اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زما او زما دملګري اختلاف
نوروز خان
12.12.2010
زه مې له یوه بل ملګري سره له څه مودې راهیسې یوځای اوسم داوسیدو له ځای سره نږدې مو یو جومات دی ، ددې جومات ملا دهمدې جومات مالک یا متصرف هم دی یعني بل چاته نه امامت پریږدي ،او نه جومات وال بل ملاځینې مقرر کولای شي ، ددې جومات دملا قرائت ډیرسخت خراب ده ، یعني د ذ ، ظ ، ض ، ث ، ح او ځینو نورو حروفو په ادا کولو کې همیشه دجلي لحن مرتکب کیږي ، خو بیا هم څنګه چې جومات زمونږله ځای سره بیخي خوله په خوله دی ، مونږ جمعې ته کله ناکله ورځو خو له اولې ورځې څخه زما او زما دملګري ترمنځ داختلاف روان دی ، چې زه ورته وایم له فقهي نګاه باید مونږ جمعې ته ورشو ،او که لمونځ خوند رانکړ احتیاطابه یې بیا را اعاده کړو ، خودی وایي چې نه دلته که جمع وکړو خو ډیره ښه کنه انفرادا لمونځ مو هم ددې ملا له جمعې څخه غوره دی ، اوس په دې مسئله محترم دیني پوهان څه نظر لري ، که محترم الوزیري او حامدصیب دغسې نور خپل نظر پرې ورکړې باید ووایم چې دیادې مسئلې په اړه ما او ملګري مې هم یوازې خپل اجتهاد چلولئ کتاب مو پسې نه ده پلټلی ستاسې دجواب منتظر
وزیري
13.12.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترما! ستاسی د سوال په جواب کی باید په لنډو ووایم چی هر هغه امام چی قراءت صحی نه شی ادا کولی او دا غلط اداء کول دده د الفاظو اصلی معنا ته تغییر ورکړی نو لمونځ فاسد ده. او که چیرته د دده د الفاظو اداء اصلی معنی ته تغییر نه ورکاوه نو بیا لمونځ پسی صحی ده.
قال النووي رحمه الله : " وتكره إمامة من يلحن في القراءة ؛ ثم ينظر : إن كان لحنا لا يغير المعنى ، كرفع الهاء من الحمد لله ، صحت صلاته وصلاة من اقتدى به ، وإن كان يغير ، كضم تاء أنعمت عليهم أو كسرها ، تبطله ، كقوله الصراط المستقين ؛ فإن كان يطاوعه لسانه ويمكنه التعلم لزمه ذلك ، فإن قصر وضاق الوقت صلى وقضى ، ولا يجوز الاقتداء به .
تكره إمامة اللحان , الذي لا يحيل المعنى , نص عليه أحمد . وتصح صلاته بمن لا يلحن ; لأنه أتى بفرض القراءة , فإن أحال المعنى في غير الفاتحة , لم يمنع صحة الصلاة , ولا الائتمام به , إلا أن يتعمده , فتبطل صلاتهما ...
وأما إن كان لا يغيِّر بخطئه معنى الآيات : فيجوز الصلاة وراءه مع وجوب تعلمه للقراءة ، وأما إن كان خطؤه في غير الفاتحة : فهو منقص من الصلاة وليس مبطلا لها ، والصلاة خلف المتقن للقراءة أولى منه ولا شك ، ولا يجوز لولاة الأمر تولية مثل هؤلاء الجهلة الصلاة بالناس ، وإلا كانوا شركاء معهم بالإثم ." انظر : المغني (3/29-32 ط هجر ) .
وسئل الشيخ عبد العزيز بن باز – رحمه الله - :
إمام يلحن في القرآن ، وأحياناً يزيد وينقص في أحرف الآيات القرآنية ، ما حكم الصلاة خلفه ؟ .
فأجاب :
إذا كان لحنه لا يحيل المعنى : فلا حرج في الصلاة خلفه مثل نصب ( رَبِّ ) أو رفعها في ( الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ) الفاتحة/2 ، وهكذا نصب ( الرَّحمنِ ) أو رفعه ، ونحو ذلك ، أما إذا كان يحيل المعنى : فلا يصلى خلفه إذا لم ينتفع بالتعليم والفتح عليه ، مثل أن يقرأ ( إِيَّاكَ نَعْبُدُ ) بكسر الكاف ، ومثل أن يقرأ ( أَنْعَمْتَ ) بكسر التاء أو ضمها ، فإن قبِل التعليم وأصلح قراءته بالفتح عليه : صحت صلاته وقراءته ، والمشروع في جميع الأحوال للمسلم أن يعلم أخاه في الصلاة وخارجها ؛ لأن المسلم أخو المسلم يرشده إذا غلط ويعلمه إذا جهل ويفتح عليه إذا ارتج عليه القرآن .
“مجموع فتاوى ابن باز “( 12 / 98 ، 99 )
والسلام
كريم كامران
13.12.2010
وعليكم السلام.
رښتيا هم ډير مهم سوال دى يوازې نوروزخان صاحب ستاسو امام نه بلكې زمونږ د مجتمع اكثره امامان په دې مشكل اخته دي، زه خپله په ځواب نه پوهيږم خو د الوزيري صاحب ځواب مې ډير خوښ شو.
ډيره مننه الوزيري صاحب! خوشالي او بريا مو غواړم.