نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نن ټول قتلونه په لر اوبر کی د ISI په مرسته کیږی
tandar
06.12.2010
نن ټول قتلونه په لر اوبر کی د ISI په مرسته کیږی
چه دISI مرسته نه وی اشغالګر په ټوله پوښتنخوا کی پټی سترګی دی٠
ددی شهیدانو اصلی قاتل پنجابی او ISI دی،ځکه دوی دپوښتنو په ورکوالی کی خپله ګټه وینی٠
امریکایان چه چاته په خاوره کی بمبارد کوی اوملت ې ورته وژنی او چارواکی ورته ځایونه په نښه کوی او دبمونو او کارتوسو اکمالات هم ورته کوی،پس اصلی دشمن څوک دی؟ یو نفر چه دجزا پر قانون پوه وی زماسوال ښه تحلیلولی شی٠
یعنی پنجابی اشغالګرو ته مشوره ورکوی ،که چیری اشغالګرپه منطیقه کی ارام حوکمت کول غواړی ،نو دپوښتنود قومونو مشران باید ووژنی٠
پس دپوښتنو قاتل څوک شو؟
١٨٦٣ بی ګناه انسانان چه په هغوی کی ښځی اوماشومان هم شامل دی ،وژل کیږی ولی؟
څوک به ددوی پوښتنه وکړی؟
ملل متحد خو داشغالګرو په لاس کی دی،بل به څوک پیدا شی؟
فقط اوفقط یوالی ،وروری او ملی قیام ې دنجات لاره ده ،اوبس٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
بې پیلوټه طیارو تر اوسه ۱۸۶۳ کسان وژلي دي
خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : (ن . صمد )
نېټه : ١٤ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-05
د متحد عربی اماراتو ( ګلف ټودې ) نومې انګریزي ژبې ورځپاڼه د خیبر پښتونخوا ایالت د چارواکو په حواله لیکی چی امریکایی بی پیلوټه طیارو په قبایلی سیمو کی د ۲۰۰۴ د جون د اتلسمی راهیسی په ۱۸۴ حملو کی ۱۸۶۳ کسان وژلي دي . راپور وایی چی سي آی اې خپلی دغه حملې خورا شدیدی او زیاتی کړي دي لکه څنګه چی صرف په روان کال کی یې په ۸۹ حملو کی ۷۴۹ انسانان وژلي دي حال دا چی تیر کال یې ۵۳ حملې کړي وې چی له امله یې ۷۰۹ کسان وژلي وو .
راپور زیاتوی چی په ۲۰۰۸ کی ۳۳ حملې او ۲۹۶ کسان او په ۲۰۰۷ کی ۴ حملې او ۷۴ کسان او په ۲۰۰۵ کی دوې حملې او ۷ کسان او په ۲۰۰۴ کی هم صرف یوه حمله او پنځه کسان وژل سوي وو .
راپور وایی چی په دغو ټولو تلفاتو کی زیات شمیر یې ملکی انسانان دي چی ښځي او کوچنیان هم پکښی شامل دي او ورځ په ورځ د قبایلو او پاکستانیانو خښم راپاروی .
09.12.2010
د تندر صيب دې ښکلې ليکنې ته چې حقيقت په ګوته کوي ټول خپ چوپ پاتي شول ، که يې ردوي نو ردولی يې نشي ، ځکه پخوا به يې د ISI په اسنادو ثابت شوي ٍثبوتونه غوښتل او په دې پلمه به يې له حقيقت څخه انکار کاوه، خو اوس د ويکي لېکس له اسنادو څخه انکار هم نشي کولی او دپلمو مخه يې بنده شوه، او که پورتنی حقيقت مني نو اعتراف ته اړوځي چې تر اوسه خو دوی د خپل خرۀ له شا څخه نه دي راکښته شوي چې افغانستان په ISI آزادوي ( :lol: :lol: :lol: :lol: )
نو خپ چوپ پاتې دي او په زړونو کې به تندر ته په پسخېدو سره وايي چې
خدای دې همدغسې حيران که لکه مونږ چې دې
د ُ ُ شينوارو ُ ُ په خبره : حيران کړو: ځکه چې نه خدای ناراضه کولی شو او نه دور بابا .
عنوان
tandar
09.12.2010
پتوال صاحب په وطن کی چه به مور او پلار له لور نه درضایت پوښتنه وکړه ،نو لور به ې راضی وه مګر له شرمه به غلی پاتی شوه٠
هغه څوک چه دلته چپ پاتی دی ،په خپله یو قناعت دی،نو دوی خو په غیر له دینه چه وواې،البته دشینوارو په لهجه،،خلایه د دورباباپه خاطر دا پنجابیان نو ر ورک او ورشموی ،چه وطن مو تری ارام شی٠
او بل هغه دکرکټ په سوال کی هم څوک جرئت نشی کولای چه واقیعت نور هم ټول ملت ته روښانه کړی٠
مننه
pattang
09.12.2010
[quote:54ef1f78b1="پتوال"]د تندر صيب دې ښکلې ليکنې ته چې حقيقت په ګوته کوي ټول خپ چوپ پاتي شول ، که يې ردوي نو ردولی يې نشي ، ځکه پخوا به يې د ISI په اسنادو ثابت شوي ٍثبوتونه غوښتل او په دې پلمه به يې له حقيقت څخه انکار کاوه، خو اوس د ويکي لېکس له اسنادو څخه انکار هم نشي کولی او دپلمو مخه يې بنده شوه، او که پورتنی حقيقت مني نو اعتراف ته اړوځي چې تر اوسه خو دوی د خپل خرۀ له شا څخه نه دي راکښته شوي چې افغانستان په ISI آزادوي ( :lol: :lol: :lol: :lol: )
نو خپ چوپ پاتې دي او په زړونو کې به تندر ته په پسخېدو سره وايي چې
خدای دې همدغسې حيران که لکه مونږ چې دې
د ُ ُ شينوارو ُ ُ په خبره : حيران کړو: ځکه چې نه خدای ناراضه کولی شو او نه دور بابا .[/quote:54ef1f78b1]
انډيواله خپ او چوپ څوک ندي پاتې !!
هرې خبره بايد ارزيابي شي : ==> هرې خبرې ته ځواب ورکول لودګي ده.
د isa ډنډورې له موډه وتلې دي ٠ دنن غم به خورو ، سبا به بيا ګورو، دټولو
اشغالګرو له cia نه نيولې تر xy پورې به يوه لاره وي٠
09.12.2010
انډيواله د بې ادبۍ په جرئت مه وياړه، که
[quote:4b7f3b58b5]هرې خبرې ته ځواب ورکول لودګي وي[/quote:4b7f3b58b5]،نو د ISI خبره خو نه هره خبره ده او نه له موده وتلې ده، تندر دلته له موده وتلې خبره
نه ده مطرح کړې بلکې ترڅو پورې چې جګړه روانه وي د ISI او CIA مداخلې به روانې، مهمې او اکتوئيل وي او د افغان ولس له خوا به غندل کيږي ،
افشاکول او ترټل به يې مهم بولي لکه د ويکي لېکس افشا شوې خبرې چې
سختې اکتوئيل روانې دي ، نو صرف
د هغه چا له پاره به له موده وځي چې په بهرنيو مداخلو سترګې پټوي ! ايله دا يوه خبره دې سمه ده چې د isi نه تر cia ټولې يوه لار لري ،
نونتيجه ترې څه په لاس راځي (؟) طبعاً داچې دا پلاس راځي چې څنګه cia دغسې isi هم افغانستان دوښمنه ده او تړاو ،
همکاري او اغيز يې منل د افغانستان ددوښمنانو کار دی ، که دا کار کرزيخيل کوي او که کوم طالبخېل يې کوي !
عنوان
tandar
10.12.2010
پتوال صیب ،پتنګ صیب واې اوس فعلا طالبان د ISI مرستی ته اړ دی ،چه دا لوی دشمن ورک شو ،بیا به دisi سره ګورو٠
زماسوال دادی چه isi دڅه پاره مرسته کوی؟
چه دالوی دشمن ورک شو دوی له طالب نه څه توقع لری؟
ایاisi ې نه وینی چه د کراچی له لاری دلوی دشمن اکمالات کیږی؟
ولی ې مخه نه نیسی؟ دغه کاردطالب سره غټه مرسته ده٠
ایاisi نه وینی اونه پوهیږی چه د ډیورنډ کرښه کوم قانونی شکل نه لری،نو ولی بدون د درد سر نه خپل بیرغ په اټک کی نه ودروی؟
داسی ډیر نوسوالونه دی او یواځی isi نه دی ،خبر یاستی چه په راتلونکی پارلمان کی زیاتره چه دایران په پیسونماینده ګان انتخاب شویدی ،نو دوی به دایرن لپاره کار نه کوی ؟
په ریاست جمهوری کی زیات نفر دایران څخه معاش اخلی ٠
ایران دومره نفوذ پیدا کړی ،چه له مینځه وړل ې هم اسانه کار به نه وی٠
نن افغانستان له هری خوا دلوبو میدان ګرځیدلی دی٠
ېواځنی حل ې دټول ملت یوالی اوپه یوه غږ قربانی ده که استقلال غواړی٠
اوکه نه دیوه لیوه نه به خلاصیږی او دبل لیوه په خوله کی به ورغورځیږی٠
دisi ،ایرانی ،لاسپوڅو او اشغالګرو په سر تندر٠
10.12.2010
تندر صيب ليکي
[quote:acf333ae08]پتنګ صیب واې اوس فعلا طالبان د ISI مرستی ته اړ دی ،چه دا لوی دشمن ورک شو ،بیا به دisi سره ګورو٠ [/quote:acf333ae08]
په ذې خبره تاسو پخپله ښه تبصره کړې ده، کاش چې انډيوال ته دې دا هم ويلي وای
چې حقيقت بالکل برعکس دی
د پنجابي په بادارۍ د انګليس او امريکا له بادارۍ څخه ځان خلاصول ولې لودګي په طاقت د ٦٠ نه بولې ؟؟؟؟
بيا به دې طالب ټول په ISI کې مدغم وي او د هغوی په زور به له هغو افغانانو سره ګوري چې په ISI کې نه مدغميږي ! داځل به د ISI واکمني د لنډ شوي مار
چيچل او ديکتاتوري وي اوس خو کرزي ته کنځل هم کولی شې، خو هغه وخت به د ملاعمر نوم له حفظه الله ويلو پرته په خوله نشې
اخيستلای ، زندانونه به له پښتنو ډک وي ،خوله ور پښتانه به په رڼا ورځ د سړک په سر تېرور کيږي څوک به يې پوښتنه هم نشي کولای،
که نه د ISI د افغاني څانګې له خوا به نيول کيږي همدغه شمالي ټلواله او مجاهدين به دطالبانو سره يوځای مدغم او
د مذهب تر نامه لاندې به نامدغم پښتانه د پنجابي فاشيزم له خوا شکنجه کيږي ، دله ييزې پټوژنې به ورځينۍ چارې وي !
او ګوانتانامو به در څخه هيره کړي، د پلپت ديکتاتوري پلې کول به د پښتون ولس پر ضد د ISI يواځينۍ کړنه او عمل وي .
چې نوم پرې د اسلام ږدي ټولوژنه به جهاد وي
......................................................................................... پښتون به ټول برباد وي
غلام به د غلام وي يا تورن به په فساد وي
......................................................................................... پښتون به ټول برباد وي
ISI او CIA څوک هم سره نشي بېلولای، د يوۀ حاکميت د بل حاکميت دی،
که څوک آزادي غواړي نو ددواړو پر ضد به راپاڅيږي او بس !!!
Lotfollah
10.12.2010
د پاکستان خبري رسنیو د ویکي لیکس اسناد جعل کړي
http://pa.azadiradio.org/content/article/2244445.html
دپاکستان مشهورو ورځپاڼو د جمعې په ورځ اعتراف وکړ، چې په شوخۍ او ټوکو یې د ویکي لیکس خپاره شوي اسناد جعل کړي او د هند پر ضد یې د پروپاګنډ په ډول خپاره کړي دي.
دا جعل شوي اسناد د پنجشنبې په ورځ په یو شمېر مهمو پاکستانیو ورځپاڼو کې خپاره شول او داسې یې وښودله چې ګوندې د امریکا په ډيپلوماتیکو کیبلونو کې راغلي، چې امریکا د هند او کشمېر پر ضد د پاکستان د زیات شمېر ښي اړخو کسانو او ګوندونو نظرونه او دسیسې تاییدوي.
اسوشیېټډپرېس لیکي، د پاکستان زیات شمېرخبرې رسنۍ د خپل هیواد د پوځ ملاتړ کوي او د هند ضد دریځ یې غوره کړی دی.
د دې رسنیو دا ډول دریځ حتی د ویکس لیکس په دغو جعل شویو اسنادو کې هم په ډاکه شوی دی.
اژانس لیکي، د پاکستانیو ورځپاڼو په اصطلاح د دې شوخۍ یا ټوکو اصلي موخه نه ده څرګنده خو داسې بریښي، چې دا جعلي اسناد لومړی د هند ضد یوې کمپیوتري پاڼې کي خپاره شوي دي.
The Express Tribune په نامه پاکستانۍ ورځپاڼه چې له انټرنشنل هیرالډ تربیون ورځپاڼې سره شراکت لري، لیکي، د دغو اسنادو په خپرولو سخت خواشنینی دي. نورو ورځپاڼو یوازې دومره لیکلي، چې جعلي اسناد یې خپاره کړي دي.
خو د پاکستان "جنګ" ورځپاڼې بیا هم د جمعې د ورځې په ګڼې کې همدا د ویکي لیکس جعل کړي اسناد په لومړي مخ کې خپاره کړل او بلې ورځپاڼې "د نیشن" په خپلې سرمقالې کې لیکلي: “دا د شوخۍ اسناد د هند اصلي څيره په ډاګه کوي”.
د ویکي لیکس په اصلي خپرو شویو اسنادو کې د پاکستان په کورنیو چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د اغیز یادونه شوې ده.
pattang
10.12.2010
انډيواله چيټې بې لارې او سرکه لګيا يې ، که دا پرو پاګنده خوند درکوي نو
ټوله ښه وليکه بيا يو پټو ترې جوړ کړه چې هر وخت دې په ځان پروت وي ٠
پردې بې محتوا ليکنه کې نه تاريخ شته ، نه عادت او نه رواج ٠
[quote:ea133153f0="پتوال"]تندر صيب ليکي
[quote:ea133153f0]پتنګ صیب واې اوس فعلا طالبان د ISI مرستی ته اړ دی ،چه دا لوی دشمن ورک شو ،بیا به دisi سره ګورو٠ [/quote:ea133153f0]
په ذې خبره تاسو پخپله ښه تبصره کړې ده، کاش چې انډيوال ته دې دا هم ويلي وای
چې حقيقت بالکل برعکس دی
د پنجابي په بادارۍ د انګليس او امريکا له بادارۍ څخه ځان خلاصول ولې لودګي په طاقت د ٦٠ نه بولې ؟؟؟؟
بيا به دې طالب ټول په ISI کې مدغم وي او د هغوی په زور به له هغو افغانانو سره ګوري چې په ISI کې نه مدغميږي ! داځل به د ISI واکمني د لنډ شوي مار
چيچل او ديکتاتوري وي اوس خو کرزي ته کنځل هم کولی شې، خو هغه وخت به د ملاعمر نوم له حفظه الله ويلو پرته په خوله نشې
اخيستلای ، زندانونه به له پښتنو ډک وي ،خوله ور پښتانه به په رڼا ورځ د سړک په سر تېرور کيږي څوک به يې پوښتنه هم نشي کولای،
که نه د ISI د افغاني څانګې له خوا به نيول کيږي همدغه شمالي ټلواله او مجاهدين به دطالبانو سره يوځای مدغم او
د مذهب تر نامه لاندې به نامدغم پښتانه د پنجابي فاشيزم له خوا شکنجه کيږي ، دله ييزې پټوژنې به ورځينۍ چارې وي !
او ګوانتانامو به در څخه هيره کړي، د پلپت ديکتاتوري پلې کول به د پښتون ولس پر ضد د ISI يواځينۍ کړنه او عمل وي .
چې نوم پرې د اسلام ږدي ټولوژنه به جهاد وي
......................................................................................... پښتون به ټول برباد وي
غلام به د غلام وي يا تورن به په فساد وي
......................................................................................... پښتون به ټول برباد وي
ISI او CIA څوک هم سره نشي بېلولای، د يوۀ حاکميت د بل حاکميت دی،
که څوک آزادي غواړي نو ددواړو پر ضد به راپاڅيږي او بس !!![/quote:ea133153f0]
11.12.2010
روکيه ښه پوه اوپه هر څه خبر يې ، خو هسې انتقام جويئ په مخه کړی يې،تر ويکې ليکس پورې درته هرچا واقعيتونه په
په سترګو سترګو کې درکړل ، خو تۀ د ملت، وطن او تاريخ مصالح نۀ غواړې ، که نه ښه پوهېږې چې د پنجابيانو په مټ
آزادي لاسته نه راځي او نۀ له کوم ورور افغاني قوم څخه انتقام اخيستل کومه انساني لار ده او نۀ هم کومه ديکتاتوري
کله د ټولنې په درد دوا شوې ده . نور ددې خره څخه راکښته شه او هرې ملي،
ټولنيزې او اسلامي غوښتنې ته معقول او جامع ځواب ولټوه ،
د هېڅ يوې ډلې يا قوم په زور تکيه مه کوم، بلکې پر ضد يې ودريږه او په جامع حل او دټول ملت په وحدت تکيه وکړه !
د دې دواړو زرينو لارو د قوت له پاره بيا قومونه، ډلې ټپلې او فرد فرد د افغانستان دخير له پاره راوبوله ! نور بس دی ! دا دکرکې او نفرت د کلتور کته دې له اوږو وغورځوه !
او که دا يو هم نۀ مې نو بيا هم آزاد يې چې څه وايې او څه ليکې، خوښه دې خپله ده، خو صرف زه به نور ستا او ته به زما په ليکنه تبصرې نه کوې !
زه د ISI په پلانونو او دوستۍ کې فقط يوهدف وينم ، چې په شواهدو هم ثابته ده او هغه له د اسلام په نامه د هرې پلمې له لارې
چې وي له پنجابي [color=red:d8a713d42a]پاکوستان [/color:d8a713d42a]سره په يوفدراسيون يا کنفدراسيون کې د غيور افغانستان مدغمول او منحلول دي او دې ته
پاکستان حياتي ضرورت لري ، هومره ضرورت چې يابه له هند سره بيرته يوځای کيږي ( معلومدار چې دا نه غواړي) او که نه
نو دافغانستان ادغامول يې يواځينۍ لار منلې او ګڼلې چې د تمساح غوندې يې خېټه هم ورته ښه سمه په او بو کې ايښې ده ، څو اول طالب او بيا د هغوی
د جذباتي نارينتوب، اسلاميت او پښتونولۍ په مټ او د انګليس او امريکا په سياسي ملاتړ ټول افغانستان تر ځامنو لاندې کړي !
که تۀ يې نه منې مۀ يې منه، ته خو د پښتنو د جذ باتو له پاره د ګوګړو تيلی يې، چې اور ورته کړې او له آروپا څخه لکه د اتشبازۍ غوندې
د قام او وطن او تايخ دسيزلوننداره وکړې، نو لار ې مو بيا سره بيلې دي ، چې څنګه يې ډنګوې هغسې ډنګوه، زما در پورې کار نشته، خو زما په ليکنه به
په غير مستقيم ډول هم تبصره نه کوې ! نور دې مخ مچوم اوددې له پاره دې په لوی الله سپارم چې هدايت درته وکړي او بس!
عنوان
tandar
11.12.2010
پتوال صیب سخت نوم دی ورته پیدا کړی،،پاکوستان ،، :roll: :roll:
یوالی کی مو بریتوب دی ،جداې ناکامی ده٠
نن یوالی ته ډیر ضرورت دی،خیر که نظرونه مختلف دی ،نن مو خاوره ازادی غواړی اوفرد فرد افغان ته ضرورت لری٠
مننه٠
و.افغان
11.12.2010
سي آی ای، او آی اس آی د يوې سيکې دوه مخونه دي.
زمونږ لوی مصيبت نفاق او بې اتفاقي ده.
که دا موذي مرض مو ختم کړلو لاس په نامه به نړيوال شي راته
چين به له وېرې سلامي کړي راته انګرېز مغول به هم سجده کړي راته
په درنښت
tandar
11.12.2010
وهاج صیب نور په دی کی تبصیره په کار نه ده،که څوک پری تبصیره کوی دځان او دنورو وخت به ضایع کوی .
ځکه تاسو ټول واقیعت په یوه کرښه کی واضیح کړی٠
سوال دادی چه څه باید وشی؟
دیرغلګرو په سرتندر٠
16.12.2010
درنو لوستونکو ، تندر صيب پخپله د حل لار وړاندې کړې چې تل په دې ټينګار کوي چې وحدت اويووالی د بري تضمين دی !
د وحدت څخه طبعا ً مطلب ملي وحدت دی اد هغې تلسټ د پلرني ټاټوبي په وحدت او بشپړتيا ولاړ دی، ځکه په تجزيه خو وحدت منځته نه راځي
بلکې تجزيه نفاق او نفاق تجزيه رامنځته کوي ،
او ملي وحدت د يوې واحدې خاورې د بچيانو ترمنځ وحدت دی،چې دخاورين وحدت پر اساس
د وحدت نور عوامل هم وده کوي او دملي وحدت اورګانيزم پرې بشپړيږي .
نو که د تاريخي مجبوريتونو له امله د خاورې
وحدت نه وي بشپړ شوی ، نولږ تر لږه په ذهني توګه بايد ساتل شوی او پالل شوی اوسي .
په دې ډول په وحدت کې ذهنا ً د لر افغانستان وحدت هم د پلرني وطن يا مورنۍ خاورې بر افغانستان سره ضروري شرط دی او که څوک
يې له پامه غورځوي
ياپرې سياسي سودا او معاملګري کوي له هغه سره دپښتنو ملي وحدت هم امکان نه لري . مطلب دا نه دی چې د لر او بر افغانستان وحدت دې
اوس په کوم عملي پلان يا پروګرام بدل شي، بلکې له هغو معاملو ډډه کول دي چې
دځمکني وحدت او بشپړتيا په زيان وي ، نو ضد ملي خاين
او جنايتکاران د ملت له پاره اول هغه کسان دي چې په خپلو څرګندونو، کړنو، پلانونو او غوښتنو کې
د لر او بر افغان د وحدت په خلاف ګام پورته کوي او يا ددغه وحدت په قيمت د پاکستان سره پټ يا ښکاره دکومي دوستۍ داړچينګی کوي .
د مل متحد تر پروګرام لاندې د بهرنيو ځواکونو موقتي شتون دافغانستان تجزيې يا منحل وامحاکيدلو مستقيم خطر نشته ،ولې دپاکستان باداري
له همدې خطر پرته بل هدف نشي لرلای ، لذا زمونږ د ملي وحدت يوه پښه يا ستن د پاکستان دبادارۍ مخنيوی او بله ستن يا پښه يې د اشغالګرو پرضد پاڅون دی ٠ متسفانه چې پاکستان او امريکا خپل وحدت دافغاستان پر ضد تامين کړی ،او لاسونه يې سره يو کړي دي ، خو افغانانو دملت ددوی دواړو
دوښمنانو پر ضد سره لاسونه نه دي يو کړي او دا لویه ستونزه لویه تيروتنه او ستر ملي نفاق او ملي خيانت دی ، ايا همداسې نه ده ؟؟؟
عادل عادل
16.12.2010
سلامونه
ملی وحدت ته باید چې هغه خلک راوبلل شی چې د یرغلګرو په څنګ او وحشی حضور کې خپلې شخصی ګټې پالي، د ملی وحدت د داعیې لبیک ته قید او شرط تراشل په خپل ذات کې ملي خیانت دی .
ملی وحدت دا ندی چې د باغیانو او ملی ضد کړیو د خوښی لپاره له مقاومت څخه لاس واخستل شي، بلکه د اشغال په شرایطو کې پخپله مقاومت د ملی وحدت لپاره اساسی معیار دی چې ټول یې مرسته وکړي او مکار یرغلګر شرمیدلي تیښتې ته اړ وزي، که داسې ونشي نو لاسپوڅي به د خپلو کړو وړو له وجهی د ذلیل سرنوشت سره خامخا مخ کیژي او بیا به تور لګوي چې ای-اس-ای مو دا ذلت په برخه کړی دی.
pattang
16.12.2010
خلک په .... باد وهلي دي :
پګړۍ لرې کړه پکول په سر که ، پښتو مه وايه پاړسي وايه ، دافغان نوم جهلي دی
دډېورند کرښه حقوقي ده ! => نالت په داسې ملي وحدت چې په هغه کې
پښتون غلا م کېږي ٠
عاشوره په قندهار کې او دايران کلچر :
[img:06be851296]http://religiousfreaks.com/UserFiles/Image/ashura.jpg[/img:06be851296]