نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عسکر جانه!!!
وزیري
14.12.2010
ګرانو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
دا لاندی لیکنه می د اسلامی آمارت له ګورتپاڼی نه را واخیستله ترڅو یی تاسی سره شریکه کړم. زما خو ډیره خوښه شوه،
عـسکــرجــانــه! تـاتـه وايــم!!
سه شنبه, 14 December 2010 05:51 شـــپــونــکــــى
عسكرجانه! داسې وګڼه چې زه ستا يو مشر ورو يم، او غواړم په مينه مينه دې په يوڅو خبرو پوهوم .عسكرجانه! زه ستا هغه ورو يم چې په دې هيواد كې مې د روسانو يرغل له پېله تر پايه وليد، او د هغوئ ترڅنګ د دريدلې افغاني اردو انجام مې هم وليد، ددې وطن ټولې ملېشې او نا خلفه ټوپكيان مې هم وليدل چې څنګه يې د خپل ملت په خلاف د دښمنانو د اهدافو د ترسره كولو لپاره جګړې وكړې .
عسكرجانه! زه نه غواړم چې تر دې ترخو تجربو وروسته دې بيا هم ته هماغه څه وكړې چې ستا ولس پرې كړيږي، خو زما او ستا دواړو كافر دښمن پرې خوشحاليږي.
عسكرجانه! غواړم په مينه او مهربانۍ درسره د زړه حال شريك كړم، زه او ته خو دوه سكني وروڼه يو، خو افسوس چې ته رانه كفارو په خپله غيږ كې نيولى يې ، خپل ټوپك يې تاته لاس كې دركړى چې ما پرې وولې. او پدې ګناه مې ولې چې ولې د كفارو په خلاف جنګيږم، او ولې هغوئ ته سر نه ټيټوم؟
عسكرجانه! زه او ته خو دواړه د يوې مور زامن وو، ما او تاته خو مورجانې په يوه ورځ سيپاره لاس كې راكړې وه او دجومات ملاصاحب ته يې ليږلي وو چې دين زده كړو، دواړه به يو ځاى د ژمي په يخنۍ كې سهار وختى جومات ته تللو، او د ملاصاحب مخې ته به كښيناستلو، خو دا چې ما سيپاره وويله نو ( طالب ) شوم، او تا پريښودله تر هغې چې زلمى شوې او بل دې هيڅ كسب او كمال زد ه نكړ، آخر له مجبورې ورځې عسكرجان شوې، هغه هم د كوم ملي مكلفيت پر اساس نه ، بلكه ددې لپاره چې دولس زره افغانۍ دركوي ، كه نه په شروع كې خو زه او ته دواړه ( طالبان) وو .
عسكرجانه! تا ته خو ښه درمعلومه ده چې زه د مدرسې طالب وم ، هره جمعه به كورته راتلم، له تا او كورنۍ سره به دهرې جمعې ورځ زما اختر وو، د هرې هفتې په سهار به تر نيمې لارې ته هم را سره تللې، زما قدر او عزت به دې كاوه . ما چې كتابونه وويل نو دا مې هم وركې زده كړل چې د دين يوازې زده كول مطلوب نه دي ، بلكه پر هغه عمل او له هغه څخه دفاع كول هم د مسلمان كار دى. او د دين تطبيقول هم د دين د زده كوونكو وظيفه ده . هماغه ؤ چې د دين د تطبيق او له هغه څخه د دفاع لپاره مې جهاد شروع كړ .
عسكرجانه! وروره! په كار خو دا وه چې تا زما ملا تړلې واى، او زما ترڅنګ دريدلى واى، خو افسوس چې ته د كلي چرسيانو او بنگيانو سره ملګري شوې ، مور او پلار كه هر څومره نصيحتونه او زارۍ درته وكړې خو ته هغه سړى نشوې چې هغوئ غوښتلې. مور او پلار درته پردۍ لور هم كښينوله چې ګوندې له واده سره به د مسؤليت احساس دركې پيداشي، اولادونه دې پيداشول، خو په تا كې د ښو او بدو د پيژندلو تميز پيدا نشو، نو بالاخره لاړې د څو پيسو پخاطر د دين او وطن دكافرو دښمنانو تر څنګ دهغوئ په لاس په جوړې شوې اردو كې عسكر شوې، او اوس هغه څه كوې چې هغوئ يې در څخه غواړي .
عسكرجانه! هغوئ خو زما او ستا دواړو ددين دښمن دې، ځكه خو له ليرې ځايه راغلي، او غواړي دلته پر ما او تا خپله حمكرانې وچلوي، زموږ وطن يې اشغال كړى، او زموږ هر څه يې په خپل واك كې راوستلي دي، ته نو ولي دهغوئ ترڅنګ ولاړ يې، او دښمني راسره كوې ؟
عسكرجانه! تا ته به نه در معلوميږي چې زه نه غواړم چې تا ووژنم ، خو ته د هغوئ په صف كې ولاړ يې، او د هغوئ لپاره كار كوې، نو ځكه زما په ګوليو لګيږې. خو بيا مې ستا په وژل كيدو خوا بديږي، ځكه چې خورلرې، مور لرې ، ناوې دې كونډيږي، سپين سرې مور او سپين ږيرى پلار درباندې كړيږي، ستا وړو وړو يتيمانو ته بيا هم همدا زه ځوريږم. او همدا ستا له امله زه خپل كلي كور، سيال او تربره ته كم راځم، آيا تا هم كله پدې غور كړى؟
عسكرجانه! ته پوهيږې چې تا كفار په دوستۍ نيولي. ته پوهيږي چې كافران تا ته خپل دوست وايي؟ آيا پدې هم پوهيږي چې كافران تا او ستا اردو خپله لاسته راوړنه ګڼي، پدې پوهيږي چې هغوئ په خپلو منځونو كې وايې چې د اردو له عسكرو مو داسې خلك جوړ كړل چې نور به زموږ پر ځاى هغوئ د اسلام او جهاد په ضد جنګيږي؟
عسكرجانه! كيداى شي چې ته ووايې چې زه خو له كافرانو كركه لرم، خو ستا افسران دامريكايانو، انګريزانو، جرمنيانو، او فرانسويانو لخوا ټاكل شوي دي ، دلته ستا انفرادي كركه تر هغې هيڅ تاثير نه لري چې تر څو دې ددې انګريزانو په وژلو دخپلې كركې اظهار نه وي كړي. او كه داسې ونشي نو بيا خو ته هم له زړه دهغوئ ملګري يې، ځكه چې ته خو ورسره بندي نه ئې . بلكى په خپله خوښه له هغوئ سره يوځاى اوسې، او په خپله خوښه د هغوئ لپاره ما وژنې، او هغوئ ته زما دكور لاره ورښئې . هغه بله ورځ دې وليدل چې ستا يو ملګري د خپل ټوپك يوازې يوه ججوره په ورسره روزونكو امريكايانو كې تشه كړه او بيا په هسكه غاړه له مجاهدينو سره ملګرى شو، څنګه يې په همدا يوه ججوره ټوله اروپا او امريكا ولړزوله ؟ څنګه يې دهغه ځاى ولسونه په خپلو حكومتونو پسې راپورته كړل ؟ او څنګه د دښمن زړه ته دا خبره ولويده چې دلته نور دهغوئ خواري ځاى نه نيسې ؟ ستا په حركت كې هم همدومره بركت شته ، خو ته ناځوانه حركت نه كوې .
عسكرجانه! ورور مې يې، خو بيلارې ورور، خير، هر څه چې يې د آخرت عذاب مې نه درباندې لوريږي، د الله تعالى له عذابه دې ويروم . الله كافرانو ته جهنم ټاكلى دى ، او هر هغه څوك چې په خپله خوښه دهغوئ ملګرتيا كوي، او د هغوئ په قومانده او د هغوئ په صف كې جنګيږي، هغوئ به ورسره جهنم ته ځي .
عسكرجانه! ګوره چې پدې خبره مې خوابده نه كړې ، ځكه چې دا زما خبره نه ده ، دا زما او ستا د دواړو دخالق او مالك خبره ده، دا د هغه ذات خبره ده چې له ما او تا دواړو سره به د قيامت په ورځ حساب كوي. هماغه الله په خپل كتاب كې فرمايې ( وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) سورة المائدة آية ۵۱. ( او له تاسې څخه چې څوك دوئ ( كافران ) په دوستۍ ونسي نو هغه به هم له هغوئ ( كافرانو) څخه وي، او بې شكه الله ظالمانو ته هدايت نه كوي) .
عسكرجانه! پدې دې غور كړى، چې دا كافران ولې په ما پسې غرونه او سمڅې ، او ځنګلونه لټوي، خو تا ته په خپل څنګ كې ځاى دركوي؟ . ما وژني، خو له تا نه راضي دى، او تنخواه دركوي؟ ما ځكه وژني او دښمني را سره كوي چې د دوئ په لاره نه ځم، خو تا ته ځكه تنخواه دركوي چې د دوئ په لاره روان يې . كه نه زه او ته خو دواړه ديوې مور زامن يو، او كور مو هم لا تر اوسه سره يو دى . دا هم درته ښه معلومه ده چې كه زه غره ته ختلى يم، نو ښځه او بچيان مې ستا له بچيانو سره يو ځاى مور او پلار ته پرې ايښي دي، نو بيا ولې ما وژني او تا ته ډالر دركوي؟
عسكرجانه! ته پدې خبر نه يې چې بوش چې كله خپل پوځونه دافغانستان د نيولو لپاره دې وطن ته راليږل، زما او ستا په خلاف يې خپله جګړه صليبى جګړه و بلله؟ . پدې پوهيږي چې صليبي جګړې څه ډول جګړې وې؟! صليبي جګړې خو په تاريخ كې هغه جګړې وې چې د غربي دولتونو پوځونه د صليب تر بيرغ لاندې د اسلامې نړۍ دنيولو لپاره شرق ته دوچې او سمندر له لارې راغلل، او چې كله د اوسنۍ تركيې د ( انطاكيې ) په ښار فلسطين ته راتيريدل نو د انطاكيې په محاصره شوي ښار كې يې يو لك تسليم شوي مسلمانان په بې رحمۍ تر تيغه تير كړل ، او چې كله بيا فلسطين ته راورسيدل نو تريوې هفتې په لږ وخت كې يې اويا زره تسليم شوي مسلمانان ووژل . او بيا يې دهغوى جسدونه وسوځول، يوازې د ( اقصى ) د مسجد په دننه كې يې څوارلس زره هغه مسلمانان ووژل چې مسجد ته يې پناه وروړې وه .
عسكرجانه! د دوۍ افسران به چې كله په مسجد كې د وژل شويو مسلمانانو ليدلوته ورتلل نو د هغوئ د اسونو پښې به تر زنګنونو دمسلمانانو په وينو كې ډوبې وې.
عسكرجانه! كه زما پدې خبرو دې باور نه راځي نو له هغو كافرانو پوښتنه وكړه چې همدا اوس ته ورسره يو ځاى زما په خلاف جنګيږې ، هغوئ به هرو مرو درته ووايې چې هو دا قصى زمونږ د صليبي جګړوتاريخ ليكونكي ( ويليام آف كاير ) هم په خپل كتاب The deEds done byound the sEase كې ليكلې دي .
عسكرجانه! پدې پوهيږي چې پربيت المقدس د واكمنۍ تر ټينګولو وروسته يې دمسلمانانو په اولنۍ قبلې ( مسجد اقصى ) څه وكړل ؟ هغوئ نوي كاله له مسجد څخه ډيران ( دخځلو د غورځولو ځاى ) جوړ كړي وو، او تر هغه وخته د مسلمانانو قبله د اروپايانو ډيران وو چې تر څو د اسلام ستر غازي د القدس فاتح ( صلاح الدين ايوبي) دهغوى له ولكې څخه آزاد كړ .
عسكرجانه!اوس خو به پوه شوي يې چې له صليبي جګړې څخه د( بوش ) مقصد څه شى وو؟
عسكرجانه! ستا خرڅ شوي او منافق شرابي افسران درته درواغ وايې چې ته او صليبي پوځيان دواړه ديوې جګړې مساوي شريكان ياست، او دواړه د يوه هدف لپاره جنګيږئ. هو، درواغ درته وايي . هغوئ خو د اسلام او مسلمانانو په خلاف په يوه ښكاره او اعلان شوي صليبي جګړه كې اخته دي. او له تا نه يې د خپل مقصد لپاره د قربانۍ پسه جوړ كړى ، كه داسې نه وي نو بيا ولې په لارو او سړكونو تا مخته كوي، او دوئ در پسې روان وي . خو د جګړې او حركت قومانده د دوئ په لاس كې وي؟ دا ددې لپاره كوي چې په هغه ماين تا والوزوي چې ما دوئ ته ښخ كړى دى. كه دوئ تا خپل شريك ګڼي نو بيا ولې خپله په بندو زرهدارو موټرو كې چې دوئ يې د ماين ضد بولي سپريږي ، او ته يې پداسې يو نازكه سرلوڅي رينجر كې كښينولى يې چې زما د كلاشينكوف مرمي هم تيروبير ترې وځي؟ دوئ ولې پر مختللې وسلې لري ، او تا ته يې له دويمې نړيوالې جګړې پاتې داسې تاريخ تيرې وسلې دركړې دي چې په ټوله نړۍ كې يې اوس استعمال نشته؟ دوئ ولې په ټانكونو كې ګرځي، خو ستا د افغانستان ټانګونه يې له يوه مخې له منځه يوړل؟ ولې يې درنې روسۍ وسلې درڅخه واخيستې له منځه يې يوړې، او پر ځاى يې د درنو وسلو هيڅ درنه كړل ؟ . ولې يې ستا د كور او كلې د ورانولو لپاره ډول ډول طيارې راوستې ، خو ستا هغه څو كنډې كپرې طياري يې هم له منځه يوړې؟ ولې يې د افغانستان روزل شوې اردو منحل كړه . او دهغې پر ځاى يې يوه بې احساسه، بې تعليمه، بې هويته، بې تجربې ، بې دسپلينه ، په قومې او ژبنيو بنسټونو ولاړه، او بې سواده دى كرايې مليشو مجموعه د اردو په نامه را منځته كړه؟
عسكرجانه! دا هر څه يې ځكه وكړل چې له تا نه هم ډاريږي، هغوئ نه غواړي چې ته دې هم قوي و اوسې ، هغوئ غواړي چې يوازې همدوئ دې قوي وي. او له تا څخه دې يوازې د يو بې واكه مريي، او بې اختياره مزدور په حيث كار واخلي. هغوئ په زور راغلي دي ، هر څه په خپل زور تر سره كوي، زما وژل خو يې هسې هم هدف دي، خو چې تا ته يې هم طبعيت خراب شي نرغوندې دې وژني، او بيا هيڅوك ترې پوښتنه هم نشي كولى.
عسكرجانه! ستا منافق او شرابي افسران به دا هم درته وايي چې دوئ خو زمونږ مرستې او زموږ د وطن آزادولو ته راغلي دي. خو تاكله پدې غور كړى چې مرسته همدې ته وايې چې زمونږ هيواد راكنډواله كړي، اردو مو ړنګه كړي، ټانګو او ټول پوځي وسايل ، هوايي ځواك ، دهوايې مدافعې سيستم او رادارونه، او د استحكام ټول وسايل مو له منځه يوسي؟ مرسته همدېته وايي چې واك مو پردى شي؟ مرسته همدېته وايې چې تريولك زيات افغانان راووژني، او بيا يې هيڅ مسؤليت هم پر غاړه وانخلي؟ آيا مرسته دېته وايې چې پر جوماتونو، شفاخانو، ودونو، وراګانو، كاروانونو، دسپرلۍ پر موټرو، او پر كليو كورونو او كروندو مو درنې بمبارۍ وكوي؟
عسكرجانه! دا پوښتنه دې كله له ځانه او يا له كوم بل چا څخه كړې چې دوئ دا وطن مونږ ته له چا آزادكړ؟ له يهودو؟ له نصاراؤ؟ له هندوانو؟ له روسانو؟ له غلو او جنګي مجرمينو؟ او كه له هغو مسلمانانو چې دلته يې د الله د دين نافذول غوښتل؟ دوئ افغانستان آزا د كړى ندى، بلكه دوئ افغانستان اشغال كړى دى.
عسكرجانه! دلته حقيقي واك او اختيار له غربي اشغالګرو قواوو، غربي كمپنيو، او غربي مؤسساتو سره دى، او دا ته چې كومې ادارې ته حكومت وايې ، او خپل ځان د هغه ساتونكى او پاسبان بولې، ددې ادارې هر وزير يې په صليبي ايتلاف كې د شاملو جهتونو دګټو د ساتلو لپاره د همهغوئ له لوري ټاكل شوى دى، ته او ستا افسران خو لا څه كوې چې دلته د كابينې ټول وزيران او حتى چې ستا جمهور رئيس هم همدوئ ټاكلى دى. ځكه چې كه چيرې هغه رښتيا هم يو خپلواك رئيس واى ، نو د اشغالګرو دوحشيانه بمباريو په مقابل كې به يې ژړاګانې نه كولې ، دښځو په څير به يې اوښكې نه تويولې، بلكه ديو آزاد هيواد د جمهور رئيس په توګه به يې له هغوئ سره محاسبه كولاى، او هغوئ به يې ددې ډول وحشتونو له ارتكاب څخه منع كړي واى.
عسكرجانه! غربيانو يوازې په افغانستان كې د اسلام او مسلمانانو په خلاف جګړه نده روانه كړې، بلكه هغوئ د اسلامي هيوادو په ډيرو برخو كې دمسلمانانو په خلاف جګړې روانې كړې دي، په ځينو ځايونو كې خپله په جګړو اخته دي ، او په ځينو ځايونو كې يې جګړه نوروته سپارلې او دوئ يې تر شا ولاړ دي، چې عراق ، صومال ، يمن ، فلسطين، چيچينيا، سوډان، او د اسلامي نړۍ ډير نور هيوادونه يې مثالونه دي .
عسكرجانه! يوازې افغانستان نه دى چې دوئ وركې خپل غلامان قدرت ته رسولي دي، بلكه هغوئ د اسلامي نړۍ په تقريباً ټولو هيوادونو كې همدغه كار كړى دى. او په ټولو هيوادونو كې يې دهمدئ په لاس د اسلام دنافذيدلومخنيوى كړى دى.
عسكرجانه! ته ګومان كوې چې رښتيا هم امريكايان او اروپايان د افغانستان اوسنۍ اردو د افغانستان لپاره تربيه كوي ؟ او ددې لپاره په ملياردونو ډالره ورباندې مصرفوي چې سبا ته دا اردو له اسلام او اسلامي هيواد څخه دفاع وكولى شي؟ او ددې لپاره يې په وسلو سمبالوي چې دهيواد خپلواكې وساتي؟ نه داسې هيڅكله نه ده ، ځكه چې كه هغوئ تاسې له اسلام او وطن څخه د دفاع په روحيه و روزي نو بيا خو به تر هر چا دمخه په همدوئ شروع كوئ، همدوئ به شړئ ، او دا وطن به له همدوئ آزادوئ. ستاسې د دين مخالفين او دښمنان خو همدوئ دي، همدوئ په زوره ستاسو وطن نيولى، او همدوئ په خپل زور په ظلم او ناروا دمظلومو افغانانو په كورونو د شپې په تيارو كې چاپې غورځوي، ښځې او ماشومان يې په روزل شويو سپيو داړي، او نارينه يې لاس تړلي او سترګې تړلي نا معلوم لوري ته له ځانه سره وړي، او ستا د حكومت چارواكې بيا په ډيرۍ عاجزۍ وايي چې مونږ يې نه وو خبر كړي .
عسكرجانه! هغوئ نه غواړي په تاكې دې د آزادۍ احساس او له وطن څخه د دفاع روحيه پيدا شي. هغوئ غواړي له تاسو څخه داسې يو بى رحمه، بې عاطفې، بې سړيتوبه، بې دينه، او بې مروته پوځ جوړ كړي چې په خپلو خلكو هيڅ رحم او زړه سوى ونه لرئ، او بيا ستاسو په لاس او ستاسو د مټو په زور لدې خاورې د اسلام بيخ او بوټى وباسي، همداستاسې په واسطه اسلام او مسلمانان ذليل كړي، همدا ستاسې په لاس علماء ، طالبان، مجاهدين، نيك خلك ، آزادي غوښتونكي ملي مشران او د كفارو سرسخت دښمنان زندانونو ته ټيل وهي.
عسكرجانه! دا چې ته افغان يې او لا تر اوسه ځان يو ښه مسلمان بولې، نو زما دغه خبره به درته عجيبه او مبالغه ښكاري، خو ګوره عسكرجانه! هغوئ په همدغه ډول د مسلمانو هيوادونو پوځونه په ( تركيى) ، ( الجزاير) ، ( عراق ) ، د هند په نيمه وچه، په عربي هيوادونو ، په افريقايې اسلامي هيوادونو او نورو اسلامي هيوادونو كې وروزل، چې هلته د همدغو پوځونو او دهمدوئ په طريقه د روزل شوو عسكرو له لاسه مسلمانان له ذلت او مشقت سره مخ دي .
عسكرجانه! هغوئ په ملياردونو ډالره ستاسې په روزلو ددې لپاره مصرفوي چې سبا ته كه دوئ تيښتې ته اړ شي نو بيا به ټول هغه كارونه تاسو ته دروسپاري چې پخوا دوئ كول، بيا به همدا تاسې د اسلام د نفاذ، او داسلامي نظام دحاكميدلو مخنيوى كوئ، لكه چې نن يې په ټوله اسلامي نړۍ كې د دوئ په لاس روزل شوي پوځونه كوي .
عسكرجانه! همدا نن لا ستا هر څه ددوئ په واك كې دي ، ستا تنخواه، ستا لباس، ستا خوراك، ستا وسله ، ستا مهمات، ستا تشكيلات، ستا روزنه ، ستا قومانده ، او تا ته د اهدافو تعيينول، هر څه ددوئ په واك كې او ددوئ له لوري دي. خپل ملت درباندې وژني . خو بيا يې هم په تاسو باندې د ( ملي اردو ) نوم ايښى دى.
عسكرجانه! كه زما خبرې درته بيځايه ښكاري، نو راځه په خپله يوه تجربه وكړه، چې ته او ستا ملي اردو څومره خپل واك او خپله اراده لري؟ تجربه داسې وكړه چې ته او ستا څو ملګري چې كومه ورځ له كفارو سره يوځاى په كوم ( مشترك ) عمليات كې ساحې ته ووتلئ، او كفارو غوښتل چې كوم كلى او يا كور تلاشي كړي، نو تاسې ورته وواياست چې تاسو ته ضرورت نشته، تاسو همدلته ودريږئ او مونږ يي خپله تالاشي كوو، ځكه چې دا زمونږ خپلې خويندې او ميندې دي، او كه هغوئ خامخا غوښتل چې د مسلمانانو كورته ورننوځي نو په زور يې منع كړئ، ځكه چې له تاسو سره هم وسلې شته، هلته به بيا معلومه شي چې تاسو د كوم ملت ( ملي اردو ) ياست ! او هلته بيا درته زما د خبرو ريښتينولي در معلومه شي چې ته او ستا اردو يې د اسلام او وطن دحريت او دفاع لپاره تربيه كړي ياست؟ او كه د مطلقي غلامۍ او بې واكه مزدورۍ لپاره ؟
عسكرجانه! يوې بلې خبرې ته دې پام را اړوم ، او هغه دا چې ته چې د چا په خلاف جنګيږي هغوئ خو يا د قرآن حافظان دي ، يا د مسجد اومحراب عالمان دي چې له مسجد اومحراب څخه د دفاع لپاره يې ټوپك پورته كړى دى، يا دمدرسو طالبان دي، او يا دهيواد او اسلامي نړۍ هغه مخلص بچيان دي چې د دين د ساتنې، او د مسلمانانو د هيوادونو دآزادولو لپاره يې د كافرو امريكايانو او اروپايانو په خلاف مقاومت شروع كړى دى. ته خو په حقيقت كې دهغوئ ورور يې ، ته يې بايد ترڅنګ ولاړ واى، خو افسوس چې ته لاړى، د كفارو د ټانګ په سر كښيناستې، او د كفارو له صفه په هغه ټوپك د اسلام په مدافعانو ډزې كوې چې همدغو كفارو دركړى دى؟
عسكرجانه! كه دوئ طالب او ملا نه پيژني ته خويې ښه پيژنې! ته چې پيدا شوې همدې ملا دې په غوږ كې دتوحيد نعره در واوروله، چې لږ لوى شوې همدې ملا په جومات كې دين دروښود، او په لمانځه يې ودرولې ، هره جمعه دې همدا ملا ددين په احكامو خبروي، همدا ملا دې له پردۍ لور سره نكاح درتړي، په همدې ملا پسې د لمانځه اقتدا كوې، په ركوع يې ركوع كوې، او په سجده يې سجدې ته ځې. او كله چې ته او يا دې كوم بچى له درد او مرضه وځوريږي، او له ډاكټره نا اميده شې، نو همدې ملا او طالب ته ورځې چې دم درباندې ووايې، له زندانونو څخه راخوشى شوي ملايان او طالبان وايې چې په زندان كې به له يوې خوا ظالمانو دومره وهلو چې هډوكې به يې را مات كړل، خو چې كله به يې ښځې ناروغې شوې نو بيا به يې اوبه هم په مونږ ورته دمولې، او چې كله به مو ورنه پوښتنه وكړه چې كه ښه او مبارك خلك درته ښكارو نو بيا مو ولې ډبوئ؟ هغوئ به ويل : ستاسو وهل زمونږ مجبوريت دى، خو په تاسې اوبه دمول زمونږ قناعت .
ښه عسكرجانه! چې دا دومره هر څه د ملا منې ، نو د اسلامي نظام راوستل ، او دكفارو په خلاف جنګ ولې ورسره نه منې؟ او يا ولې يې د دښمن په صف كې دريږې؟ همدا نن به دې هم ( كور ودانې) او يا ( مورجانې ) ستا بچيان سهار وختي د سبق لپاره ملا ته ليږلي وي، خو افسوس چې تا دبل چا لاره نيولې، او د بل چا لپاره دې په ملا او طالب پسې ټوپك راپورته كړى دى .
عسكرجانه! پدې دې فكر كړى چې كه ته مړ شې تر هغې به دې څوك نه ښخوي چې تر څو دي بيا د ملاصاحب په مخكې دجنازې لپاره كښينږدي!
عسكرجانه! چې پيدا شوې او دې دنيا ته دې نوې سترګې وغړولې، نو هم همدې ملا ته يې په مخكې كيښودې، او اوس چې له دنيا سترګې پټوې بيا دې هم دهمدې ملا او طالب مخې ته ږدي.
عسكرجانه! ستا خو دتګ او راتګ معاملې دواړه ستا د دين په حكم په ملا پورې تړلې دي ، نو دا څه درباندې وشول چې له كفارو سره يو ځاى او دهغوئ په وينا په خپل ملا او طالب پسې راپورته شوى يې ؟
عسكرجانه! كله دې پدې غور كړي چې كه پدې لاره كې مړ شې دنيا او آخرت دې دواړه خبرابيږي؟ دواړه ځكه خرابيږي چې نه به د الله تعالى په لاره كې مجاهد شهيد شوى يې چې عمل دې قبول شي او بښنه درته وكړى ، او په آخرت كې دې له انبياؤ او صديقينو سره ملګري كړي ، او نه به له كفارو څخه د وطن دآزادولو او دخپل ملت د حريت د ګټلو په لاره كې مړ شوى يې، چې خلك درباندې فخر وكړي، نوم دې په اتلانو كې راشي ، او د پلار ، وروڼو ، اوقوم شمله دې درباندې هسكه شي.
عسكرجانه! كيدى شي چې يرغلګر كفار، او دهغوئ ګوډاګى حكومت دې د يو څو لحظو لپاره وستايې، او په كوم حكومتې امبولانس كې دې مړى هم كورته راوړي، او پلار جان ته ستا دوينې د قيمت ( يولك ) افغانۍ هم وركړي، خو مونږ اوخپلوان به دې په يادولو شرميږو، خلك به په مړي يوازې غمجن كيږي، خو مونږ به هم ستا په مرګ شرميږو، او هم به غمجن يو. نور خلك به هم وايې چې : مه يې يادوئ ! په دولس زره افغانيو يې ايمان خرڅ كړ، او .........له دنيا لاړ .
عسكرجانه! خلك به په فاتحې كولو راته شرميږي، بچيان به دې څوك د شهيد يتيمان نه بولي، او ښځه به دې څوك د شهيد كونډه . او خلك به لا نور پيغورونه هم راكوي چې : دكفارو نوكري به يې نه كوله ، ولي يې په ډالرو پسې ځان مړ كاوه !
عسكرجانه! ددين او عقيدې خبره درته كوم! ته چې دچا په ضد جنګيږې ته ځان له هغوئ سره يو شى هم بولې ، ځكه چې ته هم په يوه الله دايمان دعوى لرې، او هغوئ هم په يوه الله ايمان لري، ته هم محمد صلي الله عليه وسلم خپل پيغمبر ګڼې، كه څه هم چې پر لاره يې نه ځې، او هغوئ هم د همدې پيغمبر امتيان دي، او دهمدي پيغمبر دشريعت دنافذولو لپاره جنګيږي. ته هم چې كله لمونځ كوې هماغې قبلې ته مخ كوې چې دوئ ورته دريږي. ته هم هماغه د ( لا اله الا الله محمدرسول الله ) كلمه وايې، كه څه هم چې په معنى او مقتضا يې نه پوهيږې، او دوئ هم د همدې كليمې د لوړوالي لپاره خپلې ځوانۍ قربانوي. ته هم په همغې عربي ژبې عبادت كوې چې دوئ يې ورباندې كوي، نو بيا يې ولې پردي بولې؟ او ولې ورسره په جګړه اخته يې ؟ او ولي دې دهغوئ له دښمن سره لاس يو كړى دى؟ .
خوعسكرجانه! ددې هر څه په خلاف ته چې د چا په صف كې ولاړ يې، او د چا په ټانګ سپور يې، هغوئ له تا سره هيڅ ډول شريكې نقطې نه لري. هغوئ نه ستا رب مني ، او نه ستا دين. ځكه چې ستا رب يو دى، او دوئ خپل رب له دريو شريكانو جوړ ګڼي. ستا دين ستا د دين او دنيا دواړو لپاره تا ته لارښوونې او قوانين لري، خو دوئ وايې چې زمونږ دين ( نصرانيت ) دې زمونږ د دنيا په چارو كې هيڅ مداخله نه كوي. ته خپل پيغمبر محمد صلي الله عليه وسلم د الله تعالى بنده او دهغه استازى ګڼې، خو دوئ عيسى عليه السلام ته نعوذ بالله – د الله زوى وايې . ته قبلې ته دريږې ، خو دوئ دهماغه ( ابرهه ) په دين دي چې دكعبى دورانولو لپاره يې د فيلانو لښكر راوستلي وو. ( نوربيا )
والسلام
pattang
14.12.2010
[img:333398999d]http://graphics8.nytimes.com/images/2006/07/07/world/08afgh.slide3a.jpg[/img:333398999d]
افرين چې هر طالب ليکلي وي خو د لاسپوڅي دولت پلويان کله وجدان او ايمان
لري چې پر دې عذر او ورورګلوي ښکاره کولو خپلې اوښکې تو يې کړي٠
كريم كامران
20.12.2010
[quote:b343a0914a] ته او ستا څو ملګري چې كومه ورځ له كفارو سره يوځاى په كوم ( مشترك ) عمليات كې ساحې ته ووتلئ، او كفارو غوښتل چې كوم كلى او يا كور تلاشي كړي، نو تاسې ورته وواياست چې تاسو ته ضرورت نشته، تاسو همدلته ودريږئ او مونږ يي خپله تالاشي كوو، ځكه چې دا زمونږ خپلې خويندې او ميندې دي، او كه هغوئ خامخا غوښتل چې د مسلمانانو كورته ورننوځي نو په زور يې منع كړئ، ځكه چې له تاسو سره هم وسلې شته، هلته به بيا معلومه شي چې تاسو د كوم ملت ( ملي اردو ) ياست ! او هلته بيا درته زما د خبرو ريښتينولي در معلومه شي چې ته او ستا اردو يې د اسلام او وطن دحريت او دفاع لپاره تربيه كړي ياست؟ او كه د مطلقي غلامۍ او بې واكه مزدورۍ لپاره ؟ [/quote:b343a0914a]
ماشاء الله!! ډیر ښکلی وړاندیز دی. او زه خو وایم چې یوازې د ملي اردو عسکر نه، بلکې د اوسني حکومت هر چارواکی دې همدا تجربه وکړي ترڅو د خپل حریت، او غلامۍ اندازه ورمعلومه شي.
زما په عقیده نن ورځ د کرزي د ادارې هر کارمند، وزیر، والي، د اردو عسکر، پولیس، د پارلمان وکیل...... ټول په زړونو کې له مونږ او تاسو ښه پوهیږي چې څوک په حقه دی او څوک په ناحقه، څوک د الله ددین سرلوړي غواړي او څوک خپل شخصي مفادات او ګټې، څوک اسلام او هیواد ته وفادار دي او څوک ورسره خیانت کوونکي، ستره بیلګه یې دا د مجاهدینو په بندیانو باندې د دمونو مثال دی چې لیکوال ذکر کړی دی، زه د خپل کلي خبره کوم، زمونږ په کلي کې څو تنه ځوانان چې په اردو کې یې عسکري کوله په هلمند کې د طالبانو د یو برید په نتیجه کې ووژل شوه، کله چې خپلو کورنیو ته وسپارل شوه اول خو ملایان نه پیدا کیدل چې د جنازې لمونځ پرې وکړي، د ډیرو منډو رامنډو او کوښښونو وروسته یې بالآخره یو کس په ډیره مشکله وموند چې جنازه یې وکړي، خو چې کله به ځینې کلیوال غمرازۍ ته ورتلل او ورثه وو ته به یې وویل: خدای دې یې شهادت قبول کړي.... تاسو په الله باور وکړئ چې حتی خپل پلار او وروڼو ته یې هم په زړه کې د شهید لفظ خوند نه ورکاوه چې ورته وویل شي، او ټول به غلي شوه هیڅ غږ به یې ونکړ.
خو بل وار یو بل تنکی ځوان د امریکايي طیارو د بمبارد په نتیجه کې د څو تنو نورو ملګرو سره شهید شو، دنوموړی د شهادت خبر نه یوازې دده کورنۍ ته سرلوړي او ویاړ وه، بلکې د مجاهدینو مخالفینو هم د خپل ځان لپاره افتخار باله او هر چا به هڅه کوله ترنورو کلیوالو مخکې د فاتحې په مراسمو کې ولیدل شي.
دا په حقیقت کې همغه دنیوي او اخروي عزت، او ذلت دي چې الله جل جلاله یې په خپلې لار کې سرښندونکیو مجاهدینو، او دهغوی دښمنانو ته ورکوي.
نو دا خبره مې ځکه وکړه چې نن ورځ که له ماشوم څخه هم وپوښتې حق او باطل سره پیژندلی شي، خو متاسفانه چې د ډالرو د باران له امله ډیر خلک لکه د لمر په څیر روښانه حقایق نه شي لیدلی او یا پرې سترګې پټوي.
نوروز خان
03.02.2011
السلام علیکم
عسکره جانه ! تاته وایم
دطالبانو دتکړه لیکوال ښاغلي شپونکي لړۍ واره لیکنه ده تیر ځل یې لومړۍ برخه ښاغلي الوزیري دلته خپره کړه چې ګډونوالو خوښه کړه اوس یې دادی دوهمه برخه هم له شهامت سایټ نه په اقتباس خپروو هیله ده په غور یې ولولئ مننه
عسکر جانه ! تاته وایم ( دوهمه برخه )
عسكرجانه! امريكايان او ملګري خو يې تا ددې لپاره تياوروي اومسلح كوي چې ته په خپل وطن كې د ( تروريزم ) په خلاف وجنګيږې، آيا پدې پوهيږي چې ( تروريزم ) څه شي ته وايي، او ( تروستان ) څوك دي؟ تروريزم خو د سياسي مقصدونو دحاصلولو لپاره دتاوتريخوالي له لارې د خلكو ويرولو او په مرګ تهديدولو ته وايي.، اوس نو تا ته په الله قسم دركوم چې ته په خپله ووايه چې زموږ خلك ، كلي ، كورونه ، واړه، زاړه ، سپين ږيري او تور سرې دچا له لاسه شپه او ورځ په ويره كې تيروي؟
څوك يې كلي او كورونه ور بمباردوي؟ څوك يې په نيمه شپه پر كور چاپې غورځوي، سړي يې وژني ، ښځې يې بې ستره كوي او په سپيو يې داړي، ماشومان يې ويروي، او ځوانان يې لاس تړلي او سترګې تړلې نامعلوم ځاى ته بيايې ؟ خپل وجدان ته رجوع وکړه
او راته ووايه چې څوك يې مكمل كلي ددې لپاره په ميزايلو او بمبارد له منځه وړي چې دوئ هلته ورتلى نشي ؟. كه د خپلو خلكو په چيغو فريادونو او ګواهيو دې باور نه راځي نو هغه خو خامخا ومنه چې هغه بله ورځ د د وئ خپلو رسنيو رپورټ او عکسونه خپاره كړل چې امريكايى ځواكونو د قندهار په ارغنداب كې يو كلى دزمكې له مخه لرې كړ.
عسكرجانه! كه د دوئ د ويرې اچونې تروريزم او وراني په هكله د بل چا خبرې نه منې نو د كرزې دغلامې ادارې له ارګ څخه خپور شوى خبر خو بايد ومنې چې امريكايانو په قندهار كې دومره كلي، باغونه، كشمش خانې، او كورونه وران كړي چې تاوان يې سل ميليونه يعنى زر لكه ډالرو ته رسيږي چې له (پنځه څلويښت زره لكه ) افغانيو سره برابره دي. عسكرجانه دا د دوئ هغه ټول تاوان نه دي چې زمونږ خلكو ته يې ور رسولى دى ، بلكه دا يوازې ديوه ولايت په څلورو ولسواليو كې ديوه عمليات اټكل شوى تاوان دى، دوئ په ټول افغانستان كې هر وخت په هر عمليات كې همدې ته ورته مالي تاوانونه ستا مظلوم ولس ته ور اړوي، دا خو يې يوازې دمال تاوان دى ، د سر د تاوان، او د روحي فشارونو، او له هغو څخه دراولاړوشوو روحي ناروغيو خبره خو يې لا تر اوسه چا مطرح كړې نه ده .
عسكرجانه! ته خويې وينې همدوئ دلته هغه د خلكو په اصطلاح خپله بدمعاشي شروع كړې ده ، او هر څوك ذليلوي ، هم كرزى ذليلوي او خپلې فيصلې ورباندې په زور مني ، هم سياف ذليلوي او هم يې په كور بې اجازې دتلاشۍ لپاره ورننوځي، هم ستا ملي اردو ذليلوي او پرته له خبرولو يې په سيمه كې پوځي عمليات كوى . هم حكومت ذليلوي، په نامه يې له دنيا څخه پيسې اخلي، خو دمصرفولو صلاحيت او واك يې نه وركوي ، په خپله يې زمونږ په نامه راوړي، خو راكوي يې نه، شل فيصده يې دلته په هغو كارونو مصرفوي چې د دوئ په ګټه دي، او اتيا فيصده بيرته په خپلو جيبونو كې اچوي، خو حساب يې ټول په مونږ پسې ليكي .
همدوئ ټول ولس يرغمال كړى دى. پوځ ددوئ په يرغمال كې دى، پوليس د دوئ په يرغمال كې دي، كابينه د دوئ په يرغمال كې ده، دكرزي دخپل دفتر مامورين د همدوئ مامورين او دهمدوئ د استخباراتو په يرغمال كې دي، پارلمان دهمدوئ په يرغمال كې دي، د دوئ دخوښې خلاف نه كومه فيصله كولى شي، او نه هم د غور او بحث لپاره كومه موضوع وړاندې كولى شي . وزارتونه دهمدوئ په يرغمال كې دي، هر وخت يې خواركې ژورنالستان نيولي او ډبولي وي چې ولي يې دځينو واقعيتونو خبر تير كړى دى ؟ مكتب او نصاب دهمدوئ په يرغمال كې دى، د دوئ د مشاورينو له موافقې پرته يو مضمون څه چې يوه موضوع هم په تعليمي نصاب كې نشي داخليدلى . داخلي او خارجى مؤسسات دهمدوئ په يرغمال كې دي، هر څه چې دوئ غواړي هماغه ورباندي كوي ، نوته ووايه چې كه دوئ ويره اچوونكي او تروريستان نه وي نو څوك به ترورستان وي ؟
عسكرجانه! تا ته به نه درياديږي چې كله دوئ پر افغانستان حمله وكړه نو په هماغه وخت كې د رمضان مياشت هم راورسيده . دټولې نړۍ مسلمانانو ورڅخه هيله وكړه چې لږ تر لږه د رمضان په مياشت كې خو دې دافغانانو پر كور ، كلي، او ښارونو بمبارۍ ودروي، خو ته پوهيږي چې دوئ يې په ځواب كې څه وكړل؟ ته به ځكه ناخبره يې چې نه سواد لرې ، نه مطالعه كوې، نه كمپيوټر لرې، او نه هم انټرنيټ ګورې، چې د دوئ حقيقت در معلوم شي، دوئ د مسلمانانو دې غوښتنې ته دا ځواب ووايه چې عسكرو يى پر هغو بمبونو چې زمااو ستا پر كلي يې اورول په خپلو لاسونو په غټ خط وليكل : ( gift of Ramadan ) يعنې د رمضان تحفه . هغوئ ستا پر اولس درمضان په مياشت كې د بمونو تحفې ولورولې . او پدې ډول يې دخپل كينې او خپل ( نصراني) تروريزم اظهار وكړ .
عسكرجانه! دوئ يوازې ستا دطالب ، ستا دملا، ستا دمسجد محراب ، او مدرسې دښمنان نه دي، بلکه دوى ستادولس د پت او عزت دښمنان هم دي، دوئ پدې پوهيږي چې دلته تر هر څه دپت او ناموس قدر او عزت ډير دى، نو ځكه يې په شعوري ډول ددې هستۍ د ترولړو اقدامات وكړل، او لا نور يى هم كوي ، آيا همدوئ په كابل او نورو ښارونو كې د ( ګيست هاوسونو ) په نوم د فحشا وو مراكز جوړ نه كړل ؟ آيا همدوئ ستاسو له ( ډګر والانو) ( ترجمانانو) ، او په ارزګان كې له اتيا كلن سپيڼ ږيري سره ( ... ) ونه كړ؟ او همدوئ يې په قصدي ډ ول جريان ميډيا ته ونه سپاره ؟
عسكرجانه! دې ولس ته د د وئ دغه سپكاوي اوسنى ندى، تر دې دمخه چې كله انګريزانو افغانستان اشغال كړى وو ، په هغه وخت كې هم د دوئ پوځي مشرانو همداسې چارې كولې، او حتي كله چې شاه شجاع مكناټن ته دده د پوځيانو له دې كارونو شكايت وكړ نو هغه ورته وويل چې كه زمونږ پوځيان دا كارونه ونه كړي هغوئ په ډول ډول مرضونو اخته كيږي. .
عسكرجانه! دا خبرې درته زه له خپله ځانه نه كوم ، بلكه همدغه حقيقت دافغانستان دتاريخ په مشهور كتاب ( سراج التواريخ ) كې چې فيض محمد كاتب د امير حبيب الله خان په غوښتنه ليكلى پدې الفاظو راغلى دى: ( شاه اين ماجرا را بزبان كنايه و ايما به ( سروليم مكناتن جې ) بگفت كه سپاه انگليس را ازين كار باز دارد، واو كه از عاقبت كار وحميت وشجاعت مردم اين ديار آگاه نبود در جواب گفت كه : هر گاه سپاهيان ازمباشرت با زنان باز داشته شوند گرفتار چندين امراض خواهند شد، وشاه گفت كه همچنين است، وليكن شيوع و رواج اين كار در حوصلۀ ناموس پرستان افغان گنجيدن بغايت دشوار است، پس ميبايد كه بچوب سياست منع خريداران اين بازار نموده آيد، ورنه اين شجرۀ خبيثه فتنه بار خواهد آورد، سر (وليم مكناتن) گوش به سخنان شاه نداده در زاويۀ نيسان نهاد) ( سراج التواريح صفحه ۱۵۶ ) .
عسكرجانه! غربي پوځيان ستا دولس دخلكو سپكاوى دانفرادي جناياتو په حيث نه كوي، بلكه همدغه يې ورته دجنرالانو توصيه او تګلاره ده. كه دهغې زمانې شاه شجاع دهغې زمانې له مكناتن څخه لدې امله ددې كار د بنديدلو غوښتنه كوله چې خلك به ورپسې راپورته شي ، نه ددې لپاره چې دا دمسلمانانو په ناموس تيري دى ، خوستا دوخت شاه شجاع ( كرزى ) ددې زماني له مكناټنانو څخه دغه ډول غوښتنه هم نشي كولى . تا خو به هم په بګرام كې هغه كېسې اوريدلې وي چې خلك يې د يرغلګرو پوځيانو او د يو شمير بې غيرته اوغرب ځپلو افغانانو ښځو په اړه كوي ، دا ته نو دكوم ملت د (ملي اردو) عسكر يې چې ټوپك دې په لاس كې دى اوپه ځاى ددې چې په هغه دخپل ملت دناموس ساتنه وكړې خو ته په سړه وينه ولاړ يې په خپل ټوپك د يرغلګرو پيره اوحفاظت كوې؟ عزت دې څه شو؟ افغانيت دې څه شو؟ مسلماني دې څه شوه ؟ آيا دا هر څه دې په دوه سوه ډالرو خرڅ كړل ؟ .
عسكرجانه! دومره خو به تاته ه در معلومه وي چې د افغانستان دتير تاريخ په خلكو كې چې څوك تر ټولو ډير ياديږي اوافغانان ورباندې افتخار كوي هغه وزير اكبر خان دى، وزيران خو نور هم ډير تير شوي دي خو هغه ځكه دافتخار وړ دى چې مكناټن انګريز يې وژلى دى، او د هغه په ملګرو كې تر ټولو محمدشاه خان ځكه ښه ياديږي چې هغه ورسره دانګريز په وژلو كې مرسته كړې ده . كه ته هم كوم امريكايې يا انګريز او يا هم كوم بل يرغلګر ووژنې همداسې به ته هم د راتلونكو نسلونو لپاره دافتخار وړ يې .
عسكرجانه! تا ته خوبه دې يرغلګر روزونكي دا هم وايې چې مونږ دلته ځكه راغلي يو چې دا هيواد تروريستانو نيولى وو، او مونږ ورڅخه آزاد كړ. خو ګوره عسكرجانه! چې په دروغو يې تير نه ووځې دا هيواد نه چا نيولى وو، او نه دلته د بل چا واكمني چليده . نه دلته د پرديو په لكونو پوځونه وو، او نه يې په لسګونو زره ټانګونه او پوځي وسائل ، نه دلته چا عسكريى بيسونه درلودل، اونه هم چا دچا پر كليو او كورونو چاپي غورځولې ، نه دلته د چا زندانونه وو، او نه چا لدې ځايه بنديان بل ځاى ته وړل ، نه دلته د شپې تلاشۍ وې ، او نه هم چا دخلكو دموټرو او كاروانونو مخه نيوله، نه دلته چا په وزارتونو كې رسمي او غير رسمي حاكم مشاورين ليدلي ول، او نه هم چا پريښودل. نه دلته چا شخصي توقيف ځايونه درلودل، او نه دلته د چا شخصي امنيتي استخباراتي ، كمپنۍ ، كمپاينونه ، مليشې او اربكيان موجود ول . نه دلته چا جمهور رئيس ته د پيسو كڅوړې وركولې، او نه هم دلته دچا فرمايشي وزيران چليدل . نه دلته چا د چا په خلاف خپل سري عمليات كول ، او نه چا د چا پر ودونو ، وراګانو، جنازو، كاروانونو، مساجدو، مدرسو، او مكاتبو، بمبارۍ كولې .
دطالبانو په پنځه كاله حاكميت كې هيچا دا ونه ويل چې كوم اجنبي جهت دې د چا كور، كلى ، ښار، بازار، محاصره كړى وي ، دلته هيچا دخپلو شخصي ، استخباراتي، تبليغاتي، استعماري، او نورو مؤسساتو دامنيت د ساتلو لپاره نه سړكونه بندكړي ول ، او نه دلته چا دګشت او ګذر ممنوعه سيمې درلودلې . نه دلته پرديو خپلې شتمنۍ درلودې، او نه دلته چا دافغانانو اقتصادي منابع ترخپل كنترول او انحصار لاندې راوستلي ول .
عسكرجانه! دوئ به تاته دهغو څو تنو مسلمانو مجاهدينو شتون د تروريزم دواكمنۍ په حيث دريادوي چې خپل كور ، كلى ، تجارت، تحصيل ، كورنۍ، اولادونه، او مرفه ژونديې پرې ايښى وو، او دخپل اسلامي مسؤليت داحساس پر بنا ستا د دين او د وطن د دښمنانو په خلاف ستا د وروڼو تر قوماندې لاندې د افرادو په حيث دلته دروسانو او كمونستانو په ضد د همدغو رهبرانو په بلنه چې اوس په پارلمان او حكومت كې ناست دي دجهاد لپاره راغلي ول ، او کله چې دښمن ماتې وخوړه نوځينو يې دا غوره و بلله چې دخپلو هيوادونو د ظالمو اومستبدو حكامو له ظلم او وحشت څخه ستا د ملت د مهربانۍ اوغيرت غيږ ې ته پناه راوړي ، او خپلې ښځې او بچيان د تا په كور كې د تا د ښځو او بچيانو تر څنګ ستا د ايماني غيرت اوافغاني حميت سيوري ته كښينوي . او دلته د مهاجرينو په څير يو څو د آرام شپې تيرې کړي، ښځه يې ستا د ښځې خور او بچيان يې ستا د بچيانو وروڼه او خويندې شي، او دوئ ستا د اسلامي انصاريت او افغاني عاطفې احسانمن وي.
عسکرجانه! ته پوښتنه وکړه چې آيا دلته په هغه وخت کې چا د افغانانو زمکه ، تجارت، لاره، کلى ، ولايت، ولسوالۍ ، دفتر، پوځي قرارگاه، د دخول او خروج لارې او نورڅه ورڅخه نيولي ول؟
عسکرجانه!ګوره چې دا درڅخه هيره نشي چې مونږ مسلمانان يو، او مسلمانان چې هر چيرې او هر څوک وي ټول سره وروڼه او يوملت دي، الله تعالي فرمايي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) الحجرات 10 ، ( بيشکه چې مؤمنان په خپلو کې سره وروڼه دي) . الله فرمايى (وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً ) المؤمنون ٥٢ ، ( دغه ستاسې يو امت دى) . د شرق مسلمان د غرب د مسلمان ورور دى او دهغه په اړه مسؤليت لري، هر هغه څوک چې زمونږ د دين منونکى دى هغه زمونږ ورور دى، که څه هم چې زمونږ د ژبې ويونکى نه وي ، او يا زمونږ د قوم مربوط نه وي.
خو کافران ، نصرانيان، امريکايان، انګريزان، پرنګيان ( فرانسويان ) نور يرغلګر اروپايان او دلته دهغوئ غلامان ، کمونستان، ديموکراتان، بې دينه ( سيکولر) خلک، او دخپل ملت په خلاف د پرديو په صف کې ولاړ مزدوران نه زمونږ وروڼه دي ، نه له مونږ سره خواخوږي لري، نه زمونږ د ننګ ، ناموس، او شرافت پروا لري، او نه هم زمونږ د دين منونکي دي. دغه ډلې يوه يې هم زمونږ له ( ملت ) څخه نه ګڼل کيږي، ځکه چې مونږ خو د ابراهيم عليه السلام په ملت يو، او د ابراهيم عليه السلام په هکله الله تعالي فرمايي : (مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا ) آل عمران ٦٧ ، . ( ابراهيم عليه السلام نه يهودى وو، نه نصرانى وو، بلکه د حق منونکى مسلمان وو) . او دوئ خو ځينې يې يهوديان ، ځيني يې نصرانيان، او ځينې نور يې ملحدان او له حق دين څخه سرغړوونکي او دهغه په خلاف جنګيدونکي دي .
عسکرجانه! وروره ! دا دې هم په پام کې ونيسه چې دوئ خو اوس تا دخپل ملت په خلاف جنګوي ، دخپل دين او وطن وروڼه درباندې شهيدانوي، ستا خپلې خويندې او ميندي درباندي کونډې کوي، خپل وريرونه دې درباندي يتيمانوي، او خپلې تور سرې درباندې بې ستره کوي ، او ددې هر څه په مقابل کې يوازې يو څو افغانۍ در کوي او بس . خو بله ورځ به دوئ هم د روسانو په څير خپلو هيوادونو ته روان وي، دوئ به هلته د روم ، پاريس ، نيويارک ، لندن، او فرانکفورت په ښارونو کې له خپلو کورنيو او اولادونو سره د عيش او عشرت شپې تيروي، خو تا به دلته دې وران، کنډواله، او سوځيدلي وطن کې د کونډو، بورو او يتيمانو فريادونو، آهونو، او ښيراوو ته پريږدى. نه يوازې ښيراوې ، بلکه دلته به بيا خلک له تا سره حساب هم کوي، هغه خلک به ټول له تا سره دخپلو حسابونو تصفيه غواړي چې ته يې د پرديو پر ټانګ سپور کورته ورغلي وې ، او له يرغلګرو سره په شريکه دې دهغوئ په کور چاپه غورځولې وه، او تورسرې دې ورته بى ستره کړې وې . ( نوربيا )