د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په جهانی سویه می بوټ پاکی نه وه لیدلی

tandar
05.12.2010

په جهانی سویه می بوټ پاکی نه وه لیدلی٠
خپل ملک درته اور شوی دنورو انتقادونه څه بهانه کوی ،،چه زه استعفا ورکوم ،،اوس دبادارانو کره دسوړی د لټوو په په هڅه کی یاستی٠
ایا پوهیږی ،چه څه رقم تاریخ مو افغان اولس ته پریښودو، راتلکونکی نسل به پری قضاوت کوی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ډاکټر عمر زاخېلوال د استعفاء وړانديز کړى دئ

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ١٣ / ٩ / ١٣٨٩ | 2010-12-04

د افغانستان د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د ويکي ليکس هغه سند وغانده، چي د ده له خولې افغان ولسمشر حامد کرزى کمزورى شخصيت پکښي بلل سوئ وو.
ډاکټر عمرزاخېلوال وويل ښايي د ويکي ليکس دغه اسناد د امريکا او افغانستان پر اړيکو منفي تاثير وکړي.
نوموړي رد کړه چي ګنې د امريکا سفير ته يې ويلي وو، چي حامد کرزى يو بې حده کمزورى شخصيت دئ، او زياته يې کړه چي ښايي آيکن بيري د کرزي په اړه خپل نظر د ده له نوم سره تړلى وي.
ډاکټر عمرزاخېلوال دغه خبره په کلکو ټکو رد کړه او دا کار يې د هغه کس اخلاقي کمزوري وبلله، چي په ده پسي يې دغه درواغ غوټه کړي دي.
ډاکټر عمر زاخېلوال وويل د ويکي ليکس دغه سند نه يوازي د ده او امريکايي سفير ترمنځ باور زيانمنوي، بلکي نور افغان وزيران به هم د امريکا پر سفير آيکن بيري باندي باور له لاسه ورکړي.
ډاکټر عمر زاخېلوال له امريکا سره د اړيکو د خرابۍ اټکل کوي، خو د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر بيا ويلي چي د ويکي ليکس اسناد د افغانستان او امريکا پر اړيکو تاثير نسي کولاى.
بلي خوا ته د آزادۍ راډيو وايي ډاکټرعمر زاخېلوال د افغانستان ولسمشر ته خپله استعفاء هم وړاندي کړې ده، خو جمهوري رياست په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي د ويکي ليکس يو سند چي پرون مطبوعاتو ته راووتئ ويلي وو چي د افغانستان د ماليې وزير حامد کرزى کمزورى شخصيت بولي، د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر ويلي چي کرزى د امريکا پاليسي نسي درکولاى، او د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ بيا ويلي وو چي د تير کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د افغانستان حالت داسي سوئ لکه په نويمو کلونو کي چي مجاهدينو د واک پر سر جګړې سره کولې.



05.12.2010

وايي چې اوګه يې نه وي خوړلې بوی يې له خولې نۀ ځي .
پر ويکيليس څوک منکرېدلی نشي، عمر زاخيلوال په کرزي سمه شاهدي ورکړې ده اوس د ملا نصرالدين پېښې کوي چې (( دا پکې چا ايښی؟))
او پر سفير يې اړول بريدکونکې تېښته ده . په دې توګه د بدارانو وحدت تاييدوي چې کرزی او ايکنبيري ديوې( امريکنۍ ) مور ځامن
او دواړه ددۀ باداران دي ، نوپه منکرېدلو سره يې له دواړو خواوڅخه ځان استعفا ته اړويست ، نور
دزاخيلوال کونې ته بړستن نۀ ټينګيږي ، ختم دی، رخصت دی او ځي به ، ځکه په چاپلوسۍ کې دومره ملي او نړيوال خيانت چا نه و ليدلی .
خو د کرزي چاپلوسي وګوره چې له احمد ي نژاد وروسته د پاکستان صدراعظم ورته له هغه زيات په خپل کور کې اخطار ورکړ چې :
[color=red:b7c5c66447]د پاکستان له مرستې پرته به افغانستان په هېڅ يو ډګر کې کامياب نشي ![/color:b7c5c66447]يعنې زما غلامي کوه، که نه ناکامي دې حتمي ده !
دغسې يوه ناکامي يې طالب مشرۍ ته هم هغه وخت په ثبوت رسولې وه چې له ISI پرته يې په قندز بريد کړی و، ISI دمخه عطا محمد نور ته دطالبانو
د بريد له پلان څخه خبر ورکړی و، نو ټول طالبان د قندوز په ښار کې ښکېل او بنديان پاتې شول ، تر څو د پاکستان په اړه ترې بيا کومه بې پروايي سر ونه وهي !.
اوس هم کرزي رضا ګيلاني ته زاري وکړه چې مونږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې دافغانستان له خاورې څخه پاکستان ته ضرر ورسوي،
نو له پاکستان څخه هم هيله کوم چې څوک د پاکستان له خاورې څخه پرې نږدي چې دافغانستان خاورې ته زيان واړوي .
خو يوسف رضا ګيلاني منکر شو او د ISI دمداخلو په اړه يې آن د ويکيلېس ثبوتونه هم دروغ وبلل .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more