اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اسلامی بحث فورم چلونکو ته
وزیري
15.12.2010
محترمینو! زما په پوره یقین دا فورم اسلام ته د خدمت په خاطر جوړ شویدی، هغه د چا خبره اسلام خو دریاب ده او تر شین زورشا نون زرا شانه پوری هر سړی لوستی دی.
زه چی په دی فورم کی څومره مطالعه لرم هغه دا ده چی یوه اسلامی مسئله چی اکثره وخت اختلافی وی منځ ته را غورځول کیږی او بیا په فورم کی شته علماء او طلباء په خپل منځ کی سره پری ونښلی. کله چی یو طرف مات شی نو دا خو واضحه خبره ده چی اکثریت زمونږه دا بیا نه لیکو چی ستا خبره صحی وه او زه ملامت شوم، بدبختی دا ده چی بحث هماغسی نیمګړی پاتی شی.
په داسی حالت کی زما غوښتنه له فورم چلونکو نه دا ده چی یا خو دی خپله پری خپل نظر هم څرګند کړی او یا دی په لیکنو کی دو جانبه دلایل په نظر کی ونیسی او د بحث ګټونکی دی خلکو ته ور وپیژنی. په دی پیژندلو کی زما مطلب د ګټندوی باتوری نه ده بلکی هغه اسلامی مسئله چی اختلاف په کی وه کومه یوه صحی وخته ترڅو ناظرین چی په بحث کی یی برخه نه وی اخیستی په دی وپوهیږی چی مونږ باید په دی مسئله کی چی بحث پری وشو خپله عقیده باید څرنګه وساتو.
والسلام