د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

م
11.12.2010

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هیله ده روغ او خوشاله به اوسئ ، ماهم له څه وخته چې دغه ویب سایټ سره شناخته شوی یم ستاسو بحثونه مې مطالعه کول اوډیراخذمې ترې کړی چې اخر مې په کې دشرکت اراده وکړه نو داولنۍ لیکنې په دود مې سلام واچاوه هیله ده ، خدای دې وکړي چې په راتلونکي ښه ملګرتیا سره وپالو
ورورو مو بختور


رښتینی
11.12.2010

.
علیکم السلام ورحمه الله وبرکاته

ملا صاحب هرکله راشی ستاپه په مبارک راتګ او نومثبتولو دی خوشاله
کړوالله دی پرخوشالی برسیره سوکاله هم لره الله دی وکړی له موږسره واوسی
او ستاسو له لیکنو نه مستفید شو

ستاسو حامد


Re: السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

و.افغان
11.12.2010

[quote:24630cdf30="ملا بختور"]السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
هیله ده روغ او خوشاله به اوسئ ، ماهم له څه وخته چې دغه ویب سایټ سره شناخته شوی یم ستاسو بحثونه مې مطالعه کول اوډیراخذمې ترې کړی چې اخر مې په کې دشرکت اراده وکړه نو داولنۍ لیکنې په دود مې سلام واچاوه هیله ده ، خدای دې وکړي چې په راتلونکي ښه ملګرتیا سره وپالو
ورورو مو بختور[/quote:24630cdf30]

ملا بختور صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
په خير راغلې خپلې پاڼې ته.
رب خو ښېرازه لره.
ستاسو د رنګينه ليکنو په انتظار.

پرون نه مخکې ورځ اختر وو.
د ملا کره چورګړۍ بختور وو
:)

په درنښت


عادل عادل
12.12.2010

سلامونه

عزتمند ملا بختور صیب

ستاسو بختور راتګ دې خدای په مونږ ټولو بختور وګزروي، ستاسو د بختور ګډون او لیکنو په هیله

محترم الحاج وهاج صیب

مطمین نه یم خو احساس کړې مې ده چې تاسو حج ته تللي واست نو په دې وسیله تاسو ته ستاسو د حج مبارکي وایم، الله پاک دې ستاسو او ټولو مسلمانانو حجونه، دوعاګانې، قربانئ او ټولې هڅې په خپل دربار کې قبولې او منظورې وګرزوي آمین.

هیله ده چې د بحثفورمونو عامو او خاصو ته به مو هم د خیر او هدایت دوعاګانې کړې وي او په خیر مقدم سره د نوو او تازه مسایلو سره روغ رمټ راستون شوی وی


م
12.12.2010

خیرونه یوسئ وروڼو
ستاسو له جوابي لیکنو او ښه راغلاست نه ډیره مننه ، وروڼو زه ملایم یعني کتابونه مې ښه ډیرویلي او ډیر عمرمې پې مصرف کړی ده ، خو دلته تاسې کومی خبرې چي لیکلي دي ډیرې ماته په هغو کتابو کې مخې ته نه دي راغلي ، یامې ورته پام شوي نه دي نوځکه مې غوښتل په دې موضوع ګانو کې هم یوڅه معلومات ترلاسه کړم ، خو دلته مې بیا دځینو وروڼو خوشکې خبرې ډېر وډاروي ځکه له هغونه پوښتنه کې دیوه شي شوي وي او دوی بل څه وایي زه وایم داخوشکې او غټ بازۍ نه وای نور مو په دې برخه کې ډیرڅه سره زده کولای او راپه زړه کولای سوای ځکه یوخدای پوره ده او نور ټول انسانان په خپلو کارو کې نیمګړي دي ، اختلاف په مذاهبو او نورو خبرو کې طبعي خبره ده چې شته او بایدوي ، زه وایم دلته به خپل معلومات تبادله کوو ځان تحمیلول او غټې خبرې به نه کوو کله ناکله به ګپه او دګل وار کوو خو دادب په چوکات کې نور تردې ښه علمي مذاکره به نو چیرې وي ، ددنیا مجلسونه خو هسې هم دغیبت او درواغو مجلسونه دي ، خدای دې په دې اول ماته او بیا تاسو ته توفیق درکړي ،او بلاداچې ګورئ زه یوازې عرفي ملایم او خپل دا نوم ډیر خوند راکوي نور زه دلته دیوه طالب او زدکوونکي په صفت راغلی یم نو ځکه مې له ویلو اوریدل ډیر وي خدای وکړي چې دعادي پوښتنو په وخت راباندې ونه خاندئ


شيرين جان
12.12.2010

وروڼو دوستانو زما داړخه هم نيكي هيلي او سلامونه ومنئ زه هم خوشاله يم چې تاسې سره په دې بحثونو كې شركت كوم. دټول افغان بحثونو ته وړمه ورځ خپل يوډيرنږدي ملګري بلدكړم اوويې هڅولم په بحثونو كي دتاسې سره ګډون وكړم. دادى ماهم په همدي موخه خپله لومړۍ ليكنه خوندي كړه اوپه مستقبل كي به هم خپل مشاركت دتاسې نه، نه دريغوم.
په دي هيله چې دميني او محبت په فضاكي خپل بحثونه پرمخ بوځو.
ډيردرنښت


نوروز خان
12.12.2010

شرین جانه خدای دې راوله ملاصاحب ته هم ښه راغلاست وایم
شرین جانه که رښتیا ووایم ستا نوم دې ته وهڅولم ترڅو دا توري وکاږم ، شرین جان زمونږ دسیمې هغه تنکی ځوان وه چې څه موده وړاندې په داسې مهال چې په خپله کرونده کې یې دشپې اوبه لګولې امریکایانو وویشت او په شهادت یې ورساوه ، دانوم مایوازې دهغه اوریدلی وه ، اواوس چې مې ستا نوم ولید هغه ځوانیمرګ مې نیغ سترګو ته ودریده ، ستا دې خدای دځوانۍ ارمانونه پوره کړي او دهغه دې خدای داځوانیمرګي قبوله کړې ، نور په بحثفورم کې ښه ګوزاره درته غواړم ترڅو ددې فورم دعلماء کرامو له معلوماتو ښه ترا مستفید وګرځئ
ورور مو نوروز خان


شيرين جان
12.12.2010

نوروزخان صيب خوشاله اوسئ.
خداى دې د شهيد شيرين جان شهادت قبول وګرځوي زه ددې واقعې نه خبر نه وم خو ډير مې زړۀ پرې بد شو خداى دې دشهيد شيرين جان وحشي قاتلين ژوندي ددې وطنه نه باسي او زه به هم دلته همدا كوښښ كوم چې په همدا نامه د مظلوم شهيد شيرين جان د وحشي قاتلينو په رسواكولو او شرمولو كې دريغ ونكړم.
ستاسې ورور


رښتینی
13.12.2010

ټولو وروڼو ته السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

او محترم شیرین جان ته دزړه له تله سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم په ټول افغان کی ستاسو نوم ثبتول دځان له پاره دخوشالی زیرۍ بولم الله دی وکړی چی ستاسو له خوږو اوشیرینو لیکنو مستفیدشو او په همدی هیله چی له موږ سره به اوسئ دمحترم نوروزخان په څیر ستاپه نامه پوری ماته زموږ دکلی شیرین جان اخونزاده صاحب راپه یاد شو چی هغه ډیر خوږ او نیک سړۍ دی الله دی ژند لری خو یوه ستونزه یی لرله او هغه دا چی کله به یی شین نسوار له ژبی لاندی واچاوه نو موږ به یی په خبره سم نه پوهیدو :)

په مینه


شيرين جان
13.12.2010

حامد جان صیب تاسې ته هم د زړه له کومي د سلامونو علیکم السلام وایم.
حامدصیب داسې ښکاري چې یودشنو نسوارو کمی دی راکې نور مې دشیرین جان اخوندزاده صیب په شان نیک خوږ اوشیرین وبوله. :wink:
او بله دا چې زماد تجربې له مخې اوکه تاسې هم فکر کړی وي دانسواریان وروڼه ګوره هغه دچا خبره چې ډیر جانانه خلک وي. :) :D



21.12.2010

[color=blue:ce899ca6a7]محترم ملاصاحب بختور او ګران شيرينجان !
السلام عليکم و رحمةالله وبرکاته !

ملا صيب دې الله زمونږ پورې بختور او شيرينجان دې هم راته شېرين لري ،
دواړو ته د زړه له کومي هرکلی وايم ، د ټول افغان خونه ستاسو خپله ده، فکرونه مو تاند او قلمونه مو څپاند غواړم .
په ټول افغان کې د بحث درې اساسي ستنې دي ، چې تر ټولو لومړۍ او مهمه يې د اسلام سپېڅلی دين دی، دويم د افغانستان ملي
ګټې او ملي ارزښتونه دي او دريمه ستن يې ملي او اسلامي ولسواکي ده چې ملي امت واکي هم ورته ويلی شو ! دا وروستۍ ستن د ليبرالې چټلې
غربي دموکراسۍ سره هېڅ تړاو نه لري ، بلکې د هغې په مړاندې افغاني او اسلامي بديل جوړوي او په ټوله کې صرف د آزاد تنقيد،
مشورې - شورایت اوآزادو انتخاباتو پر اصولو ولاړه ده !
ددريواړو اساساتو تر منځ وحدت او تړاوونه ليدل، موندل او ساتل زمونږ او ستاسې سياسي،
ټولنيز، اقتصادي او کلتوري بحثونه مثمر کولی او په رغنده دول رهبري کولی شي . الله تعالی دې مونږ او تاسو ته توفيق راکړي
چې د اوس او راتلونکې وخت ستونزې د همدې زرينو تلسټونو د وحدت په مټ د حل دايرې ته ورسوو . ستاسو راتګ مونږ يو نيک فال بولو،
نو پخير راغلئ ، هرکله راشئ او کارملنې ( همکار ۍ ) ته مو سترګې په لاره يو .
ومن الله التوفيق ![/color:ce899ca6a7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more