د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د شیعه ګانو له لاسه د عاشورا په ورځ خوراک اخستل

وزیري
14.12.2010

ګرانو او محترمو وروڼو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

اهل تشیع د عاشورا په ورځ ځانونه وهی، سرونه څیری کوی او وینی بهوی کوم چی بدعت سیئه ده. په داسی کارونو کی مشارکت یا له دوی سره معاونت ګناه ده. د داسی بدعتیانو طعام چی په دی ورځ یی ورکوی خوراک یی جواز نلری. او که خدای نخواسته په نه اخستلو کی یی تاسی ته ضرر پیښیږی نو بیا د خپل ځان نه د ضرر د دفعه کولو په خاطر یی اخستل روا دی.

قال الشيخ ابن باز رحمه الله : " هذا منكر شنيع وبدعة منكرة ، يجب تركه ولا تجوز المشاركة فيه ، ولا يجوز الأكل مما يقدم فيه من الطعام ".

وقال : " ولا تجوز المشاركة فيه , ولا الأكل من هذه الذبائح ، ولا الشرب من هذه المشروبات ، وإن كان الذابح ذبحها لغير الله من أهل البيت أو غيرهم فذلك شرك أكبر ؛ لقول الله سبحانه : ( قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ) الأنعام/162-163 ، وقوله سبحانه : ( إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ ) الكوثر /1-2 "
انتهى من "فتاوى الشيخ عبد العزيز ابن باز" (8/320).

لكن إذا كان في امتناعك عن قبول طعامهم خطر عليك ، فلا حرج أن تأخذه لدفع الضرر .
والله أعلم .

تاسی کولای شی چی په دی باره کی نور اقوال له وروڼو سره شریک کاندی.

والسلام



18.12.2010

داچې شيعه توب آن د حضرت علي کرم الله وجهه نه هم وروسته پيدا شوې ځلنه ده ، نو صرف د قياس له مخې پرې ديني علما څه ويلی شي .
ولې په هر صورت دومره خو هرچاته روښانه ده چې خيرات په هر وخت او هره ورځ ثواب لري او فکر نشي کېدای چې شيعه مذهبي ورونه
د امام حسين له پاره خيرات يانورې ذبحې له الله پرته د بل چا په نامه کوي !
صرف دايې چې ځانونه وهي وينې بهوي
مزخرفات تعميموي او بايد وغندل شي، خو له يو کال راهيسې دا کار په افغانستان کې په يوښۀ ثوابي کار بدل شوی
چې وينه ناروغانو او روغتونونو ته ورکوي او ثواب يې امام حسين ته وربخښي !
په دې ډ،ل ايراني مزخرفات تر يوې اندازې پورې د ايران په پولو پورې ګوښه پاتې کيږي .
که سنيان هم په کې برخه واخلي هم يې ثواب او هم اسلامي وحدت
پرې غښتلی کيږي، ځکه امام حسن او حسين ، علي (رض) او ټول اهل بيت يواځې د شيعه و له پاره نه، بلکې د سنيانو
له پاره هم ډير لوړ مقام لري ! دا زمونږ ملي وحدت ته هم ګټه کوي . والله اعلم بالثواب !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more