د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ولې؟ مونږ اسلامي ليکوالان ولې نۀ لرو؟

پښتون ځلمی
20.05.2004

سلامونه او نېکې هيلې
زۀ د ډير وخت نه دې خبرې ته غاښ پۀ ګوته پاتې يم چې دا مونږ افغانان ولې اسلامي ليکوالن نۀ لرو، حل دا دی چې کله د مسلمانۍ خبره ياده شي نو مونږ دا نور مسلمانان لۀ سره پۀ شمېره کې هم نۀ را ولو او هم دا وايو چې تر مونږه ښۀ مسلمانان د مځکې پۀ سر نۀ شته٠

تاسو پکې څۀ وايئ؟ زۀ شاعران، خبريالان، اخبار چلوونکي، د انټرنټ پاڼو جوړوونکي،،،، خلاصه چې د قلم او ژبې خاوندان ټول يادوم٠ پۀ اسلام نۀ څوک ليکل کوي او نۀ ور سره ښکاري څوک علاقه لري٠ اخر مونږ څنګه مسلمانان يو؟


خاټول
21.05.2004

[color=green:3e560437f5]پښتون زلميه وروره سلامونه اونيکي هيلي مي قبولي کړه !
وروره داچي نن سبا اسلامي ليکوالان يا هډو لرونه اويا ليکني نه کوي ، نوزما په أند يي بنسټيز لا ملونه داسي خلاصه کيداي شي:
(ا) بدبختانه دمغربي يا په بل عبارت دصيهوصليبي پروپاګنډي په وړاندي ماته خوړل او په پاي کي د يوډول يأس اوقنوطيت ښکارکيدل٠
(ب) داسلامي ارزښتونو،ټولنيزاوسياسي نظام،اقتصاد اوقضايي سيستم نه پوره ياجزوي ناخبرتيا٠
(ج) دليکوالانو حزبي تمايلات چي متأسفانه داسلامي ايډيالوژي په عوض دخپلواحزابوپه چوپړکي لګيا دي،اودخپلوحزبي مشرانو افکاراونظريات توجيه اوترويجوي٠
(د) په ځانګړي ډول په افغاني ټولنه کي ډيری برخه ليکوالان،شاعران اواديبان ده نشنليزم په فوبيا اخته شوي ،اعم له دي که هغه پښتانه دي اوکه تاجيک اويا نور،دا زمونږ په پاڼه کي يي ژوندي مثالونه ليدلاي شی٠
زما بيچارګۍ حقيره رايه خوداده ،که مي دمرض تشخيص سم کړي وي نوراځی چي په علاج يي غور وکړو ، اوکه تيروتلي يم نوزما رايه را اصلاح کړی٠
خورمو خاټول[/color:3e560437f5]


نقاد
30.05.2004

پتنې او قدرمنې خور خاټول ته سلامونه اودرنوی!
تاسو ښه ﻻملونه په ګوته کړي دي ، خو زياتره فردي او لنډمهاله خصلت نه، بلکې تاريخي کرکټر لري ، نو څه ناڅه بشړتيا ته اړين لاملونه بريښي:
[quote:c8bc61b7c5](ا) بدبختانه دمغربي يا په بل عبارت دصيهوصليبي پروپاګنډي په وړاندي ماته خوړل او په پاي کي د يوډول يأس اوقنوطيت ښکارکيدل٠ [/quote:c8bc61b7c5]
ښايې دغه دليل سطحي و انګيرل شي، ځکه په تبليغ او پروپيګنډ کې ماته خوړل چې لنډمهاله نه وي، د اوږده وخت ماته پخپله يوعيني علت غواړي ،د کوم عيني علت پايله چې بيا يوه تبليغې ماته اوسي، نه کومې ذهني نيمګړتياوې. نو دعلت پرځای له معلول څخه د عامل په شکل کار اخيستل به سم نه وي او بايد هم بسنه پرې ونه شي. له دې کبله د غربيانو تبليغ دومره اغيزه نشي لرلی ، مګر داچې په عيني توګه هغوی له سلامي هيوادونو څخه په هره برخه کې ډير پرمختګ کړی وي. او دا هغه وا قعيت دی چې سترګې ترې پټول امکان نه لري. زما په اند ټولنيز پرمختګ او په هغې کې يو ځواکمن او پياوړي رول لوبولو ته اړتيا لري .
نو که [quote:c8bc61b7c5](ب) داسلامي ارزښتونو،ټولنيزاوسياسي نظام،اقتصاد اوقضايي سيستم نه پوره ياجزوي ناخبرتيا٠ [/quote:c8bc61b7c5] موجوده وي ، دا به يوه نيمګړتيا وي، خو بله ﻻ ستره نيمګړتيا داده ، هغه څوک چې پر دغو ارزتونو پوه او خبر دي، بيا هم هيڅکله يې له دې پوهې څخه يا عملي کار نه دی اخيستی او يايې ترې د کار اخيستلو چانس او امکانات په ﻻس نه دي ورغلي.
له بلې خوا که څه هم اسلامي ارزښتونه فوق العا ده لوړ معنوي اخلاقي ارزښتونه دي. خو سياسي نظام يې حتی د اسلامي ديموکرسۍ له رامنځته کولو څخه هم محروم او له دې امله زيات نيمګړی پاتې شوی دی، او لکه چې په عمل کې يې وينود ديموکراسۍ سره يې دوښمنۍ ته هم بډې وهلي دي. او همدا د اسلامستانو يوه ستره نيمګړتيا، تيروتنه او په واقعيت کې که دوی يې وغواړي او که نه ، د اسلام سره ددوی دوښمني ده ، نه اسلام ته يو خدمت . همدغه راز يې حقوقي قضايي سيستم ابتدايي او منجمد پاتې شوی دی ، چې دا هم پخپله د اسلام نيمګړتيا نه، بلکې د اسلامي عالمانو يوه سخته نيمګړتيا ده . اقتصادي سيستم يې هم د سيالۍ او رقابت وړ نه دی او له پيړي پيړيو راهيسې يوه ژور او پراخه ريفورم ته اړتيا لري.
[quote:c8bc61b7c5](ج) دليکوالانو حزبي تمايلات چي متأسفانه داسلامي ايډيالوژي په عوض دخپلواحزابوپه چوپړکي لګيا دي،اودخپلوحزبي مشرانو افکاراونظريات توجيه اوترويجوي٠ [/quote:c8bc61b7c5]
اسلامي حزبونه او تنظيمونه هم ډير دي، ولې يوه هم ونشو کړای چې د ترويج وړ مطالب، کوم چې د ژوند ستونزې بايد حل کړي ، ميدان ته کړي او د خلکو تنده پرې ماته کړي . دا د اسلامي حزبونو يوه واقعي نيستي او عقربي ده چې د ټولنې يو مهم پروبلم هم د اسلام په رڼا کې نشي حل کوﻻی.
هود اسلام محتوا ته په لومړي وخت کې ډيره پراختيا وروبښل شوه خو له پيړيو پيړيو بيا چا ورته څيړنيز او بشپړتيايي کار و نه کړ، نو ځکه يې اوس تاريخي نيمګړتيا په ژوره او په هراړخيزه توګه درک کيږي . والسلام



ع کريم حليمي
31.05.2004

دروند قدرمن او منلی نقاد صيب او قدرمنو لوستونکو ته سلام او درناوی
غواړم چه دغه پر اضافه کړم
[quote:b3ac0fa3c2]محترمي خاټوليکلي
(ج) دليکوالانو حزبي تمايلات چي متأسفانه داسلامي ايډيالوژي په عوض دخپلواحزابوپه چوپړکي لګيا دي،اودخپلوحزبي مشرانو افکاراونظريات توجيه اوترويجوي٠ [/quote:b3ac0fa3c2]
خبره داسي ده که کوم ليکوال څه وليکي نو پرهغه د غربي،غربي تالېڅټي ټاپه لګول کيږي ٠
اماپه اول د اسلامکي داسي نوه !!زه يو مطلب په انګريزي غاټول خورته ليکم
Islam was destined to become a world religion and to create a civilization which stretched from one end of the globe to the other. Already during the early Muslim caliphates, first the Arabs, then the Persians and later the Turks set about to create classical Islamic civilization. Later, in the 13th century, both Africa and India became great centers of Islamic civilization and soon thereafter Muslim kingdoms were established in the Malay-Indonesian world while Chinese Muslims flourished throughout China.
داسي نه وه چي خلګ دي ولاړ سي وچين ته چي رياضي،کيما،فزيک يا شريعت دي په چين کي زده کړي
مطلب صحابه وو داوو چه هغه نظرونه و اسلامي نړۍ ته دچين څه راوړۍ چه اسلام مخته په ولاړ سي ٠ او اصحابو
داسي وويل [color=blue:b3ac0fa3c2]چي علم حاصل کړی که څه هم په چين کي وي [/color:b3ac0fa3c2]٠ حال داچه دغه جمله حديث نبوي هم نده
17 کاله کيږي چي احاديث ګورم دغه حديث مي نهدی ليدلې ٠ په دا 6 کتابو کي ٠ هو دفقهی په کتابو کي مي
لوستی دی ٠
[color=red:b3ac0fa3c2]The Prophet (SAW) said, 'Seek knowledge even into China': the Hui Shen mosque was built in the seventh century[/color:b3ac0fa3c2].
که څوک ئی حواله راکړي ٠ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ مننه به وکړم
دا ضرور ده چه جامعه دا وفهموي چه هغه غربئ نظر چي اسلام ته پاور ورکوي ٠ ضرور ئی اډاپټ کړي ٠
هغه نظر چي اسلامي شريعت سره ټکر ونه لري ٠ داکار پخوا د اسلام خلفاوو ،ترکي امپراتورۍ هم کړی وو
او په دغه عمل غربيانو ډير تاوان وکړی ٠ چه ټوله دبولټيک مځکي ئی څيني و نيولې ٠
کومه ورځ چه مسلمانانو د اډاپټ څه لاس واخستی بيانو پر مختګ ئی و درېدی !!!!!!
حليمي


نقاد
02.06.2004

[quote:3f12af3a8b]دا ضرور ده چه جامعه دا وفهموي چه هغه غربئ نظر چي اسلام ته پاور ورکوي ٠ ضرور ئی اډاپټ کړي ٠
هغه نظر چي اسلامي شريعت سره ټکر ونه لري ٠ داکار پخوا د اسلام خلفاوو ،ترکي امپراتورۍ هم کړی وو
او په دغه عمل غربيانو ډير تاوان وکړی ٠ چه ټوله دبولټيک مځکي ئی څيني و نيولې ٠
کومه ورځ چه مسلمانانو د اډاپټ څه لاس واخستی بيانو پر مختګ ئی و درېدی !!!!!! [/quote:3f12af3a8b]
السلام عليکم و رحمت الله، حليمي صيب څومره مهم ټکی او تاريخي حقيقت مو پر ګوته کړی دی، دا خبره ښايي محترمه خور خاټول هم په پام کې ونيسي او نور د نفرت کرلو اتلان هم ، چې

[color=blue:3f12af3a8b]بني آدم اعضای يک ديګر اند...که در آفريش ز يک جوهر اند.
چو عضو ې به درد آورد روزګار... ديګرعضو ها را نماند قرار[/color:3f12af3a8b]

د نوعيت او بشريت تړاو مونږ د ټول نړيوالو سره، په تيره بيا د بشري حقوق غوښتونکو سره ترهر چا زيات لرو او دا هغه خلک دي چې د انساني نوعيت پالني او بشردوستۍ پالونکی معنوي سيستم او عمليﻻر يې نيولې ده چې ديموکراسي ورته وايي: وګورئ پر کومو هيوادونو کې د نړۍ د بي وځلو، مظلومو او محرومو خلکو په پلوي او د هعوی سره د ملاتړ له پاره د بي عدالتيو او مطالمو پر ضد زياتې مظاهرې، احتجاجونه او اعتصابونه تر سره کيږي؟ او د کومو هيوادونو له علنيت او اولس څخه حاکم قدرتونه ډيره ويره لري؟ طبعأ د ديموکراتسکو هيوادونو له خلکو او علنيت څخه ، نه د دريمې نړۍ له څکومتونو څخه او نه يې م له اولسونو څخه ، بلکې د خپل هيواد له ديموکراتيکو پرګنو څخه ويريږي اوبس . او دا ځکه چې هغوی د نوعيت او بشردوستۍ غوښتنه او پالنه کوي او څکومتونه نه پريږدي چې په ښکاره سره خپل شوم اهداف او ناولي ضد بشري مقاصد تر سره کړي. د همدغې نوعيت پر بنسټ د نړۍ د علم تخيک طب او نورو علومو او نړيوالو تجربو څخه ګټه تر ﻻسه کول هم تکيه کوي، او په دې برخه کې له يوه ويده ځمري څخه يو ګرځنده ګيدړ ډير قوي او بريالی دی . لهلمي او تخنيکي انقلاب پرته د کمپوتر او انټرنت په عصر کې پهصنعت او ژوندانه په هيڅ يو ډګر کې يو ګام پر مخ تګ هم امکان نه لري، او دا کار په تجريد او ګوښه توب ،د نفرت کرلو او ريبلو پر مخ نځي ، بلکې د ﻻ وروسته پاتې والي سبب ګرځي . والسلام علی من التبع الهدا


پښتون ځلمی
07.06.2004

سلامونه او نېکې پېرزوينې وړاندې کوم

خبره خو (نۀ پوهېږم ولې) د تاريخ او سياست خوا ته ﻻړه٠ د خاټول خور وروستي درې لاملونه مې خوښ شول٠

ما لکه چې خپل دريز ډېر پۀ ښۀ ډول څرګنده نۀ کړل٠ زما هدف يواځې عالمان نۀ و، بلکې ټول ليکوالان، کۀ شاعر وي کۀ اديب، که سياست پوه وي کۀ ډاکټر٠

اوس کېدای شي پوښتنه پيدا شي چې يو سړی چې پۀ اسلام کې پوهه نۀ لري نو څنګه پۀ داسې حساسه موضوع ليکل وکړي (؟)٠
لومړی خو دا چې مونږ هم نۀ غواړو چې دوی دې فتوې ور کړي٠
بله دا چې پۀ سياست کې څومره افغانانو استادي اخيستې ده چې هر يو پې پاڼې پاڼې او کتابونه کتابونه پړپړې ليکي؟ کۀ ډاکټر ګورې کۀ انجنير او کۀ ژبپوه، هر يو پۀ سياست داسې غږېږي لکه طوطي٠ کۀ دا د دوی د قابليت لۀ کبله وي، نو کۀ دا لږ مغز او وخت د اسلام مطالعې او پۀ بنسټيزه او مهمو اسلامي موضوعګانو د ليکلو لۀ پاره ورکړي، نو څۀ به يې کم شي؟

مونږ افغانان خو ډېر پۀ فخر د پاکستانيانو بده وايو او هر ډول سپکې سپورې ور پسې کوو، خو تاسو باور وکړئ چې ډېري پاکستاني چې د اسلام سره کومه مينه لري، د هغۀ ساري نۀ پيدا کېږي٠ د هغو هر اخبار او هره مجله چې را واخلې نو کۀ نيم نۀ وي، څلورمه برخه مطالب خو يې خاص اسلامي وي وي٠ دلته د ټورنټو (کاناډا) پۀ ښار کې يوه اردو مياشتنۍ د أفاق پۀ نوم خپرېږي٠ ماشألله ماشألله ماشألله دې پرې وي، زړۀ وړونکي اسلامي مطالب ليکي او کوم ليکونه يې چې سياسي بڼه لري، هغه هم پۀ اسلامي چوکاټ کې داخل او حق ويونکي ليکونه وي، او ښۀ پۀ ډاګه يې وايي٠ داسې هم نۀ ده چې دوی پۀ خپل هېواد مين نۀ دي٠ مونږ نه خورا ښۀ وطنپاله دي٠ مونږ خو هسې چغې ډېرې ښې وښو٠

د دې نيمګړتيا او بدبختۍ تر ټولو لوی لامل خو ماته دا ښکاري چې زمونږ ايمان بې لۀ شکه کمزوری شوی دی٠ خوشې پۀ نوم مسلمانان پاتې يو٠ هر ډول خلک او پۀ تېره کمونست / دهري / بې دين فکري خلک پۀ مونږ کې را ګډ شوي دي او د نورو ذهنيت يې هم ناولی کړی دی٠ د دنيا لږ ارام او اسانتياوې مو وليدې او مونږ نه خدای هېر شو٠٠٠٠٠٠

او ماشألله، زمونږ هغه ورونه چې لږ څۀ اسلامي پوهه لري، ځانونه نۀ ستړي کوي، تۀ به وايې چې کۀ چېرې دا ټول خلک جنت ته لاړ شي نو داسې نۀ چې هلته ځای کم شي او دا عالمان صاحبان بې برخې پاتې شي٠ پۀ پوهه کې هم مونږ کنجوسي او شومتوب کوو٠

([quote:d278b7254d]د) په ځانګړي ډول په افغاني ټولنه کي ډيری برخه ليکوالان،شاعران اواديبان ده نشنليزم په فوبيا اخته شوي[/quote:d278b7254d]
کۀ ستاسو هدف دا وي چې يانې پۀ ناشنالېزم دومره اخته چې ان د اسلام نه يې د لېرې والي او ان ضديت ﻻمل ګرځېدلی، نو زما د خولې نه مو خبره شوکولې ده٠ کۀ تېر وتلی نۀ يم phobia = حساسيت٠
ما غوښتل چې پۀ دې موضوع هم يو بېل بحث پيل کړو٠ زۀ نۀ پوهېږم دا ولې، ولې، ولې، خو زۀ ګورم چې زمونږ ډېري ناشنلستان (چې پۀ ظاهر کې ځان ناشنلست / ملتپال / پښتونپال ښکاره کوي) د اسلام سره هېڅڅڅڅ علاقه نۀ لري، کۀ دوی ليکوالان وي، کۀ شاعران، کۀ بل، کۀ بل٠ پۀ تېره بيا ګيله مې دهغو نه کېږي چې خپلې ناشنلستي موخ مخ پۀ وړاندې وړي، ورته کار کوي، خو خپلې اسلامي فريضې ته يې پام نۀ دی او يا ورته پام نۀ کوي٠

نور بيا٠٠٠ کۀ الله پاک غوښتل


نقاد
10.06.2004

[quote:8e263522d7]کۀ ستاسو هدف دا وي چې يانې پۀ ناشنالېزم دومره اخته چې ان د اسلام نه يې د لېرې والي او ان ضديت ﻻمل ګرځېدلی، نو زما د خولې نه مو خبره شوکولې ده٠ کۀ تېر وتلی نۀ يم phobia = حساسيت٠
ما غوښتل چې پۀ دې موضوع هم يو بېل بحث پيل کړو٠ زۀ نۀ پوهېږم دا ولې، ولې، ولې، خو زۀ ګورم چې زمونږ ډېري ناشنلستان (چې پۀ ظاهر کې ځان ناشنلست / ملتپال / پښتونپال ښکاره کوي) د اسلام سره هېڅڅڅڅ علاقه نۀ لري، کۀ دوی ليکوالان وي، کۀ شاعران، کۀ بل، کۀ بل٠ پۀ تېره بيا ګيله مې دهغو نه کېږي چې خپلې ناشنالستي موخ مخ پۀ وړاندې وړي، ورته کار کوي، خو خپلې اسلامي فريضې ته يې پام نۀ دی او يا ورته پام نۀ کوي٠ [/quote:8e263522d7]پښتون ځلميه ، وروره ستاسو او قدرمنې خور خاټول احساسات د ډير قدر وړدي، نيشنالستان چې هره نيمګړتيا په دې برخه کې لري ، هغه به لري ، خو د پام وړ يوه نيمګړتيا دا هم ده چې له اسلام څخه عربي نېشنليزم پخوا او پاکستاني نيشناليزم ترې د نورو اسلامي هيوادونو د ملي غوښتنو پر ضد ناوړه ګټه پورته کړې او پورته کوي يي او د يوه قلابي انترناسوناليزم په شکل ترې د اسلام په نامه کار اخلي او اخيستی يې دی. د پښتنو د ملي حقوقو تر پښو ﻻندې کول په صوبه سر حد کې او د پښتونستان د آزادۍ سره دوښمني يې روښانه مثال دی . داچې افغانانو د فتوحاتو په وخت کې هم له اسلام څخه دا استفاده نه ده کړې، نورملتونه يې نه دي ﻻندې کړي ، بلکې آن خپله خاوره يې هم بيا وروسته له ﻻسه ورکړې او د ا سلام په نامه ترې پاکستان ﻻندې کړې ده، دا د لرو برو پښتنو خپله بي کمالي او د هغوی د سياسي واکدارانو د بي کفايتۍ او خيانتونو يوه نتجه ده . د مجاهدينو د مشرانو او طالب چارواکو تسليميدل د پاکستان اسلامي نيشنليزم ته د تش په نامه ((اسلامي انټر نيشناليزم))
په نامه ددې خبرې يو کلک مصداق ګڼل کيږي. د پاکستانيانو اسلامي نيشنليزم ايديالوژي په اګاهانه ډول د دولت له خوا مجددأ توليديږي، په پوځي دوکترين په شکل هم نن د هند او له پرون راهيسې به سبا بله ورځ د پښتنو پر ضد په هر ړخيز ډول کارول شوې اوکارول کيږي. د مجاهدينو ټوټه ټوټه کول او په ١٦ ډلو وېشل او وروسته د طالبانو د ړانده او بي شعوره غورځنګ رامنځته کول په سياسي لحاظ د پاکستان د دغسې نيشنالستي اسلام له کارولو پرته اډو څه امکان نه درلود . په موخه مې غلط پوه نشئ، له نيشنالستي اسلام څخه مطلب له اسلام څخه نيشنالستي استفاده يا دقيقآ سؤ استفاد ه ده ، چې له راشيدينو خليفه ګانو څخه وروسته عربو، بيا ترکانو او اوس ترې پاکستان د نورو مسلمانانو او غير مسلمانانو پرضد کار اخلي. ايا دا يوه ناجايزه سياسي سو استفاده د اسلام له مبارک دين څخه نه ده ؟ والسلام


پښتون ځلمی
19.06.2004

سلامونه او نېکې پېرزوينې
نقاد صيب، ستاسو خبرې پۀ ځای دي خو دلته د دې موضوع پورې څۀ اړه نۀ لري٠ د ناشنلستانو او اسلام پۀ اړوند به يو بېل بحث پرانېزو او هلته به پرې و غږېږو٠ کۀ ځنګه؟
زۀ بس پۀ دې نۀ پوهېږم چې پۀ اسلام ولې څوک ليکل نۀ کوي٠ د ليکوالانو لاسونه چا تړلي او د اخبار والاو ګوتې چا پرې کړي چې يو څو پاڼې پۀ اسلامي/اخلاقي موضوعګانو تورې کړي؟ دا د پاکستان او عرب پورې څۀ اړه لري؟
ما ته خو يې يواځينی لامل دا ښکاري چې زمونږ ايمان هغه ايمان نۀ دی پاتې، زمونړ اسلامي روحيه لۀ مينځه تللې، زمونږ عقيدې خرابې شوي، او دکومو چې عقيده يو څۀ سالمه پاتې ده، نو هغوی خو يا ليک او لوست نۀ دی کړی او يا خو پۀ سياست مياست، پۀ پښتو پښتو، پښتو کته پښتو پورته دومره بوخت دي چې اسلام، خدای او اخرت ترې هېر دی٠
پۀ درنښت


يوه خبره او يوه مشوره


Kliwal
20.06.2004

اول د سوال كوونكي له احساس نه مننه اوبيا د خاټول خور نه نيولي ترآخره د ټولونه يوه نړۍ مننه به ريشتيا چه د قدر ور ياستي، او زه به خبل وار سره وايم جي:
زه په عربي ادب او صحفا فت كي څه نا څه معلومات لرم هلته اسلامي اديب او اسلامي صحفي معلوم دي، هلته غير اسلامي هم معلوم دي هلته په اسلامي ادب كي ډير څه دي، په عربي أدب كي اسلامي ادب ځان ته خاص اصول، اديبان او طرفداران لري، چه لوي لاس پكې د مصريانو دي خو د هغوي ناولونه چه ما لوستي تر هر يوه يې زمونر ادب پاك، صفا او په اسلامي اخلاقو ولاړ دي ،د بيلګې په ډول تاسي د شپون يو ناول دي ( د څمڅې ياران ) شپون ته داسلامي اديب نوم هم ورپورې نه دي خو دا ناول په تمامه معنى داسلامي ادب په اصولو ولاړ دي، په عامه توګه پښتو ادب ټول اسلامي ادب دي ، او تر اوسه زمونر هر اديب يو ښكلي او اسلامي نتاج لري ، خو صرف زمونږ كمي دادي چه په مجلو او اخبارو كې مو د اسلامي مقالو ونډه لږ كمه ده نو راځي چه د ټول افغان له صفحي نه يي پيل كړو او د اسلامي مقالو ونډه يي پياوړې كړو، ځكه ( اسلام او پښتو سره غاړه غړۍ او يو څيز تري جوړ دي پوره پښتون هغه دي چه په اسلامي اصولو پوره ولاړ وي)


خاټول
20.06.2004

امين جانه وروره ستړى مه شي
زه په خپل وار له تاسونه مننه كوم اويو ځل بيا ښه راغلاست درته وايم، وروره زه ستا ده أند له څيرمي ملاتړي يم ، البته د درانه تره شپون صيب په اړه په خوش باورې كي نه يم درسره گډه ،شين ټاغې به دي لوستي وي ؟ ما چي لوست نو له شرمه خوله خوله وم، او بيا چي مي تيره ورځ دده په غږله امريكا غږ نه دده يوه ليكنه واوريدله ( چي ډيره بر بنډه ژبه ئي پكي كارولي وه) نو ډيره يي مايوسه كړم، او په زړه كي مي راتيره شوه چي ښاي په دي ليكنه به ئي دخپل لالا ( شهيد منهاج الدين گهيځ ) روح هم ازورده كړي وي.


محترمی ته


Kliwal
21.06.2004

د سلامونو او نېكي هيلو د تقديم نه وروسته
ستا خبره پوره سمه ده او شين ټاغي بلكل ما لوستي او ستا له خبرې سره موافق يم، ځكه خو ما د شپون له ټولو ليكنو نه دفاع ونكړه صرف د يو كتاب نوم واخيست كوم چه په تمامه معنى سم كتاب دي ، او زه د شپون او منهاج صاحب تر مينځ فكري واټن هم ښه راته معلوم دي. ډېره مننه


نقاد
25.06.2004

[quote="...زۀ بس پۀ دې نۀ پوهېږم چې پۀ اسلام ولې څوک ليکل نۀ کوي٠ د ليکوالانو لاسونه چا تړلي او د اخبار والاو ګوتې چا پرې کړي چې يو څو پاڼې پۀ اسلامي/اخلاقي موضوعګانو تورې کړي؟ دا د پاکستان او عرب پورې څۀ اړه لري؟ ...پۀ درنښت[/quote]

ګرانه ،منلی او ښاغلی وروره ځلمی پښتونه له سلامونو وروسته ستاسې پام دې ټکي ته يو ځل بيا راګرځوم چې دا زمونږ خپله بيکمالي ده چې له اسلام څخه ملي ، نړيوالې ، سياسي او اقتصادي ګټې نشو پورته کولی، ولې پاکستان او عربي هيوادونه ترې دا ډول ګټه هم اخلي، او د همدې ګټو له پاره
[quote:c7657687e4]د پاکستانيانود اسلامي نيشنليزم ايديالوژي په اګاهانه ډول د دولت له خوا مجددأ توليديږي، [/quote:c7657687e4]
نو ځکه يې د اولس ليکواﻻن پر اسلا م ډيرې ليکنې هم کوي، برعکس زمونږ سياستوالو،په تيره بيا مجاهدينو او طالبانو پل اولس ته د اسلام په نامه جنګ، وراني او ويجاړي مرګ ژوبلې فقر او بيچارګي، بيکسي او نا اميدي راوړي، ځانونه يې پرې ماړه او سرمايداران او د قدرت خاوندان کړل او د اولس غوښې يې د اسلام پر بهانه وشپيلولې. نو ته خپله فکر وکړه چې که ليکوالان نن ورځ د الام فضيل بيانوي د چا واکمنۍ او قدرت ته او د چا اجتماعي او سياسي موقف ته ګټه او چاته بيا زيان رسوي؟ که په پاکستان کې دغسې اسلامي قصابان نازل شوي وای لکه افغانان چې ورسره مخامخ دي، په لږه موده کې به تاسو يا د هغوی نا ارامي ليدلی وای او يا به مو د اسلام په وړاندې د خلکو بي تفاوتي ليدلی واي. په هر صورت دا افغانان نه دي چې د اسلام سره يې مينه کمه شوې ده ، بلکې دا ملايان او مجاهدين دي چې د اسلام په نامه يې پر افغانانو باندی ناتار راګډ کړی و. او پايلې يې اوس دادې تاسې خپله وينئ. والسلام .



ع کريم حليمي
26.06.2004

درنو او قدرمنو اغلو ٠ غاټول ، نقاد ،پښتون ،وردګ ، صاحبانو سلام ورحمته الله !
تاسو ټوله دي خدای جوړ او روغ لري ٠
ګرانو ٠ د پاکستان و ايمان ته تاسو يو نظر وګوری ٠ چه څرنګه تاريخ لري ٠
يو واري ئی اسلام پر منځ دوه ځايه کړي ٠ اوخپل وړنه ئی و هندوانوته ضعيفه کړه ٠ چه پاکستان ئی جوړ کړۍ
د اسلام په نامه ٠ کله چه جوړ سو ٠ اسلام ئی وشرماوه ٠ زما پياد دي چه په سپينو پښتنو (مسلمانانو)
په ښارو کي چکله خانې خلاصي وې او ټولو پښتنو ملايانو ورته کتل ٠ په کويټه کي
دېرش کاله د کفر د وطن او دپاکستان فرق نه کېدی ٠ ټوله ناروا ئی ايله لړي وې ٠ پرکفارو ئی دا بازار ونچلېدۍ
نوم ئی واړاوه ٠ داسلام نوم ئی پرځان کښېښاوه ٠ او عرب ئی په يوه زاړه خوا ګرزن دماهيانو په چنګک و نيول
او ښه بازار ئی پېدا کړۍ ٠ په داسي حال کي چه رئيس جمهور ئی انټروي ور کول کوچنۍ نسله سپۍ ئی په غېږ
کي نيولې وه ٠ څوک چه سپی په غېږ کي نيسي ٠ تاسو فکرکولای سی چه دابه څرنګه رئيس وي د مسلمانانو ٠
او دپاکستان په محکمه کي اسلام نسته ٠ اسلام او حکومت سره جلادی ٠
پاکستان لکه يو ډرګ ډيلر چه دواخانه خلاصه کړي په نامه او اصلأ پوډر خرڅوي ٠ چه دواخانه ئی اصلأ
فرنټ ورک وي ٠ کار د پوډرو کوي ٠ دوی اسلام پرنټ ورک دې او اصلي کار ئی چور دې چه دونيا چور
کړي ٠ او کاميابه هم دې ٠ ډېر ملا يان ئی ږيري له تقوا سرې کوي ٠ او په شورا کي ناست دي ٠
دوی له امريکا څه پيسې اخلي او موږ له پاره يو کازماټيک مظاهرې چوړه وي ٠ چه جنګ کوۍ افغانانو ٠
په داسي حال کي چه امريکائی اوله پښه په پاکستان کي ايښې ده ٠ او په شورا کي ئې ټوله ږرور ملايان ناست دي
او د امريکا عسکرو ته شورا اجازه ورکړې ده ٠ د دوۍ اسلامي اخبارونه داسي مانا لري لکه رباني صاب چه
پښتو وائي ٠ دامانا چه رباني ، فهيم نو پښتو ته کار کوي ٠ [color=red:76a3b4404d]اسلام که يوازي ږيره او لمونځ وي نو ډير خراب دين دې ٠ [/color:76a3b4404d]
او بيانو چه يو لمونځ په هفته کي کوي (جمعی ) نيم ملت ئی ٠
نن چه پاکستاني اخبارونه چه اسلامي مقالې ليکي ٠ دا ئې د ايمان علامه نه ده ٠ دائی د منافقت علامه ده ٠
ولي چه اخبار په پاکستان کي تجارت دې ٠ نه ژورناليزم ٠ مارکېټ ته ګوري چه څوک څه رانيسي ٠
هغه مارکېټ ته راوړي ٠ هغه وخت چه موردګوخانې په پاکستان کي ازادي وې ٠ دښځو اعلانونه ئې کول ٠
نن پاکستان د اسلام ورقه باندي بازي کوي ٠
امريکا د اميګرنټ په نامه جوړه ده
پاکستان د اسلام په نامه جوړ دې
افغانستان دپښتانه په نامه جوړ
که امريکا د امګرنټ څه لاس واخلي خرابيږي
که پاکستان د اسلام له نامه څه لاس واخلي خرابيږي
که افغانستان له پښتون ولۍ څه لاس واخلي ځابيږي
د پاک ساختومان د اسلام سياسي له پاره جوړ سو ٠ نه محض اسلام ٠
که دخاليص ،سپېڅلي اسلام له پاره جوړ وای نو چکله خانې به له اوله نوای پکښيکي ٠
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more