د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په دوو پوښتنو کی ستاسی نظر

وزیري
06.12.2010

ګرانو ورڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسو له درانه حضور څخه هیله کیږی چی په لاندی دوو سوالونو باندی خپل اسلامی نظر څرګند کړی.

اول:
که یوتن دبل په ځای حج ته ولاړشې اوخپله یې حج نه وي کړی نوآیا مکي ته په رسیدو حج ورباندي فرض کیږي اوکنه ؟

په مذکوره صورت کې دعلماواختلاف ده ځیني علماء وایې چې دکعبي شریفي په لیدوسره حج ورباندي لازمیږي اودغه تن بایدترراتلونکی کال پوري هلته پاته شې څوحج وکړي ،

في غنیة الناسک ص\۳۳۸ وقیل الصرورة الفقیراذتنفل لنفسه فانمایجب علیه بوصوله الی مکة لاالی میقات وعلیه اختلف المتاخرون في الصرورة الفقیر المامور فقیل انه ایضایجب علیه بوصوله الی مکة قال في مجمع الانهر ویجوزاحجاج الصرورة ولکن یجب علیه عندرؤیة الکعبة الحج لنفسه وعلیه ان یتوقف الی عام قابل ویحج لنفسه اوان یحج بعدعود ه الی اهله وان فقیرا

دوهم:
که دیوه تن دبهرڅخه مکي مکرمي ته یواځې دتجارت په نیت ځې نوآیاله میقات څخه بیاهم احرام تړل ورته ضروري دی ؟
الجواب: که دحج یاعمري په نیت څوک له بهرڅخه مکي مکرمي ته داخلیږي نودټولوعلماواومذاهبوپه اتفاق له میقات څخه بي احرام نشی تیریدلی ، بلکه داحرام څخه بغیرتیریدل ورته ګناه ده ،

البته : مکي مکرمي ته دقریبانودملاقات یادتجارت یانورواموروله امله دورتلوپه وقت کې دمیقات څخه بي داحرام دتیریدلوپه هکله دعلماواختلاف موجود ده ،

داحنافودډیروعلماو په نزدپه مذکوره حالت کې هم مکي مکرمي ته څوک بي احرام نشی داخلیدلی،ضروربه له میقات څخه احرام تړي ،اوکه داسی ونه کړي نودجنایت دمي ورباندی لازمیږي ،

اودلیل یې دابن عباس رضی الله عنه مرفوع حدیث دی چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :لایجاوزالوقت الاباحرام الحدیث نصب الرایة ۳\۱۵اودفقهاء داعبارة چې وایې المیقات هي المواضع التي لایجوز ان یتجاوز ها الی مکة والحرم ولولحاجة الامحرماالخ

والسلام



ع کريم حليمي
07.12.2010

محترم ، ګرانه وروره Alwazirya صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله

ګرانه وروره !‌
په هغه کال چه سردار عالم حج ته تللی وو ، یو صحابي د حج بدل نبت کړی وو. او داسي تلبیه ئې ویل چه : لبيك عن شبرمة ‏یعني د شبرمه له طرفه ئې لبیک ویلی ، کله چه سردار عالم واورېدلی ، ورته ويې ویل چه تا حج کړی صحابی وویل چه نه ، نو مبارک ورته وویل چه : لمړی خپله حج وکړه ،
"‏ حججت عن نفسك ‏"‏ ‏.‏ قال لا ‏.‏ قال ‏"‏ حج عن نفسك ثم حج عن شبرمة ‏"

یو ښکاره او روښانه خبره ده چه : هغه چا چه پخپله فرض حج نه وي کړی ، د بل په کفالت حج نشي کولای .

نوري خبري د هر انسان په تقوا پوري تړلي دي ، که افاقي ورسي او که نیت
کړئ‌ وي چه سعودي ّځم ، په دېٖ خبره کښي اختلاف نسته چه : ّومن يعظم شعائر الله فإنها من تقوى القلوب .......


ملانصرالدين
07.12.2010

باسمه تعالي
مولانا الوزيري او مولانا الحليمي صيب سلامونه په عرض رسوم٠
خومولانا النصرالدين صيب ته داپوشتنه راپيداسوه چي زموژافغانانوداعادت اورسم اورواج دي چي وقتيچه يوكس حج وكړي نوحاجي صيب يي بولي نوكه چيري څوک دبل چاپه نيابت حج وكړي نوپه دي صورت كي چاته حاجي ويل كيږي؟؟؟
اوبله داچي تاسي دواړه (الحليمي او الوزيري) دغه صحنه په سوچ كي راولۍ چي كله مكفول دحج نه راسي تاسي دواړه به دچاكورته دحج مباركۍ ته ورځۍ دكفيل او كه مكفول؟؟ زه به خپل درته ووايم كه زه دكفيل كورته ورسم اوورته وايم حاجي صيب حج دي مبارک سه حال داچي هغه دبيتي شريفي مخ هم نوي ليدلي نوكه زه خپل ځان ټينګ كړم ناست مجلس به ټول دخندانه پخ وهي٠ نوددي دپاره زه بايدڅنګه وكړم٠ ډيره مننه٠
ستاسي ورور ملانصرالدين


وزیري
08.12.2010

تش په نامه مولانا صاحب اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

ستا محترم پوښتنه به په هغه وخت کی د جواب لیاقت درلود چی تا خپل ځان ته مولانا النصردین نه وای ویلی. اوس که ته مولانا یی نو لکه څنګه چی حج کول یو اسلامی مسئله ده نو ته باید پری خبر و اوسی. او که ته مولانا نه یی نو بیا دی دا د مولانا لفظ له النصردین نه لری کړه چی خلک درته ځواب ووایی.
تمه ده چی بی آدبی به می نه یی کړی.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more