د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داوبامانه لیدل دغرزی سره دافغان اولس سپکاوی وو٠

tandar
05.12.2010

داوبامانه لیدل دغرزی سره دافغان اولس سپکاوی وو ٠
که لږ دمطق له رویه پری نظر واچوو او که په واقیعت سره غرزی دافغان اولس له خوامشر انتخاب شوی وی؟ اودی دملی حاکمیت داستقلال اخطیار په لاس کی ولری؟، څنګه کولای شی چه یو پردی بیګانه تورپوستی دده په خاوره کی ښکرته کیږی او له خپلو صیادانو سره چه افغان وژنو ته ې رالیږلی لیدنه کوی،اود غرزی یو سلام هم نه کوی٠
زماله نظره اوباما غرزی له ټولو ښه پیژنی ،نودیو بی غیرته ،بی همته او ګوډاګی افغان سره به ې په لیدلو خپل وخت څه ضایع کولو، او حتی دده سره لیدنه به ې هم ځانته عار ګڼلی وی٠
اوباما دافغانستان اصلی اولس مشر،، دامریکا سفیر په کابل کی،،سره لیدنه کړی چه عکسونه ې په لراوبر کی هم خواره شوی،داوباما لپاره کفایت کوی،دانسان وژنی هدایتونه به ې ورته توضیع کړی وی٠
اول زه خپله یو افغان یم ،مګر غرزی داولس مشر په صفت نه پیژنم،نواوباما خو له ما څخه ښه پوهیږی ،چه غرزی په دی چوکی مونږ کښینولی، نه افغان اولس٠
ایا غرزی دافغانستان ولایتونو ته ډیر سفر کړی او کوی ې که دامریکاسفیر؟
ایاغرزی په ولایتونو کی دخلکو سره ډیره لیدنه کړی اوکوی ې که دامریکا سفیر؟
پس د اولس مشر څوک شو؟
دټول افغان یوالی ته نن عاجل ضرورت دی ،که دخاوری ازادی او ملی غرور اواستقلال غواړی؟
دااستقلال به په جهان کی یو تاریخی استقلال وی،چه دجهانی لیوانو څخه دامریکا په مشری په خپله خاوره کی دازادی بیرغ پورته او ورپوی٠
دیرغلګرو په سرتندر٠


كريم كامران
05.12.2010

تندر صاحب زه درسره پوره موافق يم.
ولس خپل اشغال درک کړى او هم يې كرزى د يو لاسپوڅي او غلام په توګه پيژندلى. د ازادۍ او استقلال په مقدسه لار كې د ولس د قربانيو او سرښندنو نتيجه وه چې اشغالګر يې تيښتې ته اخر هم مجبور كړل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more