نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ولی په شرق ، جنوب اوغرب کی صلاحګانی په زور ټولوی ،مګر برعکس په شمال کی توضیع کیږی٠ ؟
tandar
07.12.2010
ولی په شرق ، جنوب اوغرب کی صلاحګانی په زور ټولوی ،مګر برعکس په شمال کی توضیع کیږی٠ ؟
کورنی جګړه به فقط دوه اړخه لری،چه یو اړخ به شمال وی اوبل اړخ به ې شرق ،جنوب اوغرب او بعضی مرکزی افغانستان وی لکه میدان وردګ٠
اوداجګړه به په کلنو کلنو وخت ونه نیسی ،ځکه چه نړیوال قدرت چه دازادیخواهانو په مقابل ماته وخوړله او خوړلی ې ده،نو په داخل کی خو شیرزن او کوستیزن له پخوا معلوم وه،چه بادارانو ې کډی بار کړی دنوکرانو به ې څه له لاسه وشی،جنایتکران به ې یااوزبکستان ته تښتی او یا به نورو وطنو ته پناه وړی او پاتی ې عامه غریبه طبقه شوه ،هغوی به درسره لکه دپخوا غوندی چکی وهی اوخپلی شپی به تیروی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
لویدیځ په افغانستان کې ماته خوړلی ، او داخلي جګړه راروانه ده
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : عبدالرحمن فرقاني
نېټه : ١٥ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-06
په لزبون کې د ناتو د پیمان په ناسته کې بنسټیزه پریکړه دا شوې ده چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه په افغانستان کې افغاني ځواکونو ته د هیواد امنیتي چارې په بشپړه توګه وسپارل شي ، د دې پریکړې اړوند سیاسی کتونکو اوڅیړنیزو مرکزونو ډول ډول لیدلوري په ډاګه کړی دي ، چې پورتنی سرلیک هم د دې نوې ستراتیژۍ اړوند د ((نړیوالو بحرانونو د ټولنې )) د یوه راپور سرلیک دی .
ډیر کتونکي په دې باور دی چې په دې پریکړه کې د ناتو د ځواکونو شکست او ماتې نغښتې ده ، خو تر وتولو وړاندې توطیئه دا ده چې افغانان په خپل منځي جګړه کې ښکیل کړي ، څرنګه چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې ښکیل وو ، ځکه چې د بهرني ځواکونو په وتلو سره به هغه حکومت چې د بهرنيو ځواکونو پر مټو یوازې په لویو ښارونو کې حکومتداري کوي ، له واقعي ستونزو سره مخ شي ، هغه حکومت چې ونه توانید چې د نهو کالونو په اوږدو کې د ولس سره اړیکې ټینګې کړي ، او دولس غوښتنې پرځای کړي ، به دسختدریځو ډلو تریرغل لاندي ونړیږي . که چیرې یوځل بیا په افغانستان کې د حکومت واګې هغه ډلې په لاس کې اخلي چې د ناتو ځواکونو د امریکا په مشرۍ د هغه د نابودولو لپاره افغانستان ته راغلي وو ، دا به د لویدیځ ځواکونو ته یو لړزونکی شکست وي ، د لویدیځ پرسیاسی نظام د دغه شکست د ناوړه اغیزې د مخنوی لپاره د ناتو ځواکونو د امریکا په مشرۍ هڅه کوي چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې د حکومت نظامی قوت دومره پیاوړی کړې ، چې و کولای شی د هغو سختدریځه ډلو په وړاندې تر یوې داسې مودې مقاومت وکولای شي چې دوی ئې په دوران کې له افغانستان نه پرته له ښکاره شکست او ماتې څخه ووځي .
دا چې امریکا افغانستان ته جنګي ټانګونه راوړي او ځیني اورپایی هیوادونه سپکه وسله د افغانستان حکومتي ځواک ته ورکوی ، دا ټول په لزبون کې د نوې سترتیژي یوه برخه ده ، تر څو په افغانستان کې د دوو متضادو ډلو تر منځ نظامی تعادل او توازن رامنځ ته کړي ، چې یوه ډله هم په لنډ مهال کې د پریکنده بری جوګه نه وي ، او جګړه ایز حالت په افغانستان کې ادامه پیدا کړي ، د دې تر څنګ د دولت پر ضدد مقاومت د ډلو په وړاندې د کابل د حکومت تر شا د ایران هند او روسیې مثلث هم ودروي ، چې د حکومت څخه حمایت وکړي . تر څو د افغانستان واکمنۍ ته هغه سختدریځه یا بنسټپاله ډلې راونه ګرځي ، هغه چې دوی ئې نابودۍ ته راغلی وو .
که څه هم د دغه ستراتیژۍ سره چې د ناتو ډیر هیوادونه موافق دی ، امریکا ورسره په بشپړه توګه موافقه نه ښکاري ، او نه غواړې چې د دغې ماتې په پایله کې یو ځل بیا د دوی زوړ رقیب او سیال روسیه اوپه اقتصادی ډګر کې نوی سیال چین افغانستان ته راوګرځي او د دوی اقتصادی او ستراتیژي مصلحتونه په دې سیمه کې وګواښي . خو هغه څه چې په لزبون کې د ناتو د پیمان د ناستې د پریکړووپه هکله جوته ده هغه دا ده چې په دې پریکړه کې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو ماتې نغښتې ده ، او دنړیوالو څیړنیزو مرکزونو راپورونه په دې دلالت کوي ، چې دا لاندې راپور هم دا لیدلوری تایدوي :
د((نړیوال بحرانونو ټولنه)) په خپل یوه راپور کې په ډاګه کوي ، چې لویدیځوال په افغانستان کې بریالی نه شول ، اودکال ۲۰۱۴م په پای کې دافغانستان څخه دوتلو دټاکل شوي مهال ویش په پایله کې به افغانستان د داخلي جګړې سره لاس ګریوان شي .
دامریکا په مشری نړیوال اتلاف په افغانستان کې وروسته له نهو کلونو بریالی نه شو چې د طالبانو حرکت له منځه یوسي ، او د عاموخلکو تاید تر لاسه کړي ، او یو قوي او پياوړی حکومت او امنیتي ځواک رامنځ ته کړي .
دنړیوال بحرانونو ټولنه وایي :" ډیر لږ داسې نښې او عناصر لیدل کیږي ،چې په دې دلالت وکړی چې د ناتو او امریکا ځواکونو طالبان کمزوري کړي ، او واقعت دا دی چې طالبان تر نورو وختونو زیات قوی شوي او ډیر مرکزونه او ځالې لري او پاکستان ورنه حمایت کوي " .
راپور زیاتوی چې د بیګاناه وګړو وژنه د۲۰۱۰ م کال په لومړۍ نیمه برخه کې یو په دریه لوړه شوی ده ، په لزبون کې د ناتو دناستې د پریکړې پر بنسټ د ناتو نوې ستراتیژي په دې تکیه کوي چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه باید د هیواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .
راپور زیاتوي :
"په پولیسو کې تمه اوفساد خپور، او په رویه کې ډیر تند رو دي ، پوځ د څو قوی کسانو له خوا اداره کیږي ، افغاني ځواکونه ته په پوره توګه ټریننګ نه دی ورکړی شوی او له صفونو نه ئې عسکر تښتي ، او د طالبانو سره ډیره نا چیزه مقابله کوي ".
اوراپور په دې اند دی چې دې وتلو په هکله د ناتو ټاکل شوی مهال ویش په کال ۲۰۱۴م کې د افغانستان دکشالې حل نه دی .
دنړیوال بحرانونو ټولنه په خپل راپورکې زیاتوي : " چې له بهرني مرستې نه پرته حکومت نړیږي ، او طالبان به دهیواد په ډیره برخه واکمن شي ، او داخلي ستونزې به یوځل بیا د خپلمنځۍ جګړو لامل شي ، څرنګه چې د تیرې پیړۍ په نهمه لسیزه کې شوې وې "، او زیاتوي : چې دسیاسی موسساتواو محلي ارګانونو دنوښت او پرختیا لپاره او همدا راز د یوه پیاوړي قضایی نظام دجوړولو لپاره ډیر کم زیار ایستل شوی دی ، او دا خالګاه نورو قوتونو ډکه کړې ده ، او دا ناکامي په اساسی ډول د امریکا پرلپسې ادارو ته متوجه کیږی .