اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اهلسنت والجماعة او ۷۳ فرقی
وزیري
14.12.2010
ګرانو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
دا یا دیته ورته الفاظو سره احادیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه رانقل شویدی چی:
افترقت اليهود على إحدى وسبعين فرقة كلها في النار إلا واحدة وافترقت النصارى على اثنتين وسبعين فرقة كلها في النار إلا واحدة وستفترق هذه الأمة على ثلاث وسبعين فرقة كلها في النار إلا واحدة وفي لفظ على ثلاث وسبعين ملة وفي وراية قالوا يا رسول الله من الفرق الناجية قال من كان على مثل ما أنا عليه اليوم وأصحابي وفي رواية قال هي الجماعة يد الله على الجماعة.
سوال په دی کی دا ده چی آیا ددی فرقو طبقه بندی به څرنګه وی؟ یعنی اوس اهل السنت والجماعة په یوه فرقه حسابیږی او کنه؟ سره له دی چی د اهلسنت والجماعة په نامه ډیری داسی فرقی شته چی په خپلو منځو کی ډیر فرق لری لکه سلفیان یا وهابیان ځان ته اهلسنت والجماعت وایی ولی له تصوف والاو سره چی قادریه، چشتیه، نقشبندیه او سهرودیه ده ډیره فرق حتی تضاد لری همدارنګه تصوف والا ځان ته اهلسنت والجماعة وایی خو له وهابیانو او سلفیانو سره ډیر فرق حتی تضاد لری. په همدی ترتیب بریلویان، دیوبندیان او تبلیغان در ونیسه. دا ټول که لږ سره په بحث کی ګرم شی نو یو بل ته بدعتیان، مشرکان، کافران، بت پرستان، قبرپرستان، پیرپرستان او څه او څه وایی.
اوس که اهلسنت والجماعة یوه فرقه وی نو آیا سره له همدی دومره تضاد او مخالفتونو چی په خپلو منځو کی یی لری ناجیه ده؟
والسلام
و.افغان
14.12.2010
محترم الوزيريه صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ستاسې ځواب په لنډه توګه.
دغه پورتنۍ حديث صحي دی، خو دغه جمله (کلها في النار الا واحدة) يې صحي نه ده.
دغه ټولې هغه ډلې دي، چې د اسلام په دائره کې سره له ځينو انحرافاتو بيا هم داخلې دي.
البته داسې ډلې هم شته دي، چې اسلام ته ځانونه منسوبوي، مګر له دغو درې اويا ډلو
څخه هم وتلي وي، يعنې د دغه حديث په مفهوم کې نه داخليږي.
دا چې فرقه ناجيه څوک ده؟، نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم په صفا ټکو واضحه کړېده
: ما أنا عليه وأصحابي.
په کومه لاره چې زه او زما صحابه درومي هغه د نجات لاره ده، د ناجيې فرقې لاره ده.
نو راځه ګرانه، دا څه چې ډلې ټپلې دي، په دغې تلې يې وتله، چې درته عيان شي، چې
څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لار، او څوک په نورو لارو روان دي.
ـــــــ
رښتيا دا وزيريه کومه ډله ده؟ او که ستاسې خپل نوم دی؟ او که خپل نوم مو وي؛ نو
دا تاء تأنيث په کې څه کوي؟ او که خور يې؛ نو بيا بخښنه غواړم.
په درنښت
وزیري
15.12.2010
ساپی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
وروره له جوابه دی ډیر مننه. زما د نامه په هکله دی پوښتلی دی.
الوزیریه کومه ډله نه ده، دا زمونږه د مدرسی نوم ده لکه مدرسه دارالحفاظ الوزیریه. الوزیریه له وزیر نه اخستل شویدی او وزیر زمونږ د دارالحفاظ د مؤسس تخلص ده.
هیله ده چی سوال به دی جواب شوی وی.
والسلام