د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دهوښیارانو متلونه په خپله یو سبق دی

tandar
12.12.2010

دهوښیارانو متلونه په خپله یو سبق دی٠
١،مه کوه په چا،چه را به شی په تا٠
٢،دبل دروازه په سوک مه وهه ،چه ستا دروازه په لغت ونه وهی٠
٣، چه څه کری ،هغه به ریبی٠
٤،دبل بچې مه وژنه ،چه ستابچی څوک ونه وژنی٠
٥،دبل احترام، دځان احترام دی٠
٦، دبل وژنه،دځان وژنه ده٠
٧،دګوډی لار، په ژرنده ده٠
افغان تر ننه دچا غلامی نده منلی٠
افغان خپل دشمن ته ،تل په مخ وار ورکړیدی٠
اشغالګرو دا اور ځانته په خپله بل کړیدی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

د افغانستان له سببه په سویډن کی بمی چاودنی وسوې

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : (ن . صمد )
نېټه : ٢٠ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-11

رویټر خبر ورکوی چی نن د سویډن په مرکز ستاکهُلم کی د محلی وخت مطابق د ماښام پر پنځو بجو په بازار کی یوه موټری بمی چاودنه وسوه او د هغه څخه لس دوولس دقیقې وروسته بله چاودنه وسوه چی یو نفر وژل سوﺉ او دوه نور زخمیان دي .
دسویډن خبری شبکه ( ټی ټی ) وایی چی د لومړنۍ چاودنی څخه لس دقیقې مخکی یو ایمیل ورته راورسېد او په هغه کی په سویډنی او عربی ژبو لیکل سوی وو چی سویډن دې د افغانستان څخه خپل پوځیان راوباسی او هم یې د رسول الله ( ص) کارتون لیکونکې ته اخطار ورکړی دی .
سویډن د افغانستان په شمال کی ۵۰۰ پوځیان لری . داسی ویل کیږی چی وژل سوﺉ نفر به حمله کونکی پخپله وی .
خبر زیاتوی چی د هغه نفر سره شپږ بمونه وو خو یو یې وچاودېد . پنځه کاله مخکی په لندن کی د بمی چاودنی څخه وروسته دا لومړی ځل دی چی په اروپا کی د افغانستان د قضیې له امله بمی چاودنه کیږی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more