نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ازادي خېل او اشناخېل دکوم اتڼ بازینګران دي ؟
نوروز خان
13.12.2010
دجګړې یو بل محاذ
عبدالرؤف حکمت
امریکایي سناتور ریچارډ ج لوګار( RICHARD G. LUGAR) په دې وروستیو کې په مشهوره امریکایي نشریه فارین سرویس ژورنال ( Foreign Service Journal ) کې په یوه خپره کړې مقاله کې ، دامریکایي حکومت داستعماري مطبوعاتي هڅو او کړنو تاریخي سیر ته کتنه کړې او په دې اړوند یې دګمارل شوي سازمان BBG (په خپرونو دنظار ت کمیټې ) کار ارزولی دی ،دنوموړي مقاله خورا اوږده ده خو دلته دلوستونکو دمعلوماتو لپاره یوازې ځینې برخې ترې رانقلوو ترڅو مو دامریکایي استکبار دمطبوعاتي جال او دامونو په اړه خپل معلومات بشپړ کړي او خپل مسؤلیت پيژندلی وي .
.......................................................................................................................................................................................................
امریکایان ،رسنۍ دعمومي پالیسي مهمه پشتوانه بولي
امریکایي سناتور لوګار دخپلې لیکنې په پیل کې دې ته اشاره کوي چې په امریکایي سیاست کې مطبوعاتو ته ځانګړي اهمیت ورکول کیږي ، او دعمومي دولتي پالیسی دیوه مهمې پشتوانې او تکمیلوونکې پديدې په سترګه ورته کتل کیږي ، ځکه دده په وینا له دې لارې دنورو هیوادونو ولسونه له امریکایي ايډیا خبریږي او دمختلفو قشرونو خلک دداډول اړیکو په واسطه تراغیز لاندې راځي او له امریکایي سیاست او کلتور سره علاقه پیدا کوي ، نوموړی وایي له همدې امله خو ددوهمې نړیوالې جګړې سره هم مهال امریکا دنړۍ دبیلابیلو اولسونو لپاره خپلې راډیویي ،تیلویزوني او نورې خپرونې پيل کړې ترڅو دامریکایي ګټو دترلاسه کولو لپاره له سیاسي او پوځي هڅو سره یوځای خپل کار په مخ بوځي او دامریکاپه اړه نړیوال اذهان روښانه وساتي .
VOA لومړنۍ امریکایي تبلیغاتي اداره
دلوګار په وینا امریکا خپله لومړنۍ نړیواله تبلیغاتي راډیویي خپرونه د ( امریکا غږ ) په نامه ددوهمې نړیوالې جګړې په مهال له واشنګټن څخه پيل کړه ، هغه مهال دا راډیو د Office of War Information ( دجنګي خبرونو درسولو دسازمان ) دیوې اړوندې ادارې په توګه کار پيل کړ،په ۱۹۴۵ میلادی کې دارډيو دامریکادبهرنیو چارو وزارت ته انتقال شوه ، او ۱۹۵۳ کې د USIA په نامه دامریکاداطلاع رسانۍ داژانس ملحقه وبلل شوه ، دې رادیو کابو نیمه پیړۍ دهمدې ادارې تر نظارت لاندې کارکاوه ،په ۱۹۹۵ میلادی کې چې ددرستو امریکایي تبلیغاتي ادارو دانسجام لپاره د BBG په نامه واحده اداره رامنځ ته شوه امریکا غږ رادیو یي هم یوه برخه وګرځيده ، همدااوس دا رادیو چې خپرونې یې دBBG سازمان له خوا په ډیر دقت رهبري کیږي مرکز ي دفتر یې په واشنګټن کې دی او دنړۍ په نورو ډیرو هیوادو کې هم ګڼې نمایندګۍ ، راډیویی ستیشنونه او خبرنګاران لري .
BBG یادامریکادتبلیغاتي او رسنیزو ادارو څارونکی سازمان
دلوګار په وینا BBG دامریکايي حکومت هغه ترټولو پرنفوذه سازمان دی چې دامریکالخوا دنړیوالو تبلیغاتو دخپراوي او رهبرۍ دنده په غاړه لري ، داسازمان دموضوع حساسیت ته په پام سره له حکومت څخه یو خودمختاره تشکیل لري ، دقانون له مخې اته کیسزه شورا لري چې څلور غړي یې دیموکراتان او څلور یې باید جمهوري غوښتونکي وي ،داسازمان په ۱۹۹۵ کال کې هغه وخت رامنځ ته شو کله چې امریکا رسما په نړیوالو کچه تبلیغاتي جګړې او منظمو مطبوعاتي پروپاګندو ته کار ووایه .
دامریکا مهمې تبلیغاتي ادارې
دلوګار له خوا دورکول شویو معلوماتو له مخې دBBG سازمان ترڅار لاندې همدااوس امریکادنړۍ دبیلابیلو برخو لپاره خپلې تبلیغاتي رسنۍ په کار ګمارلې دي ، چې دامریکا درسمي پالیسۍ ددفاع او ترویج لپاره شپه او ورځ تبلیغات کوي ، له دې جملې څخه په VOA سربیره امریکا دچک جمهوریت په پراګ کې RFE/RL په نامه یو ستره تبلیغاتي اداره لري چې د ۲۱ هیوادونو لپاره په ۲۸ ژبو بیلابیلې راډيویي او ټیلویزوني خپرونې لري ، نوموړی وایي چې سره له دې چې ددې پراخې ادارې او منظمو تبلیغاتو ریښې دسړې جګړې له وخت سره وصل کیږي ، مګر اوس دهغه وخت په پرتله یې کمیت او کیفیت خورا پراخ شوی دی ،دنوموړي په وینا ددې خپرونو مهمې یې دایران، عراق او افغانستان لپاره دي ، چې دایران لپاره له ۱۹۹۸ څخه او دافغانستان لپاره له ۲۰۰۲ څخه پیل شوي دي او لاهم د( ازادۍ رادیو ) په نامه روانې دي .
لوګار وایي دغه راز امریکا دکیوبا لپاره هم دمارتي په نامه یوه راډیویي او تیلویزوني خپرونه دتیرې پیړۍ له اتیایمو کلونو څخه راپیل کړې ده چې له میامي څخه خپرونې کوي ،دغه راز دنوموړي په وینا امریکا د ( ازادې اسیا ) په نامه هم یوه راډيویي خپرونه له واشنګټن ډي سي نه له ۱۹۹۷کال راهیسې پیل کړې ده ، چې د برما ، کمبودیا ، چین ، لاوس ،شمالي کوریا ، تبت او ویتنام لپاره خپرونې کوي ، دغه راز دمنځني ختیځ لپاره هم امریکا یوځانګړې تبلیغاتي اداره لري ، چې دامریکاپه ویرجینیا ایالت کې مرکزي دفتر لري او دالحرة په نامه تیلویزوني شبکه دغه راز د ساوا په نامه راډیو یي خپرونې لري .
هغه څه چې دلوړې لیکنې له مطالعې وروسته باید غور پرې وشي
الف : په لوړه لیکنه کې څرګنده شوه چې امریکایانو دنړیوال ذهنیت دغولولو لپاره څومره پراخې لومې ویړې کړې دی ، دغه راز دخپل نړیوال فرعونیت دخپراوي په جګړه کې مطبوعاتو او میډیا ته په څومره اهمیت قائل دي ، دلوګار په نامه دغه امریکایي سناتور په ډیره بې پروایي ویلي چې مونږ نه یوازې دراډیو ګانو او تیلویزونوله لارې خپل تبلیغاتي جال ته رشد ورکړی بلکه انټرنیټ ، چاپي رسنیواو محلي ایف ایم راډيوګانو ته موهم توجه کړې ده ،دې ته په پام سره لکه نن چې ددښمن دپوځی یرغل په وړاندې وسلوال جهاد ته څومره اړتیا لیدل کیږي په همدومره کچه ددښمن دتبلیغاتي جګړې په وړاندې هم د مقاومت ضرورت محسوسیږي ، سره له دې چې ددشمن دتبلیغاتي یرغل په وړاندې قلمي او مطبوعاتي جهاد تریوه حده روان دی خوباید دې ته لانور انکشاف ورکړل شي او ددښمن له تبلیغاتو نه دعامه اذهانو دساتلو په لاره کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وشي ،دمسلمان امت دقلم څښتنان همدااوس یا په ادبي او افسانوي لیکنو بوخت دي او یاهم داختلافي مسائلو په سر سره په شخړو دي او ټوله انرژي یې همدلته مصرفیږي ، دوی ته سیاسي لیکنې او دامریکایي دښمن دتبلیغاتي جنګ په مقابل کې درېدل یو شخصیت ځپونکی عمل برېښي او دمتعهدې لیکوالي په نوم ترې ځان ګوري ، خو دې ته یې نه ده پام چې داقلم د ټوپک غوندې د الله تعالی یوامانت دی چې دقیامت په ورځ به یې له تانه داستعمال پوښتنه کیږي ، دښمن دځمکې دکرې له بل اړخ نه ستادکور منځ ته په نااشنا ژبه خپل غږ در رسولی خو ته ورته له خپله انګړه په خپل ژبه څه ویل دمصلحت خلاف بولې ، راځئ که نور نشو کولای ددښمن له مطبوعاتي ادارو خو پرده پورته کړو او خپل ناخبره اولس په دې پوه کړو چې داراډیوګانې ددښمن سړې جګړې په لاره کې منظمې قوې دي چې غواړي خپل نظریات درباندې وتپي .
با : دلوګار له لوړو اظهاراتو معلومه شوه ، چې داشپه ورځ زمونږ په غوږ کې کړنګیدونکې راډيو ګانې ( ازادي راډیو ، امریکاغږ ، ډیوه ، مشال ، فردا اونورې ) دغه راز په همدې نومونو ویب پاڼې او تیلویزوني چینلونه په حقیقت کې دBBG په نامه دحساسې امریکایي ادارې تحت الحمایه شعبې دی ، چې دیوه پراخ تبلیغاتي پلان له مخې یوازې دامریکایي کفري ایډیا دترویج او دمسلمان امت دتېرایستلو په موخه رامنځته شوې او فعالیت کوي ،اګر که ددوی خبریالان ځانونه سوچه افغانان او مسلمانان بولي ،مګر په واقعیت کې له کافر دښمن سره په یوه ستره منظمه جګړه ( تبلیغاتي جګړه ) کې اوږه په اوږه په واحد سنګر کې ولاړ او داسلامي فکر ریښې باسي ، ددوی اصل او ماهیت باید په دقیقه توګه درک کړل شي او باید له سره وپيژندل شي ، دوی که هرڅو دبیان دازادۍ او دیموکراسي او عدالت دترویج دورغجنې چیغي وهي ، داټول ددوی داصلي ماهیت دپټولو هڅې دی چې غواړې په همدې توګه دناخبرو مسلمانانو په اذهانو کې خپل دروغجن انځور وساتي ، مسلمان افغان ملت باید لکه څنګه چې له وسله په لاس امریکایي جګړه مار څخه ځانونه ساتی او هر راز مدارات ورسره داسلام خلاف بولي ، دغه راز دامریکادتبلیغاتي ادارو له کارکوونکو سره هم باید همداسې عناد وپالی ، ځکه دادهرمسلمان عقیدوي او دیني وجیبه ده چې باید دهیڅ راز سیاسي تړاوونو قربانی نه شی ، مسلمانان که ددوي په وړاندې نورڅه نشي کولای داخویي له وسه پوره ده ، چې خپرونې یې وانه وري او که یې اورې دکفارو دبې اساسه تبلیغاتو په سترګه ورته وګوري او هیڅ خبره یې هم رښتیا ونه بولي .
له الامارت ویب پاڼې نه په مننه
نوروز خان