نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کاف دې ساته ګاف مې خپل دی
عادل عادل
12.12.2010
سلامونه
د افغانستان په تاریخ کې چې افغانانو د خپلو وینو په بدل کې کومې لاسته راوړنې درلودې او لا یې پسې لري، ټولې یې معنوي اوچت ارزښتونه دي چې د تاریخ پاڼې یې زرینې کړې او نسلونه نسلونه پرې ویاړي.
خو ددې تر څنګ خدای خبر څه سبب دی چې د معنوی ارزښتونو تر څنګ مو د هیڅ ډول فزیکي او مادي لاسته راوړنو هڅه نه ده کړې، یاده دې وي چې مادي ارزښتونو ته د کیفیت او ماهیت له لحاظه د معنوی ارزښتونو په وړاندې د هیڅ په سترګه ګورم او هیڅ کله یې د پرتلې او ترجیح ورکولو هڅه نه کوم، خو بیا هم دا چې له یوې خوا د د چا غلامي او د پردیو وابستګي نه شو زغملای او له بلې خوا په خپلو پښو نه شو دریدلای سبب یې د همدغو ناچیره مادیاتو نشتوالئ دي چې ځان پرې راټول او د نورو له ضرره وساتو.
د افغانانو په منځ کې به د اقتصادي لحاظه ډیره کمه سلنه خلک ومومو چې د هیواد د جغرافیایي بدبختئ چې د وچې په منځ کې انحصار دی، وپوهیژي.
مونږ که زر ځله هم خپلواک شو، د پردیو د غلامئ کړئ له غاړو او غوږونو وغورځوو، نو په پورته جغرافیایي انحصار کې به بیا هم په خپل منځ کې د تیر په څیر جګړې کوو، نفاق به مو ځپي او د بل ناورین خوراک به کیژو.
اوسنیو نازکو حالاتو ته په کتو سره چې یرغلګر یو ځل بیا د تیښتې په حال کې دي، ښایي چې افغانان د یوې بلې معنوي او تاریخي لاسته راوړنې تر څنګ د لویدلي ولس د یوې مړئ ډوډئ غم هم وخوري تر څو په خپلو پښو ودریژو، د نړیوالو د اوږو بار نه شو او د ګاونډیو په ګډون د دوی د شر څخه ځانونه وساتلی شو، هغه دا چې د یرغلګرو د لومړی درجې حامي ګاونډي پاکستان سره خپل حساب وکړو، دوی دې د کراچئ بندر وساتي او افغانان دې د خدای په مرسته او د خپل شجاعت او میړانې په زور بادلیله او بې دلیله د ګوادر بندر ته لاره وباسي او خپل دې یې کړي.
دې هیلې ته رسیدل هغه وخت ممکن دي چې افغانان خپل منځي اختلافونو ته شا کړي او په لوړ ظرفیت سره یو د بل د تحمل فرهنګ خپل کړي، په دې لاره کې طالبان وروڼه محوري رول لوبولئ شي، او پر ځان د بین الافغاني اعتماد په منځ ته راوړلو سره وروڼه قومونه پر ځان راټولولائ شي چې ملي وحدت ته د رسیدو بهترینه وسیله یې ګڼلئ شو.
هیله ده چې درانه د بحث ګډونوال به په خپلو رغندو مشورو او وړاندیزونو سره زمونږ د سوکالی مشترکې دغې هیلې ته د رسیدو وړاندیز په خورا مثبت دید سره بشپړ او د عمل استحکام وبښي.
دا یوازې زما وړاندیز او هیله نه بلکه خپل وړاندیز او هیله وشمیرئ
و.افغان
12.12.2010
محترم او دروند عادل عادل صاحب:
ډېرې اړينې سکالو ته مو د لوستونکو پام وراړولی دی.
خو که د طرحييز عناصر په دقيقه توګه تشخيص شي، نو له مزې به يې خوند زيات شي.
مطلب دا چې د پښتونستان مسئله د پاکستان د بقا او زوال مسئله ده، که ترې بېل شي؛
نو پاکستان ختميږي، او که ورسره پاتې شي، نو مونږ به تل تر تله کړيږو او ځوريږو.
تاسو د ګوادر د بندر غوښتنه کړېده.
که لږه يې واضحه کړئ، چې په څه ډول دغه بندر لاسته راوړی شو؟
په درنښت
15.12.2010
دروند عادل صيب السلام عليکم و رحمة الله !
له تاسې نه د وهاج صيب دغه لاندې پوښتنه ډيره پرځای او مهمه پوښتنه ده او د ډيرو لوستونکو سره به مطرح شوې وي ، منجمله زه يې هم د ځواب په تمه يم :[quote:6b67e663e1]
مطلب دا چې د پښتونستان مسئله د پاکستان د بقا او زوال مسئله ده، که ترې بېل شي؛ نو پاکستان ختميږي، او که ورسره پاتې شي،
نو مونږ به تل تر تله کړيږو او ځوريږو. تاسو د ګوادر د بندر غوښتنه کړېده. که لږه يې واضحه کړئ، چې په څه ډول دغه بندر لاسته راوړی شو؟ [/quote:6b67e663e1]
هيله ده په صافو ټکو خپل ځواب ونه سپموئ .
عادل عادل
16.12.2010
سلامونه
دروند وهاج صیب مننه چې نوموړې سکالو مو د پاملرنې وړ بللې ده
ښاغلو هر یو وهاج ساپي او پتوال صیب
ستاسو پوښتنه داسې مطرح شوې ده:
[quote:7f0f3bfae1]د پښتونستان مسئله د پاکستان د بقا او زوال مسئله ده، که ترې بېل شي؛ نو پاکستان ختميږي، او که ورسره پاتې شي،
نو مونږ به تل تر تله کړيږو او ځوريږو. تاسو د ګوادر د بندر غوښتنه کړېده. که لږه يې واضحه کړئ، چې په څه ډول دغه بندر لاسته راوړی شو؟ [/quote:7f0f3bfae1]
پدې پوښتنه کې د پاکستان د زوال او ختمیدو سوال زمونږ د ځور او غوښتنې نه په تقدم کې مطرح شوی دی، د پښتونستان مسله که یوې خواته کښیږدو نو د افغانانو په وړاندې د پاکستان د سیاسیونو تیر ۳۰ کلن عملکرد او خیرنو نیتونو د هر افغان په زړه او ماغزو کې د انتقام جویی احساسات کرلي، دا احساسات به په راتلونکې کې په شکل د اشکالو خامخا ظهور کوي خو دا چې تر ګټې یې تاوان زیات نشي نو پکار ده چې سم جهت ورکړل شی او د افغانستان په ګټه ترې کار واخستل شي، دا چې پاکستان به ختمیژي کنه زمونږ د تشویش جز نه دی، که ختمیژي یا ټوټې کیژي نو دا د دوی د ګناه او تیریو تر عمق او ابعادو پورې اړه لري چې د مسلمان ګاونډي په وړاندې یې پکار اچولي دي.
ستاسو د پوښتنې په تړاو باید یاده کړم چې زما سره طرحییز داسې څه نشته چې د هغې په وړاندې کولو سره د ورته هیلې پر ځای کول ممکن یا حتمی شي، بلکه د همدې هدف لپاره مې ستاسو سره شریکه کړه تر څو یې په ګډه سره وڅیړو، هو، دا هم د یادونې وړ بولم چې نوموړې سکالو مې حتی نه غوښتل چې د پښتونستان د بحثفورم لاندې پرانیزم، ولې چې ددې نوم د تش په نوم داعیانو د پوچو شعارونو څخه ستړئ شوی یم، ځکه چې نور وخت هم ثابته کړې چې په لر او بر کې د نوموړی داعیې ظاهری مخکښان هغه څوک پاته شوي چې د موجوده افغانستان د تیر او روان اشغال په مهال د یرغلګر دښمن د تبر لاستی ګرزیدلي او د قربانئ او سرښندنې پر ځای یې د مشروع مقاومت پښې وهلې دي.
زه دې سکالو ته له نوې زاویې څخه ګورم، ځمکني حقایق، د پاکستان ناولئ او له دښمنئ نه ډک نیت، په ورپیښو ستونزو کې تر بل هر وخت نه د ضعف حالت، او تر ټولو مهمه د دوی په وړاندې د نړیوالې ټولنې د عام او خاص د ځور نه ډک او پړسیدلي زړونه افغانانو ته دا چانس په لاس کې ورکوي چې د یرغلګرو د حتمی ماتې سره جوخت د ګوادر لاسته راوړل د افغانستان د خپلواکئ جز وګڼي او په روان مقاومت باندې د پاکستان په د ننه کې تر هغې تمرکز وشي تر څو پاکستان تر مستمر پاکستان شموله زوال او وسلوال تهدید لاندې د مرګ سلګی پیل کړي او خیرن چارواکي یې دې ته اړ وزي چې د ټول پاکستان د زوال پر ځای د ګوادر له کنټرول څخه لاس په سر شي.
د افغانانو سره عام ذهنیت داسې دی چې د پاکستان څخه د هر ډول غچ په لړ کې د هیڅ ډول لاسته راوړنې په فکر کې نه دي، او داسې تشې لاسته راوړنې لکه د عدم مداخلت ضمانت، بښنه، ښه ګاونډیتوب او داسې نورې شادیبازئ به هیڅکله هم بدنیته او بدطینته پاکستان د خپلو شومو عاداتو نه تر هغې په څټ نکړي تر څو چې د دوی په وجود کې قهریدلي خښمیدلي افغاني غاښ ښخ او یو څه ترې رابیل نکړي.
زما په نظر امریکا که څومره هم په پاکستان فشار راوړي تر څو د طالبانو په ضد کوټلي ګامونه واخلي نو کیدای شي په خپل غلامانه اخلاص سره به یوازې وزیرستان او شاوخوا قبایلی سیمې لاپسې ناارامه او وځپي خو هیڅکله به هم تر همدې عنوان لاندې د بلوچستان د ساحلی اهمیت له وجهې هلته په ورته عملیاتو لاس پورې نکړي او نه به هم خپل بادار سره د بې پیلوټه الوتکو په ړندو حملو باندې د موافقې سر وښوروي، دا ځکه چې د پاکستان لپاره د تشویش ځای د اوس لپاره د طالبانو سره درګیري او لاس ګریوان کیدل نه بلکه د یرغلګرو د تیښتې نه پس د بلوچستان ناامني ده چې د ګوادر بندر تر مستقیم تهدید لاندې راولي نو په داسې یوه حالت کې د مقاومت د مشرتابه فرض جوړیژي چې د وزیرستان، باجوړ، سوات، درې، کورمې، پنجاب او کراچی د کچې قبایلي حکومت ضد نفرت او حساسیت په ټول بلوچستان کې خور، حاکم او رشد ورکړي، پر پاکستانی غلام فوځ د خرپ او ترپ حملو فرهنګ ترویج کړي، تر څو د مناسبې موقع په مهال دګوادر د لاسته راوړلو خوب د افغانانو په ګټه حقیقت ته ورسوي.
-په دې صورت کې د افغانستان او نړئ ګټې:
-افغانستان به سمندر ته لار ومومی او د نړیوالې ټولنې د سیالی جوګه به شی
-د پاکستان سره به یې تاریخي تشنج پای ومومي
-منځنئ اسیا هیوادونو لپاره به سمندر ته د ځمکني ترانزیت لاره شي
-ملی وحدت به تامین شی
- افغانستان کې به تلپاتې امن راشي او پدې سره به ټوله سیمه او نړئ په امن شی.
د ایران ګټې:
-د یوه شریر او نامرده ګاونډی له ګاونډیتوب څخه به په امان کې شي
-د سیستان بلوچستان د ایالت ستونزې او مخدره موادو ګواښ به له منځه ولاړ شي
او د وړوکي اصلاح شوي پاکستان ګټې:
-د ایران سره د سرحد نه لرل به پاکستان ته د ایراني شیعه ایزم د خوریدو مخه ونیسي
-د افغانانو سره به یې تاریخي تربګني په متقابله ورورګلویزو اړیکو بدله شي
-د هند په وړاندې به د ځواکمن موقف واکمن شی
-د کشمیر خپلواکئ ته به د پاکستان او مسلمانانو په ګټه لاره هواره شی
نور تاسو .........
و.افغان
16.12.2010
محترم دروند عادل صاحب:
زما لپاره د ګوادر خبره ګونګه غوندې وه، خو اوس يې سر ونيو.
تاسو هدف ته رسېدو لپاره د تخطيطي عناصرو بيان په ښه توګه پيل کړ.
زما په سوچ چې بلوچستان کې د دغه پلان د تنفيذ په لاره کې ډېر خنډونه شته دي، چې
بايد له لارې لرې شي، که چېرې لاندني څلور شرايط منځ ته راشي؛ نو داسې ويلای شو، چې د ګوادر د حاصلولو لپاره مو ۷۰٪ سلنه لار وهلې ده، او ۳۰٪ نوره پاتې ده.
لمړی شرط: د بلوچو او پښتنو نزدېکت، او په يوه بل باوري کېدل.
دويم شرط: د طالبانو، ملايانو+ او پښتني ملتپالانو نزدېکت، تفاهم، او په يو بل باوري
کېدل.
د مثال په توګه: محمود خان تر اوسه د طالب په اړه هغه پخوانۍ عقيده لري، چې
طالب د آی اس آی لپاره کار کوي، او هغوی راټوکولي، او تر اوسه د هغوی په ګټه
څرخيږي، که چېرته محمود خان او هغه ته ورته ملتپالان خپل فکر ته مثبت تغير
ورکړي، او په دې هيله بلکه يقين شي، چې د همدغو غيرتمندو شازلمو په اوسپنيزو
پنجو کولای شو، چې د ظالمانو خولې ورکږې کړو، او خپل غصب شوي حقوق لاس
ته راوړو، او بالمقابل علماء په ديني لحاظ د هغوی په اړه د تشکيک نه لاس په سر
شي، نو يو ښه قوي مؤثر اتحاد رامنځ ته کېدلی شي.
زه چې څومره د کوټه والو ملګرو له خبرو پوهېږم؛ نو هغوی وايي، چې پاکستان دغه
عمليات په کويټه کې هم غواړي، خو محمود خان يې مخې ته ولاړ دی، خو زما
په عقيده لکه څنګه چې عادل صاحب وويل، پاکستان نه غواړي چې په دغه منطقه
کې د طالب مجاهدينو په ضد عمليات پيل کړي، ولو که امريکا ورسره د هر ډول ناز
ورکولو وعدې وکړي، او محمود خان هم د پاکستاني حکومت سره په دې مسئله کې
کلک ملګری دی.
خو دلته اسلامي مقاومت ته سوچ کول پکار دي، چې دغه دښمن يو دښمن دی، هغه که
په وزيرستان کې دی که په پنجاب، پېښور، او يا نورو منطقو کې دی، که په دښمن په
مختلفو منطقو کې جبهې ورخلاصې شي؛ نو دښمن به ضرور له وارخطايۍ او ماتې
سره مخ کړي.
پاکستان که طالب مجاهدينو هلته څه نه وايي؛ نو د دې مطلب دا نه دی، چې ګېدړ
حج کړی دی، او مسلمان شوی دی، بلکه هغوی له همدې ويريږي، که چېرې پښتنو
او بلوچو په يوه وخت راباندې شروع وکړه، نو بيا به مې ټغر په ډېره منډه ټول شي.
درېيم: په کوټه کې د اسلامي مقاومت دمجاهدينو قيادت او شورا بايد د پورتنۍ خطې
د تطبيق لپاره په خپل داخل کې نافرمانه ډلې او نافرمانه بچي وځېږوي، او هغوی ته
مطلوب مسؤوليتونه او کارونه وروسپارل شي، او په ظاهره کې دوی ترې خپله بېزاري
اعلان کړي، لکه مشر ملا صاحب چې د وزيرستان د قيادت په اړه به ځينې ضد
څرګندونې لرلې.
څلورم:
په درنښت
..Ahmadzai
16.12.2010
عادل صاحب په قلم دي بركت سه
د نښې منځ دې وويست
دې مورد كی د بلوچو وروڼو شراكت ضروري دى , بايد دوۍ هم پام كې ونيول سي او د ګډ هدف لپاره كار وسي , ښه لاره يې دا ده چې بلوچو كې هم طالبان خپل اتباع ولري, او جهد ته ديني اسلامي بڼه وركړي سي, تر څو د ايماني جذبې څخه برخمن وي, او عمل كې اخلاص راسي , بيا نو خلك قربانۍ ته تياريدى سي
او بې له قربانۍ هيڅ لاس ته نسي راتلى او قربانۍ د جهاد په جذبه كې اوج ته رسيداى سي او دوامداره وي.
تاريخ ته چې رجوع وكړو نو بلوچو او پښتنو تل د پرديو په مقابل كې سره متحد او يو موټى پاتې سوي او سوبې ېې ترلاسه كړي او پښتنو ورسره تل دسيال ورور چلند كړى او پردي ياكم يې ندي ګڼلي, مونږ ته له ټولو نورو همسايه قومونوڅخه بلوچ نيژدې او وفادار پاتې سوي
څنګه چې بلوچستان كې پښتانه او بلوچ دواړه قومونه شتون لري نو بايد له دوي څخه يو مخلوط اسلامي تحريك جوړ سي او د تفرقې او شقاق اسبابو ته جدي توجوه سي او مخه ېې ونيول سي.
16.12.2010
عادل صيب ديره ښه طرحه وړاندې کړې ده، که طالب ځواک يې ومني افغان ملت به خولۍ اسمان ته پورته وارتوي او ملاتړ ته به يې ورودانګي ،
خو سوال به د طرحو نه وي چې سړی يې وړاندې کړي، که د عملي کولو څوک پيدا شي نو طرحې به ډيرې پيدا او
د وړاندې کولو به يې هېڅ کمی احساس نشي . وايي هر عمل يو عامل غواړي، بيا د عمل موخه، بيا شرايط، لاره، وسائيل او بيا پلي کول .
که مونږ لومړی د عامل په لټه کې شو، هغه پيدا او تٍثبيت کړو، بيا پرې راټول او ورسره په ګډه هدف وټاکو، شرايط تحليل او په طرحه کې
دموخې ، لارې ، وسايلو او شرايطو ترمنځ اړوندونه او پيوندونه لکه د يوۀ ماشين د پرزو ياد يوۀ ژوندي ارګانيزم د غړو ترمنځ داړاو تړاو عيارتيا وټاکو ،
نو هله ښه، عالي، او اعلی طرحې وړاندې کول او د غوراوي له پاره پرې بحث کول ګټور هم تماميږي .
نو لومړی دا تثبيتول پکار دي چې د آزادۍ دې عمل ته څوک ټټر وهي ، څوک د ګوادر بندر آزادولو له پاره او په کومو کومو شرايطو کې
عمل ته وردانګلی شي، څو ملت يې ملاتړ وکړي . خو که عامل ځواک نه وي او يايي ټټر نه وي وهلی، نو طرحې، تحليلونه او
ورته هيلې او بحثونه به هېڅ ګټه ونکړي . نو ځکه د ملت د ډاډ له پاره اړينه ده چې تصميم او مصمم ځواک په پخپله ځان ملت ته وروپيژني ،
نۀ داچې د بل په خوله ، د بل په اټکلونو او د نورو د هيلو او اميدونو له مخې فرض کړی شي .
خو که بحث د عمل له پاره نه، بلکې هسې فرضي او صرف تيوريکي وي، نو لومړۍ پوښتنه دا ده چې آيا دغسې يو ابتکار به د پاکستان د
استخباراتو له خوا تر اټکل هم دمخه کشف او په نطفه کې فلج او خنثی نشي ؟؟؟؟؟؟
د مشر ملا صيب لومړي مرستيال ملا برادر اغا خو دشپې يو مخالف خوب لا سم نه و ليدلی چې سهار وختي ونيول شو او بندي شو .
خو د ګوادر بندر د استفادې له پاره يوه ريالستي او سوله ييزه لار هم د اټکل وړ ده چې لومړی د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ
د بريد نه کولو، سولې او همکارۍ يو داوطلبانه امنيتي تړون (پکت) رامنځته شي ، په کوم کې چې ايران هم ګډون کولی شي .
[color=blue:628f752a74]په تړون کې به افغانانو شرط له پاکستان سره داوي چې د تړون د اعتبار په موده کې به ا فغانستان دګوادربندر ته د لارې حق لري،[/color:628f752a74]
تړون دساري په توګه د ٣٠ کالو له پاره لاسليک او په پای کې هرځل د نورو ٣٠ کالو له پاره غځېدلی شي ! په دې توګه به لومړی جنګ ختم او
بهرنيان رخصت شي او بيا به ددې سيمې
د هيوادونو ترمنځ آړيکې او حسنه مناسبات دومره پراختيا وموي چې دوښمنۍ به يې له هډه هيرې او بالاخره ورکې شي ،
پاکستان به د هند له ډاره او افغانستان د جګړې له ضرورته راووځي ، آن داچې د توافق په صورت کې به لوی افغانستان پاکستان ته
د هر بهرني ګواښ په وړاندي دخپل اسلامي ملاتړ ژمنه هم وکړي . دغه
يو پر بل دنۀ بريد، دوستۍ او همکارۍ امنيتي تړون به هغه سوړه شي چې دپنجاب مار به په کې له کاږۀ واږۀ تګ څخه خلاص
او په خپله سوړه (پنجاب ، سند او کشمير کې) کې هم سم شي او هم به په کې ځان خوندي او آرام احساس کړي او ګاونډيان به نور په لاروکې نشي چيچلی !
دا يوه داسې سوله ييزه طرحه ده چې دافغانستان او پاکستان هر ې واکمنۍ او هر سياسي ګوند ته يې سړی وړانديز کولی شي . [color=blue:628f752a74]
ګرانو ورونو او خويندو تاسې په دې اړه څه فکر کوئ .
ومن الله التوفيق[/color:628f752a74]
pattang
18.12.2010
د عادل عادل صيب او پتوال صيب ليکني اوغوښتنې يو ويزيون (vision) د ی
چې د کلماتو په فور مول سره يې ښۍ خو له چپې خوا سره يو مساوات برابروي ،
خو دخپل ويزيون لپاره يې نه پرو څيس (process)ليکلی او نه ريسور س
(resource)!
دکارشروع :
- په افغانستان کې د پښتنو يو قوي دولت چې په مادي پښو کلک ولاړ وي .
{( تاجک ، اوزبک او هزاره ،نه پښتو غواړي نه پښتو نستان او نه دپښتنو
اکسريت مني ). : => ( اول تر ټولو خپل کورنی کار فرض دی بيا نور )}
monir
19.12.2010
ګرانو دوستانو سلامونه اوښې چارې!
هسې چې ځینو دوستانو هم ورته اشاره وکړه د خپلو مشروعو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو بده لاره د نظامی لارې غوره کول دی. د پاکستان د تجزیې خوب او خیال باید چې د خپلو سرونو نه لرې کړوو. که پاکستان تجزیه او کمزورﺉ هم شی په کافی اندازه توان به ولری چې سیمه آرامۍ ته پرېنږدي! بر عکس ښه به دا وي چې د سوله ایزو لارو په لټه کې شوو.
د هېوادونو خپلمنځی ستونځو د حل لپاره پر یو بل د اعتماد فضاء رامنځته کول د اهمیت وړدی. د متقابل اعتماد په فضاء کې کیدای شی سیاسی، کلتوری او اقتصادی اړیکې وده وکړي.
د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند حکومتونو تر منځ د طبيعي ګازو د نل ليکې تړون یوه ډېره ښه بېلګه ده چې متقابلو ګټو ته په پام سره د هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضاء را منځته کوی. زه یقین لرم چې پاکستان به یواځې دخپلو ګټو د تضمین لپاره د نل لیکې د کارونو په امنیت کې مرسته وکړی. بله مهمه ګډه پروژه د مرکزی آسیا د برښنا سرچینې دي چې افغانستان، پاکستان او هند ورته ضرورت لری او مزي به یې د افغانستان له لارې وغزېږي. د جنګ جګړې پرځای باید هڅه وشی چې د سیمې دخلکو افتصادی حالت ښه شی.
په درنښت
كريم كامران
19.12.2010
پښتونستان د هر افغان حق او ارمان دی، خو زه خپله د نظامي لاري څخه ددې حق دترلاسه کولو پلوي نه یم. ترهرڅه لومړی لکه څنګه چې پتنګ صاحب لیکلي د یو قوي او په خپلو پښو ولاړ دولت جوړول اړین دي.
په اوس وخت کې د طالبانو لوړ هدف د اشغالګرو ویستل، او د هیواد ازادول دي، او په دوهم قدم کې د یو داسې قوي اسلامي حکومت رامنځته کول اړین دي چې د څو لسیزو جنګ ځپلي ولس د ټپونو او زخمونو لپاره مرهم او ټکور وګرځي. که د اشغالګرو د شکست څخه وروسته طالبان د خپل مقاومت ریښې ترپاکستانه وروغځوي دا ویره شته چې خدای ناخواسته زمونږ د عجلې نه ډک دا اقدام به د فتحې او بري ثمره زمونږ له لاسو وتښتوي.
زما په اند د پښتونستان په مسله کې به پرته له هند څخه، مونږ نه په سیمه او نه په نړۍ کې بل کوم ملاتړی ولرو.
خو د یوې سوله ییزې طرحې لپاره باید طالبان په هیڅ قیمت خپل موجوده مستقیم یا غیر مستقیم نفوذ چې په قبایلي سیمو کې یې لري له لاسه ورنکړي، او باید په یوې سیاسي حللاره کې ددې اثر او رسوخ څخه د کار اخیستلو په ارزښت باندې هیڅکله غافل نه شي.
pattang
19.12.2010
افرين کريم کامرانه!
دليک په پای کې دې دستراتېږي اود لرې ډبرو /تيږو دکيښودلو يوځای ( ټکی) پېژندلی دی او ښه دې په ګوته رامالوم کړی ٠
[quote:f7c41981c5="كريم كامران"]پښتونستان د هر افغان حق او ارمان دی، خو زه خپله د نظامي لاري څخه ددې حق دترلاسه کولو پلوي نه یم. ترهرڅه لومړی لکه څنګه چې پتنګ صاحب لیکلي د یو قوي او په خپلو پښو ولاړ دولت جوړول اړین دي.
په اوس وخت کې د طالبانو لوړ هدف د اشغالګرو ویستل، او د هیواد ازادول دي، او په دوهم قدم کې د یو داسې قوي اسلامي حکومت رامنځته کول اړین دي چې د څو لسیزو جنګ ځپلي ولس د ټپونو او زخمونو لپاره مرهم او ټکور وګرځي. که د اشغالګرو د شکست څخه وروسته طالبان د خپل مقاومت ریښې ترپاکستانه وروغځوي دا ویره شته چې خدای ناخواسته زمونږ د عجلې نه ډک دا اقدام به د فتحې او بري ثمره زمونږ له لاسو وتښتوي.
زما په اند د پښتونستان په مسله کې به پرته له هند څخه، مونږ نه په سیمه او نه په نړۍ کې بل کوم ملاتړی ولرو.
خو د یوې سوله ییزې طرحې لپاره باید طالبان په هیڅ قیمت خپل موجوده مستقیم یا غیر مستقیم نفوذ چې په قبایلي سیمو کې یې لري له لاسه ورنکړي، او باید په یوې سیاسي حللاره کې ددې اثر او رسوخ څخه د کار اخیستلو په ارزښت باندې هیڅکله غافل نه شي.[/quote:f7c41981c5]
19.12.2010
د بحث درنو ګډونوالو!
د پښتونستان په اړه ما څه نه دي ليکلي ، زما او عادل صيب د بحٍث موضوع د ګوادر بندر و . زما وړانديز سيمييزه سوله
ده او له ايرانه تر هنده درې اتومي هيوادونه او يو ايمانداره هيواد افغانستان په لمن کې رانغاړي . څنګه چې د سولې وړانديز دی
او د جنګ نه دی نو د ضعيف او غښتلي هيوادونو دواړو په ګټه دی . پاکستان خو هم له هند او هم افغانستان څخه په دې صورت
کې ډيرې ګټې تر لاسه کوي ، نو د همدې هر اړخيزو ګټو له امله کېدای شي افغانستان ته د ګوادر په لوري
لار ې ته هم تن کيږدي ، دا چې د ځينو د بادارانو ته يې هم ګټه شته نه ضرر، نو ملاتړ به يې وکړي . د افغانستان له پاره خويې تر هر بل هيواد ډېره ده
ځکه د اعتماد په صورت کې چې د تړون له پلي کولو او غځولو څخه رامنځته کيږي
آن د لوی افغانستان منلو ته پاکستان ددې ګټې
په مقابل کې حاضرېدای شي چې افغانستان يې يې د نورو خواو څخه د تيري په وړاندې دملګرتوب ژمنه ورسره وکړي !
او دا کار د اسلامي ورورولۍ د ملاتړ په چوکاټ کې بيا افغانستان کولی هم شي .
دا ټول کار د ديپلوماتيکو دوستانه
اړيکو له لارې امکان منونکي بريښي او دغسې سوله ييزې هڅې د هر افغان حکومت دنده ده اود ډير ځانګړو شرايطو
پورې اړه نه لري ، خو اوږودمهاله هڅې به وي او کېدای شی تر نهايي بري پورې ١-٢ لسيزې وخت هم ونيسي !
عادل عادل
20.12.2010
سلامونه
د ښاغلي کامران ورور نظر سل په سلو کې سم دی، په دې شرط چې یرغلګر خپل اشغال په افغانستان کې د شاتګ په توګه، غلام پاکستان ته د لطمې رسولو په نیت ونه غزوي.
تر اوسه خو یې خولې له ډالرو ور ډکې کړې دي او ظاهرا یې خپل یوازیني متحد نوموي، خو زړه یې ورته تک شین دی، چې د "شتره دیدي؟ " په ځواب کې یې د "نه" پر ځای "بلې" ورته ویلي دي او دا نو په خپل ذات کې یو غم دی چې ځان ته یې ګټلی، هم یې خپل ملت په وینو ولاړه او هم ترې اخر الامر یرغلګر باداران ناخوښه دي، په پاکستان کې د ننه حاکمه ناامني، ټیټ اقتصاد، تر بل هر وخت ضعیف حکومت او د ولس سره لاس او ګریوان غلام فوځ، ټول ددې نښانې دي چې له مخې به یې یرغلګر غربیان ضرور داسې څه تر خوله ورکوي چې خپل ټول ډالر پرې استفراق کړي.
که چیرته افغان مقاومت احساس کړي چې نور د یرغلګرو فشار په پاکستان باندې د افغانستان په د ننه کې د مقاومت تضعیفول نه بلکه پخپله پاکستان له پښو ارتول او لر او بر مقاومت ته یې پښې تړل وي، نو یوې داسې احتمالي موقع ته باید افغانان هیښ او بیداره واوسي او په خپله ګټه له لوړ او مدبرانه حکمت څخه کار واخلي.
و.افغان
20.12.2010
محترم او دروند عادل صاحب، او د بحث نورو قدرمنو ګډونوالو ته يو ځل بيا د زړه
له تله سلامونه او نېکې هيلې.
محترم عادل صاحب: دا چې ستاسې په مطرح شوې موضوع کې ځينې خوږې ارزوګانې
به سر ونيسې او که نه، وروستۍ خبرې دي.
خو دم ګړۍ باور وکړه، له کومې ورځې دې چې دغه له هيلو او اميدونو ډکه ليکنه په
ليکه کړې ده؛ زما زړه ته يې ډېره خوښي وربخښلې، او د هرې يوې نوې تبصرې په
لوستلو سره مې بيا بيا خوښي تازه کيږي. :)
د هغې ورځې په هيله او ارمان چې په کې خپل کړېدلی مسلمان، مجاهد افغان ملت
د يوه اسلامي دولت په غېږ کې په خپلو پښو درېدلی، محکم او مضبوط ووينم.
وما ذلک علی الله بعزيز
په درنښت
[quote:b4e4227e94="عادل عادل"]سلامونه
د ښاغلي کامران ورور نظر سل په سلو کې سم دی، په دې شرط چې یرغلګر خپل اشغال په افغانستان کې د شاتګ په توګه، غلام پاکستان ته د لطمې رسولو په نیت ونه غزوي.
تر اوسه خو یې خولې له ډالرو ور ډکې کړې دي او ظاهرا یې خپل یوازیني متحد نوموي، خو زړه یې ورته تک شین دی، چې د "شتره دیدي؟ " په ځواب کې یې د "نه" پر ځای "بلې" ورته ویلي دي او دا نو په خپل ذات کې یو غم دی چې ځان ته یې ګټلی، هم یې خپل ملت په وینو ولاړه او هم ترې اخر الامر یرغلګر باداران ناخوښه دي، په پاکستان کې د ننه حاکمه ناامني، ټیټ اقتصاد، تر بل هر وخت ضعیف حکومت او د ولس سره لاس او ګریوان غلام فوځ، ټول ددې نښانې دي چې له مخې به یې یرغلګر غربیان ضرور داسې څه تر خوله ورکوي چې خپل ټول ډالر پرې استفراق کړي.
که چیرته افغان مقاومت احساس کړي چې نور د یرغلګرو فشار په پاکستان باندې د افغانستان په د ننه کې د مقاومت تضعیفول نه بلکه پخپله پاکستان له پښو ارتول او لر او بر مقاومت ته یې پښې تړل وي، نو یوې داسې احتمالي موقع ته باید افغانان هیښ او بیداره واوسي او په خپله ګټه له لوړ او مدبرانه حکمت څخه کار واخلي.[/quote:b4e4227e94]