د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ایابل چاهم داصحنه ولیدله چه غرزی دناټو دسر منشی لاسونه مچی کړل؟

tandar
05.12.2010

ایابل چاهم داصحنه ولیدله چه غرزی دناټو دسر منشی لاسونه مچی کړل؟
دپرتګال دلیزبون په ښار کی چه غونډه جوړه شوی وه،غرزی هم برخه اخیستی وه٠
کله چه غرزی له ټولو سره لاس ورکړو،اودناټو دسرمشی ته چه ورنژدی شو دلاس ورکولو په وخت کی ې لاسوته ورټیټ شو، په همدی وخت کی کمره بلی خواته لاړه٠
نو زما٨٠ فیصده داخیال دی چه غرزی دناټو دسرمنشی لاسونه ورمچی کړل٠
او داصحنه شاید ډیرو دtv له لاری لیدلی وی٠
نوکه ده داکار کړی وی،له دینه خو ورته مرګ ښه و،نه دافغان په نوم داشغالګر ولاسوته ورټیټیدل او مچی کول٠
دیرغلګرو په سر تندر٠


غرزی دناټو دسر منشی لاسونه مچی کړل؟

پښتون.
05.12.2010

د دی نه یی خبر نه وم چی د نورو د لاسونو مچول یی هم عادت ګرځیدلی دی.ما یی یواځی د مجددی د لاسونو مچول لیدلۍ وو. نو ستاسی په وینا چی :
،له دینه ې ورته مرګ ښه و،نه دافغان په نوم داشغالګر ولاسوته ورټیټیدل او مچی کول.
نو پتنګ صیب خو ورته بی ځایه د مفعول نوم نه اخلی.هغی سم په رسمیت پیژندلی دی..دا پک به ډیری سپکی دی هیواد ته وکړی،ګنی د دی پشان چې نور پکان دی هغوی به یی لاره مخ ته بیایې.


كريم كامران
05.12.2010

تندر صاحب كرزي ته چې كومه مشوره تاسو وركړې، هغې ته يې هم په ارامه نه پريږدئ تاسو وينئ چې پتنګ صاحب هره ورځ پيغور وركوي :D
نو اخر كرزى بيچاره څه وكړي په يو حال هم درنه خلاص نه شو :)


larghonay laraway
06.12.2010

سلامونه!
دا خو ټول منو چې کرزی په هيواد کې د ټولو نادودو، فسادونو او ګډوډيو مسؤول دی او يو واقعاً بې کفايته انسان دی. خو دا بايد هېره نه کړو چې يوه ليکنه، تبصره او نقد، د هغې د ليکوال، نقاد او مبصر د کرکټر او شخصيت استازيتوب کوي!
نو ښه به دا وي چې په خپلو ليکنو کې داسې الفاظ ونه کاروو چې زمونږ شخصيت ته زيان ورسوي.
بله دا چې لومړی بايد خبره کره کړو او بيا يې وليکو. په کومه خبره کې چې شک وي د هغې ليکنه هم اړينه نه ده. همدا راز د يو چا نوم هم بايد سم وليکل شي. د غرزي په نامه بل سړی شته چې کرزي ته د غرزي د نوم کارول سم کار نه دی.
نور نو انتقاد او مخالفت د هر انسان حق دی او زه هم د کرزي سخت مخالف يم.

[quote:198790deec]نو زما٨٠ فیصده داخیال دی چه غرزی دناټو دسرمنشی لاسونه ورمچی کړل٠
او داصحنه شاید ډیرو دtv له لاری لیدلی وی٠ [/quote:198790deec]
:?:

[quote:198790deec]نو پتنګ صیب خو ورته بی ځایه د مفعول نوم نه اخلی.هغی سم په رسمیت پیژندلی دی.[/quote:198790deec]
:?:


كريم كامران
06.12.2010

دې كرزي بيچاره كاشكې دومره واک درلود چې لږترلږه د يو فساد مسئول خو بلل شوى وه، مسئول خو هغه څوک بلل كيږي چې څه ناڅه په يو كار كې د تصرف حق خو ولري بيا كه چيرته د خپل واک نه غلطه استفاده وكړي مسئول ګڼل كيږي.
زه كرزي ته صرف او صرف (د اشغالګرو لاسپاکی) ويلى شم او بس، چې اشغالګر د خپلو ظلمونو فسادونو او نادودو ككړ لاسونه پرې پاكوي او كرزى يې هم د غلامې ورځې مسئوليت ومني.

[quote:3350707736]په هيواد کې د ټولو نادودو، فسادونو او ګډوډيو [color=blue:3350707736]مسؤول[/color:3350707736] دی [/quote:3350707736]


larghonay laraway
07.12.2010

السلام عليکم!
کامران صيب کرزی مسؤول دی!
دا چې واک نه لري هغه يوازې د امريکې او نورو بهرنيو ځواکونو پر وړاندې واک نه لري. د افغانانو په اړه ښه ډېر واک لري خو له واکه غلطه استفاده کوي چې زه به يې ګڼ مثالونه درته ووايم:
لومړی خو د يو هيواد درييس جمهور په نامه کار کوي چې دا نوم په خپله لمنه کې ګڼ مسؤوليتونه لري. خو دا چې کرزی واک نه لري دا د ده کمزوري ده چې د واک غصبوونکو پر وړاندې بې مسؤوليتي ښيي. که کوم بل څوک وای نو د وخته به يې استعفی ورکړې.
دويم: په افغانستان کې چې د کرزي په لاسليک څومره ګډوډۍ پېښې شوې دي نور له شمېره وتلې دي چې بهرنيان په دومره وړو وړو خبرو کې کار نه لري، بلکې هغوی عمومي اشغال کړی دی.
د پښتنو په ذليله کولو کې کرزی تر ټولو ډېر مسؤول دی چې غټه بېلګه يې د پښتنو له سياسي قدرته شړل دي او پر ځای يې څو ګوډاګيان چې هغه هم تش د پښتون په نامه خو د پښتنو دښمنان دي.
تاسو وګورئ په راتلونکې پارلمان کې بهرنيانو ته دا مهمه نه ده چې څوک په پارلمان کې راشي ځکه هغوی د کرزي خبره نه مني نو د پارلمان د پرېکړې په هيڅ قصه کې هم نه دي خو کرزي له هزاره ګانو او شمالي ټلوالې سره معامله وکړه او پښتانه يې بې برخې کړل.
د کوچيانو معامله بهرنيانو اشغالګرو ته هيڅ معنی نه لري خو دا د کرزي فساد ؤ چې له کريم خليلي، محسني او محقق سره يې معامله وکړه.
بهرنيانو ته د کرزي وروڼه هيڅ ارزښت نه لري خو دا د کرزي هلې ځلې دي چې وروڼو ته يې د فساد لارې هوارې کړي او په راتلونکې کې به د نړۍ د شتمنو په ليست کې راشي.
په افغانستان کې د ځمکو د غصب سره بهرنيان کومه دلچسپي نه لري، بلکې دا د کرزي کمزورتيا ده چې د ځمکې مافيا ته يې خوله چينګه کړې او د هيواد ټول ښارونه يې د ټلوالې، هزارګانو او يو شمېر بې ضميره پښتنو په انحصار کې ورکړل.
هو دا چې کرزی واک نه لري هغه کوم ځايونه دي:
د بهرنيانو له خوا د بمبارد، تالاشئ او لارو بندولو په اړه هيڅ واک نه ورکوي.
د يو شمېر لوړ پوړو چارواکيو د ګومارلو په اړه بهرنيان او سفارتونه واک نه ورکوي.
د عمومي وضعيت په اړه واک نه ورکوي.
خو بيا هم کرزی مسؤول دی. ځکه چې د ده دنده او نوم د يو مسؤوليت نوم دی. خو که څوک واک نه ورکوي نو د خپل ضمير له مخې بايد نور په هغه لاړ شي چې راغلی دی!
مننه
ستاسو لاروی


monir
07.12.2010

سلامونه او ښې چارې!
[quote:9a95ba844e="larghonay laraway"]
کامران صيب کرزی مسؤول دی!
[/quote:9a95ba844e]
لاروی صیب زه ستاسو نظر تر یوه حده تائیدوم چې ولسمشر کرزی په اداری چارو کې قاطعیت نلری. زه پدې باور یم چې د کرزی شاوخوا خلک هم له بهرنیو نه په یو ډول نه یو دول حمایه کېږي چې د ښاغلي کرزي زور پرې نرسېږي. په نظام کې د پښتنو دکمرنګۍ مسئول خپله پښتانه هم دي. دوی د هماغه سیاست پیروی کوی چې یا ټول یې یا هېڅ!
له بده مرغه پښتانه پرته له شکایته نور څه نکوی. که یو نیم پښتون کوم ځای کې وګمارل شی هغه پښتانه چې دغه سړي سره موافق ندي هیڅ هم پرې رحم نکوی او هر څه یې چې د هغه پښتون دبدنامولو لپاره زده دي وایی. مونږ یواځې د ژوند په منفی اړخونو لګیا یو. آیا تاسو کوم تاجیک، هزاره ، ازبک او نور غیر پښتني هېوادوال پېژنئ چې دوی د خپل همژبیو رهبرانو بد یې ویلي وي؟ دوی آن هغو جنګسالارانو ته هم بد نه وایی چې کله یې دوی هم ځورلي دي. خو له بده مرغه خپلو پښتنو ته بد ویل د پښتنو کلتور ګرځیدلی دی. ټولټاکنې تحریموو او نور خلک تهدیدوو بیا شکایت کوو چې ولې د غزنی له ولایت نه یواځې هزاره ورونه ولسی جرګې ته لار موندلې ده! زه وایم چې اصلی ملامتی د خپلو پښتنو ده که نه مونږ د هر پښتون نه یو شخصیت جوړولای شو.

په درنښت


كريم كامران
07.12.2010

ښاغلی لاروی صاحب ستاسو په یادو کړو مثالونو باندې ماته یو کیسه رایاده شوه.

وايي یو کور ته غله ورغلل، د کور د انګړ په منځ کې یې په ځمکې باندې ددایرې په شکل یو لويه کرښه کش کړه، او د کور ټول غړي یې ددې لویې دایرې منځ ته راټول کړل او دا ګواښ یې ورته وکړ چې که هرچا ددې کرښې نه پښه بيرون كيښوده خیر به یې نه وي، غله لګیا وه د کور ټول سامان، قیمتي څیزونه، د ښځو ګاڼې، پیسې.. او هرڅه یې په ډاډه زړه راغونډ کړل او کور یې تش تور پریښود. کله چې يې غوښتل ووځي د کور ښځې خپل میړه ته وویل بې غیرته کور یې ټول درنه یووړ او ته ورته ګورې؟!!! سړي ژر په خوله لاس ورته کیښود ورته یې ویل چوپ غږ ونه کړې چې ما هم پښه له کرښې بيرون ايښې ده.

نو لاروى صاحب اوس کرزي هم پښه له کرښې بيرون ايښې ده اشغالګر لګیا دي زمونږ د هیواد يې نه مادي ارزښتونه راته پريښودل او نه معنوي، ګرد یې چور کړل او نوره له خيره کډه په شا روان دي، خو کرزی او د هغه خواخوږي يې دې ته خوشاله دي چې د کرزي په لاسليک هم په هیواد کې ډیر تحولات راځي.

الله تعالی دې د اشغالګرو سره د دوی مزدوران هم ژر ترژره له هیواد ذلیل او شرمنده وباسي په ګران هیواد دې د اسلامي نظام بیرغ یوځل بیا ورپوي.. آمین


pattang
07.12.2010

[quote:45d0cd3ba2]له بده مرغه پښتانه پرته له شکایته نور څه نکوی. که یو نیم پښتون کوم ځای کې وګمارل شی هغه پښتانه چې دغه سړي سره موافق ندي هیڅ هم پرې رحم نکوی او هر څه یې چې د هغه پښتون دبدنامولو لپاره زده دي وایی. مونږ یواځې د ژوند په منفی اړخونو لګیا یو. آیا تاسو کوم تاجیک، هزاره ، ازبک او نور غیر پښتني هېوادوال پېژنئ چې دوی د خپل همژبیو رهبرانو بد یې ویلي وي؟ دوی آن هغو جنګسالارانو ته هم بد نه وایی چې کله یې دوی هم ځورلي دي. خو له بده مرغه خپلو پښتنو ته بد ویل د پښتنو کلتور ګرځیدلی دی. ټولټاکنې تحریموو او نور خلک تهدیدوو بیا شکایت کوو چې ولې د غزنی له ولایت نه یواځې هزاره ورونه ولسی جرګې ته لار موندلې ده! زه وایم چې اصلی ملامتی د خپلو پښتنو ده که نه مونږ د هر پښتون نه یو شخصیت جوړولای شو[/quote:45d0cd3ba2]
تاسې دې منطق ته ګورۍ !
په اشغال شوي دولت کې کار کول نه د مسلمان کار دی او نه دپښتانه هغه دووسان
چې د cia په پيسو حج ته ځي حج يې هم حرام دی٠
دژوند منفي اړ خونه څه ? او مسبت اړخونه يې څه ? اشغال اشغال دی بايد تخريب
شي او اولسونه ورته پورته شي٠ تاجک او هزاره بل تاريخ لري او پښتانه بل !
تاجک او هزاره څه ملي وېاړونه لر ي ! تاجک او هزاره د اشغالګرو ملګري دپښتنو
کلک دوښمنان دي ٠ دټول ټاکنو تحريمول خو ښه کار دی ، اشغالګر خپل قانون
چلوي ، پارلمان او ټول ټا کنې داشغالګرو په ګټه تماميږي٠
پښتانه به له داسې دووسانو ځخه لکه هېوادغل او خرزی مفعول څه اميدولري ?
خو پښتانه يې ټول خرڅ کړل٠ څو اونۍ له مخه يحيی وردګ د gtz په همکاري
په پښتو کتابونه ترجمه کول ، هيواد غل ورته وايې چې دا ترجه خو د جنوب
دپوهنتو نونولپاره ده نه دشمال ٠ تاسو دې مردګاو ته ګورۍ چې ټول افغانستان
دايران تر ژبې او کلتور لاندې دی ، خو څو کتابونه په پښتو بلا جوړوي٠
منير خانه پښتون پښتانه خرڅ کړي دي اونه پښتنو پښتون ، تاريخ ولونه٠


larghonay laraway
08.12.2010

سلامونه!
زما د مخکينۍ ليکنې هدف دا ؤ چې که مونږ پر خپل سياسي دښمن هم انتقاد کوو نو په درانه نوم يې بايد ياد کړو چې زمونږ پر درنښت دلالت وکړي.
منير صيب لاندې عجيبه جملې ليکلې دي

[quote:b0d26f879b]آیا تاسو کوم تاجیک، هزاره ، ازبک او نور غیر پښتني هېوادوال پېژنئ چې دوی د خپل همژبیو رهبرانو بد یې ویلي وي؟ دوی آن هغو جنګسالارانو ته هم بد نه وایی چې کله یې دوی هم ځورلي دي. خو له بده مرغه خپلو پښتنو ته بد ویل د پښتنو کلتور ګرځیدلی دی. ټولټاکنې تحریموو او نور خلک تهدیدوو بیا شکایت کوو چې ولې د غزنی له ولایت نه یواځې هزاره ورونه ولسی جرګې ته لار موندلې ده! زه وایم چې اصلی ملامتی د خپلو پښتنو ده که نه مونږ د هر پښتون نه یو شخصیت جوړولای شو. [/quote:b0d26f879b]

منير صيب ته همدومره وايم چې که زه چېرته ځان تاجيک، ازبيک او هزاره فرض کړم نو هيڅکله به هم د تاجيکو لنډغرانو، جهادي مشرانو او ستميانو ته بد رد ونه وايم ځکه چې هغوی نه د لنډغر په جامه کې د خپلو خلکو په تاوان کار کوي، نه د ملا او مجاهد او نه هم د ستمي او شغله يي په جامه کې .
همدا راز ازبيک دوستم که مليشه ؤ هم د خپلو خلکو تر څنګ او د خپل قوم په خدمت کې ؤ او که د حضرت مجددي جنرال او د جنبش اسلامي مشر شو بيا هم د خپلو خلکو خادم دی.
تاسو هزاره ګانو ته وګورئ چې مذهبي مشر يې محسني، جهادي مشر يې محقق او په اوس وخت کې دولتي او سياسي مشر يې خليلي دی چې په حقيقت درې واړه يو هدف ته کار کوي چې د هزاره ګانو ځلول او پرمختګ دی.
تاجيک رباني که په حکومت کې وي او که له اپوزيشن کې خو د خپلو تاجکو ګټه يې لومړيتوب دی.

اوس نو پښتنو ته راشه
واو زر وا بيا واوزروا

له کرزي نه به يې پيل کړو چې تاجيکانو ته په څلوري خدمت کوي خو د پښتنو تر منځ د خېل او زي، سمت او لهجې لپاره د تفرقې کار کوي.
د هراه ګانو لپاره خو دومره په ټيټه ملا بوخت وي چې د خلکو شک يې په یقين بدل کړی چې مور يې د کندهار توپ خانې شيعه ګڼه ده.
نو له داسې بې شخصيته انسان ستاينه خو ستر جرم دی!
کنه نو تاسو او خدای چې د يو پښتون ولسمشر په حکومت کې به د هغه د قوم همداسې حال وي؟
اوس به ملاعمر اخوند ته راشو چې د اسلام په نامه يو تکه تور داغ دی او د ده له لاسه خلک پښتانه د جاهل، د پوهې او پرمختګ د دښمن په توګه پېژني. نه په خپله په تور ټکي خبر دی او نه يې تګلاره او پاليسي اسلامي او رڼه ده.
ګلبدين لالا خو لا پخوا د اور پرتوګ ؤ
نو تاسو بيا د پښتون غيور او بېچاره ملته ولې ګيله کوئ چې د داسې بدنامومشرانو ستاينه ولې ونه کوي؟
راځئ چې په ګډه دوعا وکړو چې خدای دې پښتنو ته يو ريښتونی، پوه، عالم، باشعوره او پرمختللی مشر ورپه ګوته کړي او کنه نو
پښتون نن سبا په داسې د پاڼ او پړانګ تر منځ ولاړ دی چې يو الله ښه پوهېږي.


Dr. Zubair
09.12.2010

لرغونى لاروى ليكي:
[quote:da51925468]اوس به ملاعمر اخوند ته راشو چې د اسلام په نامه يو تکه تور داغ دی او د ده له لاسه خلک پښتانه د جاهل، د پوهې او پرمختګ د دښمن په توګه پېژني. نه په خپله په تور ټکي خبر دی[/quote:da51925468]

لاروی صیب! ستاسو علمي مستوى څومره ده چې ترڅو په يو چا دعالم او جاهل حكم كړی شئ؟؟ اول خو ستاسو دغه ادعا بیخي بې ځایه ده، الحمدلله عالیقدر امیرالمومنین د ډیرو هغو دیني علماوو څخه ښه عالم دی چې تاسو یې علمیت او پوهې ته ګوته په غاښ یاست. بیا که تاسو د دیني علم تعریف راته وکړئ چې دیني عالم چا ته ویل کیږي؟ او د دیني علم هغه (مشخصه) کچه او (ټاکلې) اندازه راپه ګوته کړئ چې ستاسو په اند هغې ته په مجردې رسیدو سره یو سړی ددې جوګه ګرځي چې د مشرۍ او رهبرۍ واګي په لاس کې واخلي؟
زه یقین لرم چې ددې پوښتنو ځواب له تا سره نشته ستاسو ځواب به خامخا همدا وي چې عالم هغه چاته ویل کیږي چې دومره کاله یې په فلاني ځای کې زده کړې کړي وي، او یا د فلاني تعلیمي مرکز سندیافته وي او یا.... لنډه دا چې تاسو شکلیاتو ته په واقعیتونو باندې ترجیح ورکوئ، یا په بله معنی تاسو عالم هغه چاته واياست چې د کاغذ پرمخ عالم وي، نه د حقیقت او عمل په ډګر کې، په دې ترتیب سره ستاسو په قاموس کې د اوسنیو مشرانو او کشرانو مزدورو جرګو، پوهاندان او شیخ الحدیثان غوره علماء دي چې زه ورته د عالم خطاب کول د علماوو په حق کې لویه ګستاخي ګڼم، دوی چې په تفسیر، حدیثو او عقیده کې هرڅومره لوړې علمي رتبې ترلاسه کړي هومره یې له قرآن، حدیثو، او عقیدې سره ستره جفا او لویه خیانت کړی، ددې معنی دا ده چې دوی ددومره سترو علمي القابو د حاصلولو باوجود نه د قرآن په اهمیت خبر دي، نه یې د احادیثو ارزښت درک کړی، او نه د اسلامي عقیدې په معنی پوهیږي. نو په کوم دلیل عالم ورته ویلی شو؟؟؟
نن ورځ په قرآن او حدیثو باندې هغه څوک ښه عالم دی چې د سر په بیه ترې دفاع کوي، نن ورځ عالم هغه چاته ویل کیږي چې د قرآن، او حدیثو د سرلوړۍ په لار کې خپل سر، مال، او آن د ټولې پاچاهۍ قربانولو ته چمتو وي او دا ځکه چې د قرآن او حدیثو په قدر او ارزښت پوهیږي، دغو کاغذي علماوو ته لازمه ده چې په قرآن، احادیثو، او عقیدې کې خپلو د ډیپلوم، ماسټرۍ، او دکتورا معتبرو سندونو او شهادتنامو ته اور ورته کړي، ودې سوځوي، او رادې شي د قرآن، حدیث، او عقیدې حقیقي معنی دې د عالیقدر امیرالمومنین څخه زده کړي، عالیقدر امیرالمومنین به د توحید او اسلام ارزښتونه په عمل کې ورته تدریس کړي، د عالیقدر امیرالمومنین یوازې دا موقف چې د صلیبي یرغل په لومړیو ورځو کې یې اعلان وکړ چې: امریکا مونږ ته د ماتې او شکست ګواښونه او اخطارونه راکوي او الله جل جلاله مونږ ته د مرستې او بري ژمنه، مونږ به وګورو چې د چا ژمنه پرځای کیږي؟.
یوازې همدا ایماني موقف یې کفایت کوي چې تر پیړیو-پیړیو پورې د توحید او عقیدې شاګردانو ته په الله او د هغه په کتاب باندې د ایمان معنی او مفهوم تدریس کړي.
اوس تاسو قضاوت وکړئ چې مونږ عالم چاته ویلی شو؟؟؟؟؟ زه د عالیقدر امیرالمومنین پورتنی تاریخي دریځ د نړۍ د ټولو هغو علماوو، پوهانو او مشایخو د ټول علم سره نه برابروم، کوم چې د امریکايي یرغل ملاتړ یې فقط په همدې خاطر وکړ چې د امریکا لخوا کوم ځاني او مالي خطر ورته متوجه نه شي، هغوی نه د الله جل جلاله په مرستې ایمان درلود او نه په هغو ایتونو او احادیثو چې د مومن ایمان او عقیده تازه کوي، په داسې حال کې په همدې ایتونو، احادیثو، او عقیدې به یې لوی لوی علمي القاب او سندونه ترلاسه کړي وي. بیا هم قضاوت تاسو ته پریږدم چې چاته عالم ویلی شئ؟؟؟؟؟؟
عالم خو الله جل جلاله په قرآن کې داسې تعریف کړی چې: إنما يخشى الله من عباده العلماء. یعنې هغه څوک چې د الله جل جلاله څخه ډاریږي هغه علماء دي.
رښتیا هم د نړۍ په ټولو علومو همدا ستر علم کافي دي چې یو سړی خپل رب (الله جل جلاله) وپیژني، او هرچا چې خپل رب وپیژاند خامخا به د ژوندانه په ټولو چارو کې ترې ډاریږي.
د علم د پورتني الهي تعریف په رڼا کې زه د نړۍ پرمخ ټولو علماوو ته چلینج ورکوم چې رادې شي او په هره کچه دې د علم د دغه الهي تعریف په تله کې طالبان وتلي، هم د تحریک په کچه، هم د رهبر په کچه، او هم د نورو مسئولینو په کچه، ودې ګوري پلټنه دې وکړي چې په شخصي، کورنیز، ټولنیز، او سیاسي ټولو ډګرونو کې د دوی له الله جل جلاله څخه ویره او ډار په کومه اندازه دی، حتمي به دې نتیجې ته ورسیږي چې د پورتني الهي تعریف له مخې د عالیقدر امیرالمومنین څخه ستر عالم د افغانستان په سیاسي تاریخ کې بل نه دی تیر شوی، که وګورو د طالبانو د اسلامي تحریک اساس او بنسټ هم د الله جل جلاله څخه په ډار او ویرې (علم) باندې ایښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د هیواد په لراوبر کې د یوې داسې ناروا تورتم سیوری خپور وه چې نه چا خپل رب پیژانده او نه ترې څوک ډاریدل، د الله جل جلاله په ذات باندې جهل دومره حد ته رسیدلی وه چې دوه همجنس به یوتربله نکاح کیدل، د وینو توییدل، قتل او قتال، چور اوچپاول، غلا، فحشا.... دا ټول هغه څه وه چې سړي ته یې د اسلام د بعثت څخه وړاندې د عربو د جاهلیت زمانه ورپه یادوله، خو د الهي سنت له مخې هرکله چې په یوې ټولنه کې د جاهلیت تورې تیارې اوج ته ورسیږي الله جل جلاله یې د هدایت لپاره خپل یو داسې بنده رالیږي چې د کاغذي علم له نګاه څخه عالم نه وي، خو د الله جل جلاله څخه ویره او ډار یې په زړه کې دومره پوخ ځای نیولی وي چې د خپل رب د ددین د خپرولو په خاطر د هرې قربانۍ ګاللو ته تیار وي.
که صلیبي اشغالګرو د طالبانو د واکمنۍ په ښیګنو او کارنامو د خپلو تبلیغاتي مزدورانو په لاس پرده وغوړوله او د هغوی نوم یې تحریف کړ، د طالبانو د امیر په حق کې یې هم ستر خیانت وکړ، د عالیقدر امیرالمومنین دغه ایماني مواقف باید په تاریخ کې داسې ځلیدلي پاتې وای لکه د خالد بن الولید رضي الله عنه ایماني موقف، نن ورځ که په اسلامي تاریخ کې مسلمانان د خالد بن الولید په هغه ایماني موقف باندې تر نن ورځې پورې ویاړي، چې کله ترېنه یو کافر پاچا د زهرو څښلو غوښتنه وکړه چې وګوري آیا رښتیا دې هغه الله چې ته یې ادعا کوې، ژوندی ساتي او که نه؟ نو هغه د بسم الله په ویلو سره په سر راواړول او په الله باندې یې د عقیدې او ایمان ژوندۍ بیلګه وړاندې کړه.. په اوسنۍ زمانه کې د عالیقدر امیرالمومنین پورتنی تاریخي موقف کټ مټ د خالد بن الولید د تاریخ تکرار دی او د وخت فرعون ته یې په عمل کې وښوده چې د هغه څه نه چې مونږ خپل سر او مال او حکومت ځارولی شو همداسې کلک ایمان او قوي عقیده هم ورباندې لرو، او د نړۍ مسلمانانو ته ښايي په هسکه غاړه او جګو سترګو د نړۍ د نورو ملتونو په وړاندې پرې وویاړي.
خو چیرته دي هغه امانتدار لاسونه او منصف قلمونه چې د عالیقدر امیرالمومنین دغه ایماني دریځ هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو تر غوږو ورسوي، او د اسلامي تاریخ د ایمان او عقیدې په باب کې یې د خالد بن الولید له نامه سره څنګ په څنګ درج کړي؟!
افسوس چې د تیر لس کلن اشغال په موده کې صلیبیانو د پوځي تجاوز ترڅنګ د طالبانو د امیر او قاید د شخصیت پرضد هم په پراخه کچه رنګارنګ حربې په کار واچولې ترڅو د نوموړي د ژوند او سیرت څخه ولس همداسې په غفلت او درانه خوب کې ویده وساتي.


monir
09.12.2010

[quote:a06c21a95b="larghonay laraway"]راځئ چې په ګډه دوعا وکړو چې خدای دې پښتنو ته يو ريښتونی، پوه، عالم، باشعوره او پرمختللی مشر ورپه ګوته کړي [/quote:a06c21a95b]
آمین !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more