اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دکعبې مبارکې پوښ(غلاف)
وزیري
15.12.2010
السلام علیکم:
دکعبې مبارکې پوښ چه په عربې کې ورته (کسوة الکعبه )وایې هر کال پرې دکعبې دیوالونه پوښل کیږي او هغې ته یوه ځانګړې ښکلا وربخښي . نوموړی پوښ دامهال دمکې مکرمې په حدیبیه کې ( ام الجود) نومي سیمې په یوه ستره فابریکه کې چه مصنع کسوة نومیږي اوپه ټول کال کې یوازې دوه پوښه جوړوي ،تر اوبدلو لاندې وي .یو پوښ یې په باندنیو دیوالونو او دوهم زرغون رنګه پوښ یې په دننه دیوالونو ځوړند کیږي . ددې پوښ په وړاندینۍ برخه دسروزرو په حروفو لیکل شوي وي چه ( داپوښ په مکه مکرمه کې جوړ او دحرمینو دخادم له لورې بیت الله شریفې ته ډالۍ کیږي).
دکعبې پوښ له یوه تور رنګه وریښمین رخت څخه جوړيږي چه د نویوالکترونیکې مشینونو ترڅنګ پکې په زیاته اندازه لاسې کار هم شوی وي او په ډیر ښکلي ډول پکې د(یا الله ) او (لا اله الا الله ) توري تر سترګو کیږي .په لومړیو کې ددې پوښ دبدلولو کوم ټاکلی وخت نه وو، کله به په کال کې یوځل بدلېده او کله به تر ډیرې مودې پرې ځوړند وو.
نوموړی پوښ چه ۴۱ متره اوږدوالی لري او په پورتنۍ برخه کې یوه پټۍ چه ۹۵ سانتي متره سور لري او دسپينو زرو آړ ورکول شوی وي ، اوپه سروزرو پرې په ډېر زړه راکښونکي ډول دعربي تر ټولو ښکلی رسم الخط (ثلث) باندې سورة الاخلاص او دبیلابیلو قراني ایاتونو ترڅنګ داسلامي عباداتو نقاشي شوې وي
دیوې اندازې له مخې ویل شوي چې ددې پوښ دلګښت ټول ټال تر دوه سوه لکه ریاله هم اوړي .
والسلام
لیکونکی یی د محب الله وثیق په نامه یو څوک دی.
كريم كامران
20.12.2010
الوزيري صاحب ستاسو د معلوماتو شریکولو نه ډیره مننه. دا د دوه سوه لکه ریالو خبره ماته نوې او عجیبه وه، خو تاسو که لږ یې په شرعي اړخ باندې هم رڼا اچولې وی ښه به وی، ماته خو که رښتیا ووایم دا کار اسراف معلومیږي. کعبه شریفه د ټولو مسلمانانو لپاره یوه دیني شعیره او مقدس ځای دی، نو دا به څومره پرځای عمل وي چې ددې مقدسې کعبې په پوښولو کې د بې ځایه اسراف څخه کار واخیستل شي؟؟؟ د مسلمانانو بې وزلي دې حد ته رسیدلې چې له لوږې مري، آیا لازمه نه ده چې دا کلني لګښت په مستحقو او فقیرو مسلمانانو وویشل شي؟؟؟
ماته خو یې شرعي حکم نه دی معلوم، که تاسو پرې لږه رڼا واچوئ ډیره به ښه شي، خو ظاهرا چې ورته ګورم ښه صحیح اسراف راته ښکاري.