د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زنا ته مه نږدی کیږئ !

رښتینی
10.12.2010

.

.

زناته مه نږدی کیږئ !

الحمد لله کفی وسلام علی عباده الذین الصطفی .

سریزه

نن موږ په پښتو کی په مختلفو برخو کی پریمانه لیکنی لرو له موضوعی اوځانګړولیکنواو مضامینو پرته نن په مختلفو ویب پاڼو لکه پښتو بحثفور
مونو، فیس بوک اونورو کی زموږ لیکوالان او ډیر پوهه کسان مختلف بحثونه
کوی او خورا ډیر څه لیکی خو له بده مرغه چی موږ په پښتو کی لا ډیر اساسی او مهم شیان نلرو او خصوصا په دینی برخه کی خو دا کمی بیخی زیاته ده آبله ورځ
په فیس بوک کی زما یو ملګری راته وویل چی په اروپا او نوروسیمو کی ډیرۍ
ځوانان په ځینی اخلاقی بیلاریو اخته دی او دخبرو په جریان کی زما ملګری دبیلګی
په توګه دزنا یادونه وکړه چی په دی لعنتی اخلاقی ناروغی بیخی زیات خلک اخته دی په اخر کی دی نیکمرغه ځوان راته وویل چی که په دی اړه کوم دینی مالومات وی زما وال ته یی را ولیږه باور وکړئ چی دپښتو ټولی ویب پاڼی می وپلټلی خو په دی اړه می هیڅ پیدا نکړل اخر می خپله اراده وکړه چی څه ولیکم

زناته مه نږدی کیږئ !

دمسلمان له پاره ترټولو لوی لارښود دالله سپیڅلی کتاب دی او له هغه وروسته نبوی حدیث قران کریم د زنا دممانعت په اړه له حکمته ډکه لارښودنه کړی ده قران
مسلمانانو ته امری کوی چی زنا ته مه نږدی کیږئ ! ځکه زنا ډیره لویه ګناه ده او
ډیره بده لاره ده دقرانکریم الفاظ دادی :

[color=darkred:96797aa653]" ولا تقربوا الزنى إنه كان فاحشة وساء سبيلا"[/color:96797aa653]

دلته دقرانكريم له حكمته ډكو جملوته یوڅه تم کیږو په قرانکریم کی د شرک ،غیبت
،ظلم او نورو ګناهونوپه اړه الله جل جلاله مستقیما له هغی ګناه نه دمنعی امر کړی
دی لکه ولاتشرکوا یعنی تاسو شرک مکوئ ! ولایغتب بعضکم بعضا یعنی تاسو دیوه بل غیبت مکوئ ! ولاتظلموا یعنی ظلم مکوئ !
خو دزنا په اړه الله جل جلاله وایی ولا تقربوا الزنی : تاسو زنا ته مه نږدی کیږئ !
داسی یی ونه ویل چی : ولا تزنو ا یعنی زنا مکوئ ! بلکی ویی ویل ولاتقربوا الزنی
یعنی زناته مه نږدی کیږئ !

دزناپه اړه قرانکریم داسلوب ددی تغیر په اړه مفسرین لیکی چی داسی ځکه
شوی دی چی په دی سره مطلب دادی چی یواځی زنا نه بلکی هغه ټولو اړوند
کارونه چی دزنا لامل اوسبب کیږی هغه ټول حرام دی لکه له نامحرمی ښځی سره یواځی کیدل یا بی ضرورته خبری ورسره کول یا لکه په نیټ کی چی نن سبا له پردیو
ښځوسره خبری کیږی داراز ښکلول یا پردیو ښځو ته کتل یا یی انځورونه او عکسونه کتل او نور هغه اسباب چی زناته سړۍ را کاږی
هغه ټول حرام دی

امام مسلم بن الحجاج القشیری په خپل صحیح کتاب القدرکی له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه یوحدیث روایت کړی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی :بنیادم ته دزنا برخه لیکل شوی ده هغه به خامخا بیامومی دواړه سترګی زنا کوی او دسترګو زنا نامحرمو ښځوته کتل دی ،غوږونه دواړه زنا کوی او دغوږونو زنا اوریدل دی یعنی دنامحرموښځو بی ضرورته خبری اوریدل،اودواړه لاسونه زنا کوی او دلاسونو زنا نیول دی ، اودواړه پښی زنا کوی او دپښو زنا تګ دی یعنی له نامحرمو ښځو سره یاهغوی ته ورتګ ،اوپه زړه کی دزنا خواهش او مینه پیداکیږی او دانسان تناسلی غړی هغه رښتیا کوی یا یی دروغ کوی .
په عربی کی دحدیث متن په لاندی ډول دی :

أخرجه مسلم في " كتاب القدر " عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : { كتب على ابن آدم نصيبه من الزنا ، مدرك ذلك لا محالة ، فالعينان زناهما النظر ، والأذنان زناهما الاستماع ، واللسان زناه الكلام ، واليدان تزنيان وزناهما البطش ، والرجلان تزنيان وزناهما المشي ، والقلب يهوى ويتمنى ، ويصدق ذلك الفرج ، أو يكذبه .

دزنا په اړه یوتفصیلی حدیث :

حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم دبشریت مهربانه اوستر لارښوددزنا په اړه
ډیری له حکمته ډکی لارښوونی کړی دی تاسو په دی لاندی حدیث کی دهغه هوښیاری او مهربانی ته ځیر شي چی یوځوان په څومره ښکلی توګه له زنا نه منعه کوی !! سره له دی چی هغه ځوان نور خلک رټی او غوسه ورته کوی خو دی یی
له ځانه سره کینوی او په مستقیمه توګه نه ورته وایی چی زنا مکوه بلکی له دی
ستر جرم او لویی ګنا ه نه دمنعه کولو له پاره هغه ته یوه مقدمه پیل کوی چی په هغه کی ده ته دا وښیی چی زنا څومره بده لاره ده او څومره بده ګناه ده اوپه اخر کی یی دیوه مهربانه پلار په څیر پر اوږه لاس ږدی او دعا ورته کوی امام احمد له حضرت ابوآمامه رضی الله عنه نه روایت کوی لومړۍ دحدیث متن را اخلو :

وقد قال الإمام أحمد حدثنا يزيد بن هارون حدثنا جرير حدثنا سليم بن عامر عن أبي أمامة أن فتى شابا أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال : يا رسول الله ائذن لي بالزنا فأقبل القوم عليه فزجروه وقالوا : مه مه فقال " ادنه " فدنا منه قريبا فقال " اجلس " فجلس فقال " أتحبه لأمك " ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأمهاتهم قال " أفتحبه لابنتك " ؟ قال لا والله يا رسول الله جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لبناتهم قال " أفتحبه لأختك " ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لأخواتهم قال " أفتحبه لعمتك " ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لعماتهم قال " أفتحبه لخالتك " ؟ قال لا والله , جعلني الله فداك قال ولا الناس يحبونه لخالاتهم قال فوضع يده عليه وقال " اللهم اغفر ذنبه وطهر قلبه وأحصن فرجه " قال فلم يكن بعد ذلك الفتى يلتفت إلى شيء .

ژباړه : یوځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویی ویل : یارسول الله ماته دزنا اجازه راکړه ! مخکی له دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړی خلکو سپک کړ او بد رد یی ورته وویل او ورته ویی ویل : چوپ شه داڅه وایی ؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ماته رانږدی شه ! او ورنږدی شو هغه ورته وویل کینه او هغه ځوان درسول الله صلی الله علیه وسلم خواته کیناست او ورته ویی
ویل : ایا ته دا خوښوی چی څوک ستا له مور سره زنا وکړی ؟هغه ځوان وویل : الله می دی له تا قربان کړی په خدای سوګند چی نه یی خوښوم . رسول الله ورته وویل چی نور خلک هم دا نه خوښوی چی څوک یی له مندو سره زنا وکړی .
بیا یی ورته وویل چی ته دا خوښوی چی څوک دی له لور سره زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : الله می دی له تا قربان کړی نه والله نه یی خوښوم . هغه وویل چی هیڅوک دا نه خوښوی . بیا رسول الله ورته وویل : ایاته دا خوښوی چی له خور سره دی څوک زنا وکړی ؟ هغه ځوان وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله که یی خوښوم .
هغه وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له خوندو سره یی څوک زنا وکړی .
بیا رسول الله ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له عمی سره دی څوک زنا وکړی ؟
هغه وویل : خدای می دی له تا قربان کړی والله نه یی خوښوم . رسول الله وویل : هیڅوک دا نه خوښوی چی له عمه ګانو سره دی څوک زنا وکړی .
بیا یی ورته وویل : ایا ته دا خوښوی چی له خالی سره دی څوک زنا وکړی ؟هغه ورته وویل : خدای می دی له تا قربان کړی نه والله که یی خوښوم .
هغه وویل هیڅوک هم دا نه خوښوی چی له خاله ګانو سره دی څوک زنا وکړی .
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه پر وږه لاس کیښود اوداسی دعا یی ورته وکړه : ای الله دده ګناه معاف کړه ! او دده زړه پاک کړه ! او دی له زنا وژغوره !
وروسته بیا دا ځوان دومره برابر شو چی دزنا لوری ته یی هم نه کتل .

تاسو دی حدیث شریف ته ځیر شئ ! دلته له زنا نه ددی ځوان د منعه کولو له پاره
رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره ستر او له حکمته ډک اسلوب کار ولی دی !!
لومړۍ خو دا ځوان دومره ناخبره و چی دعامو خلکو په منځ کی یی له رسول الله نه دزنا اجازه غوښتله خو دخلکو دترټنی په منځ کی د ستر پیغمبر غوره او مهربانه چلند هغه دومره متاثر کړ چی له هری خبری سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایی جعلنی الله فداک یعنی خدای می دی له تانه قربان کړی !!
اوهغه رسول الله دزنا بدی ته په ډیره حکیمانه توګه متوجه کړ هغه داسی چی مور ،
لور، خور، عمه او خاله په هر انسان ګرانی وی نو یو انسان چی له کومی ښځی سره زنا کوی هغه به حتما دچا مور یا لور یا خور یا عمه یا خاله وی نو دا انسان خو ددی
خپلوانو له پاره هیڅ کله نه خوښوی چی څوک دی زنا ورسه وکړی نو بیا دبل چا په حق ولی تیرۍ کوی ؟او دنورو له خپلوانو سره ولی زنا کوی ؟

ابن کثیر په خپل تفسیر کی دابن ابی الدنیا نه یو روایت را اخلی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له شرک نه وروسته بله دومره لویه ګناه نشته لکه په ناروا رحم کی چی انسان خپله نطفه واچوی یعنی زناکول له شرک نه وروسته ترټولو لویه ګناه ده

دزنا په اړه او دزنا د بدی او خرابی په اړه په قرانکریم کی نور ایتونه هم شته او په نبوی حدیثو کی دومره زیات تفصیلات پراته دی چی که په دی اړه دا لیکنه وغځوو نو یو پوره کتاب به تری جوړ شی خو متاسفانه چی موږ ډیر کمزوری یو او په دی اړه
له ډیری سستی نه کار اخلو موږ ته چی الله جل جلاله څه راښوولی دی مسلمانانو ته دهغو په رسولو کی بیخی پاتی یو الله دی بښنه راته کوی او له علماو نه می دا هیله ده چی په دی اړه اودنورو اخلاقی مفاسدو په اړه لیکنی وکړی .
له بده مرغه زموږ ډیرۍ لیکوالان په دی هڅه کی وی چی خپلو لوستوالو ته عجیب او نادر مالومات وړاندی کړی او یادا چی اختلافی موضوعات وڅیړی ولی په پښتو کی بیخی ډیر مهم سترموضوعات تږی پاتی دی او په ډیر اساسی موضوعاتو چا هیڅ نه دی لیکلی

په مینه


Ali Mohammad
10.12.2010

دوستانو السلام عليکم!
دروندحامد صيب ستاسې د زيار او کوښښ نه يو جهان مننه.
ډير ګټور معلومات مو راغونډ کړي دي. خداى دې ستاسې په علم او قلم برکتونه کيږدي او موږ ته دې خداى د عمل کولو توفيق راپه برخه کړي.
درنښت


رښتینی
10.12.2010

.

ګران اومحترم علی محمد صاحب ډیره مننه الله دی تاسو هم خوشاله
اوسوکاله لری وروره دا زما له پاره د ویاړ ځای دی چی تاسو ټول افغان ته
نوی راغلی او لومړۍ لیکنه مو هم زما پرموضوع وکړه

له دی موږ او تاسو ته ترفیق راکړی چی دلته څه زده کړو او هغه چی زده مو دی
هغه نوروته ورسوو

ټول افغان ته ستاسو په راتګ خوشاله شوم الله دی وکړی چی له موږ سره
واوسی

په مینه


محمدزمان هوتک
10.12.2010

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دروند ورور،حامدصیب، لیکنه دی دستایلو وړده انډیواله روشتیا هم چه ډیری ځوانان په زنا اخته دی داده نیټ دلاری چه ځوانان کوم لوڅ عکسونه ګوری لوڅ فلمونه ګوری که نیټ پریږدو او موبایل ته راسو نو انډیواله دهر ځوان موبایل چه وګوری ټوله لوڅ عکسونه اوفلمونه وی ، قسم ده حامدصیب چه ما داسی ځوانان لیدلی دی چه یو یا دوه ودونه هم لری خو دی ټوله ورځ په لوڅو عکسو او یا فلمو اخته وی او ګوری ې
حامدصیب هله مند یم چه نور ګټور معلومات هم د لوستونکو سره شریک کړی او الله،ج، دی موږ او تاسو ټولو بلکی ټوله اسلام ته له داسی ناوړه عمل څخه نجات راکړی آمین
الله ج دی تاته په دونیا او آخیرت کی ددی لیکنی ثوابونه درپه برخه کړی آمین‎ ‎


رښتینی
10.12.2010

دټول افغان له لومړی مخ نه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه

شيخ القران مولانا سردار ولي


بسم الله الرحمن الرحيم
د فحشا او بدکارۍ (زنا او لواطت) زيانونه

• بدکاري انسان مصيبتونو ته راکاږي .
• په زړه کې د عبادت جذبه خرابوي .
• د قيامت په ورځ انسان د رب العالمين د رحمت څخه منع کوي .
• په زړه باندى مهر لږيږي .
• د انسان د ذلت لامل ګرځي .
• د انسان نيک صفت او شهرت ورسره ختميږي.
• د انسان زړه توروي .
• انسان د برکتونو د کمښت سره مخامخ کوي .
• قحطى ورسره راځي .
• د انسان علم له مينځه وړي .
• د انسان زړه سختوي .
• د رب العالمين او بنده تر مينځ لرې والى راولي .
• انسان له طيب او پاک رزق څخه محروميږى .
• د انسان نيک عمل خرابوي .
• که انسان ئي حلال وګڼى له ايمانه وځي .
• د قرانکريم له علمونو څخه ګټه نشى اخيستلاى .
• انسان په يو پسى بلې ګناه ته هڅوي .
• د انسان د استدراج ( ګناه کې ډوبيدل ) لامل ګرځي .
• د دنيوى عذاب سبب ګرځى لکه ابن عباس رضى الله عنه فرمائي ( هيڅ مصيبت نه راځې مګر د ګناه له امله .
• د انسان مشابهت د خبيثو او خرابو څارويو سره کيږي .
• د انسان ژوند تنګوي .
• د مخ توروالى ورسره راځي .
• د انسان د شرميدلو لامل ګرځي .
• انسان د نيکو اعمالو څخه منعه کوي .
• د انسان د عمر برکت له مينځه وړي .
• د انسان زړه د کلک هوډ او عزم څخه کمزورى کوي .
• انسان د ګناه سره عادت کيږى .
• ګناه د تيرو قومونو ميراث او هلاکت لامل ؤ نو انسان هلاکوي .
• د رب العالمين په وړاندى انسان سپکيږي .
• نور ګناهونه ورته بيا واړه ښکاري .
• ددى زيانونه د انسان څخه نورو څارويو ته سرايت کوي .
• د انسان عقل ورباندى خرابيږي ، د ځينو سلفو څخه داقول نقل دى .
• انسان د لعنت مستحق ګرځي .
• انسان د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاګانو څخه محروميږي .
• انسان پرى جهنم ته ځې لکه د معراج په حديث کې ورته اشاره شوي چې څه خلک د اور تنور کې سوځېدل چې زنا کار وه.
• په ځمکه کې د نورو فسادونو لامل ګرځي .
• د انسان غيرت ختموي .
• د رب العالمين عزت او وقار د انسان د زړه څخه وځي .
• انسان د رب العالمين د ياد څخه غافلوي ، د آيت شريف مفهوم دى ( دغه خلکو الله هير کړو د ګناه له امله الله تعالى به دوى هير کړي .
• انسان د اخلاص او احسان له دايرى اوباسي .
• د انسان د غم لامل ګرځي .
• د انسان اړيکى له رب العالمين سره ختميږي .
• د نعمتونو څخه محروميږي .
• د انسان په زړه کې رعب پيدا کيږي نو هميشه به په ويره کې وي .
• د انسان زړه د استقامت له دايرى اوباسي .
• د انسان بصيرت او پوهه له مينځه وړي .
• انسان د ابليس عليه اللعنت په لومو کې ښکيليږي .
• د انسان جاه او عزت له مينځه وړي .
• انسان ورسره په بد نوم ياديږي مثلاً چې فلانکى زنا کار دى او يا د لواطت په عمل کې دى.
• د نفس ډاډ ورباندى کمزورى کيږي ، چې د نيکۍ خواته ئي رابولي .
• د خپل ځان په مقابل کې د دښمن سره مرسته کوي چې په ده باندې د دغه عيب څخه نيوکه کوي چې دا دې مرض او بدکار والا دى.
• انسان کم همته کوي .
• د اعمالو خوند او برکت پرى له مينځه ځي .
• انسان پرى د ملايکو د دعا څخه محروميږي.
• انسان په ناشنا ناروغيو اخته کوي .
• تر اوومى پيړۍ د انسان د لعنت سبب کرځي ، لکه په مسند احمد کې ورته اشاره شوى ( څوک چې ګناه کوي نو پدى سره رب غوصه کيږي او کله چې رب غوصه شي تر اوو پيړيو په انسان لعنت وائي .
• دايمى فقر ورباندي راځى .
• نفس پرى خبيثيږى .


Ali Mohammad
10.12.2010

دروند حامد صیب الله مو خوشاله لره ستاسې د مینې او هرکلي نه ډیره مننه ستاسې په څیر د قدر او عزت علماوو سره زما ګډون په حقیقت کې زما لپاره ویاړ دی. ژوندي اوسئ.

حامد صیب داسې ښکاري چې ما خپله دا لیکنه او تاسې خپله پورتنۍ لیکنه په یو وخت کې پورته کړې، کله چې مې دا لیکنه تیره کړه ګورم چې تاسې ماڅخه مخکې شوي یاست او په ورته موضوع کې مو لیکنه کړې. نو که تکراري وي بښنه غواړم.

تاسې لیکلي چې الله تعالی د زنا په تحریم کې دومره شدت کړی چې ورته د نږیوالي څخه یې منع کړې ده، زما په نظر په اوس وخت کې چې په دفترونو او رسمي دوایرو کې پردۍ ښځه د پردي سړي ترڅنګ بې دمحرم له شتون څخه ناسته وي، هم زنا ته نږدیوالی ګڼل کیږي د کوم څخه چې الله تعالی په ذکر شوي ایت شریف کې منع کړې ده.

حامد صیب څرنګه چې تاسې د علماوو نه په اړه د لیکنو هیله کړې، ماته خو ځان په علماوو کې شمیرل ډیر سخته ښکاري، خو هغه څه چې په دې موضوع کې مې په ذهن کې دي تاسې سره یې شریکوم.

د زنا څخه د ټولنې د ژغورنې یوه لار داده چې خلکو ته یې مفاسد او اضرار وروښودل شي، زه غواړم دلته د زنا څو عمده مفاسد او زیانونه ستاسې قدرمنو مخې ته کیږدم:

۱- زنا د انسان د زړه نور او رڼا له مینځه وړي او د زړه د بصیرت سترګې ړندوي.
۲- د زنا په سبب انسان خپل کرامت او شرافت د خالق او مخلوق دواړو په نزد دلاسه ورکوي.
۳- زنا د عمر برکت له مینځه وړي.
۴- په زړه کې د الله تعالی تعظیم او لويي کمزورې کوي.
۵- په یو حدیث کې راغلي چې: څوک چې زنا وکړي یا شراب وڅښي، الله تعالی ترې ایمان داسې پورته کړي لکه سړی چې کمیس وباسي.
۶- د زاني دعا الله تعالی نه قبلوي.
۷- په خپګان، ډیپریش، او نورو نفسیاتي بیماریو مبتلا کیږي.
۸- په ټولنه کې په سپکه سترګه ورته کتل کیږي.
۹- د دې ناوړه عمل پیغور یې لمسیانو او کړوسیانو ته پاتې کیږي.
۱۰- د پیدا شوي مولود په حق کې ستر ظلم دی ځکه چې ترڅو ژوندی وي خلک به په سپک نظر ورته ګوري.
۱۱- په انسابو شجرو کې ګډوډي او اختلاط رامنځته کیږي.
۱۲- په پای کې د پیغمبر علیه الصلاة والسلام دا حدیث ولولئ چې فرمايي:
(إياكم والزنا فإن فيه ست خصال ثلاث في الدنيا وثلاث في الآخرة فأما التي في الدنيا: فذهاب البهاء، ودوام الفقر، وقصر العمر. وأما التي في الآخرة: فسخط الله تعالى، وسوء الحساب، والخلود في النار) ترجمه: تاسې د زنا نه ځان وژغورئ ځکه چې په دې کې شپږ خصلتونه دي، درې په دنیا کې او درې په آخرت کې، هغه چې په دنیا کې دي عبارت دي له: د مخ نور او جلال دمنځه تلل، د فقر همیشوالی، او د عمر لنډیدل، او هغه چې په آخرت کې دي عبارت دي له: د الله تعالی قهر، سخت حساب، او په اور کې همیشه والی.

الله تعالی دې موږ او تاسې ټول دې شنیع عمل ته د نږدې کیدو څخه وژغوري.
مننه


عادل عادل
11.12.2010

سلامونه

ګران ورور حامد صیب او ښاغلی علی محمد صیب ته د خدای ج له درباره د بې شمیره اجرونو دوعا کوم.

د زنا شنیع عمل اوس اوس دومره عام شوی چې نه تنها پرې خلک ککړ دي بلکه د ټولنې څخه یې پټولو پروا هم نه ساتي بلکه په ښکاره یې کوي او شهرت ته پکې ځانونه رسوي، ددې بدمرغه ککړې ناروغئ ډیر اسباب دي چې یو څو به یې لاندې په ګوته کړم:

-د شریعت د نفاذ نه موجودیت
-د امر بالمعروف و نهی عن المنکر نه رواج
-شرعی اصطلاحات په نوو نومونو پیژندل، لکه ګرلفرینډ، ډیټینګ، ریلیشن، او داسې نور
-د شرعي نکاح سختول، یا دوهم واده څخه د خلکو او خسرګڼئ له شرمه ډډه کول
په لمانځه کې سستي کول
-د قران کریم نه تلاوت
-د بدو ملګرو ساتل او د سپکو خلکو سره ناسته پاسته
-د سترګو څرول
-د خپلو خپلوانو په منځ کې بې بندوباری او د حدودو ماتول
- د کورنیو او والدینو له خوا د خپلو اولادونو په وړاندې بې پروایي او نه یادونه، نه تنبه او نه تذکار
-په بهر ملکونو کې خپل کلتور، مذهب، د خټو کلي او کورنئ هیرول او د موضوعه ځایي قوانینو په چوکاټ کې هر څه کول

او داسې نور ټکي چې پکې د خدای زور خبرې شته بایده چې یادې شي.


رښتینی
11.12.2010

.

محترم علی محمد صیب بیا هم مننه ګومان کوم ستاد لیکنی او زما
دهغی په منځ کی به څه توپیر وی الله دی اجرونه درکړی

اومحترم عادل صاحب له تاسو نه هم مننه کوم ستاسو زیاتونه په زړه پوری
ده الله دی اجرونه درکړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more