د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دایران پراخه لاسوهنه

رښتینی
09.12.2010

جمعه د ١٣٨٩ لمريز کال د ليندۍ ١٩


ليكوال: عبدالله اڅړ / نېټه: 08.12.2010 / خپرونكئ: عبدالله اڅړ /

ايريش ټايمز: ايران د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې
ايريش ټايمز په افغانستان کې د بهرنيودپلوماتانو او دولتي چارواکو له خولې ليکي ، چې ايران د دې لپاره چې په ولسي جرګه کې د خپلې خوښې وکيلان راولي په ميليونونو يورو لګولې دي. د ګزارش له مخې ايران نه يوازې د ولسي جرګې نوماندانوته پيسې ورکړي ،بلکې د ټولټاکنو د کميسون غړي يې هم په پيسواخيستي. ايران هڅه کړې په راتلونکې ولسي جرګه کې برلاس ولري ، د ولسي جرګې پرېکړې اوبحثونه په خپله ګټه واړوي او د لويديځ ضد دريځ يې پياوړی کړي. بهرني دپلوماتان وايي، چې ايران ډېرو عادي نوماندانو ته هم 30 زره ډالره ورکړل او ځينو نورو ته يې بيا تر دې زيات ورکړل. د ايران پيسې شمال، جنوب او حتی ختيځ ته ورسېدې. د دغو دپلوماتانو په وينا په تېرو ټاکنوکې ايران تر ټولو ډېر مصرف وکړ. په هرات کې ډېر نومورکي نوماندان هم د دوی په پيسو بريالي شول.
ګزارش زياتوي ، چې ايران په افغانستان کې د خپل نفوذ د خپرېدو په لار کې په خلاص لاس پيسې لګوي، له طالبانو سره هم پټې مرستې کوي ، خو د دوی پر دغو لاسوهنو سترګې پټيږي او ټوله پاملرنه په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونو ته اوښتې ده.

له روهی ویب سایټ نه


عادل عادل
12.12.2010

سلامونه

دروند حامد صیب

که چیرته د سیمې اسلامی هیوادونه او مسلمانان په رښتیا هم د ایران د مغرضو مداخلو څخه د چا خبره نګرانی لری نو کم تر کمه دې د القاعدې په نوم د سنی مجاهدینو له ړانده تخریب څخه لاس واخلی.

ایرانی اخوندانو خو د پامیر نه تر جولانه پورې د شیعیزم دیوال جوړ کړی دی خو مونږ او تاسو خپلو اخوندانو پسې څه نه وایو ......

داشته آید به کار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more