د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسوال : طالبانو یوه نجلۍ له محاکمې پرته ووژله

لاونګ
13.12.2010

دتخار ولایت دخواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو دبهر لعل په سیمه کې زرمینه نومې چی دهغه په خبره په اخلاقی فساد تورنه وه دمحاکمی پرته وسلوالوطالبانو په ‌دزو وویشتله او ویی وژله دسیمی خلک هم پیښه تاییدوی اووایی چی یاده پیښه دوه شپی دمخه په یوه بجه رامنځ ته شوی
وسلوالو طالبانو په دی اړه تراوسه پوری څه ندی ویلی مګر ویل کیږی چی یاده ښځه په زنا تورونه وه
ددی دمخه هم وسلوالو طالبانو دکندوز په امام صاحب ولسوالی کی هم دزنا په تور يوه میرمنه په عام محضرکې په کاڼو وویشتله
دوسلوالوطالبانو په دی کار په تخار ولایت کې دبشری حقونو خپلواکې کمیسیون خواږی ښودلې اودغه پیښه یی غندلې که څه هم داسلامې شریعت په رڼا کې کله چې یوه ښځه دزنا مرتکب شی او ۴ شاهدان په تیر شی باید چې دشریعت مطابق په حد شی
همدغه رازدبلې خوا دتخار امنیه قومندانې لخوا هم دغه پیښه غندلې شوی ده

همایون
http://www.s-rohi.com/khabar.php?id=15760


Re: ولسوال : طالبانو یوه نجلۍ له محاکمې پرته ووژله

pattang
13.12.2010

بشري حقوق دغول وخوري ! دبګرام بنديخانه ! ګوانتانامو ! په شمل کې له پښتنو
سره ظلم او شړنه ! دا د لوچک زامن هلته ولې خپل غږ نه پورته کوي ! نالت پر دې
حراميانو ٠ طالبانو کومي محکمې ته حاضره کړې وی ! طالبان خو چرکي جنګ
کوي په يوه ځای کې نشي پاته کېدی ٠ ايا طالبانو دلاسپوڅي دولت او اشغالګرو
محاکمې ته حاضره کړې وی ? دې محکمو خو لدې ښځو څخه فاحشې جوړې کړې!
په څرخ /لوګر کې ښځه عسکرو ته ورتله ، ميړه يې په ايران کې وو ، طالبانو د څرخ
په بزار کې وځړوله او هر چا په تيږو ويشته ٠ چا نه خښوله تر څو چې اشغالګر راغلل
او خپله ليلی يې له ځان سره واخيسته٠

[quote:da952c424d="لاونګ"]دتخار ولایت دخواجه غار ولسوال ملا محمدعمر وویل چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو دبهر لعل په سیمه کې زرمینه نومې چی دهغه په خبره په اخلاقی فساد تورنه وه دمحاکمی پرته وسلوالوطالبانو په ‌دزو وویشتله او ویی وژله دسیمی خلک هم پیښه تاییدوی اووایی چی یاده پیښه دوه شپی دمخه په یوه بجه رامنځ ته شوی
وسلوالو طالبانو په دی اړه تراوسه پوری څه ندی ویلی مګر ویل کیږی چی یاده ښځه په زنا تورونه وه
ددی دمخه هم وسلوالو طالبانو دکندوز په امام صاحب ولسوالی کی هم دزنا په تور يوه میرمنه په عام محضرکې په کاڼو وویشتله
دوسلوالوطالبانو په دی کار په تخار ولایت کې دبشری حقونو خپلواکې کمیسیون خواږی ښودلې اودغه پیښه یی غندلې که څه هم داسلامې شریعت په رڼا کې کله چې یوه ښځه دزنا مرتکب شی او ۴ شاهدان په تیر شی باید چې دشریعت مطابق په حد شی
همدغه رازدبلې خوا دتخار امنیه قومندانې لخوا هم دغه پیښه غندلې شوی ده

همایون
http://www.s-rohi.com/khabar.php?id=15760[/quote:da952c424d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more