشلي حالت څخه چې يو د بل څخه د فرار بڼه لري
خپل ملي مرکزه او ملي کوټلي متمرکز حالت ته رجوع وکړي
په يو فولادي موټي به واوړي چې په ګډه بيا ګاونډي او نړيوال دوښمن ته کفته کونکي او قرت ايستونکي ګوزارونه ورکړي انشا الله !
عادل عادل
19.12.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
ګل خبرې مو کړې دي، خو د بحث په ټکي نه یې غږیدلي، که د ویکیلیکس په دود د افغان ژورنالستانو په رول رڼا واچوی، هغه دا چې که دوی ته خدای هدایت وکړي او خپل ټول هغه راپورونه چې یې د مختلفو اسبابو له وجهې نه دي خپاره کړي، را میدان ته کړي.
نوروز خان
19.12.2010
زړه ته رانږدې عادل صیب سلامونه
وړاندیز مو ډیر خوندور دی ، خودعربي لغت له مخې تمني ده ترجي نه شو ورته ویلای ، ځکه مونږ چې په تیرو نهو کلونو کې ددغو ډالرخورو ایمان او وجدان ازمایلی بیا ازمودن یې هغه دچاخبره (خطااست )
دلته په لنډو دافغان مسلمان اولس دیوه میړه او هوښیار زوی شهید مستسعد یوه خبره داجرتي قلموالو او ژورنالستانو په اړه رااخلم چې یو وخت یې لیکلي وه ،( شاعر ، لیکوال او ژورنالیست هغه مهال خپل دین او اولس ته دخدمت جوګه کیدلای شي چې خپلواک احساس او ویښ ضمیر ولري ، که چیرې له شاعر ، لیکوال او ژورنالیست څخه دغه احساس دزر زور یا تطمیع په توسط واخیستل شي نو بیا داسې مړتت شی شي لکه دچرګ چې .... ورغوړه کړې ، نه اذان کولای شي او نه دبلې دندې وي )
نواوس عادل صیب خدای ومنه له دغو غوړ.... څخه داذانو تمه مه کوه ، دوی خپل حق السکوت نه شي حرامولای
Lotfollah
19.12.2010
سلامونه
[quote:4a99586631="نوروزخان"]زړه ته رانږدې عادل صیب سلامونه
وړاندیز مو ډیر خوندور دی ، خودعربي لغت له مخې تمني ده ترجي نه شو ورته ویلای ، ځکه مونږ چې په تیرو نهو کلونو کې ددغو ډالرخورو ایمان او وجدان ازمایلی بیا ازمودن یې هغه دچاخبره (خطااست )
دلته په لنډو دافغان مسلمان اولس دیوه میړه او هوښیار زوی شهید مستسعد یوه خبره داجرتي قلموالو او ژورنالستانو په اړه رااخلم چې یو وخت یې لیکلي وه ،( شاعر ، لیکوال او ژورنالیست هغه مهال خپل دین او اولس ته دخدمت جوګه کیدلای شي چې خپلواک احساس او ویښ ضمیر ولري ، که چیرې له شاعر ، لیکوال او ژورنالیست څخه دغه احساس دزر زور یا تطمیع په توسط واخیستل شي نو بیا داسې مړتت شی شي لکه دچرګ چې .... ورغوړه کړې ، نه اذان کولای شي او نه دبلې دندې وي )
نواوس عادل صیب خدای ومنه له دغو غوړ.... څخه داذانو تمه مه کوه ، دوی خپل حق السکوت نه شي حرامولای[/quote:4a99586631]
دغه سړی چې څوک دی خدای خبر زه یې نه پېژنم خو د خدای په نامه دلته چټیات لیکي. دا محترم دبحث ګډونوال دې ته مجبوروی چې د طالب ضد قوتونو پر ضد هسې چې دی کوی لیکنې وکړي ، که نه نو که یې نه پېژني هم پر دوی داجرتي قلموالو او ژورنالستانواو ... او ټاپه لګوي. آیا دغه محترم کوم وخت د طالب ضد کومه لیکنه کړې ده؟ ما خو تر اوسه نده لوستلې! یا دا چې پدې دی باور دﺉ هر څه چې طالبان کوی سم دي؟
په درناوی
pattang
19.12.2010
نوروزخانه سلامونه ! زه به يې در بډه بوله کړم :
دچرګ چې کونه ورغوړه کړې د ازان پر ځای پسکۍ اچوي .
په مخکې وختونو کې ساعتونو درک نه لاره ،خلکو به دکارېزوداوبو بدلول
يانې بل ګاونډي ته داوبو پرېښودل تر لمرولېدو ، تر اوله يا دوهم او درېمه
چرګ غږه او داسې نور پورې تړلي او ټاکل کېدل٠
خو دا د چرګ غږ تړونوالو به تل نقص کاوو ، ځکه چې دچرګ کونه به يې پټه ور
غوړه کړه نو دازان پر ځای به پسکۍ ترې وتې اوهغه بل بېچاره به پر نا حقه
اوبوته انتظار يوست٠
اوس وروره د ژ ورنالستانو کونې په دالر غوړې شوې ،ولاکه ازان ترې واورې٠
اوبل دادی چې دافغانستان ژورنالستان کله ژورناليستي کلتور لري ، دوی د ميديا
يوه محرقه قوه دي او مېديا تل له هغه سياست سره يو ځای کارکوي چې قدرت
اوسرمايه يې په لاس کې وي ، ديموکراسي له کتابه نه زده کيږي ، ديموکراسي
هغه کلتور ددی چې په نسلونو نسلو نو روزل شوی او پا لل شوی وي ٠
له ديموکراسي څخه مې هغه ديموکراسي مقصد ده چې دې دوو عناصرو ( اسلام
او پښتو ) تابع وي٠
[quote:b793101fb5="نوروزخان"]زړه ته رانږدې عادل صیب سلامونه
وړاندیز مو ډیر خوندور دی ، خودعربي لغت له مخې تمني ده ترجي نه شو ورته ویلای ، ځکه مونږ چې په تیرو نهو کلونو کې ددغو ډالرخورو ایمان او وجدان ازمایلی بیا ازمودن یې هغه دچاخبره (خطااست )
دلته په لنډو دافغان مسلمان اولس دیوه میړه او هوښیار زوی شهید مستسعد یوه خبره داجرتي قلموالو او ژورنالستانو په اړه رااخلم چې یو وخت یې لیکلي وه ،( شاعر ، لیکوال او ژورنالیست هغه مهال خپل دین او اولس ته دخدمت جوګه کیدلای شي چې خپلواک احساس او ویښ ضمیر ولري ، که چیرې له شاعر ، لیکوال او ژورنالیست څخه دغه احساس دزر زور یا تطمیع په توسط واخیستل شي نو بیا داسې مړتت شی شي لکه دچرګ چې .... ورغوړه کړې ، نه اذان کولای شي او نه دبلې دندې وي )
نواوس عادل صیب خدای ومنه له دغو غوړ.... څخه داذانو تمه مه کوه ، دوی خپل حق السکوت نه شي حرامولای[/quote:b793101fb5]
نوروز خان
20.12.2010
السلام علیکم
لطف الله لیکلي [quote:16012669c1]دغه سړی چې څوک دی خدای خبر زه یې نه پېژنم خو د خدای په نامه دلته چټیات لیکي. دا محترم دبحث ګډونوال دې ته مجبوروی چې د طالب ضد قوتونو پر ضد هسې چې دی کوی لیکنې وکړي ، که نه نو که یې نه پېژني هم پر دوی داجرتي قلموالو او ژورنالستانواو ... او ټاپه لګوي. آیا دغه محترم کوم وخت د طالب ضد کومه لیکنه کړې ده؟ ما خو تر اوسه نده لوستلې! یا دا چې پدې دی باور دﺉ هر څه چې طالبان کوی سم دي؟
په درناوی[/quote:16012669c1]
وروره ضرور نه ده چې ته مې وپیژنې ، زه دې هم نه پیژنم ، خوله خبرو مې دومره وپیژندلې چې زما په خبره دې باد اخیستی ، وروره دژورنالیستانو او اجرتي قلموالو په اړه زما خبره یوازې عنادي تور نه دی ، دافغانستان دننیو ژورنالیستانو ړنده او منافقه ورځ ټول افغانان دسرپه سترګو ویني .
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandd&article=23561
پینټاګون څو ورځې وړاندې ومنله ، چې سږکال په افغانستان کې دطالبانو له خوا ۱۸ زره وسلوالې حملې پرې شویدي ، خواوس تاسو خدای ته مخ او مونږ ته شاکړئ دتیرکال مطبوعاتي کلیکسیون وګورئ ، چې ایا دغوراډیویايي ، تیلویزوني او اخباري ژورنالیستانو ددغو پیښو ۱۸ سلنه راخیستي یا یې په اړه راپور ورکړی دی ، حقائق باید لکه څنګه چې دی هماغسې رابرسیر شي او ومنل شي ، مننه
Lotfollah
20.12.2010
سلامونه
[quote:154cff3be1="نوروزخان"]حقائق باید لکه څنګه چې دی هماغسې رابرسیر شي او ومنل شي [/quote:154cff3be1]
پر دې رپوټ چې تاسو پرې استناد کړی دی دا حقیقت هم شته چې ستاسو له خوا هم باید ومنل شی:
[color=blue:154cff3be1]د ملګروملتو له یوه راپور سره سم د روان کال یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې شپاړس سوه ملکي افغانان وژل شوي.
د دې موسسې د راپور له مخې څه باندې پنځه اویا فیصده ملکیان د طالبانو په ځانوژونکو حملو او د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.
د دا ډول پېښو تر ټولو په تازه کې چې خبر یې نن خپورشو په یوه برید کې درې افغان ماشومان ووژل شول او نهه تن نور ملکیان ژوبل شول.
دا کسان په کندهارکې په یوه موټر بمي حمله کې مړه او ژوبل شول.[/color:154cff3be1]
په درناوی
pattang
21.12.2010
ملل متحد غول خوري ، دوی د cia سپي دي ، ددشتي ليلې ، مزار قتل عام څه
شه ?? ملل متحد يوازې ډوډۍ ورکوي او دروغ وايې ٠
زه خو هم له جنوبه راځم او هلته سخت مقاومت دی نو داخبرې ما هلته ولې ندي اورېدلې? خو زمونږ په نږدې خپلوانو کې ټول مړي داشغال ګرې قوې له خوا قصدي
شوي دي ٠ تمامه مياشت چاپې وې دشپې مو خوب دطيارو له لاس ه نشوی کولی
او دوه واړه زامن به مې په نيمه شپه کې را بيدار شول ٠طالبان خو په قصدا څوک نه وژني ،که اشغالګرو ته ايښی ماين په ملکي خلکو لاص شي نو دطالب څه ګناه !
دغه خبرې په کابل کې ماته ، کله چې يوه ورځ په کابل کې وم، دمذدور او اجنټ دولت له لوړ پوړيو مامورينو څخه هم واورېدې اوخوا مې هم ورسره بده کړه ، څکه دجاهل زامن په کار نه پو هيږي او خېټې داسې پړ سېدلې وې لکه د سوار او زه يې په پښتو غلط کړی وم٠
زمونږ په ولايت کې ، معلم اود د طب ډاکتر د ملا صيب په امر، له کښته کولو
خلاص و و اودي او نور لاسپوڅي طالبانو کښته کول ٠
نالت په داسې سپين ستر ګو مذدورانو چې په سپينو سترګو دروغ وايې٠
نوروز خان
21.12.2010
لطف الله سلامونه
اول خو لکه پتنګ صیب چې وویل ملل متحد ته اوس دیوې بې پلوې ادارې په نظر نه شو کتلی ،اوس په نړیواله کچه دسپینې ماڼې دارالانشاء بلل کیږي ، او دطالبانو په وړاندې خو خورا غرضي چلند کوي ، او بله داچې داماته معلومه ده چې دطالبانو په اصولو کې دملکي زیانونو مسئله څومره حساسه ده ، خو دا یوجګړئیز مجبوریت دی ، که فقهې معلومات لرې هلته دتترس ( ډال جوړولو ) باب دهمدې لپاره راځي چې دامت هیڅ یوه جګړه له ملکی زیانونو خالي نه وه او نه به وي ، دښمن به ډیر ځله لتانه په ملکي خلکو کې ځان پټوي ، خوپه دې لتانه دخدای امر نه ساقطیږي ، زه وایم څوک چې په دې اړوند په طالبانو پسې تبلیغات کوي ، قاتلان یي بولي یا ولسی خلکو ته دنه پاملرنې پیغور ورکوي دقیامت په ورځ به دخدای په مقابل کې سخت مختوري وي ، ځکه ماهغه دین پالوونکي طالبان لیدلی چې یوازې دخدای لپاره درست کال جهاد کوي ، او ورسره دکوم ناڅاپي ملکي تن دخطاء وژل کیدو له وجې په بیا دوه دوه میاشتې پله پسې دکفارې روژې نیسي ، بلکې له دې سره سره یې دشهادت ترساعته دخپل خطایي قتل له وجې په زړه نه سپکیدونکی بار پروت وي هغه څه چې عندالله دی هیڅ مجرم نه پرې پیژندل کیږي ،وروره طالبان دومره بې حسه مخلوق نه ده ، لکه ددې بحث ځینې لیکوالان چې زړور پرې ورځي هغوی به ددیموکراسۍ او ډالر کراسۍ په تله کې سپک وي ، خوعندالله ، دسړیتوب او دافغانیت په تله کې خورا درانه خلک دي ، زه داسې طالب هم پیژنم چې له جیب نه ددسمال راوښکلو په وخت یې دګرنیډ کړی په دسمال کې بندي شوې او راختلې ده ګرنیډهم لاندې غورځیدلی خو وروسته له دې امله برسیره پرې پریوتی چې شاوخوا دګڼې ګوڼې خلکو ته زیان وانه وړي ، هغه طالب ځان ټوک ټوک کړ خو شاوخوا خلک یې دګرنيډ له اعظمی مرګ ژوبله وژغورل
لطف الله وروره که په دې اړه دې په زړه کې شک قدرې پاته وي راته ولیکه چې دامسئله سمه درته سپینه کړم دخدای پامان