د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

صالح: له سولې مخکې باید د طالبانو مالي سرچینې وچې او بې وسلې شي

momtaz
10.12.2010

د بحثونو ګډونکوونکو ګرانو دوستان سلامونه او نیکې هیلې مې ومنئ! هیله ده چې ټول روغ او جوړ اوسئ . زه څه موده په بحثونو کې غیرحاضر وم، ماتېر ډېر وخت په افغانستان کې تېر کړ . د ښاغلي امر الله صالح د پورتنۍ څرګندونې اندېښنه په ډېرو افغانانو په ځانګړیتوګه غیر پښتني افغانانو کې موجوده ده. له دغو هېوادوالو څخه تل اوریدل کېږي چې د DDR پروګرام په چوکاټ کې مونږ خلع صلاح شوو خو طالبان تر غاښو پورې مصلح دي او د آی اس آی له خو په دوامداره توګه اکمالېږي. خو حقیقت دا دی چې د دا ډول ادعاو سره سره د طالبانو پخوانی جنګی مخالفین له یوې خوا پوره خلع صلاح شوي ندي او له بلې خوا د محلی پولیسو تر نامه لاندې په ټول هېواد کې خلک بیا مصلح کېږی. تر هغه چې د افغانستان اردو او نور امنیتي چارواکی د امنیت ساتلو توان پیدا نکړی د بهرنیو سرتېرو وتل به په هېواد کې لا بله ستره فاجعه را منځته کړي.
_____________________________________________________________________________

صالح: له سولې مخکې باید د طالبانو مالي سرچینې وچې او بې وسلې شي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې به پرته له دې چې نوموړې ډله لومړی بې وسلې شي یوه فاجعه وي.امرالله صالح همداراز ویلي دي، چې له سولې مخکې لومړی باید د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، له دوی څخه وسله ټوله شي او وروسته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي. د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلب کې د ښاغلي صالح د څرګندونو په اړه رویټرز خبري آژانس یو راپور خپور کړی
رویټرخبري آژانس د افغانستان د استخباراتو د ادارې د پخوانی مشر امرالله صالح له قوله لیکي، چې وايي، باید د طالبانو مرکزونه د پاکستان د استخباراتو له کنټروله راوزي او له بلې خوا باید پر هغوی فشار راشي څو د ډیموکراسۍ له معیارونو سره سم عمل وکړي.

صالح چې په واشنګټن کې د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلب کې خبرې کولې همداراز وویل، چې امریکا باید د پاکستان لپاره هم د ۲۰۱۱ کال تر جولای میاشتې پورې مهلت ورکړي، څو په خپل قلمرو کې افراطي وسله وال تعقیب کړي، له دې پرته د صالح په وینا باید دې هېواد ته خبرداری ورکړل شي، چې که خپله په دې برخه کې اقدام نه کوي نو امریکايي ځواکونه به د دې هېواد قلمرو ته ننوزي او دا کار به ترسره کړي.

صالح چې له ۲۰۰۴ کال وروسته د روان کال تر لومړیو پورې د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر و، زیاتوي، که په پاکستان کې د وسله والو مالي سرچینې وچې نه شي نو طالبان به یوازې دا تظاهر وکړي، چې سوله غواړي خو کله چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه ووزي، دوی به یوځل بیا پر قدرت خپله ولکه ټینګه کړي.

امریکايي چارواکو ویلي دي، چې له وسله والو طالبانو سره روغه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمېر د کمولو اساسي اړتیا ده.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو کار پیل او د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې بشپړ شي.

امرالله صالح وویل، چې په روان کال کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېر کې زیاتوالي پر طالبانو موقت اغېز درلود او که څه هم په دې ترڅ کې د هېواد ځینې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې شوې خو بنسټیز بدلون رانغی.

دی وايي، په تېر یو کال کې د طالبانو مشران نه ونیول شول، نه ووژل شول او په عین حال کې القاعده هم تراوسه نه ده ماته شوې.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخواني مشر زیاته کړه، دامریکا روانه ستراتيژي په دې نظر ده، چې پاکستان په سلو کې حداقل ۵۰ صداقت لري خو پاکستان د دې لپاره چې په افغانستان کې نفوذ ولري لاهم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

رویټرز خبري آژانس وړاندې لیکي، د افغانستان د هغو سیمو خلکو چې تاجکان او نور اقلیتونه په کې استوګن دي خبرداری ورکړی، چې که ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره روغه وکړي نو ښايي هېواد به د یوې بلې کورنۍ جګړې شاهد وي.

د امریکا د مطبوعاتو په ملي کلب کې د صالح د وینا پرمهال یوشمېر پاکستاني مامورین هم حاضر و. په غونډه کې د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني مشر جنرال احسان الحق هم وینا وکړه، ویې ویل، د دې لپاره چې وسله وال طالبان له القاعده شبکې بېل او په سیاسي بهیر او واک کې شامل شي نو له هغو سره روغه یوازینۍ لاره ده.

د احسان الحق په وینا تر هغه وخته، چې القاعده او طالبان ملګري وي، په خپلو کې له موجودو اختلافونو سره سره به یو له بل سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

رویټرز لیکي، د افغانستان د استخباراتو د پخواني مشر څرګندونې د افغانستان په سیاسي کړیو کې د دې موضوع پرسر چې آیا له طالبانو سره روغه وشي او که د هغوی پرضد جګړې ته دوام ورکړل شي، د اختلاف ښکارندویي کوي.

د رویټرز په وینا د صالح څرګندونې یوه بله مساله هم په ډاګه کوي او هغه دا چې د افغانستان په سیاسي کړیو کې دا بدګوماني لاهم شته چې ګاونډیان افراطي وسله والو ته مخه ورکوي څو په دې هېواد کې ځالې جوړې کړي.

http://pa.azadiradio.org/content/article/2244236.html



10.12.2010

[quote:1d075f3e58]رویټرز خبري آژانس وړاندې لیکي، د افغانستان د هغو سیمو خلکو چې تاجکان او نور اقلیتونه په کې استوګن دي خبرداری ورکړی، چې که ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره روغه وکړي نو ښايي هېواد به د یوې بلې کورنۍ جګړې شاهد وي. [/quote:1d075f3e58]
طالبان ددې خاورې اصيل بچيان دي ، يواځې د روغې حق نه، بلکې په ملي واکمنۍ کې د پوره ونډې د لرلو حق لري، که د ځينو ملي
خاينانو ددوی په روغه جوړه کونه سوځي نو شل ځله خو دې و سوځي !


عنوان

tandar
10.12.2010

کله کله سړی مجبوریږی چه ډانګپیرلی خبره وکړی،نن چه طالب جهانی قدرت دخپل سوټی په زور مات او تیښتی ته مجبور کړی، نو دتیمور لنګ بقایا سره دسمرقندیانو چه هر څومره ځان مسلح کړی ،چه وخت ې راغلو په ننواتو سره به ده طالبانو هګی ور مساجوی٠
دا چه امریکا په هغه قدرت سره له ټوله اروپا څخه مرسته غواړی، طالب خو دسلاحو پابریکی ددوی غوندی نه لری،پس مجبور دی چه له یو چانه ځان مسلح کړی٠ اما غواړی خپل وطن دسر په بدل ازاد کړی اود میړه غوندی دخپل وطن او ناموس دګټونو لپاره ې دشهادت جام په لاس کی نیولی دا ټوکی نه دی٠
داچه بعضی په ګرمو کوټو کی ناست او هواې غونډاری ولی ،لاړ دی شی دعمل سنګر ته بیا به پوه شی ،چه دوطن ازادول اسان کار دی او که دسر په بدل ازادیږی، او دغه سر باز ته نن طالب واې ،او زه ې خپله هم په نوم افتخارکوم ٠
دشهیدانو دی روح ښاد وی او ژوندی خدای راته غازیان کړی، او دشمنان دی مات او برباد وی ٠
دیرغګرو په سر تندر٠


monir
10.12.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:1a9d65e6c0].امرالله صالح همداراز ویلي دي، چې له سولې مخکې لومړی باید د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، له دوی څخه وسله ټوله شي او وروسته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي[/quote:1a9d65e6c0]
دا د طالبانو د بې وسلو کولو په معنی ده او منطق نلری! د طالبانو بې وسلې کول باید دسولې خبرو د بهیر یوه برخه وي!

په درنښت


pattang
10.12.2010

امرالله صالح څوک دی ? دغه دبېکاره ځوی لکه نور يې خپل ځان نشي پاکولی
دکوټې دوکاندار په مليونو پيسې ترې ووهلې ، نو ددې بې ناموسه دجاسوسي
ځيرکتيا او نبوغ به څه شی وي ، له تلخوانو کله مغز جوړيږي !
امرالله د cia ١٠ کاله مخکې او تر اوسه په جريان کې خبره تکراره وي ، امرالله
د ښونځي د پارچې نقل په ازموينه کې تر اوسه ندی هېر کړی !


pattang
10.12.2010

تر هغه وخته به سمر قنديان او تا جکان خپلې غلا وې کوي !
طالبان به لدې چټلو او اشغالګرو سره هيڅ وخت سولې ته کښېنني
که کښېناستل ټول عبادت به يې خراب او لوی خيانت به وکړي٠
له غلو ، جنګي جنايتکارانو او اشغالګروسره سوله ناروا ده ، دوی ټول بايد
شرعي محاکمه شي او غلا شوي کورونه ،پيسې يې بېرته بيت المال ته تسليم
 شي٠

[quote:85e8898728="monir"]سلامونه او ښې چارې!
[quote:85e8898728].امرالله صالح همداراز ویلي دي، چې له سولې مخکې لومړی باید د طالبانو مالي سرچینې وچې شي، له دوی څخه وسله ټوله شي او وروسته د سیاسي فعالیت اجازه ورکړل شي[/quote:85e8898728]
دا د طالبانو د بې وسلو کولو په معنی ده او منطق نلری! د طالبانو بې وسلې کول باید دسولې خبرو د بهیر یوه برخه وي!

په درنښت[/quote:85e8898728]


عنوان

tandar
11.12.2010

داټولو ته جنایت کار، قاتلین خائینین، اګینټان او داسی نور ښه معلوم دی او پیژنی ې ٠مګر نه غواړی چه ددوی په اعمالو تبصیره وکړی٠
له دی څخه داسی سوال پیدا کیږی،چه دوی هم له هغوی سره اړیکی لری٠
فقط دطالب بدنامولو ته شک ناست دی٠
او په اخر دخپلی لکیکنی کی هم لیکی ،مرده باد دشمنان وطن٠
ولی نه ،دشمنان دوطن دی تل مرده باد وی٠
زنده باد دی وی ازادیخواهان دوطن ،چه هغه نن طالبان دی٠
ستوری دی تل ځلیږه طالبه٠
دشهیدانو دی روح ښاد طالبه٠
نن تا دافغان بیرغ دی پورته کړی طالبه ٠
او دخپلی ډګی په زور دی جهان په ګونډو کړی طالبه.
دډالرو نوکران دی هم وارخطا کړی طالبه٠
دافغان اولس یو افتخار ې طالبه٠
تاریخ به په تاویاړی طالبه٠
دیرغلګرو په سر تندر٠


Lotfollah
11.12.2010

[quote:eb906c5ae0]نن تا دافغان بیرغ دی پورته کړی طالبه ٠ [/quote:eb906c5ae0]
خوب خو به مو نه وي لیدلی تندر صاحب! د افغان بیرغ یې د کرکټ ځلمی اتلانو پورته کړ. د طالب صاحبانو له برکته افغانان په مجموع کې او په ځانګړی توګه پښتانه نړیوالو ته د ترورستانو په توګه، دعلم او پوهنې ضد عناصروپه توګه چې د خپلو بچیانو ښوونځیو ته اور اچوی، د وحشیو په توګه چې د سیاسی اهدافو لپاره تنکی ځلمی په بمونو اولوځاوی ور معرفی شوي دي. تاسې خو په اروپا کې ژوند کوﺉ تاسې یو وار داروپایانو په عام محضر کې ووایئ چې افغان یئ بیا د خلکو غبرګون ته ځیر شئ . دا ټول د طالبانو له برکته دي. تاسې د طالبانو د بریالیتوب دعاګانې مو کوﺉ خو دا هم باید هېر نکړﺉ که خدای مکړه دوی بیا قدرت ته ورسېږي افغان ولس به بیا یواځې پاتې وي او دوی سره به په دې نړۍ کې ډېر کم خلک سیالي وکړي!


و.افغان
11.12.2010

رب جل جلاله دې يو نر څوک پيدا کړي، چې دغه د اسلام او پښتنو دښمن پورته کړي.
ډېر بېګناه، تنکي پښتانه ځوانان يې په تورو شپو کې پرته له کومې محاکمې د
کمونستانو په څېر ووژل.
د ډاکټر عبد الله لغماني خو خپله برخه په خوله شوه، او د ده مردار خور انتظار باسو.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more